کور / ترخې خبري / ځينې رئيسان خپل وزيران او ځينې مامورين خپل رئيسان نه پيژني

ځينې رئيسان خپل وزيران او ځينې مامورين خپل رئيسان نه پيژني

په شته نظام کې داسې وزار تونه هم شته چې لسيزه يې په وعدو تيره کړه او په عمل کې يې هيڅ نه دي ترسره کړې په ولايتونو کې يې گڼه گوڼې په دې جوړې کړې دي، چې په څو مياشتو کې خپل رئيس بدلوي او له دې لارې خپل شخصي جيب ډکوي نه د وطن احساس لري او نه د دې درديدلي او کړيدلي ولس غم ورسره شته مامور بې چارې چې مازديګر د خپل رياست څخه رخصتيږي سبا چې خپل دفتر ته راځي رئيس يې بدل وي او بل څوک پرې مقرر وي.

ترڅو چې دوى په خپلو کې سره همغږي پيدا کوي او د يو کار لپاره پلان جوړوي بيا کار له سره پيليږي ټولې کړنې له سره تغير مومي د دې پرځاى چې هېوادوالو ته يې خدمت کړى وي بې چاره مامورين د خپلو رئيسانو په هرکليو پسې نه رسيږي.

په کار ده چې ولايتونو ته خپلې ورکړل شوې بودجې په خپل وخت ورسوي او د خلکو لپاره کار وکړي دوى ټول وخت په دې تير وي چې کله يو رئيس راليږي او کله بل ځينې داسې رئيسان هم شته چې تر اوسه پورې يې خپل وزير هم نه دى ليدلى ،چې څه ډول شخص دى، څه طرحې ، څه پلان او څه ستراتيژي لري او لا نوره کارونه خو يې پرځاى پريږده.

اوس راځو دا ډول چارواکو ته چې دوى په خپلو کې نه دي سره ليدلي لامل يې دا دى ،چې وزيران خپل رئيسان د دې پرځاى، چې د لياقت په اساس په دندو وګماري بلکې د راوبطو په اساس ټولې مقررۍ تر سره کېږي.

هرکله چې په کوم اداره کې مامورين د لياقت په اساس نه، بلکې د روابطو په اساس مقررشي د دې پرځاى چې خپل ولس ته کار وکړي، نوپرخلاف يې د دې کړيدلي او زوريدلي ولس د سر درد جوړيږي، ستونزې خو پرځاى پريږده چې ورحل يې کړي بلکې ستونزې ورته پيداکوي.

زما په اند که چېرې د ځينو وزارتونو کړنې په ولايتونو کې همداشان جاري پاتې شي د دې پرځاى چې د ولسونو لپاره خدمت وکړي ولسونه خوشاله وساتي ولسونه يې د مايوسۍ سره مخامخ کړي دي.

ځکه چې هېوادوال خپلو ادارو ته د دې لپاره ځي چې ستونزې يې حل شي نه دا چې ستونزې ورته نورې هم ډېرې شي موږ او تاسې په دې لسيزه کې داسې رياستونه ليدلې چې د لسو نيولي ان تر پنځلسو او اوولسو پورې رئيسان يې تبديدل کړي دي.

رئيسان د دې پرځاى چې په خپلو ولايتونو کې کارونه تر سره کړي دوى ټول وخت په مرکز کابل کې تيروي چې خداى مه کړه داسې نه چې له مرکز څخه ولايت پورې ځان رسوم تر هغې بل څوک يې زما پرځاى استخدام کړى وي.

خبره په دې کې ده ، چې ټولې ستونزې په وزيرانو کې هم شتون نه لري بلکې همداغه عام ولس دى، چې د خپلو ځانونو لپاره يې سر خوږى جوړکړى دى چې کارونه يې په مياشتو مياشتو ځنډيږي او شپې ورځې په انتظار کې تيروي.

داسې مياشت نه وي تيره شوې چې په هغې کې د ولسي جرګې لخوا کوم وزير د استجواب لپاره يا استيظاح لپاره نه وي حاضر کړى کله چې وزير صيب ولسي جرګې ته راوغواړي نو داسې يې وکوتي لکه څوک چې په لاره کې له ملنګ څخه واسکټ ،څادر اوبوټونه ترې وباسي نو په دې وخت کې وزير صيب تش جيب خپل وزارت ته ستون شي او دخپل ځان د کاليو ، واسکټ او بوټونو پيداکولو لپاره په ولايتونو کې په رئيسانو بدلولو پيل وکړي ترڅو پورې چې يې خپل ځان نه وي جوړ کړى ترهغې پورې يې نه پريږدي.

پتېيل شوې، چې راتلونکى ١٣٩٣ لېږديزلمريز کال د وري مياشتې په شپاړسمه نېټه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او د ولايتي شوراګانو ټولټاکنې ترسره شي، نو دا دهر افغان ملي ، افغاني او اسلامي دنده او مسؤليت دى، چې خپله رايه يوه ريښتيني ، ملي او هېوادپال نوماند ته ورکړي.

ولسونو ته په کار ده چې دوى بايد نوره په خپل برخليک لوبې ونه کړي د خپلې راتلونکې لپاره غوره ټاکنه وکړي او خپل دروند مسؤليت چې هر افغان يې لري، خپل امانت (رايه)يو داسې چاته ورکړي، چې هغه د دې هېواد لپار ه درمل او مهلم جوړ شي او نه د دې وطن لپاره ښامار .

نور بايد هر شخص د خپل روښانه راتلونکې په فکر کې شي او داسې چاته رايه ورکړي چې هغه نه يوازې د ده په درد ودريديږي بلکې د ټول هېواد په پرمختګ کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

هر کار چې دملي احساس له مخې ترسره شي نو بيا په هغې کې برکت وي او هرڅه چې کېږي د هېواد په ګټه تماميږي.