کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بالآخر د تليفون او انټرنټ له لاري وژنه ممکنه سوه

بالآخر د تليفون او انټرنټ له لاري وژنه ممکنه سوه

د مخابراتي وسايلو استعمال مسؤليت لري

تليفون، موبايل او انټرنټ اوس د نړۍ هر کونج ته رسېدلي وسايل دي. بېله د دغو څخه زيات انسانان خپل د ورځني ژوند د پر مخ بيولو فکر لا نسي کولای. خو د دغو وسايلو استعمال خپل ځان ته مسؤليت لري. د استعمال تر مخه بايد د هرې وسيلې په هکله څوک اړين پوهاوی تر لاسه کړي. په زياته بيا په اقتصادي توګه په شاته پاتو هيوادونو او ټولنو کي د دغو آسانتياؤ کارونکي د اړونده ګواښونو څخه بې خبره وي. دغه ډول بې خبري په زياته بيا داسو کسانو ته لوی ستونزي ورپېښولای سي، چي ټولنيز ژوند لري. ياني هغه کسان چي په ټولنه کي د يو مقام خاوندان وي او يا کوم سياسي يا دولتي مقام ولري.

د مخابراتي وسايلو کارونه د يوې چړې په معنا دي. که يې څوک په صحيح استعمال پوه وي نو کولای سي چي د ځان په ګټه ورڅخه کار واخلي او د بېلګي په توګه په مرسته يې ځان ته خوراک تيار کړي. خو که يې چل نه وي زده نو ښايي ځان په خوږ کړي.

د ايدورد سنودن بربنډونې څه درس راکوي؟

د امريکا د متحده ايالتونو د ملي امنيت د استخباراتي ادارې پخواني کارکونکي ايدورد سنودن نړۍ پداسو ترخو حقيقتونو خبر کړل چي حتی په تخنيکي او اقتصادي توګه پر مختللو هيوادونو کي خلک نه ول په خبر. سنودن د دې څخه پرده پورته کړه چي د امريکا او بريتانيا استخبارات په ټوله نړۍ کي د سلګونو مليونونو انسانانو مخابراتي معلومات جاسوسي کوي او هغه ثبتوي. زيات خلک هغه وخت هېښ پاته سول کله چي دا خبره رابرسېره سوه چي امريکايي استخبارات حتی د خپلو ټلوالو لوېديځو هيوادونو د مشرانو تليفوني خبري پټي اوري. پدې ترڅ کي د آلمان د لومړۍ وزيري انګېلا مېرکل تليفوني تماسونه هم جاسوسي کړل سوي دي.

د سنودن بربنډونې ښيي چي مخابراتي وسايل خوندي ندي او که استخبارات وغواړي په هر حال کي يې جاسوسي کولای سي. له همدې کبله د مخابراتي وسايلو لکه تليفون او انټرنټ څخه د کار اخيستنې پر وخت بايد ګټه اخيستونکی پدې پوه وي چي خبري يې پټي نه پاته کيږي. 

لوېديځ استخبارات يوازي خپلو قوانينو ته ژمن دي

په غربي نړۍ کي د مخابراتي تماسونو د څار لپاره قوانين موجوده دي. کله چي يوه استخباراتي اداره په خپل هيواد کي د يو چا تماسونه څاري نو بايد د قانون په چوکاټ کي دا کار وکړي. د بېلګي په توګه په آلمان کي بايد د دغه کار لپاره د قاضي او محکمې څخه امر واخيستل سي. خو پداسو هيوادونو کي لکه افغانستان چيري چي دولتي ادارې پياوړي نه وي او قانونيت کم وي، نو بيا د استخباراتو کارکونکي د شخصي او سياسي اغراضو لپاره هم د تماسونو د څار څخه ناوړه ګټه پورته کولای سي. د بېلګي په توګه دغه کورني يا ګاونډي استخبارات د تليفوني يا انټرنټي جاسوسۍ له لاري د مهمو کسانو اخلاقي نيمګړتياوي يا نوري شخصي کمزورۍ پيدا کولای او بيا د دغو معلوماتو په اساس دغه کسان بلېک مېل يا و هغو کارونو ته مجبوره کولای سي چي دوی غواړي. د دې تر څنګ د دغو معلوماتو په مرسته د مهمو اشخاصو د شهرت قتل يا بدنامولو کار تر سره کېدلای سي.

غربي استخبارات چي په خپلو هيوادونو کي خپلو قوانينو ته ژمن وي او د خپلو اتباعو د څار پر وخت قوانين مراعتوي، هغوی په بهر کي محدوديتونه نه پېژني. د بېلګي په توګه د امريکا د متحده ايالتونو د استخباراتو په هکله فکر کيږي چي په لوړه کچه په بهر کي مخابراتي تماسونه څاري. د دغې لاري په لاس راغلي معلومات د تره ګرۍ پر ضد په جګړه کي د بېلګي په توګه د امریکا سره زيات کومک کوي. خو دغه معلومات د اقتصادي جاسوسۍ او نړۍ وال سياست په ترڅ کي هم لوی کومک ګرځېدلای سي.

موبايل تليفونونه، بې پيلوټه الوتکي او بې ګناه مقتولين

د مخابراتي تماسونو څخه ټول سوي معلومات د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو د پلانولو او عملي کولو لپاره په کار اچول کېدلای سي. د بېلګي په توګه که يو مشکوک سړی د يو ټليفون څخه په بيلو سيمو کي ګټه واخلي نو د انتنونو د معلوماتو پر اساس د هغه د ورځني ژوند او د هغه د اوسېدو د ځايونو په هکله معلومات تر لاسه کېدلای سي. د دې تر څنګ هغه شمېرې چي د دغه مشکوک کس سره تماس نيسي هم د مشکوکو کسانو په ليسټ کي داخيلېدلای او پدې توګه دغه کسان هم د ګواښ سره مخامخ کېدلای سي. د مشکوکه کسانو سره د تماس نيونکي کس په تليفون کي نور ټول تماسونه او د هغو نورو ټولو تماسونو نور تماسونه ټول په مشکوکه ليسټ کي داخل کېدلای سي. پدې توګه ښايي په لسګونو داسي انسانان تر شک او څار لاندي راسي چي په اصل کي يې هيڅ ګناه نه وي کړې.

کله چي يو موبايل تليفون لګېدلی وي، نو د مصنوعي سپوږمکيو او د انتنونو له لاري يې ډېره دقيقه حدود اربعه معلومېدلای سي. د دغه حدود اربعه په مرسته بيا د سپوږمکيو څخه کېمرې دغه سيمه څارلای او په ژوندۍ توګه و استخباراتي مرکزونو ته په ژوندۍ توګه انځورونه لېږي. که د تليفون شمېره يوه ځانګړي کس ته منصوبه وي او امریکايي استخبارات د دغه کس د له منځه وړلو فيصله وکړي نو کېدلای سي چي پر هغه ځای د بې پلوټه الوتکو بريد وکړي، چيري چي دغه موبايل تليفون واقع وي.

د سپوږمکيو او جګ پرواز کوونکو الوتکو څخه اخيستل کېدونکي ژوندي ويډيويي مواد د بې پيلوټه الوتکو تر څنګ په عامه جګړه کي هم په کار اچول کيږي. د دغو خاصو کېمرو په مرسته حتی په تاریکه کي انسانان ليدل کېدلای او د فضا څخه په نخښه کېدلای سي.

د نړۍ والو قوانينو له مخي بېله دې چي يو څوک محکمې ته وړاندي کړل سي، د قتل کېدو اجازه يې نسته. خو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه دغه نړۍ وال قانون له پامه غورځوي. د دې تر څنګ د يادي پروسې په ترڅ کي ګڼ شمېر تېروتني د دې لامل ګرځېدلای سي چي داسي کسان قربانيان سي چي اصلي هدف نه وي.

خوندي موبايلونه

په نړۍ کي د دولتونو تر څنګ يو څو خصوصي شرکتونه سته چي خوندي مخابراتي وسايل جوړوي. پدغو کي د آلمان دوه شرکتونه په ټوله نړۍ کي مشهوره دي. د بېلګي په توګه د دغو شرکتونو څخه د يو شرکت دوه داسي موبايل تليفونونه چي تماسونه يې قلف يا اينکريپټ کيږي او دريم کس يې نسي اورېدلای په لس زره يورو پلورل کيږي. دغه شرکتونه نه يوازي سافټ وېر بلکه موبايلونه او د موبايلونو آپرېټينګ سيسټمونه هم خپل جوړوي. د آلمان د لومړۍ وزيري تر څنګ يو شمېر نور مهم اقتصادي شرکتونه او سياسي او دولتي اشخاص د دغو تليفونونو څخه ګټه اخلي. خو دا چي دغه تخنيک غربي تخنيک دی، نو اول خو د شرقي نړۍ د خلکو لپاره ډېر قيمتي دی او بل د باور وړ هم ندی. هغه پدې دليل چي دغه غربي تخنيک کېدلای سي بيا هم داسي جوړ سوی وي چي و غربي استخباراتو ته پکښي پټه دروازه ورکول سوې وي او غربي استخبارات د هغه تخنيکي دروازې يا کوډ په مرسته بيا هم ټولي خبري واورېدلای سي.

د اندرويد موبايل سيسټم تر څنګ د نورو موبايلونو لپاره هم داسي ځانګړي پروګرامونه سته چي د تليفوني تماس پر وخت ږغيز معلومات په تخنيکي توګه داسي قلف يا اينکريپټ کوي چي دريم څوک يې نسي اورېدلای. خو دغه سيسټمونه بيا هم د مسلکي کسانو لخوا هېک کېدلای او خبري بيا هم جاسوسي کېدلای سي. د دغو سيسټمونو يوه لويه کمزوري دا وي چي د تليفون اصلي آپرېټينګ سيسټم ته دخول نه لري.

پدې توګه سره ويلای سو چي که استخبارات تکل وکړي چي د يو چا مخابراتي تماسونه وڅاري، نو هر کله يې کولای سي.

انټرنېټ او محرموالی

د محرمو معلوماتو د امنيت په هکله تر موبايل تليفونونو انټرنټ د زياتو ګواښونو څخه ډک دی. په انټرنټ کي نه يوازي دا چي استخبارات و هر ډول ايميلونو او پټو پانګو ته لاس رسی پيدا کولای سي بلکه نور تخنيکي کسان هم.

د بېلګي په توګه د برېښناليک هغه ادرسونه چي په سترو شرکتونو لکه ګوګل، مايکروسافټ يا ورته شرکتونو پوري تړلي وي، ويل کيږي چي مهم استخبارات هغوی ته مستقيم لاس رسی لري. معنی دا چي که استخبارات وغواړي نو د هرچا ايميلونه لوستلای او ثبتولای سي. د دې تر څنګ په مجموع کي انټرنټ کارونه په پټه توګه نسي تر سره کېدلای. د بېلګي په توګه کله چي يو څوک و انټرنټ ته ځي نو يې د آی پي په مرسته سيمه او ادرس معلومېدلای سي. د دې تر څنګ د دغه کس په هکله داسي معلومات ثبتېدلای سي چي کومو کومو پاڼو ته په کوم وخت تللی دی. يوازي د دغو معلوماتو پر اساس د انسانانو پروفايل يا کردار اټکل کېدلای سي.

 انټرنټ پاڼي څنګه خوندي کولای سو؟

هغه انټرنټ پاڼي چلونکي چي تنقيدي مطالب خپروي، کېدلای سي چي تر څار لاندي راسي. په زياته بيا هغه وېبپاڼي چي د افغانانو لخوا په نړۍ وال جال کي اچول سوي دي، اکثره يې د امنيتي تدابيرو څخه بې برخي دي. پدې توګه سره زياتره دغه انټرنټ پاڼي د تخنيکي کسانو لخوا ړنګول کېدلای سي.

د انټرنټ پاڼو د خوندي ساتلو لپاره يو څو مهم تدابير څوک نيولای سي.
۱ـ ټول هغه فايلونه، پروګرامونه يا د پروګرامونو برخي چي په يوه انټرنټ پاڼه کي کارول کيږي بايد د واريڅ يا ناقانونه وېبپاڼو څخه نه وي اخيستل سوي. ورايڅ هغه انټرنټي پاڼي دي چي ورڅخه څوک داسي پروګرامونه ډاونلوډ کولای سي چي په عمومي توګه په پيسو وي. خو دغه «وړيا» پروګرامونه د ترويان يا پټو مضرو کودونو سره مل وي او د انټرنټ پاڼي د ګواښ سره مخامخ کولای سي. له همدې کبله بهتره دا ده چي څوک هميشه يا خو د اصلي شرکتونو څخه دغه پروګرامونه رانيسي او يا د پاڼي په جوړولو کي د هغو پروګرامونو څخه کار واخلي چي په حقيقي توګه وړيا دي. خو دغه وړيا يا فري وېر پروګرامونه بايد څوک د پروګرام جوړونکي د اصلي پاڼي څخه واخلي.

۲ـ کله چي يوه انټرنټ پاڼه و نړۍ وال جال ته اچول کيږي نو بايد د دغې پاڼي د فولډرونو او فايلونو د لاس رسي حقونه سم و ټاکل سي.
د بېلګي په توګه هغه څوک چي په خپله انټرنټ پاڼه کي joomla  سيسټم کاروي، بايد چي خپلو ټولو فولډرونو او د فولډرونو دننه نورو فولډرونو ته د 0755 حقونه ورکړي. د دې تر څنګ بايد ټولو فايلونو ته د 0644 حقونه ورکول سي. هغه فايلونه چي ډېر مهم دي لکه
index.php
configuration.php
/administrator/index.php
/templates/(your template)/index.php
all”.htaccess” files
all *.css files
دغو ټولو ته بايد د 0444 حقونه ورکول سي.
په پورتنۍ بېلګه کي مي د جومله په تړاو د حقونو د ورکولو معلومات وړاندي کړل. په عيني توګه د نورو سي ايم ايس سيسټمونو لپاره د حقونو ورکولو قواعد موجوده دي چي څوک بايد ددغو سيسټمونو د استعمال پر وخت ورڅخه ځان خبر کړي.

۳ـ هيڅکله بايد د يوې پاڼي د اډمين، ډاټا بېس يا وېبسپېس پټ نومونه او شفرونه د تليفون يا انټرنټ له لاري چاته ونه لېږدول سي. ولي د دې لاري و هيکرانو ته لاره آسانه کړل کيږي چي دغه وېبپاڼه د ګواښ سره مخامخ کړي. د دې تر څنګ پاسورډونه بايد داسي وي چي د انګريزي د الفا د وړو تورو تر څنګ پکښي لوی توري، ځانګړي نخښې او اعداد هم شامله وي، لکه: A_&bA2~3C&noW

۴ـ بعضي وخت د انټرنټ پاڼي هغه وخت هم ړنګيږي کله چي پر يوه وخت ورباندي په تخنيکي توګه زيات کليکونه وکړل سي. دغه ډول بريدونه د دې سبب ګرځي چي هغه سرور چي پکښي دغه پاڼه ځای پر ځای ته کمزوره کيږي او بالاخره راپرځيږي. هغه پدې وجه چي دغه پاڼه د هيکرانو د پروګرامونو په مرسته په يوه ثانيه کي څو سوه ځله پرانستل کيږي چي بالآخره د سرورو وس نه په رسیږي. د دغه دول بريدونو څخه د دفاع لپاره د IP-Blocker  په نوم پروګرامونه سته چي مشخصه آی پي ادرسونه او يا هم د يوې بشپړه سيمي سره تړاو درلودونکی آی پي ادرسونه هغه وخت بندولای سي کله چي غېر عادي کليکونه ورڅخه وسي.

۵ـ هغه څوک چي اقتصادي توان لري او د خپلي انټرنټ پاڼي امنيت ورته مهم وي، بايد د مسلکي شرکتونو يا اشخاصو خدمات حاصل کړي.

په انټرنټ کي د معلوماتو د محرموالي په تړاو زما پخوانۍ ليکنې هم ښايي ستاسو لپاره په زړه پوري وي:

خپل ناموس د انټرنټ څخه وساتئ
نوې ټيکنالوژي او لوڅ افغانستان
انټرنټ، جعلي «توندلاري» او ګواښونه
لوڅي دولتي ادارې او «تخنيکي کفرونه» يې

نه غواړم چي مبالغه وکړم. خو زه پدې باور يم چي که استخبارات وغواړي نو زموږ ستاسو په کور کي د پيازو او پټاټو په مقدار لا ځان خبرولای سي. هغه پدې دليل چي کله موږ تاسو کور ته ټليفون کوو چي کوم خوراکي توکي د ځان سره کور ته وروړو نو د مېرمنو تر څنګ مو استخبارات هم غوږ وي.

که دغه معلومات ستاسو لپاره په زړه پوري ول، نو يې لطفا د خپلو ملګرو سره شريک shareکړئ چي د دې لاري د نوي تخنيک په اړه زموږ ستاسو پوهاوی زيات سي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ليکوال د وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه