کور / تازه خبرونه / كندهار:په ښوونځيو کي لس زره نيالګي ايښوول کېږي

كندهار:په ښوونځيو کي لس زره نيالګي ايښوول کېږي

“د نيالګيو کمېټه به په ښوونځيو کي نيالګي پالي”
د کندهار د پوهني رياست په اداري غونډه کي پرېکړه وسوه چي سږ کال بايد په ښوونځیو کي د نيالګيو د ايښوولو او پاللو چاره د ښوونځيو د نيالګيو د پاللو کمېټه په پوره جديت سره وڅاري.
په ښوونځيو کي دا مهال شپږ کمېټې د چارو د ښه انسجام او څارني په موخه فعاليت لري، چي يوه پکښي د نيالګيو يا د ښوونځيو د سرسبزي کمېټه ده.
دغه کمېټه د ښوونځي له ښوونکو او آمرينو څخه جوړه ده.
د کندهار د پوهني سرپرست رئيس عزيزاحمد خالد د رواني لمريزي مياشتي پر يوويشتمه نېټه/ دوشنبه د پوهني رياست په اداري غونډه کي وويل چي سږ کال به په ښوونځيو کي د چاپېريال سمسورتيا، په ځانګړي ډول په ښوونځيو کي د نيالګيو ايښوولو او پاللو ته کلکه پاملرنه کوي.
ښاغلي خالد د ښوونځيو د چاپېريال ساتني کمېټو ته امر وکړ چي د نوي کال په پيل کي په ټولو ښوونځيو کي د نيالګيو د ايښوولو او پاللو چاره په ښه توګه تر سره کړي.
نوموړي وويل، په پلان کي ده چي سږ کال د کندهار په ښوونځيو او د پوهني رياست اړوند تاسيساتو کي شاوخوا لس زره بوټي نيالګي د ښوونځيو د چاپېريال د سمسورتيا په موخه کښېنول سي.
هغه وويل، د دغو نيالګيو نهه زره بوټي يې د کندهار د کرهڼي او مالدارۍ رياست او پاته زر يې د کندهار ښاروالۍ له لوري د پوهني رياست ته ورکول کېږي.
ښاغلي خالد وويل، په هغو ښوونځيو کي چي باغوانان لري، د نيالګيو د ايښوولو او پاللو چاره د باغوان له خوا تر سره کېږي او د اړوند کمېټې له خوا څارل کېږي، خو په هغو ښوونځيو کي چي د تشکيل له مخي باغوانان نه لري، هلته زده کوونکي هڅول کېږي چي په داوطلبانه ډول د خپل ښوونځي د چاپېريال په سمسورتيا کي ونډه واخلي.
د پوهني رئيس وويل: “ښه زده کړه او تدريس په ښه چاپېريال کي کېږي او ښه او زرغون چاپېريال به موږ هله ولرو چي په ښوونځيو کي چاپېريال ته پاملرنه زياته کړو. سږ کال به په ښوونځيو کي د نيالګيو د ايښوولو موضوع په جديت څارل کېږي او د چاپېريال د سمسورتيا په برخه کي به ټول امکانات په کار اچول کېږي. ”
په اداري غونډه کي دغه راز د پوهني سرپرست رئيس د پوهني رياست ټولو مامورينو ته امر وکړ چي د خپلو شعبو چاپېريال ته کلکه پاملرنه وکړي او دغه راز د رياست د انګړ چاپېريال هم سمسور وساتي.
د يادوني وړ ده چي سږ کال د پوهني رياست د دې لپاره په ښوونځيو کي د چاپېريال د سمسورتيا په موخه د هلو ځلو د زياتولو پرېکړه کړې چي په تېرو کلونو کي د کندهار په ښوونځيو کي هر کال په لوړ شمېر نيالګي ايښوول سوي، خو د نه پاملرني له امله زياتره ضايع سوي دي، خو پلان دا دی چي سږ کال به د دغو ضايعاتو مخه نيول کېږي.