کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / «من افغان نيستم»

«من افغان نيستم»

بسم الله الرحمن الرحيم

څو کاله تر مخه مي د آلمان په کولون ښار کي د دوو افغانانو سره بحث سو. عزت خان مي د پخوا لا پېژندی او د سمون خان سره په دغه شپه نوی معرفي سوم (مستعار نومونه). د نيم ساعت بحث وروسته مي ځکه د تېښتي لاره غوره کړه ولي چي سمون خان د غېر پښتنو په هکله داسي توندي او بدي خبري پېل کړې چي نور يې زما پر منطق او خبرو غوږ نه نيوی. زما لپاره د تعجب خبره دا هم وه چي عزت خان په بحث کي د دغه سړي پلو ټينګ کړ او په دواړو يې د پښتنو او افغانستان د ټولو ناخوالو پړه پر غېر پښتنو ور واچوله.

«په شرمو يې وشرمولو»

څو اونۍ وروسته يو ځل بيا د عزت خان سره مخامخ سوم چي د سلام وروسته يې سمدلاسه راته وويل: 

« ولي خانه هغه سمون خان خو په شرمو و شرمولو. کور ته مي ټليفون ور وکړ او يوې انجلۍ پر مزي راته وويل:  پدرم خانه نيست. دا بې *** ته وګوره چي هغه بله شپه يې هغو پښتنو ته رد و بد ويل چي ژبه يې هېره کړې ده خو پخپله يې ماينه فارسي ژبې ده او په کور کي يې په يو ټکي پښتو هم څوک نه پوهېږي. دغه فارسيبانو ښځو خو زموږ بېړه را غرقه کړه او نسلونه يې را تباه کړل. دا ټول د داسو بي *** کسانو له کبله لکه سمون خان چي دی. »

ما چي هر څه ورته وويل چي سړيه ورته مخامخ ووايه او غيبت يې مه راته کوه او مه هم بېچاره ته ښکنځل کوه خو عزت خان سخت په غوسه ؤ او د خبرو په اورېدو يې زښت ستړی سوم.

 

ايرانۍ ماينه

د دغو خبرو څخه څو کاله وروسته خبر سوم چي عزت خان په ايرانيانو کي واده کړی دی. زما د سمون خان د هغې شپې خبري او د هغه وروسته د عزت خان غوسه راپه ياد سوه. ګوته په غاښ حيران پاته سوم چي يا ربه دا څه ډول انسانان دي؟

 د سمون خان او عزت خان په څېر کسان نه يواز ي دا چي په پښتنو کي سته بلکه په نورو قومونو کي هم سته. دا هغه کسان دي چي الله ګمراه کړي دي او سمي لاري ته راتګ يې هم يوازي د الله په قدرت کي دی. ګمراهي يې خدای ناخواسته پدې کي نده چي د خپل قوم څخه دباندي يې ودونو کړي دي. ګمراهي يې پدې کي ده چي د الله د بندګانو تر منځ نفاق اچوي.

د افغانانو ستونزي مشترکي دي

افغانستان په اختلاس، مخدره توکو، بې وزلۍ، بې سوادۍ، توندلاريتوب او ګڼ شمېر نورو منفي شيانو کي په نړۍ کي پر اول نمبر دی. دغه منفي شيان يوازي د افغانستان يو قوم يا سيمي ته ندي مواجه بلکه ورسره ټول افغانان مخامخ دي. پداسي يو حساس وخت کي افغانستان او افغانان داسي شيانو ته اړتيا لري چي دوی سره يو کړي. نه داسي شيان چي دوی سره بېل او يو د بل دُښمنان کړي. پدغو متحد کوونکو کي يو شی هم د اسلام مبارک دين دی.

الله تعالی په خپل مبارک کتاب کي فرمايي:

يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ

( سورت الحجرات آيت نمبر ۱۳) 
ژباړه (کابلی تفسير) :  اى خلكوبيشكه مونږپيداكړي يې تاسې ( ټول اصلا ) له يوه سړي چې ( آدم ) اوله يوې ښځې چې ( حوا) ده اوګرځولى يې مونږتاسې څانګى اوقبيلې قبيلې لپاره ددې چې وپيژني يوله بل سره بيشكه چې ډيرمكرم اومعززله تاسې څخه په نزددالله ډيرمتقي ادب لرونكى ستاسې دى . بيشكه چې الله تعالى ښه عالم ډيرخبرداردى . 

 

فَإِذَا نُفِخَ فِي الصُّورِ فَلَا أَنْسَابَ بَيْنَهُمْ يَوْمَئِذٍ وَلَا يَتَسَاءَلُونَ
( سورت المؤمنون آيت نمبر ۱۰۱)
ژباړه (کابلی تفسير) :  نوكله چې پوكى وكړى شي په شپيلۍ كې ( لپاره دقيام دقيامت ) پس نه به وي ( نافع ) نسبونه په منځ ددوى كې په دغه ورځ كې اونه به پوښتنه كوي دوى يوله بله .

هر هغه څوک چي د يو قوم، ژبي يا سيمي سره د تړاو له کبله ځان تر نورو بهتره ګڼي پر کږه لاره روان دی او الله دي ورته هدايت وکړي. افغانان اوس پولارايزېشن يا و بېلتون اچونې ته نه بلکه سولي ته او د هغه وروسته سواد او علم ته اړتيا لري.

دا چي د ګوتو په شمېر يو څو کسان د « من افغان نيستم» لوحو سره په کابل کي راغونډيږي دومره مهمه موضوع نده لکه څو رسنۍ او سياستوال چي قصدا ورته انعکاس ورکوي. مهمه موضوع دا ده چي په افغانستان کي جګړه روانه ده او پای يې هم نه تر سترګو کيږي. په افغانستان کي د لسګونو هيوادونو لښکري پرتې او په د لسګونو هيوادونو استخبارات په فعاليتونو بوخت دي. که دغه جګړه لا زيات جريان  پيدا کړي نو به افغانان داسي نوري نوي ډرامې وويني چي د «من افغان نيستم» نکل به ورڅخه هېر سي. هغه څوک چي په افغانستان کي د سولي، يووالي او تفاهم لپاره عملي کار کوي هغه د افغانستان خواخوږی او هغه څوک چي د نوو جنجالونو لپاره تخم او زڼي پاشي د افغانستان او افغانانو دُښمن دی. هغه څوک چي ځان يوازي د پښتون يا يوازي د تاجک يا يوازي د هزاره او يا يوازي د افغانستان د بل قوم يا سيمي دوست بولي په اصل کي د ټولو دُښمن دی. د افغانستان او افغانانو دوست هغه څوک دی چي ورباندي د افغانستان مسلمان او هندو، سني او شعيه، پښتون او هزاره او نور ټول خلک ګران وي. نوري ټولې ورځنۍ خبري د «من افغان نيستم» په شمول جزوي حيثيت لري او بايد ورباندي وخت او انرژي ضايع نه کړله سي. دغه ډول خبرو ته لا زياته هوا ورکول لکه چي وينو يې تر ګټي زیات تاوان لري.

 

پاته سوه د تذکرې موضوع نو هغه بايد په سړه او پراخه سينه تر بحث لاندي ونيوله او حل کړله سي. پداسي توګه چي د دغې جزوي موضوع څخه لويي ستونزي راولاړي نه سي. په زياته بيا هغه کسان چي د افغانستان د اوسنۍ ادارې پر مهمو چوکيو يې په کلنو کلنو مېلي او چرچې کړي دي، خو اوس ځان اپوزيسون بولي، بايد د سپکو سپورو ويلو پر ځای قانوني او اخلاقي لاره خپله کړي.

 

که افغانان د خپلو ټولو ستونزو حل لټوي نو دي صرف پر لاندني آيت عمل وکړي:

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ 
(سورت آل عمران آيت نمبر ۱۰۳)

ژباړه (کابلی تفسير): اومنګولې ولګوئ (اى مؤمنانو!) تاسې ! په رسۍ دالله (چې قرآن د‌ى ) ټول اومه سره مختلف کيږئ (وروسته له اسلامه)

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ليکوال د وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ليکوال د وېبلاګ نوري ليکني:

ژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده
سوله هيڅکله دومره نژدې نه وه
ايا سوله به ښه وي او که دا چي…
ايمان د «معجزو» او ساينسي دلايلو محتاجه ندی
ما پر مُلا ايمان ندی راوړی