کور / علمي / « اوسپنيز » که « اوسپنين »؟

« اوسپنيز » که « اوسپنين »؟

« اوسپنه » د پښتو لرغونی ټکی دئ، چي داويستا/ اوستا له هوسفنه) (Haosafna څخه راوتلئ ښکاري؛ ځکه چي په اويستا کي بې ( به يې) له اوسپني څخه جوړ سوي شي ته هوسفينه ) (Haosafnaena ويل. ۱ دا ټکی د پښتو په لرغونو متنو کي د« اوربل »، « اورښت »، « اوريځ »، « اورېدل »، « اوربشي »، « اولجه » او داسي نورو ټکو غوندي، له الف سره ليکل سوئ دئ؛ خو نن سبا يې زموږ ځيني ژبپوهان، ليکوال، شاعران او ژورناليستان بې الفه کاږي. « اوسپنه » د پښتو په وڼېڅۍ لهجه کي « اوسپنده » او د مَقُر په سيمه کي « اورسپنه » ويله کيږي.۲

د خوشال خان خټک ( ۱۰۲۲ – ۱۱۰۰ هـ ق) په کُلياتو کي څو ځايه « اوسپنه » راغلې ده؛ مثلاً په « دستار نامه » کې( کي يې) داسي راوړي دي : « اوسپنه پيدا ده چه توره شي. که د اُستاد تر لاسه ورغله، توره ځني سازه شوه… »۳ د متفرقاتو په يوه بيت کې د جمعي اضافي حالت (genitive) داسي راغلئ دئ :
که د اوسپنو په کوټ کي ځان خوندي کړې!
عزرائيل به دي خبر واخلي دننه ۴
رحمان بابا هم د خپل ديوان په يوه بيت کي د« اوسپني » ټکی داسي راوړئ دئ :
نصيحت د ناصحانو اثر نه کا
د سړې اوسپني خوشي ټکول دي ۵

په دې وروستييو کلو کې د اوسپني په پای کي د « يز » شاوندي يا وروستاړي (suffix) په زياتولو سره د« اوسپنيز » صفت جوړ کړئ دئ؛ اودې بهير اوس دونه زور اخيستئ دئ، چي د ژبي و طبيعي رنگارنگۍ او ښکلا تې( ته يې ) خورا لوی تاوان پېښ کړئ دئ. په دې ناوړه کار کي هم د « سوچه پالني » لاس پروت دئ؛ په دې چي د عربي، پاړسي او اوروپايي ژبو هر اشنا او مأنوس ټکی د پردي توب په گونا له پښتو ژبي ايستل کيږي؛ او پر ځای يې مروړلي، بې خونده، نا اشنا او ترجمه سوي ټکي درول کيږي. کله کله خو داسي لا هم ليدل کيږي، چي کې د يوې خودساخته او لغوړني پښتو کليمې د وروستۍ برخي دپاره نور څه و نه موندل، بيا نو د دېگ د مالگي يا مسالې غوندي د« يز » شاوندی ورسره ملگری کيي( کوي )، چي په دې توگه د چا خبره « پښتو رنگ » واخلي. شک نسته، چي د « يز » په کومک د يو و نيم صفتو جوړول بده خبره نه ده؛ خو دونه بايد زيات نسي، چي زموږ وخوږې او سپېڅلي ژبي ته جعلي، يکنواخته او بې خونده جوله ورکي؛ او د خلگو خوا ځني وگرځي. انگرېزان وايي: (too much of everything is bad)، عربان وايي : « خيرالامور اوسطها»، پاړسي وانان وايي : « هر چه از حد بگذرد رسوا شود »، کنداريان وايي : « چي ډېری سي مورداری/ مرداری سي. » دا خبره تر لمر روښانه ده، لکه څنگه چي د انسان په وجود کيي د يوه عنصر يا مادې ډېرښت و ډول ډول ناجوړييو او پرابلمو ته لار پرانيزي، په ژبه کي هم د جعلي، تکراري او بې خونده ټکو، ترکيبو او عبارتو ډېرښت، د هغې وخوند، ښکلا او جذابيت ته لوی زيان پېښيي؛ خو د ناپوهۍ، تعصب او تنگ نظرۍ په ناروغۍ اخته کسان به دې ساده او روښانه حقيقت څوک پوه کيي؟!

خير، دا ؤ زموږ په اوسنۍ بدخونده رسمي او مطبوعاتي پښتو کي له اسمو(nouns) سره د « يز » شاوندي يا پسوند په کومک د بې شماره توصيفي کليمو يا صفتو (adjectives)د جوړولو داستان. اوس را ځو د خپلي اصلي پوښتني وسپيناوي ته، چي ايا « اوسپنيز » سهي دئ که « اوسنپين »؟

په يوه سرسري او سطحي نظر خو داسي برېښي، چي « اوسپنيز » تر « اوسپنين » ډېر ښه او معقول دئ؛ ځکه تر غوږو مو ډېر اشنا او مأنوس دئ؛ په ورځ کې لس واره لولو يا اروو؛ خو که د پښتو پخواني متون تر نظر تېر کو، ښايي بيا پر دې خبره ټينگ و نه درېږو. پير روښان په خپل مشهور دیني- عرفاني اثر « خير البيان » کي له اوسپني څخه جوړ سوئ شی ( څيز) د اوسْپَرين/ اُسْپَرين (ūsparín/usparín) په نامه ياد کړئ دئ. د « اوسپرين/ اُسپرين » مذکر صفت د « خيرالبيان » په ( ۶۷ – الف ) مخ کي داسي راغلئ دئ :
«…که اُسپرين يا سرولين يا دا هسي نور کالي يا تېغ پليت شي. »۶

د پښتوادب فاضل او کامل استاد – ارواښاد علامه عبدالشکور رشاد ( ۱۳۰۰ ش/ ۱۹۲۱ع – ۱۳۸۳ ش/ ۲۰۰۴ ع) د « خيرالبيان » په لغتنامه کي د « اوسپرين/ اُسپرين » د وروستي شاوندي په اړه داسي کښلي دي : « په دغه کلمه کي فشار لرونکی (ín) د نسبت شاوندی (suffix) دئ او د نارينه موصوف دپاره پکاريږي. د مفرد مؤنث دپاره (ǝ) او د جمعي مؤنث دپاره د کندهار په لهجه کي (i) او د پېښور په لهجه کي (e) ورپسي نښلي.» ۷

« اوسپرين/ اُسپرين » کليمه د روښاني ادبي – عرفاني مکتب پر ځينو پيروانو سربېره د ځينو نورو معاصرانو په اشعارو کي هم راغلې ده؛ مثلاً د خوشال خان خټک زوی، عبدالقادر خان خټک، په خپل ديوان کي داسي وايي :
د زړه مست لره د زلفو زنځير بويه
په اوسپرين زنځير دا مست تړلی نشي۸

په دې خبره مي ښه او دقيق سر نه خلاصيږي، چي « ر » توري څنگه د پير روښان په « خيرالبيان » کي د « اوسپني » و توصيفي شکل (اُسپرين) ته لار پيدا کړې ده؟ ځکه د« ين » شاوندي په مرسته له اسمو څخه د صفتو په جوړولو کي د « ر » بله نمونه او مثال نه مومو؛ حال دا چي په پښتو ژبه او ادب کي د دې ډول صفت جوړولو ورشو ډېره پراخه ده؛ مثلاً په پښتو کي له عمرو راهيسي ډبرين ( ډبرينه مځکه )، خاورين ( خاورين لوښی )، خټين ( خټين کور )، زرين ( زرين کالي، زرين ټوکر، زرينه لونگۍ )، څرمين ( څرمين تېکی )، غلمين ( غلمينه ډوډۍ) ، اوربشين ( اوربشينه ډوډۍ ) او داسي نور صفتونه لرو، چي په وار سره له « ډبره »،« خاوره »، « خټه »، « زر »، « څرمن »، « غنم » او« اوربشه » څخه جوړ سوي دي. مخکي مو د « خيرالبيان » په متن کي وليدل، چي پير روښان، د هغه څه دپاره چي نن يې موږ مِسينه، مِسين يا مِسي لوښي(copperware) بولو، د سُرْوَلِين (surwal+ín) يا سُرْوِيْلِين (surwel+ín) ټکی کار کړئ دئ، چي هغه هم د جوړښت او ريښې له پلوه له« ډبرين »، « خاورين »، « خټين »، « زرين »، « څرمين » او داسي نورو سره بشپړ سمون او برابري لري. مالوميږي، چي د پښتو ژبي « ين » شاوندی له پاړسي« ين » سره مشترکه تاريخي ريښه لري؛ ځکه په پاړسي کي هم « آهنين »، « زرين »، « چرمين »، « گِلين »، « سفالين »، « مرمرين »، « زمرُدين »، « آتشين » او داسي نور صفتونه له« آهن »، « زر»، « چرم »، « گِل »، « سفال »، « مرمر »، « زمرُد »، « آتش » او داسي نورو اسمو سره د « ين » شاوندي تر يوځای کولو وروسته سوي دي؛ او پښتو غوندي پراخ استعمال لري.

له دې استدلال او ادبي شواهدو څخه دا نتيجه تر لاسه کيږي، چي د عامو خلگو په خبرو او محاورو کي د « ين » په موښلولو سره جوړ سوي صفتونه تر هغو توصيفي کليمو ډېره اوږده سابقه او پراخ استعمال لري، چي نن سبا د « يز » شاوندي په مرسته جوړيږي. که چيري زموږ ژبپوهان او لغت جوړونکي د خپلي ژبي په لرغونو متنو، گرامري جوړښتو او لغوي زېرمي ښه خبر وای، بيا بې( به يې ) په پټو سترگو د « اوسپنيز » غوندي ترکيبي صفت و جوړولو ته زړه نه ښه کولای، چي نن زموږ د رسمي او مطبوعاتي ژبي نه بېلېدونکې برخه ده؛ اوپه ورځ کي شل پلا دوري هوري تکراريږي. کله چي له سوو کلو څخه تر اوسه پوري، نور همجنسه اسمونه لکه : « زر »، « مِس »،« ډبره »، « خاوره »، « خټه »، « مرمر »، « څرمن »، « لرگی » او داسي نور د « ين » وروستاړي په زياتولو سره د « زرين »، « مسين »، « ډبرين »، « خاورين »، « خټين »،« مرمرين »، « څرمين » او داسي نورو په صفتو اړوو، د « اوسپني » د توصيفي ټکي دپاره ولي بايد د بلي قاعدې پيروي وکو؟! که څوک « زرين »، « ډبرين »، « خاورين »، « خټين »، « مرمرين » او داسي نورو ته « زريز »، « ډبريز »، « خاوريز »، « خټيز »، « مرمريز » او داسي نور ووايي، ايا دا به د خندا وړ نوښت او بدعت نه يي( وي )؟! ځکه ژبپوهنه، ادبپوهنه، لغتپوهنه، گرامر، د ژبي نوري علمي څانگي او تر ټولو مهم زموږ د خلگو دود او دستور، هيڅ يو د دې نابابه کار ملاتړ نه کيي. ناحقه يې نه دي ويلي :
کبوتر با کبوتر، باز با باز
کند همجنس با همجنس پرواز

لمنليکونه
۱ پوهاند عبدالشکور رشاد، « لغتنامه،» خير البيان د بايزيد روښان ( کابل : د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځی، ۱۳۵۳) ۳.
۲ رشاد ۳.
۳ محمد معصوم هوتک، له کندهاره تر اټکه : د پښتو په کلاسيک ادب کي د لوېديځي لهجې څرک ( کندهار : علامه رشاد خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۹) ۹۹ – ۱۰۰ .
۴ خوشال خان خټک، د خوشال خان خټک کليات، د عبدالقيوم زاهد مشواڼي اوډنه، پرتلنه، سمون او وييپانگه ( کابل : دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴) ۶۱۱ .
۵ هوتک ۱۰۰ .
۶ بايزيد روښان، خيرالبيان، د پوهاند عبدالحي حبيبي له سريزي او نورو ضمايمو سره، عکسي چاپ. ( کابل : د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځی،۱۳۵۳) ۶۷- الف.
۷ رشاد ۳.
۸ هوتک ۱۰۰ .