کور / اقتصادي / څرنګه پخپله دنده کي پرمختګ کولای سو

څرنګه پخپله دنده کي پرمختګ کولای سو

ليکونکي: ډان شاوبيل (ټايم مجله)
ژباړه: نقيب الله لطيفي

زه زياتره د هغو مامورينو څخه چي پخپلو دندو کي بند پاته دي اورم چي دوی نه پوهيږي راتلونکی حرکت به ئي کومي خوا ته وي. دغه راز دوی له خپلي وظيفې څخه ناراضه دي، ځان چيلنج نه احساسوي، او د دوی په نېز هغه لازمه ترفيع او لوړ معاش چي دوی ئي مستحق دي نه اخلي. د رايټ منجمنټ يوه راپور په حواله، صرف ۱۹ په سلو کي مامورين له خپلې وظيفې څخه خوښ دي.

ددې له پاره چي څه ډول په خپله وظيفه کي پاته (برحاله) او ورسره سم پرمختګ وکړو، ما د امېريکن ايکسپريس په ملتيا د نوي دفتري بري په نامه يوه څيړنه ترسره کړله . څه چي موږ وموندل، په لنډه توګه داسي دي: که تاسو نه غواړئ په دفتر کي وروسته يا شاته پاته سئ، نو تاسو بايد نوښتونه او افتکارات وکړئ. دلته شپږو نقطو ته اشاره کوو چي د هغه په اجرا کولوسره به تاسوبريالي، موفقه، مشهوره اوپه دنده کي د پام وړ پرمختګ وکړئ:

-۱ په دنده کي نوښت کول
زموږ د څيړني پر اساس، ۵۸ په سلو کي مديران د متفکرو او نوښتي مامورينو ډېر ملاتړ کوي. دا په څه مانا؟ که تاسو پرمختګ غواړئ، د خپلو درسپارل سوو دندو ترڅنګ بايداضافه مسئوليتونه او پروژې په غاړه واخلئ. کچيري يو نوی فرصت په لاس درغلئ چي ستاسو کمپنۍ ممکن ښه استفاده ځني وکړای سي او يا يو شی ووينئ چي و دي سي اصلاح سي، نو بايد د حل وفصل له پاره ئي راوړاندي سئ. دقيقه څيړنه پکښي وکړئ. يو وړانديز (پريزنټيشن) چي دغه فرصت منعکسوي جوړ کړئ، بيا ئي خپلو مشرانو ته وړاندي کړي. مخکي تردې چي تاسو په کوم نوښتي ابتکار لاس پوري کړئ، لومړی بايد په دا حاضره وظيفه کي له ځانه وړتيا و شهکاري وښياست او د خپل ځان وړتياوي په ثبوت وروسوئ- ځکه هيڅوک به پرتاسو پانګه وانه چوي څو چي اعتبار مو ګټلی نه يې.

۲- د دفتر دباندي په نورو فعاليتونو کي دخيل اوسيدل
اوس مهال هر څوک پوهيږي چي کاري ورځ نور د اتو بجو څخه تر څلورو پوري محدوده نه ده. مګر د دفتر څخه بهر مشغولتيا پدې مانا نه چي کړۍ ورځ مو وچي سترګې ګرځنده ټليفون ته نيولي يې. اضافه دباندنۍ پروژې او دندي، دغه راز زده کړيز فرصتونه کولای سي په دفتر کي مو شهرت زيات کړي. زموږ د موندونو پر اساس، ۶۳ فصده رئېسان علاقه لري هغه مامورين حمايه کړي چي له دفتره بهر په مسلکي فعاليتونو کي شکيل اوسي. د ساري په توګه،تاسو د خپلي مسلکي پوهي،د اړونده صنعت علم (د صنعت علم هغه پوهه يا معلومات بلل کيږي چي په يوه ټاکلي مسلک يا رشته کي د ګڼو ادارو مقام او کارکردګي ښيې) او شبکې د پراخولو له پاره کولای سئ د يوه مسلکي سازمان يا ټولنيزي ډلې سره يوځای سئ. ددې تر څنګ بعضي رضاکاره فعاليتونه پيدا کړئ، اينټرنيټ او ورځپاڼې ئې ښې وسيلې دي.

۳- په فيسبوک کي د خپل امير سره په ملګرتوب کي دوه واري (ښه) فکر کول
د ترلاسه سوو معالوماتو پر اساس، صرف ۱۴ په سلو کي رئيسان يا اميران د خپلو مامورينو او مادونانو سره په انډيوالي خوښ دي. زياتره رئيسان د خپلو کارکوونکو تماسي معالومات له ځانه سره نه ساتي، ځکه دوی هڅه کوي چي رسمي او ښخصي ژوند سره بيل وساتي. په هر حال مخکي تردې چي ددوی سره د ملګرۍ هوډ وکړئ، فکر وکړئ چي تاسو د دوی سره څه ډول اړيکي لرل غواړئ او دوی هم وپوښتی چي دوی په دغه باب څه فکر کوي. که مو زړه سو چي په دفتر کي د خپلو رئيسانو سره بعضي شخصي مسائل شريک کړئ، ګوره پام مو وي چي داسي مناسبات په فيسبوک يا نورو عامو ټولنيزو شبکو کي پالل ښايې د رئيسانو د سترې ناخوښۍ سبب سي.

۴- ساده هنرونه ته مو وده ورکول
زموږ د څيړنو پر اساس، رئيسان هتا ګومارونکي تر سختو هنرونو، ساده هنرونو ته ډېر ارزښت ورکوي: ۶۱ فصده رئيسان باور لري چي ساده هنرونه خورا مهم دي. تر ټولو مهم مهارتونه د هغو کارکوونکو له پاره چي غواړي پرمختګ وکړي، د کارونو لومړي کولو وړتيا، ښه مفاهيمه (کميونيکيشن)، او په يوه ټيم کي ښه کار کول دي. که تاسو دغه هنرونه پراخول غواړئ، نو تاسو بايد داسي شرايط ولټوئ چي د خلګو سره ناسته ولاړه زياته وکړئ او د سمون او اصلاح له پاره ښې مشورې واخلئ.

۵- په يوه رشته يا مضمون کي مهارت
که تاسو غواړئ پخپل کار کي بريالي اوسئ، خلګ مو وويني او ومو پيژني، تاسو بايد په يوه ځانګړې څانګه، رشته يا موضوع کي ماهر او مجرب واوسئ. زموږ د تحقيق له مخي، ۶۵ په سلو کي رئيسان وايې، د اړوندي موضوع ماهر کيدل خورا مهم فکتور بلل کيږي. دا کيدای سي چي دونه ساده وي لکه د خپل دفتر په يوه څانګه کي د ايکسل ( د جدولو او محاصبې له پاره کمپيوټري پروګرام) فارمولو يو ماهرکيدل. کله چي يو همکارته مو په دغه برخه کي مشکل ورپېښيږي، هرومرو به تاسو ته مراجعه کوي چي دا پخپله ستاسو نفوذ او ارزښت زياتوي.

۶- د نېږدو يا مخامخ ليدل کتل کول
مامورين په تيره بيا آئيډياليستان هڅه کوي چي ايميل، ټليفوني پيغامونه او ويډيويې خبرې او بانډارونه وکړي. منګر کله چي د دفتري مشرانو سره معامله کوو مخامخ ليدنه ډېره موثره تمامېږي. زموږ د څيړنو پر بنسټ، ۶۶ په سلو کي مديران وايې، د مفاهيمې له پاره دوی تر هرڅه مخامخ ليدنه غوره ګڼي. دغه راز ۲۶ په سلو کي ايميل ته ترجيع ورکوي. په هر صورت، څونه ډېر چي تاسو له خپلو امراوو سره وينئ، هغونه (هغومره) به دوی پوه سي چي تاسو د څه شي وړتيا لرئ او د راتلونکي بالقوه رهبر په سترګه به درته کتل کېږي.

ماخذ:
http://business.time.com/2013/09/03/how-to-get-ahead-at-work/#ixzz2dxQaODub