کور / علمي / ددماغونو پرواز – Brain drain

ددماغونو پرواز – Brain drain

دانګلېسي (Brain) د (ماغزه، هو ښ، ذكاوت  ماغزه الو زول، ما غزه تويول) معنی لري. د (Drain)   کلمه بیاد(وچول، او به ځني ايستل، تشول، زېم ايستل، کرار-کرار كمزورى كېدل، ورو-ورو دعا يداتي منا بعوكمېدل) مفهوم ورکوي. ددماغونویا دبشري سرمايې پرواز (Brain drain or human capital flight)له یوه ځایه بل ځای ته دیو غټ ګروپ افرادو دتخنیکي مهارت یاپوهي مهاجرت/انتقال ته ویل کیږي. ددماغونو پرواز اکثره وخت دوه علته لري چي یوئې له افرادو اوبل ئې له ممالکو څخه سرچینه اخلي. له هیوادونو څخه ځکه سرچینه اخلي چي دیو هیواد اجتماعي چاپیریال، دکاري زمینو کموالی، سیاسي بې ثباتي،  اقتصادي خپګان(economic depression)، روغتیايي خطرونه(health risks) اوداسي نور، دبل هیواد غني فرصتونه(rich opportunities) سیاسي ثبات اوازادي، پرمختللی اقتصاد، دژوند کولو ښه شرایط اوداسي نور  دیو ممللکت اوسېدونکي مجبور او تشویق کړي چي خپل هیواد پرېږدي او بل هیواد ته ولاړ سي. شخصي ترجیح، په خارج کښي ددوستانو درلودل، هورې (په خارج کښي)خپل مسلک ته دښه انکشاف ورکولو زمینه اوداسي نور… په فردي دلایلو کښي حسابیږي.که څه هم ددماغونو پرواز لومړي ځل دهغوتکنالوجیکي کارمندانو له پاره کارول کېدئ چي خپل هیواد به ئې پرېښووئ، خو نن دغه اصطلاح ډېره پراخه سوې ده، ټول هغه تعلیم یافته او مسلکي وګړي په کښي راځي چي له یوه هیواد،اقتصادي سیکتوراو ساحې څخه بل هیواد ته دښه ژوند او لوړ معاش ترلاسه کولو له پاره ځي.
ددماغونو پرواز ته اکثره وخت داقتصادي مصرف(economic cost,) په نظر کتل کیږي ځکه چي دیو هیواد اوسېدونکي دخپلو هغو ارزښتانکه او تقاضادرلودونکي مهارتونو سره بل هیواد ته ځي چي ددوی دخپلو دولتونو له خوا دکلنو-کلنو راهیسي تمویل سوي وي. ددماغونو پرواز، دمالي سرمايې پرواز(Financial Capital Flight) ته ورته دئ، ځکه چي یو هیواد دمهارتونو دلږوالي څخه کړیږي  اوبل هیواد دمهارتونو دترلاسه کولو څخه  استفاده او خوند اخلي چي دې حالت ته بیا (Brain Gain)  ددماغونو حصول ویل کیږي. ددماغونو پرواز داقتصاد انکشاف، ودي او فقر ختمولو له پاره یو لوی خنډ دئ. ددماغونو دپرواز اصطلاح په طب کښي هم کاریږي چي هورې ځان ته بېل مفهوم لري او دلته زموږ دموضوع  څخه وتلې ده.  ددماغونو پرواز په پرمختلوونکو ملتونو(developing nations) کښي یوه عامه خبره ده چي یو په یو مې لاندي یادونه کړې ده خو لومړی ددماغونو په پرواز دښه پوهېدوله پاره دغه لاندي تصویر وګورئ:
 
اروپا:
ددماغونودپروازمېلان په اروپاکښي پر دوو برخو وېشل کیږي. اول داچي ښه بااستعداده ساینس پوهان له غربي اروپا ‘Western Europe’ څخه دامریکا متحده ایالاتو ته مهاجرت کوي. په دوهم قدم کښي بیا، ماهر کارګران له مرکزي’Central’  اوله جنوبي شرقي’Southeastern Europe’ اروپا څخه غربي اروپا’Western Europe’ ته مهاجرت کوي که څه هم شواهد وايي چي دغه مېلان مخ پر کمېدو دئ.
اروپايي اتحادیه (The European Union) دماهرو کارمندانو دلاسه ورکولو سره مخ ده نو ځکه ئې دبلو کارټ “blue card” پالیسي چي دامریکا دمتحده ایالاتو دګرین کارټ (green card) دپالیسي سره ورته ده، رامنځ ته کړې ده. دبلوکارټ دپالیسي له مخي، اروپایان کوښښ کوي چي په راتلوونکو دوو لسیزو کښي شل میلیونه کارګران له اسیا، افریقا او لاتین امریکا څخه وباسي. دلته ما (ج.م.مهربان)  ته نه څرګندیږي چي دغه شل میلیونه به ئې خپل اوسېدونکي وي او که به ددغو درو براعظمو اصلي  اوسېدونکي واردوي چي خپله خلا په ډکه کړي. 
غربي اروپا:
په ۲۰۰۶ مېلادي کښي دوه لکه پنځوس زره (250,000) اروپایانو دامریکا متحده ایالاتو، یو لک و څلور شپېته زره، دوه سوه پنځه اتیا(164,285) اسټرالیا، څلوېښت زره، څلورسوه پنځه پنځوس(40,455) کاناډا، اووه دېرش زره، نهه سوه شپُږ څلوېښت  (37,946)نیو زېلاند ته مهاجرت کړی دئ. د جرمني څخه یولک و پنځه پنځوس زره، دوه سوه نوي (155,290) جرمنیانودخپل هیواد څخه کوچ کړی دئ چي اکثره ئې داروپا په داخل کښي مهاجرسوي دي. په اروپا کښي دکارګرانو دمهاجرت دغه ارقام ترټولو لوړه اندازه ښئي چي (په اروپا کښي)ددوهم جهاني جنګ دمهاجرت له عدد سره مساوي دئ. په غربي اروپا کښي پرتګال هغه هیواد دئ چي ترټولوډېرددماغونوله پرواز څخه کړیږي. پرتګالیان انګولا، برازیل ته مهاجرت کوي، دتکنالوژي، روغتیا او بانکي خدماتو مسلکي کدرونه بیا انګلستان ځني جلبوي. پرتګال خپل ۱۹،۵٪ ماهر نفوس له لاسه ورکړی دئ او اوس کوښښ کوي چي دغه ضرورت له اسټرالیا، کاناډا، سویټزرلنډ، جرمني او اسټریا څخه پوره کړي.
مرکزي او شرقي اروپا:
دشوروي اتحاد د۱۹۹۱ دسقوط راهیسي،دروسيې څخه تر پنځه لکه(500,000) زیات ساینس پوهان او کمپیوټر پروګرامران تللي دي.  امریکا، کاناډا، جرمني او جنوبي کوریا ته دروسیې ددماغونو پرواز په لاندي ګرافونو کښي ښه څرګندیږي:
په شرقي اروپا کښي ددماغونو پرواز یو عام مشکل دئ. مرکزي او شرقي اروپادارلنډ او انګستان سره دخپلو ماهرو کارمندانو دمهاجرت په اړه اندېښنې څرګندي کړي دي خو تراوسه ئې لا نتیجه نه ده معلومه. د ۲۰۰۳ راهیسي لیتوانیا(Lithuania) خپل  یو لک(100,000) ځوان او ښه تعلیم یافته کسان له لاسه ورکړي دي چي اکثره ئې ارلنډ ته تللي دي، په داسي حال کښي چي ارلنډ  مخکي په خپله  ددماغونو د پرواز له ستونزو سره مخ ؤ. دغه ته ورته حالت په پولنډ کښي  هغه مهال واقع سو کله چي پولنډ داروپايي اتحاديې غړیتوب ومنئ. داروپايي اتحاديې سره دپولنډ دغړیتوب په لومړي کال کښي، یولک (100,000) ثبت سوي پولنډیان انګلستان ته دکار کولو له پاره مهاجرت وکړ. دپولنډ ترټولو لوی بانک (PKO Bank Polski) دڅېړني له مخي، درو شپېته فیصده (۶۳٪)پولنډیان په انګلستان کښي مهاجر دي چي له ۲۴ څخه تر ۳۵ کاله پوري عمر لري. ددغه فیصدي څخه څلوېښت فیصده (۴۰٪)ئې دپوهنتون څخه فارغه دي. په پولنډ کښي دمعاشاتو دچټکي ودي سمون، پرمختلوونکي اقتصاد(booming economy)د زلاټي(zloty) یا پولنډي سکې قوي ارزښت او کمېدونکي بې کاري دپولنډي کارګرانو پرواز کم کړی دئ. 
 جنوبي شرقي اروپا:
البانیا یو له هغو هیوادونو څخه ده چي دکمونیست رژیم دسقوط څخه ورسته ئې  ددماغونو پرواز تجربه کړی دئ. د ۱۹۹۱ راهیسي دالبانیا اوسېدونکي ایټالیا، یونان، انګلستان، کاناډا او دامریکا متحده ایالاتو ته دکار له پاره مهاجرت کوي. دتېرو لسو کلنو راهیسي دالبانیا تعلیم یافته او مسلکي کسان خپل هیواد پرېږدي او هغو هیوادونو ته ځي چي هورې ښه امکانات، ښه ژوند او امنیت وي. دپرتګال، ارلنډ، ایټالیا، یونان، هسپانيې ډېر اوسېدونکي اسټرالیا،برازیل، انګولا اوارجنټینا ته دکار له پاره مهاجرت کوي.   
انګلستان:United Kingdom
د ۲۰۰۰ کلنو په شا او خوا کښي درې عشاریه پنځه (۳،۵)میلیون انګرېزانو دانګلستانو څخه مهاجرت کړی ؤ. دانګرېزانو مهاجرت  په خاصه توګه اسټرالیا او دامریکا متحده ایالاتو ته سوی دئ. په ښه اقتصادي فضا کښي کار کول هغه څه دي چي اکثره ځوان  انګرېزان مهاجرت پسي کوي.
ترکیه:
د۱۹۶۰ کلنو په شا او خوا کښي ډېرو ماهرو کارګرانو او کارمندانو دډاکټرانو او انجینرانو په شمول له ترکیې څخه مهاجرت وکړ. هغه مهال په ترکیه کښي سیاسي بې ثباتي او د۱۹۶۰ فوجي کودتا دترکیانو ددماغونو دپرواز عوامل ول. په دې ورستیو لسیزو کښي ډېرو ترکي مسلکي کسانو له ترکيې څخه مهاجرت کړی دئ البته دهغو محصلینو په شمول چي دترکيې څخه دباندي زده کړي کوي او بیرته خپل هیواد ته نه ځي. دترکي کارمندانو ددماغونو پرواز ته دمیډیا توجه ورواښتل او په ۲۰۰۰ مېلادي کښي دترکيې حکومت اقدام وکړ چي ددماغونو دپرواز ستونزه وڅېړي. په ۲۰۱۰ مېلادي کښي دترکيې دمالیې وزیر یو اټکل وړاندي کړ چي په ۲۰۵۰ مېلادي کښي به دترکيې ملي نا خالص تولیدات (GDP) پنځه الی شپږ (۶-۵)ټرېلیون ته پورته سي