کور / ترخې خبري / نه توجیه کیدونکی جنایت او که نه توجیه کیدونکی سکوت ؟

نه توجیه کیدونکی جنایت او که نه توجیه کیدونکی سکوت ؟

ماښام نسکور شو ، شپه پیل شوه او د عمر یوه بله خنثی ورځ می هم په اوښتو وه ـ په تلویزیون کی می نړیوال خبری چینلونه لټول چی د یو ویشتمی متمد نی پیړی د مخ توری څیری تر تور پړونی لاندی بیا څه تیر شوی دی.
که څه هم د اوسنی نړی په باب کوم دوه ټکی چی زما په ذهن کی انځور دی په حقیقت کی یواځی د یوی سکی دوه مخه یعنی یوه خوا ظالم او بله یی د مظلوم د لوبی ټکی دی چی زموږ د عصر مضمون جوړوی . تلویزیون می ګل کړ، اویو پر بل پسی می د انترنت پاڼو په لټولو شروع کړه ـ ترڅو چی د استقلال ویب پاڼی ته ورسیدم او د ( نه توجیه کیدونکی جنایت ) http://istaqlal.com/?p=3292
تر عنوان لاندی مطلب ته می پام واوښت ، په وار وار می د دغه مطلب تصویر ته وکتل ترڅو می د هغه وریښمین ماشوم جسد د خپل زړه په تل کی احساس کړ..
را په یاد شول چی په ۲۰۰۹ میلادی کال کی پر فلسطین باندی د اسراییلو پوځی عملیات ښایی لا تراوسه هم د ځینو په یاد وی چی خبر یی نړیوالو ته په دی توګه خپور شوو :
د فلسطین لخوا په اسراییلو باندی د څو راکټی توغندیو د ویشتلو له امله په اسراییلو کی د استوګن یوی ودانی ته تاوان رسیدلی دی چی له نیکه مرغه کوم ځانی تاوان له ځانه سره نلری – او پدی توګه د اسراییلو لخوا سبا پر فلسطین هوایی او ځمکنی سخت پوځی عملیات پیل شول .
د هغی پیښی اصلی کیسه دا وه چی په فلسیطینانو باندی شپږ میاشتی مخکی د اسراییلو لخوا اقتصادی بندیزونه لګول شوی وو چی حتی خواراکی مواد یی هم فلسطین ته نه پریښودل ـ او لویدیځو مطبوعاتو هم په دغه پیښه خبری بندیز لګولی وو چی له همدی کبله په فلسطین کی یو څو تنو ځوانانو داسی تصمیم ونیوه چی په کور کی جوړ شوی څو راکته د اسراییلو په لور واستوی ترڅو د نړی پام د اسراییلو لخوا اقتصادی بندیز مسلی ته راواړوی اما د نړی د سرد مدارانو د پام پرځای د فلسطین د توغندیو ګوزارونه محکوم او اسراییلو ته د پوځی عملیاتو د توجیهه پلمه په لاس ورغله .
په دغو عملیاتو کی کله چی سختی هوایی بمباری تر سره شوی اسراییلی ټانکونه او پلی پوځ فلسطین ته ننوت او کور په کور د حزب الله د غړو په نیولو شول ـ په دغه وخت کی د فلسطین عادی وګړی له خپلو کورونو څخه له سپینو بیرغونو سره په داسی حال کی چی خپل ماشومان یی تر مخ کړی ول یو پربل پسی راووتل چی ګواکی اسراییلی پوځ به پری ډزی ونکړی خو اسراییل چی په ظلم او سخت زړی کی د نړی تر ټولو بدنامه تاریخ لری د رحم پر ځای دا ځل کله چی کورنی له ماشوم او سپینو بیرغونو سره لیدل ، لومړی به یی له جیبونو بسکیټ را ایستل او هغه به یی د ماشومانو ترمخ چی دسراییلی اقتصادی بندیزونو له کبله سختی لوږی پسی اخستی ول خوړل او ورسته به یی د پلار پرځای د هغو ماشوم د هغوی د مور او پلار ترمخ په مرمی ویشتل چی پدی توګه یی د ۲۰۰۹ کال په په اسراییلی پوځی عملیاتو کی شاوخوا ۳۵۰ تنه فلسطینی ماشومان ووژل ، دا ځل اسراییلی پوځ ځکه دماشوم وژلو پالیسی پر مخ بیوله چی که پلار د زوی تر مخ ووژنی نو زوی به خامخا دخپل پلار کساد د اخستلو په خاطر راتلونکی ګواښ وی او پدی توګه یی دا ځل داسی یوه نوی اختراع کړی وه چی ماشوم به د پلار تر مخ ووژنی ترڅو راتلونکی ګواښ شنډ او پلار او مور هم د هغو د اولادونو د وژلو په ویر شکنجه او په تدریجی توګه ووژنی .
د نه توجیهه کیدونکی جنایت د لوبی طرح د ماشوم وژونکو په بی رحمی او فرعون توب کی توجیهه کیږی ـ خو اصلی پوښتنه داده چی په ( نه توجیهه کیدونکی جنایت ) او که په ( نه توجیهه کیدونکی سکوت ) باندی باید فکر وشی ؟؟؟
د نه توجیهه کیدونکی سکوت مسله افغانانو ته متوجه کیږی چی تر کله به د یوه افغان ماشوم وژل کیږی او بل به ورته ګوری ـ ترڅو همداسی یوه ترخه ورځ خپله پر ده باندی تکرار شی او بیا د خپل ماشوم د ویر پر ټغر تک او تنها ناست وی.
زما په ګومان مګر افغانان ړانده دی او نه وینی چی د نړی نور ملتونه د خپل حق د غوښتلو لپاره په مبارزه کښی څرنګه خپلی سینی د ټوپک د مرمیو لپاره سپر کوی ؟
مګر افغانان نه ګوری چی د نړی نور ملتونه څرنګه د اسارت د کړیو په ماتولو بوخت دی ؟
مګر افغانان د ملت په توګه د خپل ملت د دفاع وقار له لاسه ورکړی دی ؟
د قرآن سوځول ، د مړی بی عزته کول ، دماشوم وژل ، په کورونو ورننوتل له دی ټولو سره په مبارزه کی هیڅوک نشته چی له یوبل سره کړی او لښکر شی ؟
همدا اوس د نړی نور ملتونه له آسیا تر افریقا ، له اروپا تر امریکا پوری د نړیوال بدلون لپاره د مبارزی کړی جوړی کړیدی خو دریغه چی افغانان د دموکراسی په نامه د کپیټالیزم او سرمایه داری د نجس حیوان د کالبد په هډوکو داړی خښی کړیدی او د نه توجیهه شوی سکوت په سیوری کی د لمر د وړانګو خوبونه وینی…
پاى
——————-
منبع : استقلال دات كام