کور / ترخې خبري / پر کونړ د راکټي بريدونو مسئوليت د چا په غاړه دئ؟

پر کونړ د راکټي بريدونو مسئوليت د چا په غاړه دئ؟

کونړ ولايت د افغانستان د ختيځو لايتونو څخه هغه ولايت دئ چي له ګاونډي هيوادپاکستان سره دوه سوه او څلوېښت کيلومتره ګډه پوله لري. له څه مودې راهيسي د ګاونډي هيواد پاکستان له خوا توغندېز او راکټي بريدونه باندي کېږي چي هر وار ئې ګڼ شمېر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. ډېرو کورنيو خپله سيمه پرې ايښې ده او نورو سيمو ته تللي دي. دا ډول بريدونه په لس هاوو واره سوي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
د افغانستان حکومت ئې په وړاندي په فزيکي لحاظ چوپه خوله پاته سوى دئ او په دې برخه کي ئې هيڅ غبرګون نه دئ ښوولى. پردې موضوع ئې د پاکستانيو لوړ پوړو دولتي چارواکو سره څو ځلي مذاکرات هم کړي دي. څو واري له افغانستان څخه پاکستان ته پلاوي تللي دي او همدارنګه له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي، ټولو په ظاهراً ژمنه کړې ده چي نوربه دا لړۍ دروي، خو په باطن کي ئې بېرته راکټي او هاواني بريدونو ته ادمه ورکړې ده.
دا د دې مانا ورکوي چي پاکستان په ظاهراً دوست او په باطن کي دښمن دئ.
د افغانستان پرخاوره بريدونه په داسي حال کي کېږي چي په افغانستان کي د نړيوالي ټولني حضور هم سته، خو له بده مرغه بايد ووايو چي امريکا او ځيني نور هغه هيوادونه چي په افغانستان کي شتون لري د دا ډول بريدونو په ترسره کولو کي خپل دريځ هيڅ په ډاګه کړى نه دئ.
شاوخوا يونيم کال مخکي افغانستان د امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو سند امظاء کړ. دوالسمشر کرزى واياند ايمل فيضي په يو ټليفوني مرکه کي راته وويل چي په دې سند کي ډېر په وضاحت سره راغلي دي چي امريکا وايي که چيري پر افغانستان تجاوز کېږي دوى به له افغانستانه سره د ډيپلو ماټيکو، سياسي او نظامي لارو څخه سره همکاري کوي. بيا هم پر افغانستان د ګاونډي هيواد پاکستان بريدونه جريان لري، خو دوى د سند پرلاسليکولو سربېره بيا هم خپله چوپتيا وښودله او خپل موقف ته ئې هيڅ بدلون ورنه کړ. د دې څخه څرګندېږي چي امريکا په ښکاره له افغانستان او په پټه له پاکستان سره ملګرتيا کوي.

په درنښت
ثناءالله مخلص