کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / مورکه په اويا زره پردو کي (نکل)

مورکه په اويا زره پردو کي (نکل)

ښاپيريان پر ډول ډول سيمو ويشلي ول. پدوی کي د بعضو رنګونه ژړبخونه او سپين او د بعضو پوستکي غنمرنګه ول. بعضي يې پر غرونو اوسېدل او بعضي يې پر ډاګونو. داسي ښاپيريان هم ول چي د موسم په بدلېدو به يې د اوسېدنې خپلي سيمي بدلولې. په ټوليزه توګه د ښاپيريانو اويا قومونه او اويا يې ژبي وې. دوی پخپله نه ول خبر چي د کوم وخت راهيسي پدغه سيمه کي اوسېدل خو د نيکونو څخه يې اورېدلي ول چي دوی هميشه آزاد پاته سوي دي او هيڅکله يې د دباندي څخه هيڅ يلغرګر خپلي سيمي ته ندی پرې ايښی. د ښاپيريانو تر منځ به بعضي وخت لانجې هم رامنځ ته کېدلې خو هيڅکله يې د پرېکړو لپاره د غېر ښاپيريانو منځګړيتوب نه قبلوی. دوی خپلي پرېکړي پخپله کولې.

د ښاپيريانو د هيواد عجبه خبره دا وه، چي دوی ټول د يوې مور اولادونه ول. د دوی د اويا سره قومونو د نرينه ؤ او ښځينه ؤ مور همدغه يوه وه چي دوی ټولو ورته د مورکي خطاب کاوه. مورکه په اويا زره پردو کي د ښاپيريانو د هيواد په مينځ کي اوسېدله او هيڅ چا يې هيڅکله پلو نه ؤ ليدلی. د مورکي د اوسېدو پر ځای اويا کمربنده راګرځېدلي ول چي هر کمربند د ښاپيريانو د يو قوم لخوا ساتل کېدی.

د ښاپيريانو د هيواد څخه دباندي د تورو دېبانو قوم يو وخت پدې وتوانېدی چي د ښاپيريانو تر منځ داسي اوازې خورې کړي چي ګواکي د دوی په منځ کي بعضي داسي ښاپيريان پيدا سوی دي چي ويني يې سرې نه بلکه شنې دي. دغه اوازه په ځنګل کي د اور په څېر په ټولو سيمو کي خوره سوه. همدا ؤ چي شنو دېبانو بيا په ښاپيريانو کي دا اوازه خوره کړه چي ګواکي د دوی تر منځ داسي ښاپيريان پيدا سوي دي چي وينه يې سره نه بلکه توره ده.

د ښاپيريانو قومونه چي د زرګونو کلنو راهيسي يو ځای اوسېدلي ول، يو د بل په هکله يې شکونه په زړه سول. هغه چي لږ ژړبخونه او سپين پوستکي يې درلودل، په هکله يې داسي شکونه زيات سول چي ګواکي وينه يې سره نه بلکه شنه ده. له بل اړخه ژړبخونه پوست لرونکو ښاپيريانو پر غنمرنګه قومونو شک کول پېل کړ چي داسي نه چي د هغوی وينه توره نه وي. دغه شکونه ډېر ژر د دې لامل وګرځېدل چي د ښاپيريانو د قومونو تر منځ وړې شخړي رامنځ ته سي. دغه شخړي د دې لامل سوې چي پر مورکي راګرځېدلي کمربندونه بې نظمه سي.

تورو دېبانو د موقع څخه په استفاده سره د ښاپيريانو تر منځ داسي تور دېبان پټ کړل چي رنګونه يې د ښاپيريانو ول. شنو دېبانو هم خپل شنه دېبان چي بڼي يې د ښاپيريانو وې د ښاپيريانو سيمو ته ولېږل. د ښاپيريانو په بڼه راغلي شنه او تور دېبان ډېر ژر پدې وتوانېدل چي د ښاپيريانو تر منځ يوه توده جګړه رامنځ ته کړي.

د ښاپيريانو تر منځ داسي ويري رامنځ ته سوې چي د مورکې پر شاوخوا راګرځېدلي کمربندونه ښايي کمزوره سي. د شاپيريانو په بڼه پټو دېبانو وړانديز وکړ چي د کمربندونو د ساتنې لپاره دي له بهر څخه شنه دېبان راوغوښتل سي ځکه چي هغوی بېطرفه دي او تر څو چي د ښاپيريانو خپلمنځۍ شخړي هواريږي، شنه دېبان به د کمربندونو په ساتنه کي مرسته کوي. همدا ؤ چي په اويا کمربندونو کي د شنو دېبانو نفوذ مخ په زياتېدو سو. خو د دېبانو په راتګ سره د ښاپيريانو تر منځ بې اعتباري لا زياته او خپلمنځۍ جګړې لا تودې سوې.

شنو وينو ښاپيريانو داسي اوازې خورې کړي چي ګاونډي تور دېبان غواړي چي مورکه ځان ته په نکاح کړي. هغوی وړانديز وکړ چي د دغه کار د مخنيوي لپاره ټول هغه ښاپيريان بايد راټول کړل سي چي د مورکي د ناموس ساتلو غوښتونکي دي. خو د دې پر ځای چي د دود سره سم د ښاپيريانو د قومونو مشران راټول سي، په غونډه کي د هغو دېبانو اکثريت ؤ چي بڼي يې د ښاپيريانو وې خو پلرونه يې دېبان او د وينو رنګ يې سور نه بلکه شين ؤ.

پدغه لويه ناسته کي دا وړانديز وسو چي د دې لپاره چي د مورکې ناموس د تورو دېبانو څخه خوندي کړله سي، بايد هغه و شنو دېبانو ته ورپه نکاح کړله سي.

پدې حال کي يو ښاپېری راولاړ سو او په جګ ږغ يې وويل: « د خپلې مور د ناموس ساتلو په نوم د خپلې مور د ناموس سودا کول د ښاپيريانو سره نه ښايي. هر هغه څوک چي و دېبانو ته د مورکې د ورنکاح کولو ملاتړ کوي، هغه دې پدې خبر وي چي د ټولو دېبانو دا دستور دی، چي کله د يو چا مور ځان ته نکاح کړي نو د دغې مور سره د هغې ټولې لوڼي هم خپلې ماينې بولي.»

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ليکوال د وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ليکوال نوري ورته ليکنې هم ولولئ:

د بن بن بازار او کش کاذبک نکل
د يوه پټ راز داستان
سوله هو ستراتيژيک تړون يا
د زنګاوات و نانۍ شهيدي ته
ښاغلي کېري، هم پر ځان او هم پر موږ احسان وکړئ
ايا سوله به ښه وي او که دا چي…