کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په لويه جرگه کي « مرگ بر امريکا» ږغونه پورته سول

په لويه جرگه کي « مرگ بر امريکا» ږغونه پورته سول

د افغانستان په پلازمېنه کابل کي د پنجشنبې په ورځ پېل سوي لويي جرگې کي لومړي اختلافات رابرسېره سوي دي. د ولسمشر حامد کرزي د وينا پر وخت د جرگې يوې ښځينه گډون والي د هغه خبري قطعه کړې. د فراه ولايت استازي بلقيس روشن د هغه وروسته خپل ږغ پورته کړ، کله چي ولسمشر وويل چي د امنيتي تړون له مخي به امريکايي عسکر يوازي په استثنايي حالاتو کي د افغانانو د کورنو د تلاښۍ حق ولري. بلقيس روشن په دري وويل:

« زه هغه څوک يم چي د دويم ځل لپاره ستاسو په جرگه کي گډون کوم. تاسو موږ ته د گډون دعوت کړی دی. زه غواړم چي دلته ووايم چي کله چي ويل کيږي چي (د امريکايانو لخوا د کورنو تلاښي) به استثنا وي، نو بيا چي کوم عمليات په تيرو دولسو کلنو کي تر سره سوي دي په کومو کښي چي په زرگونو انسانان وژل سوي دي، ټول استثنا دي.[…] نو له همدې کبله د امريکا سره تړون کول هيواد پلورنه ده.»

ولسمشر کرزي پوره هڅه وکړه چي دغه مېرمنه خبرو ته پرې نږدي خو دغې مېرمني خپلو خبرو ته دوام ورکړ. تر څو کرزی عصباني غوندي سو او په دري يې و دغي په عمر پخې ښځي ته وويل:

« خوار! پس شو،… اوف اي کي است که آمده؟…ای دختر کی است که آمده؟…»

پدغه وخت کي په لويه جرگه کي د څو محدودو کسانو لخوا د «مرگ بر امريکا» ږغونه هم پورته سول.

د مخالف ږغونو او اشارو د تهديدونو وروسته د آغلې بلقيس روشن او د نورو «اخلال کونکو»  ږغونه بېرته ټيټ سول او کرزي خپلي وينا ته دوام ورکړ.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د احمدولي اڅکزي د وېبلاگ www.ahmadwali.achakzai.com څخه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د وېبلاگ نوري ليکنې:

« مخ لکه د خره»
مورکه په اويا زره پردو کي (نکل)
د بن بن بازار او کش کاذبک نکل
ايا سوله به ښه وي او که دا چي…
سوله هو ستراتيژيک تړون يا