کور / ترخې خبري / زموږ عقیده خرابه او که دملا پوهه نيمګړې ده؟

زموږ عقیده خرابه او که دملا پوهه نيمګړې ده؟

موږ افغانان په خپله ټولنه کښي مسلکي ډاکټران، انجینران، اقتصادپوهان، ارواپوهان او داسي نور نه لرو. همداسي دمسلکي ملایانو دکمښت بدبختي هم زموږ پرکور نازله سوې ده. څرنګه چي مو ملایان پوره مسلکي نه دي همداسي مو اولادونه هم په دیني پوهه کښي بې سواده پاته سوی اولا پاته کیږي. زموږ ملایان زموږ دماشومانو عصاب په پنج کتاب، بوستان، ګلستان، صرف میر، صرف بهايي او نحوه میر ورخراب کړي. په دغو کتابونو کښي دالله تعالی دپېژندني اوداسلامي فقي بحث نه سته بلکي صرف ونحوه او شعرونه دي چي زموږ دکوچنیانو تر سویه لوړ او په درد ئې نه خوړل کیږي. نیمګړتیا په موږ او زموږ په نسل کښي نه ده بلکي نیمګړتیا په ملایانو کښي ده چي نه سي کولای چي زموږ اولادونو ته په مؤثره توګه دیني علم ور انتقال کړي. «که یوڅوک دانګلیسي اوکمپیوټر کورس پرانیزي نو ټول هلته خپل زامن شامل کړي« دا هغه انتقاد دئ چي داکثره ملایانو څخه اورېدل کیږي. حقیقت دا نه دئ چي افغانان اوس ماده پرستان سوي دي بلکي واقیعت دادئ چي افغانان یو متدین ولس دئ او په هر قیمت چي وي دیني پوهه ئې پرځان فرض کړې ده. کله چي موږ په کوچنیوالي کښي په مسجد او مدرسه کښي سبق وایه، نو ملایانو به دخدای تعالی کلام دسوټي په زور راباندي زده کوئ، دمرګي وهل او ډبول به ئې راکړه په داسي حال کښي چي اسلام دماشوم تربیې او روزني ته تربل هردین زیات ارزښت ورکړی دئ. دکوچني وهل په اسلام کښي په هیڅ صورت روا نه دي خو زموږ ملایانو روا کړي وه او دي. نن چي موږ حتی قران کریم قرائت کولای نه سو،دادملایانو ملامتي ده ځکه چي دوی په وهلو او ټکولو زموږ زړه ځني را تور کړ او دا دود همدا اوس-اوس دپښتني ولایتونو په اکثره ولسوالیو او کلیو کښي دوام لري. دملایانو یوزاي دیني علم زده دئ خود اکثره ملایانو سره ددغه دیني اواسلامي علم دانتقالولو پوره تجربه نه سته، په خاصه توګه دماشوم په ارواپوهنه کښي هیڅ تجربه نه لري ځکه نو خلګ خپل اولادونه دانګلیسي اوکمپیوټر زده کړي ته استوي.
که مو پام کړی وي په افغانستان کښي په ځانګړې توګه بیا په پښتني ولایتونو کښي ملایان اکثره وخت په هغو کورونو کښي راپيدا کیږي چي څلور، پنځه یا تردې ډېر ورونه وي، په دغو ورونو کښي یو ورور لټ او بزګري نه سي کولای، نو نور ورونه ئې وايي چي راځئ دغه زوی مړی سبقونوته پریږدو چي دخداي او درسول لار زده کړي. دخدای او درسول د زده کړي لاري ته وقف سوی ځوان له کوره وتلی، په حجره ننووتلی، هلته په کلنو- کلنو اوسېدلي. کله چي لس، شل کتاب ولولي نو دحجرې عمر ئې هم پوره سي. دساینس، تخنیک، جغرافیا، فزیک، بیولوژي او نور علومو څخه ناخبره وي، بس په یوه لاس کښي داسلام توره او په بل لاس کښې دکفر لګولو ټاپه واخلي اوداسلام تبلیغ پیل کړي. دانو ددعوت پرځای تباهي ده. که څوک ورڅخه دمسئلي په اړه منطقي او عقلي معلومات غواړي نو یا ئې په توره سر ورپرېکوي او یا ورباندي دکفر ټاپه وهي او که ئې دا دواړه په وسه نه وي پوره نو بیا وايي چي دموسی علیه السلام قوم همداسي بې ځایه پوښتني کولې او اخیره هلاک سو. زموږ ډېر ملایان پر داسي فعالیتونه وخت مصرفوي چي باید مصرف ئې نه کړي. مزاحمت ته په اسلام کښي هیڅ اجازه نه سته. دکندهار ښار په درېیمه ناحیه کښي زموږ له کور څخه تقریباً سل متره لیري یو مسجد دئ. ددې مسجد ملا دماښام پر اذان خپل دحلقې پروګرام پیل او دشپې پر دولس بجې ئې پای ته ورسوي. په دغه پروګرام بېله نعتونو او «الله یو دئ« بل څه نه اورېدل کیږي. دغسي پروګرامونه نو ددیني علم په انتقال کښي هیڅ ارزښت نه لري. اوز ئې دونده په زوره وي چي په زیرخانو کښي لا څوک خوب نه سي ځني کولای. که ئې څوک مخ ته دریږي نو پرهغه باندي دستي داوښتي ټاپه وهل کیږي. زموږ ځیني ملایان خو حتی تبلیغي ورونه په مسجد کښي نه پرېږدي. دتبلیغي ورونه ګناه دملایانو په نظر داده چي خلګو ته استنجا، اودس کول، لمونځ کول، دقران کریم قرائت، دمېرمني حقوق، دزکات اخیستلو مستحق او داسي نوري مهمي عملي چاري په عملي توګه ورښئي. دتبلیغي ورونه دغه کار دملایانو ارزښت کموي نو ځکه ئې په خپلو مسجدونه کښي نه پرېږدي. که دافغانستان معاصر تاریخ او مربوط کتابونه په ځېرسره ولولو نو زموږ ملایانو دافغانانو په راوېښولو،داسلامي احساساتو په روزلو او ددیني علم په انتقالولو کښي ډېر کم کار کړی دئ.
ږیره مه خروئ، تلوېزیون مه ګورئ، په مؤسساتو، دولت اوسفارتونو کښي کار مه کوئ ،زکات ورکړئ، خیرات او صدقه ورکړئ. نیکټايي تړل او پتلون اغوستل دکفارو کار دئ او داسي څو نور هغه تکرا اوشوړېدلي مسایل چي له یوې خوا دملایانو څخه دهغي ورځي راهیسي اورم چي دلومړي ځل له پاره مسجد ته ولاړم او له بلي خوا ملایان په خپلو منځو کښي دیوې نیکټايي پر تړلو موافقې ته نه دي سره رسېدلي.که اسلام یوازي په ږیره وای نو دکمونیزم پلار کارل مارکس باید اوس په جنت کښي وای او که اسلام یوازي په نیکټايي او پتلون پوري محدود کړو، نو دترکي ټول ولس باید دوږخ ته ولاړ سي. زموږ ملایان پرداسي موضوعاتو لکه ملي یوالی، د زکات اقتصادي ارزښت، دسود مخنیوي په اسلامي او غیر اسلامي ټولنو کښي، دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر سنتو طبي څېړني، دتجارت اسلامي اصول، اسلامي بانکداري، دمېرمني حقوق، داولادونه روزنه، او نور مهمو مسایلو ځکه نه ږغیږي چي مسلکي نه دي اوپه دې اړه پوره معلومات هم نه لري. زموږ دمسجد ملا څو ورځي مخکي زما لور ته ویلي وه چي په هغه کور کښي چي تلوېزیون وي، پر هغه کور دالله تعالی قهر او غضب وي. اکثره ملایان پرداسي مسائلو ږغیږي چي دوی ته اسانه وي. زموږ ځیني دکور او حجرې ملایان کله ناکله پرداسي مسایلو ږغیږي چي خلګو ته دالله تعالی په وحدانیت او شان اوشوکت کښي هم سوال ورپیدا کړي. دثبوت له پاره به دغه لاندي کیسه درسره شریکه کړم:
د جمعې مبارکه ورځ وه، ښه په طبیعت سره دمسجد وخواته د جمعې دلمانځه د ادا کولو له پاره یوڅه وختي ولاړم چي یوڅه واورم. ملا صاحب ته مخامخ کښېنستم، ملا امام ږيره په نکروزو سره کړې وه،خورا درد ورغلی ؤ، خلګو ته ئې نصیحت کاوه اوویل ئې چي «…ټوله شپه فلمونه ګوري، سهار لکه مردرا شوی خر ټنډ پروت وي، لمونځ نه کا.« دځان سره مي وویل چي انسان خو اشرف المخلوقات دئ، الله تعالی ورته د (ولقد کرمنا بني ادم) خطاب کړی دئ. دا ملا صاحب په کوم صلاحیت او مسؤلیت سره انسان دمردار سوي ټند خره سره مقایسه کوي؟ سوال همداسي راسره پاته ؤ، کورته راغلم، دخپل یو ملګري سره چي په دیني چارو کښي یوڅه معلومات لري، دموبایل له لاري دغه موضووع شریکه کړه. ملګري مي ددې پرځای چي زما سوال ته جواب ووايي، خپله کیسه ئې داسي راته پیل کړه. « دکندهار دارغنداب د کوهک کلي په يوه مسجد کښي ملاصاحب پرممبر ناست او خلګو ته ئې نصیحت کاوه او ویل ئې چي یو دالله تبارک تعالی تخلیق دئ او بل دکفارو. کفارو اوګوټ اوکښتۍ جوړه کړه، الله تعالی په مقابل کښي ورته چونګښه جوړه کړه چي هم په اوبوکښي او هم په وچه کښي ژوند کولای سي، سبحان الله! ګورئ! کفارو طیاره(الوتکه) جوړه کړه چي بېله تیلو هیڅ ځای ته پرواز نه سي کولای. الله تعالی ورته کوتره جوړه کړه چي بېله تیلو هري خوا ته الوتلای سي. داد الله تعالی او دکفارو دتخلیق ترمنځ توپیر دئ. کله چي دملاصاحب نصیحت او جمع خلاصه سول، نو مي ملاصاحب ته وویل چي تاسو ولي په لوی لاس دخلګو په زړونوکښي دالله تعالی دوحدانیت او پوهي په اړه شکونه رامنځ ته کوئ؟ ملا ویل چي څنګه؟ ماروته دده خپله پورته بیان سوي خبري تکرار کړې او بیا مي داپوښتني ورڅخه وکړې: کله چي تاسو سفر کوئ او یا مالونه له یوځای څخه بل ځای ته وړئ نو ولي ئې په چونګښه کښي نه انتقالوئ؟ او ایا تاسو ته دغه تاریخ واقعاً دقیق معلوم دئ چي لومړی کفارو اوګوټ او کښتۍ جوړه او بیا خدای تعالی چونګښه پیدا کړه او که چونګښه ترکښتۍ مخکي پیداسوې ده؟ ایا دافکر نه کوئ چي دغه دکښتۍ او اولوتکي جوړولو استعداد الله تعالی خپلو بنده ګانو ته ورکړی او داپه خپله بیرته دالله تعالی تخلیق دئ ځکه چي نوح علیه السلام تر هر چا مخکي کښتۍ جوړه کړه؟ بله داچي، کله چي تاسو او دنړۍ نور مسلمانان داسلام پنځمه بنا پرځای یعني حج کوئ، نو ولي په کوتره کښي پرواز نه کوئ چي په الوتکه کښي پرواز کوئ؟ اوګوټ او الوتکه چي بېله تیلو پرواز نه سي کولای نو چنګښه او کوتره خو هم بېله خوراک او انرژي ژوند نه سي کولای. اوایا سړي ته دغه سوال نه پیدا کیږي چي دغه داوګوټ او الوتکي تخلیق چي تاسو ئې دکفارو تخلیق ګڼئ، دالله تعالی تر تخلیق ښه ترا دئ[العیاذبالله]؟ ملا ځان یوې اوبلي خوا ته کړ او په خیر کښي چي بې جوابه پاته سو نو ئې راته ویل چي ستا عقیده خرابه ده او دغسي سوالونه هغو خلګو ته پیدا کیږي چي عقیدې ئې ستا غوندي ضعیفه وي.« اوس نو تاسو قضاو ت وکړئ چي زموږ عقیده خرابه او که دملا پوهه نيمګړې ده؟