کور / ترخې خبري / دزده کړو په برخه کې لويه بې پامي

دزده کړو په برخه کې لويه بې پامي

له دولسم ټولګي څخه فارغ يم، خو خپل نوم نه شم ليکلى !

په دې يوېشتمه پيړۍ کې هرڅه ډېر په سرعت سره پرمختګ کړى او له هم د کړنديتوب په حل کې دي.

که چېرې موږ او تاسې اوسنى وخت له پخوا وختونو سره پرتله کړو او هغه کارونه مو چې په مياشتو کې ترسره کول او يا مو کوم پيغام په څو ورځو کې رسولو هغه دا چې اوسه همغه شانته شپې او ورځې دي، خو دمياشتو کارونه په څو دقيقو کې ترسره کېږي.

هغه ټکنالوژي ده، چې په ننني عصر کې ډېره کړندۍ روان ده چې ورځ تربلې يې سرعت څو چنده کړندۍ کېږي.

دا هرڅه چې کېږي د اوسني وخت غوښتنه هم ده او هم د خلکو فکرونه په دې راڅرخيږي، چې بايد ډېر کار په لږ وخت کې تر سره شي.

خو ځينې داسې څه شته چې هغه بيا د ټکنالوژۍ سره په ټکرکې واقع کېږي او هم د مثبتو پايلو پرځاى په ټولنه کې منفي تاثيرات غورځوي.

چې موږ يې په زياته پيمان له دولسمو ټولګيو څخه فارغين يادولى شو،چې دوى په لاسونو کې د دولسم بري ليکونه او يا شهادت نامې لري، خو خپل نوم نه شي ليکلى.

ځکه چې په اوسنيو وختونو کې معارف ډېر پرمختګ کړى او بيا هم په معارف کې زياتې ستونزې ليدل کېږي چې هغه جعلي شهادت نامې دي چې ځينې اشخاص يې ترلاسه کوي او بيا خپل کارونه پرې سرته رسوي.

اوس هم ځينې داسې کړۍ شتون لري چې د ښوونې او روزنې بهير ته يې هم يو ډول تجارتي بڼه ورکړې ده د دې پرځاى چې ټولنې ته کدرونه وړاندې کړي دوى برعکس رول لوبولى دى ټولنې ته يې يو ډول سرخوږى پيداکړى دى.

د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د انتخاباتو کمېسيون لخوا يو داسې پلان جوړ کړاى شو،چې څوک د دولسم ټولګي د فاراغت اسناد ونه لري د راتلونکو ولايتي شوراګانو لپاره نوم ليکنه نه شي کولاى چې خپل ځان ولايتي شورا ته نوماند کړي.

او هغه چا چې د دولسم ټولکې پورې زده کړې بشپړې کړې وي او هم د دولسم ټولګي شهادت نامه ولري دوى خپل ځانونه د ولايتي شورا لپاره نوماند ولى شي.

اوس معارف داشانته فارغين ورکوي چې نورې زده کړې خو پرځاى پريږده چې خپل نوم هم نه شي ليکلى او هم انتخاباتو کمېسيون حالي د شهادت نامې کار ورسره لري او دا پوښتنه نه شته چې ته خپل نوم ليکلى شې او کنه؟

اوس به قضاوت عام ولس ته پريږدو چې د معارف او انتخاباتو کمېسيون چارواکي په لوى لاس د عامو خلکو سترګو ته خاورې اچوي او کنه ‌؟

دواړو ارګانونو خپل مسؤليت اداکړ او ولسونو ته په کارده چې دوى کوم نوماند ته خپلې رايې وکاروي،چې جعلي اسناد او داسې نورې د جورجاړي له لارې خپل کړو واړ په مخ بيايي او يا دا ډول ټاکنې چې په لومړيو کې په لوى لاس په جعلي ډول اسنادو ته حل لارې پيدا کوي او بيا ولسونو ته وايي چې راتلونکي ټولټاکنې د هرډول درغليو څخه پاکې دي .

متل دى وايي چې لمر په دوو ګوتو نه پټيږي ، خو اوس هرڅوک په دې پوه شوې دي چې اوبه له کومې خړيږي او ماهيان څوک په کې نيسي.

د ولس هيلې او غوښتنې دا دي، چې دوى بايد داسې شخص ته خپلې رايي وکاروي چې په ريښتيني ډول د دې بې وزله ولس په درد ودرديږي او هم يې غمخورى پاتې شي او د دې ټولنې د هر قشر ستونزې حل کړاى شي.

نور بايد ولسونه ويښ شي د خپلوۍ ، ملګرتيا او قوم پرستى له وجې يو څوک انتخاب نه کړي او هغه چې ته رايې ورکړي چې په ريښتيني ډول يې لياقت لري د هېواد لپاره صادق ، ريښتينى او امين وي او د هېواد په جوړونه کې رغنده رول ولوبوي.