کور / سياسي / واحد او فدرالي نظامونه (Unitary & Federal Systems)

واحد او فدرالي نظامونه (Unitary & Federal Systems)

لومړۍ برخه:

عصري حکومتونه د واک او مرکزي او محلي ادارو پر اساس پر دوه ډوله وېشل سوي دي:

الف: واحد نظام
ب: فدرالي نظام

الف: د حکومت واحد نظام یا (Unitary system)

واحد حکومتي نظام هغه دئ چي ټول واک پکښي د اساسي قانون له مخي د مرکزي حکومت په لاس کي وي. سیمه ایزي ادارې خپل واک او صلاحیت د مرکزي حکومت څخه تر لاسه کوي او همدغه مرکزي حکومت سیمه ایزي ادارې منځ ته راوړي. د واحد نظام یوه څرګنده ځانګړنه دا ده چي درې ګوني قوې(مقننه، اجرائیه او قضايه قوه) یوازي د مرکز په واک او اختیار کي وي.

تعریفونه:
1- (واحد نظام هغه دئ چي یوازي د یوه مرکزي حکومت تر واک لاندي اداره کیږي.هر څومره واک چي د هیواد بېلا بېل اداري واحدونه يې په لاس کي لري، د مرکزي حکومت تر څار لاندي پلي کیږي. مرکزي واک د وېش او هرډول قانوني بندیز څخه پرته پر ټولو لوړ او معتبر دئ.) _سي ایف سټرونګ

2- (که په یو هیواد کي د حکومت ټول واک د اساسي قانون په واسطه په یوه مرکزي ارګان پوري تړاو ولري او د همدغه مرکزي ارګان څخه سیمه ایز حکومتونه خپل واک تر لاسه کوي، په حقیقت کي یو واحد نظام بلل کیږي. په دغه ډول نظام کي د اساسي قانون له مخي د مرکز او سیمه ایزو حکومتونو تر منځ واک نه وي ویشل سوی. خو برعکس ټول اداري واحدونه د مرکز تابع او فرمانبرداره وي.) _ جېمز ویلفورډ ګارنر

مرکزي حکومت مطلق واک په لاس کي لري او اداری واحدونه یا ولایتونه د مرکزي حکومت له خوا د اداري سهولت، هوسایني او اغیزمتیا په خاطر منځ ته راځي. هرڅومره واک چي ولایتونه په لاس کي لري د مرکزي حکومت له خوا ورته ورکول کیږي چي ډیرول یا لږول يې تل د مرکز په اختیار کي وي. لویه برتانیه، فرانسه، سریلانکا، بنګله دېش، چین، افغانستان اوداسي نور هغه هیوادونه دي چي د واحد نظام په چوکاټ کي خپل دولت مخ ته وړي.

د واحد نظام ځانګړتیاوي:

1- د واک تمرکز: په واحد نظام کي ټول واک په مرکزي حکومت کي متمرکز وي. یوازي یو دولت او حکومت موجود وي او د اساسي قانون له مخي د مرکزي او سیمه ایزو حکومتونو ترمنځ واک نه وي وېشل سوی.

2- سیمه ایز دولتونه د مرکز له خوا منځ ته راځي: د اداري سهولت او هوسایني په خاطر واحد نظام پر اداري واحدونو وېشل سوی وي، چي په مختلفو هیوادونو کي په جلا جلا نومونو سره یادیږي لکه څانګي یا (Departments)، ولایتونه یا (Provinces)، برخي یا ((Counties، ناحیې یا ((Boroughs او داسي نور. دوئ ته د سیمه ایز حکومت او کنټرول له پاره په ټاکلي اندازه صلاحیت او محدود واک ورکول سوی وي. مګر د دوئ ایجاد، جوړښت او دوام ټول د مرکزي حکومت په اختیار کي وي، او د اساسي قانون په واسطه نه سي فیصله کیدلای. سیمه ایز حکومتونه تل د مرکزي یا ملي حکومت تابع وي.

3- د واک ورکړه: د مرکزي حکومت له خوا و اداري واحدونو ته د واک ورکړه د واحد نظام یوه بله ځانګړنه ده. د اداري واحدونو یا ولایتونو واک واقعي نه بلکي د مرکزي حکومت له خوا ورکول سوی وي چي مرکز يې په خپل اختیار سره لږولای او ډیرولای سي. د هیڅ ډول شرایطو پر اساس ولایتونه نه سي کولای چي ځانته خپل جلا اساسي قانون ولري (لکه په فدرالي نظام کي).

د واحد نظام ګټي:

1- اغیزناک او باکفایته حکومت: واحد نظام د ټول هیواد په سطحه یو ډول اداره ، قانون او سیاست پلی کوي. دغه کار د یو متحد حکومت په راوستلو کي مرسته کوي، چي په نتیجه کی اغیزناکه او باکفایته حکومت منځ ته راځي.

2- د واک پر سر د اختلاف نشتوالی: د ملي دفاع او نړۍ والو اړیکو په ګډون د حکومت په ټولواداري چارو کي واحد نظام د بشپړ واک او صلاحیت څخه برخمن دئ. دمرکز او اداري واحدونو تر منځ د واک پر سر اختلاف او شخړه رامنځ ته کېدل هیڅ امکان نه لري، ځکه ټول مسولیت په ښکاره ډول د مرکز پرغاړه دئ.

3- ساده او بسیط جوړښت: د فدرالي حکومت په پرتله واحد نظام په جوړښت کي ساده، بسیط او په لږ قیمت (ارزانه) تمامیږي. ځکه په هغه کي د فدرالي نظام په څیر دوه ګوني حکومتي څانګي، قوانین او خدمات نه وي.

4- د کوچني هیوادو له پاره مناسب: واحد نظام په ځانګړي ډول دهغه کوچني هیوادو له پاره چي یو ډول نفوس ولري وړ او مناسب دئ.

د واحد نظام تاوانونه:

1- ټوالواکیز یا خپل سری حکومت: داچي په واحد نظام کي د ټول قدرت واګي د مرکزي حکومت په لاس کي وي نو دحکومت مشر د ټولواک یا خپل سري په ډول د چارو د ترسره کولو هڅه کولای سي او حتی د اولس څخه د ازادۍ اخیستلو تر حده لا تلای سي.

2- د سیمه ایزو نوښتونو سره ټکر: ښکاره ده چي د قدرت زیات متمرکزیت د سیمه ایزو واحدونو واک له منځه وړي. په سیمه ایزو حکومتونو کي دومره فردي ازادي نه وي موجوده ترڅو خلک وهڅوي چي په سیمه ایزو اداري چارو کي فعاله ونډه واخلي. واحد نظام محلي نوښتونو او ابتکاراتو ته کافي پاملرنه نه کوي، چي د ټولنیزو او سیاسي چاروسره د خلکو مینه او علاقه کمه او بلاخره يې د حکومت څخه زړونه توریږي. دغه ډول نظام د هغه خلکو له پاره چي د زیاتي ازادۍ خوند یې څکلی او په ازاد ژوند اموخته وي د منلو وړ نه دئ.

3- سیمه ایزو چارو ته کافي نه پاملرنه: د مرکزي حکومت مسؤلین معمولاً په سیمه ایزو شرایطو، غوښتنو او ستونزو باندي د لازمي پوهي د لرلو څخه بې برخي وي، ځکه دهیواد یوه برخه له بلي برخي څخه په ښکاره ډول توپیرلري او د ټول هیواد شرایط یو ډول نه وي. د خلکو غوښتنو، ستونزو او شکایتونو ته نه پاملرنه، په سیمه ایزو چارو کي د خلکو د ګډون علاقمندي کموي او د بې ځایه ربړ او ستونزو د زیږیدو سبب ګرځي.

4- پر مرکزي ادارو زیات بار: د سیمه ایزو چارو مسؤلیت پرغاړه اخیستل پر مرکزي حکومت د زیات بوج راوړلو لامل ګرځي او د مرکزي ادارو اوږې نوري هم درنوي، چي په پایله کي رسمي ځنډېدني، فساد، بې کفایتي، بطي پرمختګ، سسته او خرابه اداره او داسي نوري ستونزي منځ ته راځي.

دویمه برخه

ب: د حکومت فدرالي نظام یا (Federal system)
هغه حکومت چي د یو تړون یا پیمان پر اساس منځ ته راغلی وي فدراليحکومت بلل کیږي. د Federation اصطلاح د لاتیني لغات Foedus څخه اخیستل سوې ده چي د تړون یا قرارداد معنی لري. په اوسني عصر کي دهغو هیوادونو له پاره چي زیات نفوس او هر اړخیز ( کلتوري، ژبني، مذهبي، نژادي، قومي او داسي نور…) توپیرونه ولري، فدرالي نظام غوره او مناسب بلل کیږي.
په فدرالي نظام کي د حکومت واک د مرکزي او ایالتي یا په بله اصطلاح د ملي او محلي ادارو تر منځ وېشل سوی وي. جیمز ماډیسن د امریکا یوتکړهسیاستمدار، د سیاسي نظریاتو پوهاند، او د امریکا څلورم جمهور رئیس چي د امریکا د اساسي قانون د پلار لقب یې هم وړی دئ، په دې باور وو چي دغه (فدرالي) نظام د امریکا له پاره جوړ اومناسب دئ. ځکه چي د هغه هیواد ملت د ډول ډول توپیرونو درلودونکی دئ.
تعریفونه:
1-د څو دولتونو اتحاد چي یو نوی دولت تشکیل کړي فدراسیون یا فدرالي حکومت بلل کیږي. ( حمیلټن)

2-فدرالیزم یو داسي قرارداد یا تړون دئ چي پر اساس یې څو کوچني دولتونه د یو لوی دولت دغړیتوب هوکړه او فیصله کوي. (مونټیسکیو)
فدراسیون (د څو دولتونو اتحاد) په عمومي ډول د دوه ډوله قوو په نتیجه کي منځ ته را ځي.
Force -1 Centripetal یا مركز ته را ګرزېدونكې قوه:
فدرالي نظام هغه وخت د centripetal force یا مرکز ته راګرځیدونکي قوې په نتیجه کي منځ ته راځي کله چي څو خپلواک دولتونه د یو نوي دولت درامنځ ته کیدو له پاره یو و بل ته د لاس ورکولو پرېکړه وکړي. د بیلګي په ډول امریکا چي پخوا 13 مستعمرې وې د فدرالي نظام په غوره کولو سره په یو متحد هیواد بدل سو.
2- Centrifugal Force یا له مر كزه د تېښتي قوه:
یو واحد حکومت د centrifugal force یا له مرکز څخه د فرار د قوې په نتیجه کي هغه وخت په فدرالي نظام بدلیږي، کله چي اداري واحدونه (ولایتونه یا ایالتونه) د زیات واک او صلاحیت غوښتنه وکړي او دا غوښتنه یوازي په فدرالي سیسټم کي ممکنه او پوره کیدای سي. کله چي یو فدرالي حکومت خپلو اداري واحدونو ته د زیات صلاحیت او واک ورکولو په نتیجه کي منځ ته راسي دغه کار د Centrifugal force یا د مرکز څخه د فرار د قوې په سبب ترسره کیږي. د بېلګي په ډول هند، چي پخوا یې یو واحد حکومتي نظام درلود، پر ایالتونو وویشل سو، خپل مرکزي واک یې د ټولو ایالتو تر منځ تقسیم او په یو فدرالي هیواد بدل سو.

فدرالي نظام د یو دوه ګوني یا مرکب حکومت څخه عبارت دئ، چي په هغه کي مرکزي حکومت په ملي کچه د اداري چارو د سمبالولو مسؤلیت لري او په سیمه ایزه یا محلي کچه اداري چاري سمبالول د محلي حکومتونو دنده ده. ملي او محلي حکومتونه دواړه تل یو له بل سره د همږغۍ او همکارۍ پیاوړياړیکي لري.
په مختلفو هیوادونو کي د فدرالي حکومت اداري واحدونه په بېلو بېلو نومونو سره یادیږي، د بېلګي په توګه، په امریکا او هند کي States یا ایالتونه، په کاناډا کي Provinces یا ولایتونه، په سویزرلینډ کي Cantons یا ناحیي او داسي نورو نومونو سره پیژندل کیږي. د امریکا متحده ایالات، سویزرلینډ، اسټرالیا، روسیه، جرمني، هند، ناجیریا، جنوبي افریقا، کاناډا، برازیل، ارجنټاین او داسي نور … هغه هیوادونه دي چي د فدرالي نظام په چوکاټ کي خپل دولت مخ ته بیایي.
د فدرالي نظام ځانګړتیاوي:
-لیکلی اساسي قانون: فدرالي حکومت د یو لیکل سوي اساسي قانون (چي د اولس تر ټولو ستر قانون بلل کیږي) پر بنا سمبال او اداره کیږي،. ملي او محلي یا مرکزي او سیمه ایز حکومتونه دواړه خپل واک او صلاحیت د همدغه لیکي اساسي قانون څخه ترلاسه کوي. په دغه ډول نظام کي په اساسي قانون کي تعدیل، اصلاح یا بدلون راوستل خورا ستونزمن او سخت کار دئ. ځکه نه یوازي مرکزي حکومت او نه هم سیمه ایز حکومتونه کولای سي چي د خپلي خوښي سره سم په اساسي قانون کي تعدیل راولي.
-د اساسي قانون له مخي د واک یا قدرت وېش: د اساسي قانون له مخي د مرکز او اداري واحدونو تر منځ د واک یا قدرت وېش د فدرالي نظام یوه مهمه ځانګړنه ده. په ملي کچه موضوګاني (لکه جنګ او سوله، بهرنۍ اړیکي، پولي واحد او سکه جوړنه، پوسټ او ټلیګراف، اټومي انرژي او داسي نور) د مرکزي حکومت په واک او ختیار کي وي. په محلي کچه موضوګاني (لکه پولیس، بندیخانې، سیمه ایزي اوعلنيمحکمې، ټرانسپورټ او داسي نور…) د ولایتي یا ایالتي حکومتونو دنده او مسولیت دئ. په فدرالي حکومتونو کي یوه داسي نوې تګلاره ترسترګو کیږي چي پر بنسټ یې د مرکزي او محلي ادارو اړوند موضوګاني لومړی تشخیص او وروسته د دواړو حکومتونو په همکارۍ څیړل کیږي خو په دې شرط چي د هر ډول شخړي او مخالفت په صورت کي مرکزي حکومت نسبتاً ډیر واک او قدرت لري.
-خپواکه او بې طرفه قضایي قوه: خپلواکه او بې طرفه قضایي قوه وخت پر وخت د اساسي قانون شرایط بیان او تفسیروي. او همدارنګه د مرکز او سیمه ایزو حکومتو تر منځ د شخړو د هواري په خاطر د یو داور یا منځکړي په توګه رول لوبوي.

د فدرالي نظام شرطونه:
فدرالي نظام د یو مرکب حکومت څخه عبارت دئ. د هغه د ښه جوړښت او اجرا له پاره ځانګړي شرایطو ته اړتیا سته چي په لاندي ټکو کي ورته اشاره سوې ده:
-د فدراسیون یا اتحاد له پاره غوښتنه: د Dicey له نظره د یو بریالي فدرالي نظام د رامنځ ته کېدو له پاره باید د خلگو او حکومتيادارو له خوا د یو اتحاد د رامنځ ته کېدوغوښتنه موجوده وي. متحد کیدونکي ایالتونه خپل جلا او ځانګړی هویت په یو ګډ او عمومي هویت بدلوي او تر فدرالي نظام لاندي د مرکزي حکومت په واسطه جذب او سره یوځای کیږي. تر دغو شرایطو لاندي د خلکو تر منځ د فدراسیون له پاره دیوې ټینګي غوښتني موجودیت پیاوړی فدرالي نظام رامنځ ته کولای سي.

-جغرافیایي ارتباط یا نژدیوالي: د هغه هیواد له پاره، چي خلک یې فدرالي حکومت غواړي، باید په جغرافیایي لحاظ تړلې او مربوطه مځکه ولري. په نوموړي هیواد کي باید کوم لوی طبیعي خنډونه (لکه هسک غرونه او ژور سیندونه چي د هیواد بېلا بېلي برخي سره بیلوي)موجود نه وي. دغه خنډونه یا سرحدونه د یو هیواد خلک یو له بل سره د سیاسي او ټولنیزو اړیکو د قایم ساتلو له ښیګڼي څخه بې برخي کوي. هغه فدرالي هیواد چي په زیاته کچه د سیمي د هیوادونو د ځمکني سرحداتو یا بحرونو په واسطه بیل سوی وي هیڅکله حقیقي نه سي کیدای ځکه دغه واټن او جلاوالی د همږغۍ پر وړاندي ستونزي زیږوي او د ملي یووالي اړیکه کمزورې کوي.

-ګډ دین، ژبه او کلتور: هغه هیواد، چي خلک یې د فدرالي حکومت غوښتنه کوي، باید ګډ دین ، ژبه، کلتور او عنعنات ولري. دغه عناصر د یوالي او ګډ ملیت احساس رامنځ ته کوي، اولس د بحران په وخت کي یو او متحد ساتي او د یو ښه فدرالي نظام له پاره اړین بلل کیږي. خو له بلي خوا، د دغه حالت په مقابل کي بعضي استثناوي هم ترسترګو کیږي. د بيلګي په ډول، ځیني هیوادونه د ښکاره مذهبي، ژبني او کلتوري توپیرونو سره سره بیا هم په بریالتوب سره خپل حکومت د فدرالي نظام په چوکاټ کي پر مخ بیایي. په دغه ډول هیوادو کي د(Unity in diversity) یعني په توپیرونو کي د اتحاد یا په بله اصطلاح په کثرت کي د وحدت خاصیت موجود دئ. په حقیقت کي فدرالي حکومت ددې له پاره تشکیلیږي تر څو هغه سیمي چي پراخ مذهبي او کلتوري توپیرونه لري د یو واحد سیاسي نظام په توګه سره یوځای او متحد کړي. لکه هند چي ډیرزیات توپیرونه لري (لکه مذهبي، ژبني، نژادي، کلتوري، قومي او داسي نور…).

-د واک له مخي د ایالتونو برابروالی: د امکان تر حده باید د فدرالي دولت اداري واحدونه د اداري او سیاسي واک له مخي مساوي دریځ ولري، مګر نه د مساحت او نفوس له مخي. ځکه دا امکان نه لري چي په فدرالي نظام کي دي ټول اداري واحدونه مساوي مساحت او نفوس ولري. خو مهمه دا ده چي د فدرالي دولت د اداري واحدونو تر منځ د واک د نامساویانه ویش ستونزه باید موجوده نه وي.

-د مرکزي او ایالتي حکومتونو د نظام ورته والی: اړینه ده چي باید د حکومت د نظام ډول په ملي او محلي کچه ورته او یوشان وي. د مثال په ډول که چیري په یو هیواد کي په ملي کچه جمهوري نظام وي نو باید همهغه نظام په سیمه ایزه کچه یا په ایالتونو کي هم عملي سي. او که په ملي کچه پارلماني نظام ولري باید ایالتونه هم پارلماني نظام خپل او عملي کړي. د مثال په ډول امریکا چي یو جمهوري نظام لري، ایالتونه یې هم همدغه نظام تعقیبوي . مګر هند او اسټرالیا چي د ټول هیواد په کچه پارلماني نظام لري ځکه يې نو ایالتونو هم پارلماني سیسټم منلی او خپل کړی دئ.

-متوازن ټولنیز او اقتصادي پرمختګ: فدرالي نظام تر هغې پوری د بري تر منزله نه سي رسیدلای تر کومي چی یې په ټول هیواد کي یوشان او متوازن ټولنیز او اقتصادي پرمختګ نه وي راوستلی. د هیواد هیڅ برخه باید په ټولنیز او اقتصادي لحاظ شاته یا وروسته پاته نه وي. ځکه چي سیمه ایز غیرمتوازن او توپیریز شرایط کیداي سي د فدرالي نظام پر وړاندي خنډونه رامنځ ته کړي. ځیني وروسته پاته ایالتونه کیدای سي دا احساس کړي چي مرکزي حکومت دوئ ته د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په برخه کي کافي اهمیت نه دی وکړئ او بلاخره مجبوره سي چي د دغه هیواد فدراسیون پریږدی.

-سیاسي پوهه او اګاهي: هیڅ سیاسي نظام تر هغې پوري بريالینه سي بلل کیدای ترڅو چي د هغه هیواد عام اولس د خپل سیاسي نظام په نظریو، عقایدو او لاروچارو پوه او خبر نه وي. دا د فدرالي نظام دعملي کولوله پاره یو مهم رکن ګڼل کیږي. په فدرالي نظام کي باید خلک د دولت د دوه برخیزه یا مرکب نظام پر وړاندي د متابعت په معنا پوه وي.

-د مرکز او ایالتونو ترمنځ همکاري: د مرکز او سیمه ایزو حکومتو ترمنځ باید همږغي او همکاري پیاوړې وي. دا چي د مرکزي او سیمه ایزو حکومتونو تر منځ واک ویشل سوی دئ، مهمه ده چي باید تل یو له بل سره په اړیکه کي وي. د مثال په ډول په هند کي د ملي پرمختګ په شورا کي د مرکز او ایالتونو مسؤلین دواړه سره راغونډیږي.

-پیاوړی مرکزي حکومت: په هر فدرالي نظام کي د واک تمرکز یو بېتردیده تګلاره ده. خو په دې وروستیو کي د حکومت پر وړاندي د پردې تر شا د نوي اداري چلنجونو او ستونزو (لکه تروریزم …) له پاره یو پیاوړیمرکزي حکومت د فدرالیزم یو مهم شرط بللای سو. که څه هم دا کار د ایالتونو له پاره د منلو وړ نه دئ خو نسبتاً مسلط مرکزي حکومت د ښه ادارې او تنظیم په برخه کي رغنده رول روبولای سي.
د فدرالي حکومتو طبقه بندي:
هغه فدرالي نظامونه چي نن په نړۍ کي موجود دي د مختلفو مشخصاتو په رڼا کي په لاندي ډول طبقه بندي سوي دي.
1-حقیقي فدرالي نظام: هغه نظام دئ چي په هغه کي مرکز او اداري واحدونه یا ایالتونه د خپل اړوند اساسي قانون پر بنسټ اجراات کوي. لکه امریکا
2-تعاوني فدرالي نظام: دا د فدرالي نظام هغه ډول دئ چي په هغه کي مرکز او ایالتونه دواړه د مرکزي او سیمه ایزو حکومتو په کچه د دولتي پالیسیو په جوړلو کي را ښکیل او برخه اخلي. لکه هند
3-نیمه فدرالي نظام: د ا د فدرالي نظام یو بل ډول دئ چي په خپل جوړښت کي د واحد نظام تګلاري تعقیبوي. په دغه ډول نظام کي مرکزي حکومت د ایالتي حکومتو په پرتله پیاوړئ او مسلط وي. چي حتی د بعضي بیړني یا اضطراري حالتونو په ترڅ کي دایالتونو اداري مسؤلیت لا هم پر خپله غاړه اخلي. لکه هسپانیه
4-اتحادي فدرالي نظام: دا نظام د څو خپلواکو او با صلاحیتو دولتونو اتحاد دئ چي د یو تړون په وسیله د یوځای کیدو پرېکړه کوي. اتحاد د څو بشپړ خپلواکو دولتونو څخه تشکیلیږي چي خپل دننۍ او بهرنۍ خپلواکي د یو نړۍ وال تړون پر اساس څاري. د بیلګي په توګه د امریکا متحده ایالات چي د 1781-1789 کال پوري د دیارلس مستعمرو څخه تشکیل سوي وه. د جرمني اتحاد (د1815-1866 پوري)، د سویس اتحاد (د1815- 1840 کال پوري). مشترک المنافع خپلواک هیوادونه(CIS) ، پخوانی شوري اتحاد او اروپایي اتحادیه چي د څلورویشت اروپایي هیوادو څخه تشکیل سوې ده.
نور بيا