کور / تازه خبرونه / هلمند:دوسلوالو په برید کي ۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله

هلمند:دوسلوالو په برید کي ۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله

په هلمند كې دوسلوالو لخوا د هاوان د مرمۍ د توغوولوله امله پنځوماشومانوته مرگ ژوبله واوښته
د هلمند د رسنیو دفتر په يوې ليږل سوي خبرپاڼه کي ویلي چي ياده سوې پيښه د چهارشنبې په ورځ د سنگين ولسوالۍ په سرچينې سيمه كې هغه مهال رامنځ ته سوه كله چی وسلوالو غوښتل د پوليسوپه امنيتي پوسته د هاوان مرمۍ وتوغوي چې يوه مرمۍ يې د هستوگنې په يوكورلگېدلې اوله امله يې دوه ماشومان شهيدان اودرى نورټپيان سوي دي.

ياد سوي ټول ماشومان د پنځواوشپږوكلونوترمنځ عمرونه لري.

سرچینه همدارنګه زیاتوي چي په همدې ورځ د گرشك ولسوالۍ په ميرمنداب سيمه كې پوليسواوملي اردوگډ چاڼيزعمليات پيل كړي چي پكښي تردې مهاله اوه تنه وسلوال وژل سوي اويوتن ټپي سوى دئ.

دا عمليات اوس هم په سيمه كې دوام لري چې پكې يوتن پوليس هم سرسري ټپي سوى دي
تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې اړه کوم څه ندي ويلي.