کور / ترخې خبري / ویریږم ټول به بې ایمانه تر دنیا تیر سو

ویریږم ټول به بې ایمانه تر دنیا تیر سو

که دا زموږ دیني علما وي ویریږم ټول به بې ایمانه تر دنیا تیر سو
۳۵ کاله کیږي پر دي خاوره د خپلو او پردیو غوبل روان دئ،زوئ له پلاره،مور له لوره،او ورور له وروره بیزاره دي،په کل کي د دې خاوري انسانان له ژونده بیزاره دي.نه مو سر خوندي دئ نه مال اونه ناموس،هر بدبخته چي ټوپک په لاس کي واخلي هم پاچا دئ،هم امیر دئ هم قاضي دئ هم مفتي.د دوږخ او د جنت ټاپې یې په جیب کي دي،چي هر څه یې وکړل،نه حد سته نه حدود.یو شمیر خو یې قسم په ذوالجلال که په دې پوهیږي چي کلمه طیبه څه ته وایې؟ انسان مسلمان افغان به داسي حلاوي لکه چرګ.موږ ړانده او کاڼه ور ته ناست یو. یو،یو ګروپ ،ګروپ مو وژني،بی عزته کوي مو،وطن راورانوي.یوې خواته هم په لسګونو زره ملایان او علما ناست ،بل طرف ته همداسي، دا یویې یو طرف کافر،ملحد یهود………….بولي.نور بیا بل طرف.چي د هر طرف علماوو سره دوه په دوه وږغیږې،وایې خرابۍ ډیري دي په خلګو مي مه وژنه څه نه سم ویلای.چیغي مو تر اسمانه رسیدلي دي چي یونیم میلیارد مسلمانان یو،خو په دا یو نیم میلیارد کي شل کسه جهد او خاص د خدای په خاطر علما نه پیداکیږي چي د قرانکریم او احادیثو په رڼا کي دواړو خواوو ته ووایې چي دا غلطه ده او دا سمه ده؟بیا شک پیدا کیږي چي دا مسلماني نو چیري ده؟ خلګو خپله قوانین جوړ کړي دي هره ستونزه په دقیقه حلوي موږ د الهي قانون په رڼا کي دا پنځه دیرش کاله دا نکړه ثابته چي د چا خبره صحیح ده؟یو شمیر بي منطقه بیا در ته وایې ایاتونو او احادیثو ته مراجعه وکړه،اول خوزموږ بیسواده ټولنه چي د خپل لمانځه په مانا نه پوهیږي،هغه په ایات او حدیث څه پوهیږي؟دوهم دا چي په یو نیم میلیارد مسلمانانو کي د تفسیر او فتوا یوه وړه ډله چي بيطرفه وي او با خبره وي نه پیدا کیږي او ته زما غوندي بیسواده بزګر نه فتوا غواړئ؟له یوه طرفه بی پته ګاونډیانو زړونه را باندي یخ کړه او د بلي خوا پردي لنډغر په وطن کي را ته پراته دي هغه متل دئ وایې چی نه په یویې ځي نه په غوبله.
په رادیو کي د شعر او شاعرۍ پروګرام وو،یوه مفتي؟! تیلفون وکړئ چي حدیث شریف وایي چي شاعران د دوږخ سپي دي پنځه دقیقې وروسته بل زنګ وواهه،او ویل یي چي حدیث شریف دئ چي شاعران د خدای دوستان دي.اوس یې نو ورسره ګز کړه.یوه په فیسبوک کي را ته لیکلي وه چي د ذیروح تصویر ناروا دئ،منع دئ ما ورته وویل زه خو اوس ستا د نامه سره ستا عکس وینم.بل به دا تذکره،پاسپورټ،لیسنس……………………څنګه کوو.
دریم که د طب محصلین د مار ،د لړم………………..تصویرونه و نه ګوري او تر ټولو مهمه دا د انسان تصویر او د بدن ټول غړي مطالعه نکړي څنګه به ډاکتر سي؟ښاغلي دلایل و نه ویل ملګرتوب یې ختم کړ.
ستاسو دوستانو نظر څه دئ؟او ستونزه په څه کي بولي؟ ډیر صاقانه او بیطرفانه به لیکنه کوئ.