کور / ترخې خبري / په افغانستان کي د يرغلگرو لښکرو د بشري ضد او جنگي جنايتو حقوقي شننه – ۱۴

په افغانستان کي د يرغلگرو لښکرو د بشري ضد او جنگي جنايتو حقوقي شننه – ۱۴

د افغانانو له ديني عقايدو، دود و دستور او قومي جوړښت سره نااشنايي، لاپراوايي او دوښمني
په افغانستان کي د ايتلافي لښکرو د مکررو بشري ضد او جنگي جنايتو يو بل مهم او اساسي عامل د افغانانو له ديني عقايدو، فرهنگي رواجو او قومي جوړښت سره د هغو نااشنايي، بي تفاوتي او حتا خصمانه چال چلن دئ. نااشنايي او بې خبري پر خپل ځای، خو د خلگو د ديني اعتقاداتو، کلتوري ارزښتو او قبيله يي اړېکو په وړاندي د پردو پوځيانو سپکاوي او خصمانه چلن بېله شکه زموږ په استعمارځبلي او جگړو وران کړي هيواد کي د بشري ضد او جنگي جنايتو له ارتکاب، تکرار او پراخوالي سره مرسته کړې ده. راسئ دا روښانه حقايق د هغه برتانوي جگړن په ايميل کي و لولو، چي له افغانستان څخه يې د انگلستان د پوهنتون و يوه استاد او د دې هيواد د هوايي قواوو و يوه پادري، ډاکټر پيټر ليي(Dr Peter Lee) ته استولئ دئ. دی داسي ورته کاږي:« زه د امنيت او ټيکاو راوستلو په خاطر و داسي هيواد ته را لېږل سوئ يم، چي هيڅ باور، علاقه او خواخوږی نه ورسره نه لرم. د داسي حکومت و مرستي او کومک ته را لېږل سوئ يم، چي زموږ زياترو په باور به د امريکايي عسکرو تر وتلو وروسته، دوه کاله هم دوام و نه کړای سي.که زه بيرته در نسم، نو مېرمن به مي له مېړه او د لومړني ښوونځی درې کوچنيان به مي له پلاره بې برخي سي. په داسي شرايطو او حالاتو کي زه و خپلي سرښندني ته هيڅ دليل او توجيه نه مومم.»۹۰
لکه څنگه چي د دغه برتانوي جگړن له سپين او برمنډ بيان څخه ښکاري، زموږ له خلگو سره د امريکايي او ايتلافي عسکرو عقيده يي، کلتوري او ژبنييو توپيرو او تضادو نه يوازي د عامو افغانانو، بلکي د چا خبره د هغوی د سنگر د ملگرو( مزدور وسله وال پوځ ) په مقابل کي هم و ډېرو خونړييو او خواشينوونکو پېښو ته لار هواره کړې ده. پروسږ کال« د باور اوکلتوري بېلوالي د بحران » په نامه د متحدو ايالتو د اوردو د اروا پوهانو يوې ډلي د اړونده افغانانو او امريکايانو له خورا ډېرو کسانو سره د خبرو او مرکو له لاري د دغه راز خونړييو پېښو، دوښمنييو او کسات اخيستنو د عواملو په اړه څېړنه او پلټنه وکړه. د دې ډلي په رپوټ کي ويل سوي وه، چي افغان پوځيان، امريکايي عسکر د بې رحمو، بې پروا، لاسوهونکو، مغرورو، ځان غوښتونکو او داسي ملحدو بدماشانو په توگه بولي، چي ځانونه د عصري او پرمختللي ټيکنالوژۍ تر شا پټيي؛ حال دا چي امريکايي عسکر بيا خپل افغان همسنگران د ډارنو، جاهلو، بې عقلو، غلو، لاپکو، ټمبلو، چرسيانو، خاينانو او قاتلانو يوه افراطي ډله گڼي. د رپوټ ليکوال، وروسته په خپله تبصره کي کاږي:« دا ډول خبري بېله شکه د دواړو خواوو تر منځ د گټوري او بريالۍ همکارۍ شرايط نه برابريي.» ۹۱

د يرغلگرو لښکرو او افغان پوځيانو ترمنځ عقيده يي او کولتوري اختلافو دا موجبات برابر کړي دي، چي د افغان وسله وال پوځ منسوبين په زياتېدونکې توگه پر پردو عسکرو مرگوني بريدونه وکي. په دې وروستييو وختو کي د دې خونړييو حملو له کبله و امريکايي عسکرو ته لارښوونه سوې ده، چي ځانونه له افغان عسکرو څخه گوښه وساتي. البته، دې جلاوالي د دواړو خواوو تر منځ د ناباورۍ پخوانی حالت نور هم پسي کړکېچن کړئ دئ.»۹۲
زموږ هوښيار او سترگه ور لوستونکي پوهېږي، چي د يرغلگرو لښکرو له خوا د لغمان ولايت په الينگار اولسوالۍ کي زموږ د معصومو خوندو وروستۍ مرگ ژوبله د څه شي استازيتوب کيي؟! که امريکايي او ايتلافي يرغلگرو زموږ له بېوزلو او کړېدلو خلگو سره د هيواد، تاريخ، دين، کلتور او داسي نورو انساني ارزښتو يوه کوچنۍ گډه رشته هم لرلای، هيڅکله بې ( به يې ) په داسي بې پروا او بُزدلانه جنايت لاس نه پوري کولای. دا جنايتونه له ورايه د هغوی د پرديتوب، بې باورۍ، بې مسووليتۍ او لاپروايۍ په مانا دي.۹۳په لمنليک کي وړاندي سوې ويډيو په غَوَر وگورئ؛ او په خپله قضاوت وکئ. د امريکايي هيليکوپتر پايلټ/ پيلوټ په داسي حال کي چي له ځانه سره غزلي وايي، د افغانستان په وردگو ولايت کي پر هغو بزگرانو هيل فاير توغندي اوريي، چي د دوی په گومان د کوکنارو په کرهڼه بوخت دي.۹۴

د امريکايي او ايتلافي يرغلگرو تر دې بې مسووليتۍ او لاپروايۍ پوري مي د روسي اشغالگرو د وحشيانه بې پروايۍ يوه لنډه کيسه را په ياد سوه، چي يادونه يې د استعمارگرو لښکرو د انساني ضد ماهيت او کرغېړنو څېرو واقعي تصوير ښيي. د روسانو د اشغال په وخت کي د مزدور رژيم د اوردو يوه افسر د کندهار د پنجوايي اولسوالۍ د پاشمؤل په سيمه کي د روسانو او مزدور پوځ د گډو عملياتو کيسه کوله. ده و ويل د يوه کلي اوسېدونکي د روسي او حکومتي قواوو تر عملياتو مخکي لا له کورو څخه وتلي او پر نامالو خواوو يې مخه نيولې وه. کلي ته څېرمه په يوه انگوري باغ کي د پاکو او زلالو اوبو د يوه ژور ارهډ تر څنگ خورا لوی واټرپمپ پروت ؤ، چي کليوالو بزگرانو د وچکالۍ په وجه د باغ اوبولو دپاره کار ځني اخيستئ. ناببره مي پام واوښت، چي يوه روسي عسکر د واټرپمپ پر شاوخوا د باروتي کڅوړو په ايښوولو سره د هغه د الوزولو هڅه کوله. په چغو او نارو مي ور وځغستل؛ او تر سختي شخړي او لانجې وروسته مي د هغه د دې انساني ضد ورانکارۍ مخه مي ونيوله. که دغه روسي عسکر د دې خاوري له بېوزلو بچيانو سره مشترک درد لرلای، هيڅکله بې د داسي ظالمانه او وحشيانه عمل هڅه نه وای کړې.کينه، کسات اخيستنه او انساني ژوند ته لاپروايي خو تور او سپين نه لري! دغه يې ژوندي او روښانه مثالونه دي. بايد هېره نه کو، هغه کسان چي د مشترکو وجهاتو په لرلو سره د خپلو وطنوالو او عزيزانو په وينو تويولو او کور ورانولو لاس پوري کيي، تر پردو لښکرو هم د زياتي کرکي او غندني وړ دي؛ ځکه خپل هيڅکله د خپل وطن او وطندارانو و وينو تويولو، کور ورانولو او بې عزتۍ ته ملا نه تړي. زموږ له مظلوم اولس سره جنايتونه او ظلمونه په هره بڼه او هر رنگ د يرغلگرو لښکرو او پردو مزدورانو کار دئ.

په دې وروستييو وختو کي، په افغانستان کي د ناټو قواوو عمومي قومندان، جنرال جان الن، پر امريکايي او ايتلافي عسکرو د افغان پوځيانو او پوليسو د هغو وسله والو گوزارنو په اړه، د خندا وړ تحليلونه وکړل، چي نن سبا يې د عامه اذهانو د غولولو په مخسد د افغان پوځيانو د خوابدۍ او نارضايتۍ پر ځای د وسله والو مخالفينو د داخلي بريدو په نامه ياديي. ده و ويل:« ځيني داخلي بريدونه د روژې له مياشتي او غيرمعمولي دوبنۍ تودوخي سره ارتباط لري، چي وسله وال افغانان له وږي، تندي، بدخويي او بې پروا عملو سره مخامخ کيي.»

شک نسته، چي د روژې لوږه او تنده يا د گرمۍ زياتوالی د افغان عسکرو او پوليسو پر روغتيايي او مزاجي حالت ناوړه اغېزه ښندلای سي؛ خو دا واقعيت هم و هر پوه او عاقل شخص ته د پوهېدو وړ دئ، چي پر امريکايي او ايتلافي عسکرو د افغان پوځيانو او پوليسو د زياتېدونکو وسله والو يرغلو اصلي او اساسي علت قطعاً د روژې په لوږه او تنده يا د هوا په تودوخه او سړښت کي نه دئ. د دې خونړييو بريدو اصلي او اساسي علت د هيواد په څه باندي يوولس کلن اشغال، د پردو پوځيانو په انساني ضد او جنگي جنايتو، متکبرانه چال چلن او بالاخره د هيواد د واکمني سياسي- اقتصادي مافيا له جنايتو، ظلمو، فساد او بې عدالتييو څخه د افغان وسله وال پوځ د عسکرو او پوليسو په ژوره کرکه او مرورتيا کي نغښتئ دئ. دا خبره له شکه وتلې ده، چي د افغان وسله وال پوځ زياتره عسکر او پوليس هم اوس د پردو لښکرو او خپلو خاينو زورواکانو له چپه او راسته غوبلو څخه و پزي ته رسېدلي دي؛ د هري ورځي په تېرېدو سره يې خپلواکۍ غوښتونکې او اشغال ضد روحيه لا پسي غښتلې کيږي. د افغانستان کړېدلو خلگو غوندي د افغان وسله وال پوځ د عامو عسکرو او پوليسو په زړونو کي هم دا ژوره کرکه په واقعيت کي د هغو کوټل سوو دردو او نامېندييو انعکاس دئ، چي د وچ پېلوزي په څېر و يوه کوچني بڅرکي ته اړتيا لري. د بې گونا افغانانو وحشيانه وژنه، قرآن سوځنه، پر مړو بولي کول، د مړو سوځل، د مړو د بدن د غړو پرېکول، پر کوچنيانو جنسي تېري، په سپو داړل او تراهول، د يرغلگرو لښکرو او مزدورو واکمنانو د ظلم، فساد او بې عدالتييو په سوو نور ناروا عملونه په حقيقت کي د بڅرکي يا کټليسټ په توگه و دغه راز وژونکو گوزارونو او خونړييو پېښو ته لار پرانيزي. د دې استدلال له مخي نو پر اشغالگرو پوځيانو د افغان وسله وال پوځ د منسوبينو وژونکي بريدونه او گوزارونه همېشه د طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو کار نه دئ. په دې وياړلو حماسو او کارنامو کي د دې خپلواک او سرلوړي ملت ټول مړني او زوړور بچي ونډه لري. زموږ خلگ بې ځايه نه وايي:« چي په تنگ سي، نو په جنگ سي.» سرتېري افغانان نور د پردو او مزدورو واکمنانو و جنايتو، ظلمو او فساد ته لاس تر زني نه کښېني. د افغانانو د خپلواکۍ غوښتني او هيوادپالني و دې لوړي او پياوړي روحيې ته بايد هيڅکله د ټوکو او مسخرو په سترگه و نه کتل سي.

لکه څنگه چي ټام اينگلهارټ (Tom Engelhardt)په خپله ليکنه کي يادونه کيي، د شرم او خواشينۍ ځای دئ، چي د سپيني ماڼۍ او پينټاگان مشران يوولس کاله وروسته، په هغه هيواد کي له افغان پوځ سره د خپلو عسکرو پر گډو عملياتو او گزمو بنديز لگيي، چي دوی يې په ډېر وياړ د« ازادولو» چيغي وهلې.۹۵

د مزدور وسله وال پوځ له ليکو څخه د عسکرو او پوليسو پرله پسې تښته، د دردېدلو عسکرو او پوليسو له خوا پر اشغالگرو پوځيانو مرگوني بريدونه، د هيواد په گوټ گوټ کي د عامو خلگو احتجاجي غونډي، لاريونونه او داسي نور ټول په گډه د يرغلگرو او مزدورو حاکمانو د ناکامۍ او بربادۍ زنگونه دي. اوس هغه وخت را رسېدلئ دئ، چي د امريکايي او ايتلافي لښکرو سياسي- نظامي واکمنان په څرگنده د خپل ناروا او ظالمانه يرغل پر پوچوالي او ناکامۍ اعتراف وکي؛ او زموږ په ځنځير ماتوونکي هيواد کي د نورو بشري ضد او جنگي جنايتو د مخنيوي؛ او د جگړې په اور کي د خپلو پوځيانو او پيسود بېځايه سوځولو په خاطر د ژر تر ژره وتلو پر لارو چارو غَوَر وکي.

ــــــــــــــــــــــــ

لمنليکونه

90 Glen Owen, “Army major’s despair at our ‘pointless war’: Senior officer’s damning emails reveal plummeting morale at heart of Afghan campaign that has cost 409 British lives”, mail online, 21 April 2012:http://www.dailymail.co.uk/news/article-2133204/Army-majors-despair-pointless-war-Senior-officers-damning-emails-reveal-plummeting-morale-heart-Afghan-campaign-cost-409-British-lives.html

91 Gwynne Dyer, “A Crisis of Trust in Afghanistan”, Information Clearing House, September 03, 2012: http://www.informationclearinghouse.info/article32347.htm

92 John Wendle, “Afghan soldiers pay the price as US forces told not to interact with them”, The Independent, Monday, 17 September 2012: http://www.independent.co.uk/voices/comment/afghan-soldiers-pay-the-price-as-us-forces-told-not-to-interact-with-them-8143134.html

93 ــــــــ, “Afghanistan: Nato air strike ‘kills eight women’ in Laghman”, BBC NEWS, 16 September 2012: http://www.bbc.co.uk/news/world-asia-19616356

94 Jason Ditz, “Video Leak: US Attack Helicopter Kills Farmers While Pilot Sings”, Antiwar.com, July 07, 2012: http://antiwar.com/blog/2012/07/07/video-leak-us-attack-helicopter-kills-farmers-while-pilot-sings/

95 Tom Engelhardt, “How quickly will the US leave Afghanistan?” Asia Times Online, Aug 31, 2012: http://www.atimes.com/atimes/South_Asia/NH31Df01.html
پاته په راتلونکې برخه کي