کور / سپورټي / د ICC وروستۍ جنجالي پرېکړه، ولي؟!

د ICC وروستۍ جنجالي پرېکړه، ولي؟!

د ICC جنجالي بدلونونه بالاخره منظور سول. دغه پروسه د هند په وړانديز د استراليا او انګلستان کرکيټ بورډونو په ملاتړ څو مياشتي مخکي راپيل سوه. هند د مشهورو جامونو د پرله پسې ګټلو او د خپلي لوبډلي د نړيوالي ځلا او شهرت له امله مناسبه وبلله چي نور د مالي امتيازاتو د ډېرېدو خوب په رښتيا بدل کړي.
د ياد هيواد د کرکيټ بورډ مشر شريني واسن يوه داسي تګلار جوړه کړه چي له مخي به يې دوى د خپلو ترسره کېدونکو نړيوالو لوبو ډېره سلنه ځان ته راګرځوي. د دې لپاره چي نور دوه مطرح او مخکښ هيوادونه لکه استراليا او انګلستان يې پر وړاندي خار نسي، د هغوى د ګټو ګراف يې هم تر پخوا ورپورته کړ.
همداسي وهم سول. دوه پورته ياد هيوادونه يې په څو هغو ناستو کي د ځان ملګري کړل چي د تړلو دروازو تر شا په رسمي او نارسمي توګه وسوې.
د دغي نارسمي طرحي له اعلانېدو سره سم د نورو هيوادونو کرکيټ بورډونو ږغونه پورته کړل، خو پاکستان او سريلانکا پکښې په ښکاره ډېر توند مخالفت وښود. په تېره د پاکستان د مخالفت لوى لاملونه د دوى په هيواد کي پر نړيوالو لوبو بنديز، له هند سره د دوه اړخيزو لوبو کموالى او دغه راز په ICC کي د هندي نفوذ د پراختيا وېره وه او ده.
خو دا تقريبا له اوله سره ښکاره وه چي طرحه به منل کيږي، ځکه د ICC له قوله د دغي ادارې نژدې 80 سلنه لګښت هند پرې کوي او اوس يې حق دى چي د خپل غښتلي ننداريز او اشتهاري ځواک ثمره تر نورو زياته وخوري.
په هانکانګ کي د کرکيټ نړيوالي ادارې په وروستۍ نوبتي رسمي ناسته کي لاندي لويې پرېکړې وسوې:
– د رواني جولاى مياشتي څخه به د هندي کرکيټ بورډ مشر شريني واسن د ICC مشر کېږي او دوه کاله به دغه څوکۍ سمبالوي.
– په ترتيب سره د استراليا او انګلستان د کرکيټ ادارو استازي به دوې نوي جوړي سوي کمېټې ExCo او F&CA پر مخ بيايي.
– د دوه اړخيزو جبري ټېسټ لوبو مهالوېش به د مخکني پلان سره سم تر 2023 کاله بې بدلونه عملي کيږي.
– د 50 اوريزو لوبو چمپينز ټراپي به د پخوا په شان په هرو څلورو کلونو کي ترسره کېږي او د ټېسټ وړانديز سوى ټورنمنټ د عملي کېدو وړ نه دى.
– د هند، انګلستان او استراليا بورډونو ته په نړيوالو لوبو کي زيات مالي امتياز ورکول کېږي.
– هېڅ فول ټېسټ ملت به خپل غړيتوب او اوسنى مالي امتياز نه بايلي.
– د دويمي درجې هيوادونو تر منځ د کېدونکي انټرکانټننټل سياليو اتل به تر دې وروسته د ټېسټ ملتونو د وروستي نمبر هيواد سره(چي اوسمهال بنګلدېش دى) د ټېسټ لوبو د کولو اجازه ترلاسه کوي او که يې په دې لار کي ثبات وښود د ټېسټ دايمي غړيتوب به هم ترلاسه کړي. دغه نوى فرصت ياد مجلس (ښيښه يي چت) ونوماوه.
تر غونډې وروسته د پاکستان کرکيټ بورډ مشر زکا اشرف رسنيو ته په خپلو خبرو کي وويل:
د پرېکړو له امله خواشينى يم، خو لږ تر لږه ما او سريلانکا په خپل مخالفت او رايو نه کارولو سره د قطعنامې د بياکتني لپاره دروازه پرانيستې پرېښوده. تېره شپه چي مي د دغي طرحي سره د جنوبي افريقا د کرکيټ بورډ د توافق خبره واورېده، نو ټوله شپه مي خوب ونسو کړاى.
بل خوا بيا د همدې هيواد يو مشهور پخواني کرکيټر او اوسني وياند رامض راجه خپل غبرګون داسي وښود:
زما په نظر زکا اشرف سم کار ونه کړ، ده بايد خپله رايه، مخالفه يا موافقه، استعمال کړې واى. سبا به بيا نورو هيوادونو موږ ته د خنثى پاتېدو له امله په ځينو مواردو کي خنډونه نسواى پېښولاى. که منو که نه دا رښتيا ده چي هند د ICC اتيا سلنه لګښتونه ورکوي.
په پاى کي بايد ووايم چي په سوو پرېکړو کي د افغانستان لپاره د ټېسټ ملت جوړېدلو يو خورا نامي تاريخي چانس په لاس ورغلى دى، بايد حتما ګټه ځني واخيستل سي.
دا واضح ده چي موږ په کور دننه د ټېسټ ملت جوړېدلو لپاره وړ شرايط او امکانات لکه پر نړيوال معيار برابر سمبال لوبغالي، مناسب امنيت، له سياسي مداخلو، اغېز او فساده خلاص کرکيټ بورډ او د نوو او ځوانو کرکيټرانو هيوادنۍ هڅي، نه لرو.
خو که د ICC تازه قطعنامې ته ځير سو، نو پورتنۍ ستونزي اوسمهال دويم مقام ته راکښته کيږي. په دې مانا چي اوس اوس بايد تر نورو ټولو کارونو وړاندي د خپلي لوبډلي د شته تخنيکي ستونزو پر هوارولو جدي کار وسي. دا مشکلات خورا څرګند دي. زموږ لوبډله د يو ښه بټنګ کوچ له نشتوالي ځوريږي او له همدې امله هر ځل پر خوله پرته وي. د تېر انټرکانټننټل سياليو په ټول بهير کي د توپ وهني له امله کچل-کچل روان وو. دويم دا چي زموږ لوبډله د يو مبهم لامل له وجي د مخکښو هيوادونو سره پر ډېرو لوبو نه ده توانېدلې، نو ځکه يې له دې اړخه د تجربې ګونۍ ښه سمه تشه ده.
سرچينې:
کرک انفو او د ICC رسمي ويبپاڼه