کور / اقتصادي / دمنېجمینټ اصطلاحات

دمنېجمینټ اصطلاحات

اداره (Administration) :هغه نظام یا سیسټم ته ویل کیږي چي په هغه کښي د تشکیل له مخي مشخص افراد د مشخصو کړنلارو په تعقيب يو مشخص هدف ته د رسيدو له پاره کارکوي.
اجنډا یادمجلس موضوع (Agenda): درسمي مجلس هغه ترتیب سوي فعالیتونو ته ویل کیږي چي په مجلس کښي ورباندي بحث کیږي. اجنډا ته شاید د (docket) کلمه هم کارسي. اجنډا لاندي اهداف لري: (۱) دمجلس ګډون کوونکي دمجلس دموضوعاتو سره اشنا (familiarize) کول، (۲) ګډون کوونکي په دې پوهول چي دموضوع په اړه له دوی څخه کوم خاص پوهه(knowledge) غوښتل کیږي. (۳) دمجلس څخه دکومي نتیجې (outcome) توقوع کیږي.
مقصد(Goal): مقصد هغه ارماني/ غوښتل کېدونکي نتینجې ته ویل کیږي چي یو شخص یا یو سیسټم ئې تصور او پلان کوي او بیا کوښښ کوي چي په معلوم وخت کښې تر لاسه کړي.
A goal is a desired result a person or a system envision, plans and commits to achieve.
هدف (Objective): هغه څه ته ویل کیږي چي مشخص او دلاس ته راوړولو وړ وي. ډېر خللګ فکر کوي چي مقصد او هدف سره یو شی دي نو ځکه ئې یو دبل پرځای هم کاروي. هدف او مقصد دواړه حرکت ته ضرورت لري خو پر مخلتفو لارو ترلاسه کیږي. مقصد هغه لوی تصویر (Big Picture) ته ویل کیږي چي موږ هیله لرو چي دخپلوفعالیتونه او کوښښونو په وسیله به ئې تر لاسه کړو. هدف مشخص پلان دئ. مقصد اوږد مهاله وي خو هدف لنډ مهاله وي. دیو چا مقصد دادئ چي دېرش کیلو وزن کم کړي خو دامعلومه نه ده چي څنګه. یو کمپنۍ غواړي چي ځان ترټولو مهشوره کړي خو دغه حالت درسېدلو لاري چاري ئې نه دي مشخصي کړي. که مقصد ته لوی تصویر (Big Picture) ویل کیږي، هدف ته بیا تکتیک ویل کیږي.( If goals are about the big picture, then objectives are all about tactics) مقصد لار(direction) او مقصود ځای(destination) دئ هدف په خپله د سړک جوړول دي چي تاسو تر مقصد ځای(destination) پوري رسوي. ستاسو اهداف ستاسو سره کومک کوي چي تاسو ترخپلو مقاصدو پوري ورسوي مګر مقاصد څوک تر اهدافو نه رسوي.( Objectives Can Help You Reach Your Goals) مقصد پر کوچنیو ټوټو باندي وېشل کیږي چي هري برخي ته ئې هدف ویل کیږي یعنی مقاصد اهداف کنترولوي. داهم په یادولرئ چي اهداف هم مقاصد کنترولوي. که دهدف څخه سرغړونه وسي نو مقصد ته به ونه رسېږئ. مقصد عمومي وي او هدف ځانګړی او مشخص وي.
قرارداد(Contract): ددوو نفرو یا مؤسسو ترمنځ هغه لیکل سوي سند ته ویل کیږي چي یو او بل به ئې دمادو سره سم عمل کوي.
سازمانOrganization : هغه اجتماعي شخصیت (تصدي، مؤسسه، ټولنه…) ته ویل کیږي چي یوجمعي مقصد لري او باندني چاپیریال سره اړیکي ساتي.
لایحه (PD Position Description): په یو دفتر کښي دیو مامور یا کارمند هغو وظیفو ته ویل کیږي چي دسند په ډول لیکل سوي او دمامور او کارفرما ترمنځ امضا سوي وي. یا هغه سند ته ویل کیږي چي دیو بست ټول مسؤلیتونه او دندي ښئي.
Milestones: په لغت کښي هغي ډبري ته ویل کیږي چي دسړک پر غاړ ولاړه وي او له یوځای څخه تر بله ځایه فاصله ښئي. په اصطلاح کښي هغه عمل ته ویل کیږي چي یو خاص دپام وړ تغیر رامنځ ته کوي او یا دپرمختګ مختلف حالت (stage in development) ته ویل کیږي.
: هغه مقدار شی یا خدمت ته ویل کیږي چي دیوکس، ماشین یا فابریکې له حوا تولیدیږي.Outputاوټپوټ
The amount of something produced by a person, machine, or industry
پروسه (Process): دیو خاص کار دفعالیتونو سلسلې ته ویل کیږي.
A series of actions or steps taken in order to achieve a particular end.
مصرف (Cost): هغه مقدار پیسې چي دیو شي دتولید یا رانیولو په مقابل کښي تادیه کیږي.
قیمت (Price):کله چي پر مصرف ګټه هم جمع سي، نو دې ته قیمت وايي.
عوامل (Input): هغه څه ته ویل کیږي چي په سیسټم کښي پروسیس کیږي.
نتیجه (Outcome): دیو مجلس، پروسې، فعالیت نهايي تولید، خدمت یا نتیجې ته ویل کیږي.
the final result of a process, meeting, activity, etc
مؤثریت (Efficiency): په لغت کښي دیو کار یا فعالیت با کیفیته حالت ته ویل کیږي. په اصطلاح کښي هغه حالت ته ویل کیږي چي په لږو منابعو(وخت، انرژي، پيسوؤ خام موادو…) سره زیات اوټپوټ ترلاسه سي.
The state or quality of being efficient in a performance. The process that uses the lowest amount of inputs to create the greatest amount of outputs.
اغېزمنتوب (Effectiveness) هغه درجه چي اهداف پکښي تر لاسه سي او مشخص سوی ستونزي په کامیابي سره حل سي. دموثریت او اغېزتوب توپیر په دغو دوو جملو کښي دئ چي: کار سم اجراکول. اغېزمنتوب یعني سم کار اجراکول.
The degree to which objectives are achieved and the extent to which targeted problems are solved. In contrast to efficiency, effectiveness is determined without reference to costs and, whereas efficiency means “doing the thing right,” effectiveness means “doing the right thing.”

ډاټا(Data) :هغه ابتدايى معلومات چي په خام یا بې ترتیبه حالت کښي وي چي دهغو پر اساس نو ر حقايق لاس ته راتلاى سي. لکه مفروضات،سروېګاني او داسی نور.
Information in raw or unorganized form (such as alphabets, numbers, assumptions, surveys or symbols) that represent, conditions, ideas, or objects.

بریا(Achievement): هغه کار چي په کوښښ، جرءت او مهارت سره په کامیابي پای ته ورسیږي. دبریا له پاره په په انګلېسي کښي بل مترادف لفظ(accomplishment) دئ.
A thing done successfully, typically by effort, courage, or skill
: هغه شی یا اله چي دیو بل شي په اړه ځانګړي معلومات وړاندي کوي. Indicator شاخص
A device, thing providing specific information on the state or condition of something.

هرم (Parameter) پارامیټردیوناني له (para) څخه اخیتسل سوی دئ چي داندازه کولو(measure) معنی ورکوي. هغه اصطلاح ته ویل کیږي چي دیوې پروژې، پیښي یاحالت خاصیت، بڼه اوداندازه کېدو عوامل مشخصوي.

استعفی(Resignation ):دیومامورله خپلي دندي څخه پخپله خوښه تلل او یا له ادرې سره رسمي اړيکي قطع کولو ته استعفی ویل کیږي په شرط ددې چي مربوطه ادارې موافقه ورسره کړې وي.
اخراج/ موقوف (Discharge) :دماموریااجیرله موافقې پرته دادارې له خوادمامورله کاره لیري کولو ته ویل کیږي.
تعلیق (Lay Off) : له یوې دندي څخه په مؤقت ډول دیومامور ګوښه کول\کوښه کېدل دي. کېدای سي اصلاحي او تنبهي بڼه ولري اویا دادارې دتشکیل دپراخېدویاکمېدوله امله هم وي.
تقاعد(Retirement):دادارې له دایمي یامؤقتي دندي څخه دیوه مامورداړیکيوپرېکېدولوته وايي.

ماموریت (Mission): یو مهم کار چي دسیاسي، مذهبي، تجارتي او اداري اهدافو په موخه ترسره کیږي
An important assignment carried out for political, religious, or commercial purposes.

دماموریت بیانیه (Mission Statement): دکمپنۍ ،مؤسسې یا یوشخص داهدافو او ارزښتونو رسمي خُلاصې ته ویل کیږي.
A formal summary of the aims and values of a company, organization, or individual.
دلیدلوری بیانیه (Vision Statement): دیوې کمپنۍ د راتلوونکي حالت انځور یا دستراتیژیک پلان کاري چوکاټ ته ویل کیږي چي کمپنۍ یا مؤسسه غواړي په راتلوونکي خپل ځان تر کوم حالته ورسوي.

A vision statement is sometimes called a picture of your company in the future. Your vision statement is the framework for all your strategic planning.
فرمان(Decree): دولسمشر هغه هدایت اولارښووني ته ویل کیږي چي دمهموموضوعاتوپه اړه په خپله دولسمشر له خوا صادريږي. لکه: دقوانینوتوشېح او داسي نور
حکم:دولسمشرهغه لیکلي هدایت چي دقوانینو، مقرراتواوددولت دبېلابیلوبرخوداجرأتوپه اړه صادر سوی وي.
مصوبه: ددولت دریاست مقام،دکابینې دغړویادوزارت دمقام دغونډي دراپورکافي ده.
متحدالمال:دلوړومقاماتوهغه لیکونه اوهدایات چي کښتومراجعوته دیوشمېرځانګړوموضوعاتوپه اړه صادریږي.
پېشنهاد: له قانون سره سم لوړومقاماتو ته دیوشمېرمسایلومطرح کول چي دهغوداجرأتواوترسره کېدو اجازه ترلاسه سي اودحُکم سره سم اجرأت وسي.
استعلام(Official Inquiry): دهغومسایلومطرح کول چي دلوړمقام له خوادیوې وظیفې داجرأ په خاطرجوړيږي اولوړمقام څخه نورو کښته مراجعوته ورلېږل کیږي.
مقرره: هغه ځانګړي قواعددي چي دقانون په رڼا کښي ددولتي اداروپه یوې ټاکلې ساحه کښي دجرأتوپه خاطروضع کیږي.
دوسیه(File): دیوکودلمبرله مخي دکاري پروسې داسنادوراټولودي.دوسیې دیوې ادارې حافظه بلل کیږي اوبایددقانوني مصؤنیت لرونکي، ثبت سوې اودلاس رسي وړ وي.
لیک /مکتوب (Letter): هغه رسمي پاڼه ده چي دیوې ادارې له خوا دیوموضوع په خاطریوې بلې ادارې ته رسمآ استول کیږي. په رسمیاتو کښي ورته مکتوب او په شخصي ژوندي پوري مربوط خط ته لیک ویل کیږي.
صادره (Out) :داجرأتو،خبرتیاواو… هغه کتاب ته ویل کیږي چي له داخل څخه دباندي مکتوبونه پکښي ثبت کیږي. په صادره کښي د مکتوب نومره، نېټه،دموضوع لنډیز اودهغه صادره ګڼه لیکل کیږي
وارده (In): داجرأتو،خبرتیاواو… هغه کتاب ته ویل کیږي چي له بهرڅخه ادارې ته دننه راتلوونکي مکتوبونه پکښي ثبت کیږي. په وارده کښي دلیک نومره، نېټه،دموضوع لنډیز اودهغه وارده ګڼه لیکل کیږي.
رسیدات: هغه پاڼي چي مرسل الیه ته دلیکونودرسېدلودډاډپه خاطرپه هغه کښي دمرسل(لېږونکي) اداري مکتوبونه ثبت اولیکل کیږي، دغه پاڼي په مجلد بڼه په دفترکښي وي اودډکېدوپه صورت کښي دادارې په ارشیف کښي ساتل کیږي.
صلاحیت (Authority) : دهغومادي اومعنوي واکونواواختېاراتوڅخه عبارت دﺉ چي حدود ئې د قانون له خوا ښوول سوی وي.
مسؤلیت (Responsibility): هغه حالت چي یوڅوک په کښي دکارکولو له پاره استخدام او مسؤل بلل سوی وي.
مامور (Employee): دآمردقانوني امرهغه اجرأکوونکی کس چي دمربوطه دندي داجرأ له پاره په اداره کښي رسماً توظیف سوی وي اودرسمي دندي دخدمت په مقابل کښي له ادارې څخه معاش اخلي.
حاضري (Time/Attendance Sheet): هغه کتاب يا پاڼي ته وایي چي هرماموردمکلفیت له مخي ئې دکار په شروع اوپاي کښي لاسلیک کوي اوخپلي ادارې ته دخپلي حاظري ډاډورکوي. دتکنالوژیکي پرمختګ سره حاضر هم ماشیني (finger print) سوې ده.
کمیسون یا کمیټه Commission/Committee :دکارمندانو هغه باتجربه، دایمي یا موقتي ډله ده چي دآمر له خوا ټاکل کیږي چي دادارې اړوند ځیني کارونه اجرأ یا وڅاري.کمېټه یا کمیسون دخپل راپور په ورکولومکلف دي، دایمي کمیسون دمعاش مستحق دﺉ خو موقتي کمیسون ددندي له اجرأ وروسته منحل کیږي.
اُصول(Principles):هغه منل سوی اوناتدوين سوی معیارونوته وایي چي ټول ئې په تطبیق کولوکي یوشان ته مکلف دي لکه: درسمي وخت رعایت، سهاراومازیګر حاضري لاسلیک کول، له مراجعینوسره ښه چلند کول اوداسي نور.
قواعد (Rules) :ځانګړومقرراتو ته ویل کیږي چي کېدای سي دادارې بېلابیلوڅانګو،تخصصونو اوموقفونو له پاره وي.قواعدپه یوه اداره کښي اساسي ونډه لري خودقانون حیثیت نه لري مګررعایت ئې ضروري دﺉ لکه: په روغتون کښي دډاکټرانو دسپینو چپنو اغوستل، دډرېورانوله خوادترافیکي نښواواشارومراعتول او داسي نور.
قانون (Law):په لغت کښي (اصل او مقیاس) ته ویل کیږي اوپه اصطلاح کښي هغومقرراتوته وايي چی دملي شورااوددولت له خوادټولني دچاروداداره کولواونظم ساتولولپاره، چي دهیوادله اساسي قانون سره په تضاد اوتناقص کښي نه وي، وضع سي.
پالیسي /تګ لاره (Policy): دعمل کولو هغه اصول چي دیو شخص، مؤسسې یا دولت له خوا جوړ سوي وي.
کړنلاره/ طرزالعمل (Procedure): دیو کار کولو تاسیس سوي، رسمي او قانونې لاري یا طریقې ته ویل کیږي.
An established or official way of doing something.
نظام (System) : داُصولو یا طرزالعملونو هغه سیټ ته ویل کیږي چي دهغه سره سم یو کار باید اجراسي. په ساده ډول: دیو کار د اجرا کولو له پاره ترتیب سوي طریقې ته سیسټم ویل کیږي.

A set of principles or procedures according to which something is done; an organized scheme or method.