کور / علمي / څېړنیزه لړۍ: ټيليفون کوونکي مو پر فکري تمرکز منفي اغېز کوي (۱۰)

څېړنیزه لړۍ: ټيليفون کوونکي مو پر فکري تمرکز منفي اغېز کوي (۱۰)

منبع : دَ فولکسکرنت – ۱۴/۰۳/۲۰۱۳، پنجشنبه
لیکوال : مارک ميئرس
ژباړن : مختاراحمد احسان – نيدرلېنډ
د ژباړلو نېټه: ۲۳/۱۲/۲۰۱۳، دوشنبه
په “PLOS ONE” نومي مسلکي مجله کي د سان ډيئګو د پوهنتون څېړونکي د یوې شنني پر بنسټ څرګندوي چي ټيلیفوني خبري تر عادي مجلس د نږدې شاوخوا کسانو مغزو ته ډېر خارښت ورکوي.

دا چي یو شمېر وګړي په عامو ځایونو کي د نورو کسانو د ټيلیفوني خبرو څخه ناکراره دي; د دې لپاره دغه څېړنه یو ښه مستحکم اساس دئ. د څېړونکو په وینا د امريکایانو ۸۰ سلنه کسان ځانونه هغه مهال ناکراره احساسوي چي په نږدې شاخوا کي يې کوم بل کس په ټیليفون کي مجلس کوي. کله چي یو څوک د کوم بل تن ټيلیفوني خبري اوري، نو د اورېدونکي کس دماغ دغه نیمه محاوره له پامه نه غورځوي.

شنونکو د دغه څېړني لپاره د لابراتوار په یوه ازموینه کي ۱۵۰ تنه وازمايل. دغه کسانو باید په یوه داسي حالت کي مقلوبونه (۱) حل کړي وائ چي څېړونکي حاضر نه ول او د یوڅو پاڼو د کاپي کولو لپاره تللي ول. د څېړونکو په غیرحاضرتوب کي ازمایل کېدونکي کسان د یو چا په مجلس مزاحم کېدل. دغه مزاحمت ۵۰ سلنه ټيلیفوني مجلس وو او هغه نوره نيمايي برخه په لابراتوار کي د دوو نفرو ترمنځ خبري-اتري وې، خو په دواړو حالاتو کي موضوع په تخميني ډول یو بل ته سره ورته وه; د کلیزي د پروګرام، د کور د سامان او لوازم او د یوه ټاکل سوي ملاقات په اړه به خبري کېدې.
اټکل شاید دا وي چي په نږدې ساحه کي دوه ږغېدونکي کسان تر یوه تن زیات مزاحمت وکړي، مګر د دې سره-سره د څېړني پایلي راښيي چي د فکري تمرکز زیاتي ستونزي د ټيلیفوني محاورې له امله رامنځته کېدې. هغه ډله چي د یوه ټيلیفوني مجلس د اورېدو پر مهال يې باید مقلوبونه حل کړي وائ، هغوی تر ټولو لږ مقلوبونه حل کړي ول او ټيلیفوني خبري يې تر ډېره لغت په لغت په ذهن کي وې. شېبه وروسته يې هم د ټيلیفوني مجلس د ګروپ تر هغي بلي ډلي دوه ځلي ډېر لغاتونه په یاد ول.
دا چي اکثریت وګړي خپل فکري تمرکز د یو چا د ټيلیفوني خبرو څخه په کافي اندازه نه سي راليري کولائ، د دې لپاره د ساینس پوهانو دلیل دا دئ چي زموږ دماغ طبيعي میلان تعقیبوي; ماغزه مو غواړي نامکمل معلومات بشپړ کړي. اورېدونکی کس کوښښ کوي چي د ټيلیفون د مقابل طرف خبري له ځان سره وسنجوي او د دې لپاره سوچ کول پوره غور ته اړتيا لري.
تر دې وړاندي څېړني په ډاګه کړې چي په ټيلیفون کي خبري کول د ټيلیفون کوونکي دقت او پاملرني ته هم ضرورت لري. یو موټروان یا یو لاروی که د موټر چلولو یا تګ پر مهال په موبایل کي ږغيږي، نو په ترافیک کي په بې احتياطه او بې باکه توګه حرکت کوي. د بې احتیاطۍ لامل يې ښايي ټيلیفون کوونکی وي چي د محاورې د ملګري د وړاندوني هڅه کوي، څو پوه سي چي د محاورې ملګری به يې ورپسې څه ووايي; په داسی حالت کي د ټيلیفون کوونکي دماغ د کم معلومات سره مخ وي چي باید پوره يې کړي.
درې کاله مخکي”Western Washington” نومي پوهنتون هم اړونده څېړنه ترسره کړې وه چي په ترڅ کي يې په ګرځنده ټيليفون کي ږغېدونکي لارویان په ځير څارل کېدل. د څېړني له مخي شاوخوا ټولو يادو لارویانو پر یو اربه بایسکل یو ټوکي يا ناټک هیڅ نه و لیدلئ.
د موبایل د زمان سره مو دماغ په کمه اندازه اعیار سوئ دئ.
(۱)مقلوب: هغه لغت ته ويل کیږي چي د حرفونو ترتیب او ځای ته يې د تغیر ورکولو په نتیجه کي بل لغت ځني جوړ سي. – ژباړن.


قدرمنو لوستونکو !
تاسو کولائ سئ ددې برخي په اړه خپل وړاندیز، نیوکه او یا مشوره د دغه ځانګړي لړۍ د چلوونکي سره همدلته لاندي د فېس بوک او یا هم د لاندیني برېښنالیک له لاري شریک کړئ.

په دې هیله چي د ((څېړنیزه لړۍ)) لسمه برخه مو د خوښۍ وړ ګرځېدلې وي، تر يوولسمي برخي مو پر لوی الله (ج) سپارو. 
د ((څېړنیزه لړۍ)) چلوونکی او ژباړن : مختار احمد احسان – mukhtar.ehsan@larawbar.com


د ۲۰۱۳ز کال د څېړنيزي لړۍ پر لیکه برخي :

• لومړی برخه – ۲۰۱۳ز، جنوري ۱
۱/۱/۲۰۱۳ – د ترخو خاطرو په اړه سوچ وهل فکري سهوه ده


• لسمه برخه – ۲۰۱۳ز، اکټوبر
۱/۱۰/۲۰۱۳ – ټيليفون کوونکي مو پر فکري تمرکز منفي اغېز کوي (همدا برخه)