کور / نثر / سپېڅلی دقلم امانتګري پالي

سپېڅلی دقلم امانتګري پالي

هغه خلک څومره بختور دي چي د زړه درد او غم ته یې د اظهار وسیله موندلې وي او په ډېره سپېڅلتیا سره دقلم امانتګري پالي هم د الفاظو په حرمت پویدلي وي ،د قلم امانتګر په (خراج) پسي نه ګرځي بلکې هغه ژورو زخمونو ته د اظهار ژبه رغوي چي ټولنیز جبر، طبقاتي ناخوالو او اقتصادي نابرابرۍ د ده روح ته ورکړي دي :

په ژوند کي ځني زخمونه او ځني ستړیاوي داسي هم وي چي په یوازیتوب کی روح قرار،قرار د سوان په څېر څټي او د دغه زخمونو خوږ دکوم بل چاسره اظهاریدلی هم نسي ولي چي د خلکو دا عادت وي تر محسوسولو دیده څه ته ارزښت وربخښي هم هغه څه ارزابوي کوم څه چي دوی ویني یایې لیدلی سي نو ځکه تر منلو او انګیرلو وتلي دردونه او د دې دردونو خوږ، څړیکي  اوټولنیزي ناخوالي قسمتي پیښي نوموي لاکن ښاغلی ابراهیم سپېڅلي ته داټول څه  قسمتي پیښي نه بلکې ټولنیزجبر ، طبقاتي ناروا توپیر او اقتصادي استحصالي ناخوالي ښکاري .

د سپېڅلي ژوند ځان ته یوه کیسه ده او په دې کیسه کي دهرچا کیسه نخښتې پرته  ده ، دا دسپېڅلي یوه هنري ځانګړتیا هم ده چي هنري هڅي یې د درد، غربت او د مهاجرت له خاطرو او تجربو ریښه نیسي او د هرزړه کیسه یې ګرځوي :

د سپېڅلي د دې ادبي ټوټو (د پېغلي زړه) دا ځانګړتیا هم دهیرولو نه ده چي لیکوال په بشپړه توګه د (زه) څخه (زموږ) په مفهوم او ارزښت پویدلی هم رسېدلی دی .

په لنډو ټوټو کي تلوسه، نادر تراکیب، لفظي جوړښتونه او هنري ارزښتونه ځایول هم دسرلیک سره پکي انصاف کول ، په لنډو ټکو کي په جامع انداز خپله موضوع بشپړول او پېغام رسا رسول  خپله یوهنري کمال دی او سپېڅلی د دې هنري کماله برخمن څوک دی :

پښتو ژبي ته د بهرنیو ژبو د ادب ژباړي زیاته برخه  د نثر په وسیله راغلي دي ، علت به یې هم دا وي چي د یوې ژبي شعر بلي ژبي ته د شعر او نظم په غالب کي اچول به په الفاظو پوري شخوند وهل وي نوځکه نثري شاعري (سپین شعر) دود وګرځېده ، اردو ژبو ورته ډېر کار کړی دی .

په عربي ادب کي دجبران خلیل جبران او په پښتو ادب کي دګل باچا الفت ادبي ټوټې دشاعرۍ ، فلسفې او رمز شناسۍ زیږنده دي چي تخیل ورپکي فعاله ونډه اخلي هم روحانیت پکي اساسي نقش لوبوي ، عموماً رمز کاروني ته په دیکتاتوري نظام کي لیکوال مخ اړوي د وخت دیکتاتوري او پلویان یې د نقد او استهزا د غشو نخښه ګرځوي ،ټولنیز جبر، د خلکو غربت او ستم رټلی ژوند د شاهانه او شیش محل د ژوندون سره مقایسه کوي هم هغه د جبر او ستبداد په دوره کي خو د رمز په ژبه دا کار کوي :

په ایراني ادب کي د صادق هدایت ناول (بوف کور) او د پروین اعتصامي (دوقطره خون نظم) په پهلویي  دوره د رمز په ژبه غوره طنزونه  دي ، د خلکو بیزاري ، اقتصادي بدحالي ، شاه او د شاه د وفادارو اقتدار پرستو د خلکو ازادي تروړل او د ناچارۍ او غربت له کبله خلک د تاریاکو عادان جوړیدل داسي واقعیتونه په هم هغه دوره کي د رمز په پیرایه کي بیانول د لیکوالو خپلي اړتیاوي هم ستونځي وې :

اوس ګل باچا الفت چي په ادبي ټوټه ( د دربارونو ډیوې ) کي دخلکو ژوند په تیارو کي ډوب کلی نوموي ، خپله غربت او زموږ بدمرغیو ته اشاره کوي اود وخت پر نظام طنز کوي، د ژوندیو غربت پوڼولی ژوند د دربارونو تر مردګانو هم ابتر  ورته ښکاري ځکه خلک ډیوې لري خو دتیلو اخیستلو ته یې پیسې نلري ،هم دا د الفت د دورې تراژیدي وه چي الفت د رمز په ژبه بیان کړې ده .

څه رنګ چي د هر دور د استبداد او دیکتاتورۍ د ستم او جبر ډولونه بېل، بېل وي هم دا ډول دهري دورې سمبولونه بېل ،بېل انځوریزي بڼي غوره کوي دمثال په توګه د سپېڅلي (د پوهي سمندر) به د سپېڅلي د دورې تراژیدي واخلو :

 

( په تور او سپین نه پوهیدی لاکن ځان یې تر هرچا پوه ګڼی خوکله چي یې زده کړه وکړه او د پوهي په سمندر ور ګډ سو نوسریې خلاص سو چي په هیڅ نه پوهیږم )

 

سپېڅلی چي د خپلو لیدلو خوبونو هنداري ریچې، ریچې او د سباوون د هیلو جنازې ګوري او د ستړي انسانیت ویني ، ویني څېرې ته چي ځیر سي نو دشرافت پر قبرونو د وحشت شیطاني اتڼونه یې درسترګو سي نو د (تمدن) معنا هم نن ورځ (وحشت ) ورته ښکاره سي :

 

( ماته به درد(قهر) راغی او پوښتنه به راته پیدا سوه چي دا نو ولي داسي کوي له وحشت څخه خوند اخلي ؟

دوی ټول به د خندا راباندي شنه سول، یوه او بل ته به یې مخ ور واړاوه اود مسخرو په ډول به یې زما خوا ته اشاره وکړه وګوری له تمدن څه لیري ځوان !

اوس تاسو ووایاست له وحشت څخه خوند اخیستل اوله انسانیت څخه لیري کارونه سرته رسول تمدن دی ؟)

 

 

د مثال په توګه په یو انځور کي یو پړانګ په یوه زخمي سوې هوسۍ پسي په پوره خونخواري خطا سوی دی خو حقیقت کي دا زموږ اجتماعي ټولنیزه بې وسي نه اظهاروي ؟

که سترګي پټي هم  کړو د پړانګ او هوسۍ دا انځور د چا خیالي شاهکار ونوموو هم ، نود  ښاغلي ابراهیم سپېڅلي د پړانګ ، غوایي او هوسۍ ویاند سمبولونه به په کوم نظام پوري یوه ترخه خندا ونوموو.

پړانګ، نن ډېر وږى دى، پړانګ ته له دريو ورځو راهيسي ښکار په لاس نه دى ورغلى

 وږى پړانګ په ښکار پسې راوتلى دى،له يوې خوا د لوږې اور، بلې خواته د نه خوړو کمزوري

عجيبه حالت دى؟

………………

  د پړانګ مخ ته دغوايانو ګله ( ډله ) راورسيده، پړانګ دوه، درې ځله بريد ته چمتو سو خو بيرته يې زړه راټول کړ، پړانګ وږى دى، لېکن پر غويانو بريد نه سي کولاى

 غويان يوځاى ګرځي، غويان په سختۍ کي د يو اوبل ملا،تړي

  د پړانګ لوږه نوره هم زياته سوه، د پړانګ په نس کي اور بل دى

…………………………………..

 هلته لېرې په شنو وښو کي د هوسيانو رمه څري

د هوسيانو غوښي نازکي دي، د هوسيانو غوښي ( شېريني ) دي

د هوسۍ غوښو ته د پړانګ خولې اوبه وکړې

پړانګ بېله ځنډه د رمې خواته رهي سو

 پړانګ غلى غلى د هوسيانو خواته روان دى

پړانګ د هوسيانو خواته نژدې سو، هوسيانو پړانګ وليدى

 پړانګ د هوسيانو پر رمې برېد وکړ، يوه هوسۍ يوې، يوه بلې او بله بلې

 خواته ځغلي، هره هوسۍ يوازي د ځان غم کوي

 دوى ټولي سره بېلي سوې، کوچني کبليان نارې وهي

 پړانګ ډېر تېز سو، داسي تېز سو، چي تراوسه يې دومره نه و ځغستلي

 هغه دى، دغه دى، يوه هوسۍ يې راټينګه کړه

 پړانګ د هوسۍ په غاړه غاښونه ښخ کړل

 

د هوسۍ له ډېرې نفستنګۍ تر سترګو وينې راغلې

 د هوسۍ زړه له زيات دربېدو وچاودى،د پړانګ زړه هم دربيږي، خو له سترګو

 يې ويني نه راځي

 څنګه يې ښه ويلي دي :

) يو به مړ نه سي، بل موړ نه سي )