کور / سپورټي / کېنیا آخر له افغانستان څخه لوبه وګټله

کېنیا آخر له افغانستان څخه لوبه وګټله

د کېنیا د کرکیټ ملي لوبډلي پرون له افغانستان څخه خپله وروستۍ شل اووریزه لوبه وګټله.
دغه لوبه چي په شارجه کي ترسره سوه، د کېنیا کپتان پچه وګټله او د بېټینګ فیصله یې وکړه.
کېنیا په شلو اوورونو کي د څلورو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته ۱۵۰ منډي هدف وټاکی. د افغانستان له خوا کریم صادق، سمیع الله شینواري، حمزه هوتک او حمید حسن یو – یو ویکيټ واخیستی.
د افغانستان اوپنران محمدشهزاد او کریم صادق په بېټینګ کي ښه ونه ځلېدل او ژر یې ویکیټي له لاسه ورکړې.
محمدشهزاد پر ۱۸ او کریم صادق پر ۳ منډو وسوځېدل. د افغانستان ځوان لوبغاړي افسر ځاځي او اصغر ستانکزي ډېره کرار لوبه وکړه، چي د ډېرو په ګمان د افغانستان د ګټي چانس یې ضایع کړ.
نوروز منګل په دې لوبه کي تر ټولو ډیري او چټکي منډي وکړې، خو تر ۳۳ منډو وروسته هغه هم وسوځېدی. محمدنبي عیسی خېل، سمیع الله شینواری او میرویس اشرف هم تر ډېره ونه درېدل.
کېنیا د لوبي تر پایه اته افغان لوبغاړي وسوځل او د ۳۴ منډو په توپیر یې افغانستان ته د روان سیریز په آخره لوبه کي ماته ورکړه.
افغانستان تر دې دمخه په یوه ۲۰ اووریزه، دوو یو ورځنیو او یوه څلور ورځنۍ لوبه کي پرله پسې سختي ماتي ورکړي وې او د ۲۰۱۵ کال نړۍ والو لوبو ته ووتل.
ټاکل سوې ده چي نن افغان ملي ټیم نن ماځیګر کابل ته راسي او ولسمشر کرزي د ملي لوبډلي استقبال ته کمېسون ټاکلی او د شنبې ورځ ملي رخصتي اعلان کړې ده.