کور / ترخې خبري / په افغانستان کي د يرغلگرو لښکرو د بشري ضد او جنگي جنايتو حقوقي شننه – ۱۳

په افغانستان کي د يرغلگرو لښکرو د بشري ضد او جنگي جنايتو حقوقي شننه – ۱۳

د امريکايي او ايتلافي پوځيانو بې مسووليتي او لاپروايي
امريکايي او ايتلافي دولتو د نورو استعماري تړونو په شان د افغانستان د اشغال له همغي لومړۍ ورځي څخه د حامد کرزي په اِسمي مشرۍ د شمالي اتحاد پر مزدور حکومت پخه کړه، چي پوځونه، مُخبران او قرارداديان يې په ټولو شرايطو او حالاتو کي و افغاني قوانينو، عدلي او قضايي ادارو ته هيڅ راز مسووليت نه لري. دا ټول هغه څه دي، چي په حقوقو او سياسي علومو کې د کپيچولېشن يا کپيتلاسيون(capitulation) په نامه ياديي؛ او له پخوانو زمانو څخه د يرغلگرو دولتو د استعماري سياستو مهمه او نه بېلېدونکې برخه ده.۸۷ په داسي شرايطو کي د بين المللي حقوقو ځيني منل سوي قاعدې او اصول لکه سيمه ييز يا محلي قانون(lex domicilii) ، د يوه عمل د پېښځی يا محل وقوع قانون(lex loci actus)، دعمل د ارتکابځی يا محل ارتکاب قانون(lex loci commissi)، د واکمني محکمې قانون(lex fori) او داسي نور ټول خپل مفهوم او ارزښت له لاسه ورکيي.

د خواشينۍ ځای دا دئ،چي زموږ په هيواد کي د اشغالگرو قواوو د بلا قيد و شرط واک دايره په هيڅ وجه له کپيچولېشن يا کپيتلاسيون سره د پرتلې وړ نه ده؛ ځکه امريکايي او ايتلافي ځواکو د دې وياړلي هيواد په پوځي اشغال سره نه يوازي د خپلو پوځيانو د هر راز جرم و جنايت د پلټني، تعقيب او محاکمې په برخه کي د مزدورو واکمنانو لاسونه او پښې تړلې دي، بلکي زموږ د بې پوښتني او بې دفاع اولس د حيات او ممات واک يې هم په لاس کي اخيستئ دئ. گران هيوادوال د سر په سترگو گوري، چي د افغانستان ټول هوايي ميدانونه له څه باندي يوولسو کالو راهيسي د پردو لښکرو په کنټرول کي دي؛ د چا پلار دا پوښتنه نسي ځني کولای، چي په الوتکو کي يې څه ځي او څه راځي؟! سربېره پر دې له همدغو ميدانو څخه، شپه و ورځ، زموږ پر مظلومو خلگو، بمونه او راکيټونه اوريي؛ پر کورو، دوکانو، ماجتو او نورو محرمو ځايو يې چاپې وهي؛ ځوانان او سپين ږيري يې سترگي تړلي، لاس تړلي له کورو او کلو تښتيي؛ او په هغو تورو محبسو يې ننباسي، چي زموږ په خپله خاوره کې د وطندوستو او خپلواکۍ مينو افغانانو د اسارت او کړَولو دپاره جوړ کړي دي.کله کله د تفنن او ساتېري په خاطر زموږ پر بې گونا عزيزانو نښانونه پخيي؛ مړي يې د اور په لمبو کي سوځي؛ پر وينلړلو مړو يې د کامرو و مخ ته بولي کيي؛ قصابانو غوندي يې سرونه، لاسونه او پښې پرې کيي؛ او د تحقير او سپکاوي په بڼه عکسونه ور سره اخلي. لنډه دا چي له تروريزم او افراطيت سره د مبارزې تر پردې لاندي زموږ په کړېدلي او اسکېرلي اولس داسي کانې کيي، چي د وحشت او بربريت په قاموس کي نه دي راغلي.

امريکايي چارواکي په تېرو څه باندي يوولسو کالو کي د خپلو لښکرو د بشري ضد او جنگي جنايتو پر تور او کرغېړن ريکارډ سربېره نن بيا بېشرمانه هلي ځلي کيي، چي د کرزي پر مزدور او خاين حکومت د يو بل استعماري تړون په تحميلولو سره تر ۲۰۱۴ع کال وروسته هم د خپلو پوځيانو د جرم او جنايت د پلټني، تعقيب، محاکمې او مجازاتو په برخه کي زموږ د امنيتي، عدلي او قضايي مقاماتو لاسونه و تړي.

دا تحميل سوي استعماري مصوونيتونه به د تېر يوولس کلن اشغال په څېر و يرغلگرو پوځيانو ته واک او ځواک ور کړي، چي په ډاډه زړه زموږ د بېوزلواو مظلومو خلگو په سر، مال، ناموس، ديني عقايدو او دودونو بازۍ وکي؛ ځکه هيڅوک د هغو قوانينو، عقايدو او دودونو درناوی نه کيي، چي په ماتولو او بې حرمتۍ سره يې جزا نه گوري؛ حال دا چي فردي او اجتماعي انتباه غوښتنه کيي، چي مجرمينو ته بايد د جرم د ارتکاب په ځای کي جزا ورکړل سي. دا ادعاوي هم له بېخ او بنياده ناسمي دي، چي يرغلگرو مجرمينو ته په خپلو هيوادو کي جزاوي ورکول کيږي. که زموږ د خلگو پر بې رحمو او بې پروا قاتلانو د روحي او دماغي ناروغانو نوم ايښوول يا د تش په نامه اداري – ډيسپليني جزاوو په ورکولو سره د هغو له جرمي او جنايي ماهيته سترگي پټول، د انسانيت، عدالت او قانونيت مسخره کول نه دي نو څه دي؟!

لکه څنگه چي مخکي هم يادونه وسوه، بشري ضد او جنگي جنايتونه له استعماري يرغلو سره نه شلېدونکی ارتباط لري. د استعماري جگړو او يرغلو تر کرغېړن سيوري لاندي د انساني ناورينو او بېلابېلو بشري ضد او جنگي جنايتو پېښېدل، حتمي او ضروري خبره ده. استعمارگران په دې واقعيت تر هر چا ښه پوهيږي؛ خو هيڅکله چورت نه په خراپيي. هغوی ته د خپلو استعماري گټو د تحقق په لار کي د مظلومو خلگو ويني، اوښکي، بې عزتۍ او ډول ډول مصيبتونه د يوې خاشې ارزښت هم نه لري. هغه څه چي و يرغلگر دولتو ته زيات ارزښت لري، په استعماري جنگو او تاړاکو کي د خپلو پوځيانو غوڅ او بېدرېغه ملاتړ دئ او بس. د دې ړانده او بېدريغه ملاتړ د تر لاسه کولو دپاره مجبور دي، په هره بيه او هره وسيله د هغو ساتنه او ژغورنه وکي. دا ساتنه او ژغورنه په څو رنگه کيږي: تر هر څه مخکي کوښښ کيي، چي د مجرمو پوځيانو پر جرم و جنايت له يوه مخه سترگي پټي کي.که دا و نه سوه، و مجرمينو او جنايتکارانو ته د روحي او دماغي ناجوړانو او پيښو سوو انساني ناورينو ته د خطا او تېروتني رنگ ورکي. که دا هم نه کېدل، بيا نو د استعمار پلوه ميډيا په مرسته د خلگو په سترگو کي د خاورو پاشلو دپاره له ځينو تش په نامه اداري او وظيفه يي جزاوو څخه کار واخلي.

د استعماري لښکرو دغه راز معافيتونه او مصوونيتونه زموږ و ويښو او سترگه ورو لوستونکو ته د پردو
د حاکميت او خپل محکوميت خورا روښانه تصوير وړاندي کيي. په دې دردناک او ظالمانه تصوير کي يوې خوا ته د افغانستان مظلوم او محکوم خلگ ليدل کيږي، چي په خپل پلرني هيواد کي له خپلواکۍ، ملي واکمنۍ، بشري حقوقو او قانوني مصوونيتو څخه بې برخي دي؛ ځکه يرغلگر پوځونه يې شپه او ورځ په ژوند، ناموس او مال چپه او راسته غوبلونه کيي؛ خو هيڅوک يې پر ساندو او ژړاوو غوږ نه نيسي. د تصوير و بلي خوا ته هغه اشغالگر پوځونه ښکاري، چي د دونيا له بل سر څخه راغلي او د خپلو استعماري نخشو د تحقق دپاره زموږ د مظلومو خلگو پر خلاف له هيڅ راز جنايت او بربريت څخه مخ نه اړيي؛ خو پر خپلو ټولو وحشتناکو جنايتو او مظالمو سربېره د چا خبره « بې خاره » امرونه او حُکمونه چليي؛ په ټول ملک کي د موري زوی نسته، چي تر سترگو پورته ور ته وگوري. تحقيق، محاکمه، بند او اعدام خو يې آ خوا پرېږدئ. ايا تر دې هم د پردو د بادارۍ او بدمرغه افغانانو د غلامۍ بل ژوندی او روښانه مثال پيدا کېدای سي؟!

په دې ترتيب، تر هغه مهاله چي د اشغالگرو پوځيانو د هر ډول سرغړوني، جرم او جنايت د پوښتني او مجازاتو دپاره اغيزمن مېکانيزم ځای پر ځای نه يي، زموږ د هيواد په گډون به په ټولو اشغال سوو او بلواکو هيوادو کي د ځايي خلگو پر سر، مال او ناموس هم د ناروا او ظالمانه معاملو بازار ښه تود يي. جاپان، جنوبي کوريا، فيليپين او داسي نورو هيوادونه يې ژوندي او روښانه مثالونه دي.

پر زهرجنو او بې اساسه اطلاعاتو تکيه کول
په افغانستان کي د امريکايي او ايتلافي قواوو د بشري ضد او جنگي جنايتو يو بل مهم علت د هغو په جنگي عملياتو، تلاښييو او پلټنو کي پر زهرجنو او بې اساسه اطلاعاتو تکيه کول دي. درنو لوستونکو ته به ښه ور په ياد يي، چي زموږ پر وياړلي هيواد د امريکايي لښکرو له پوځي يرغل سره جوخت، په استعمار پلوه ميډيا کي ادعاوي کېدې، چي امريکايي پوځونه په افغانستان او عراق کي له داسي بمو څخه کار اخلي، چي هيڅکله خپله نخښه يا نښان نه خطا کيي. همدغه راز اوازې گډي وې، چي امريکايي الوتکي په داسي دوربينو او کامرو سمبالي دي، چي د مځکي پر مخ د وېښته په اندازه کوچنی شی هم ليدلای او عکاسي کولای سي. د اوسنۍ نړۍ د ساينس او ټيکنالوژۍ و معجزه ډوله پرمختگو ته په کتو سره د امريکا د سياسي واکمنانو او استعمار پلوه مطبوعاتو دا لويي او لوړي ادعاوي څه عجيبي نه برېښېدلې؛ خو کله چي مو د امريکايي او ايتلافي طيارو له خوا د بې گونا خلگو عامي وژني او د بسيا کلو هوارول په سترگو وليدل، په دې حقيقت ورسېدو، چي د امريکايي او ايتلافي لښکرو د پرمختللي جنگي ساز و سامان په اړه له افراط او مبالغې ډک نکلونه، په واقعيت کي د استعماري لښکرو د تبليغاتي جنگ يوه برخه ده.۸۸ د انگلستان د ټليلگراف ورځپاڼي دفاعي خبريال، شان رېمينټ (Sean Rayment)د هيلمند ولايت په مرکز، لښکرگاه، کي د برتانوي لښکرو او ناټو پر عمومي قرارگاه(Camp Bastion) د طالبانو د وروستي بريد د بيانولو په ترڅ کي د هغي قرارگاه د ځينو امنيتي امکاناتو او تدابيرو په باره کي په زړه پوري بيان ليکلئ دئ، چي د يرغلگرو لښکرو د تخنيکي پرمختگو و تبليغاتي ادعاوو ته د شک او ترديد په سترگه گوري. د ده په رپوټ کي داسي راغلي دي:« پر ټوله قرارگاه د پولادو څو دېرش(۳۰) فوټه لوړ دېوالونه راگرزېدلي دي، چي د هغو پر سر بيا درې پياوړي اغزن سيمان غزول سوي دي. د چاودني د مخنيوي په مخسد د اغزنو سيمانو لرونکو پولادي دېوالو تر شا يو بل دېرش فوټه لوړ دېوال ولاړ دئ، چي د قرارگاه پر ډېره برخه راگرزېدلئ دئ. د دفاعي دېوالو تر شا د مځکي سينسرونه، د اينفراريډ او حراراتي عکس اخيستلو کامرې، خوځښت کشفوونکي آلې او داسي ځانگړی رادار ځای پر ځای سوي دي، چي له ادعاوو سره سم کولای سي له شلو(۲۰) ميلو واټن څخه د انسان يا الوتکي خوځښت کشف کي.»۸۹ که دا خبري او ادعاوي ټولي رشتيا يې بيا نو طالب جنگيالييو څنگه وکړای سول، په خپلو کمزورو او وروسته پاتو وسلو پر دونه ستره، پياوړې او مجهزه قرارگاه وسله وال بريد وکي؛ او د څو امريکايي او برتانوي عسکرو پر وژلو او ټپي کولو سربېره د څه د پاسه دوو سوو ميليونو ډالرو په ارزښت شپږ هرير جمپ جيټ الوتکي او نور عسکري تأسيسات له منځه يوسي؟!

شک نسته، چي يرغلگر دولتونه د اوسنۍ نړۍ په ډېر پرمختللي جنگي تخنيک او ټيکنالوژۍ سمبال دي؛ خو له پرمختللي جنگي تخنيک او ټيکنالوژۍ څخه د خارق العاده ځواک هيله لرل، پوچ او بېځايه سوچ دئ. که يرغلگرو قواوو هر څه په جنگي ساز و سامان حلولای سوای اوس به هر څه گل و گلزار وای. نه بې د يوه عسکر پزه ويني کېدله او نه بې ميليارډونه ډالر په اور کي سوځېدل … د يرغلگرو لښکرو پر ټول پرمختللي جنگي تخنيک او ټيکنالوژۍ سربېره ولي له څه باندي يوولسو کالو راهيسي زموږ د بې گونا خلگو په وړاندي د وحشتناکو بشري ضد او جنگي جنايتو لړۍ همداسي روانه ده؟! جواب دا دئ، چي امريکايي او ايتلافي لښکرو زموږ د خپلواک هيواد په څه باندي يوولس کلن اشغال کي له همغه پيل څخه تر اوسه پر خيالي محاسبو، غلطو لارو چارو او زهرجنو اطلاعاتو تکيه کړې ده؛ او دې ټولو عواملو په خپل وار سره د وحشتناکو بشري ضد او جنگي جنايتو و بيا بيا تکرار ته لار هواره کړ ې ده. افغانان ټول شاهدان دي، چي امريکايي پوځونه د پخواني شمالي اتحاد( جمعيت + شورای نظار، حزب وحدت او جنبش ملي ) او ځينو مزدورو پښتنو توپکيانو په مستقيمه او فعاله مرسته و افغانستان ته ننوتل. د پخواني شمالي اتحاد د بېلابېلو جنگي ډلو استازو او خواخوږو د خپلو وطن پلورونکو خوش خدمتييو په بدل کي د دې فرصت تر لاسه کئ، چي په ټوله دولتي دستگاه، په تېره بيا د هيواد په وسله وال پوځ، امنيتي او استخباراتي ادارو کي ژوري منگولي ښخي کړي. له پردې اشغال څخه را پيدا سوو سياسي- امنيتي حالاتو د پخواني شمالي اتحاد و بېلابېلو ډلو او نورو پردو مزدورانو ته د تنظيمي، قومي، قبيله يي، ژبني، سمتي او داسي نورو دوښمنييو او اختلافو پر بنسټ د کسات اخيستني او ناوړه استفادو پراخ امکانات برابر کړل، چي تر اوسه هم دوام لري. د هيواد په گوټ گوټ کي زرونه خپلواک، سرلوړي او باغروره پښتانه له القاعدې او طالبانو سره د کومک او همکارۍ په تور و امريکايي او ايتلافي قواوو ته و سپارل سول؛ او دا کرغېړني معاملې تر اوسه رواني دي. د کابل د مزدور رژيم پر بېلابېلو حاميانو او خواخوږو سربېره، په تېرو يوولسو کالو کي د استعمار په لکۍ تړلو مخبرانو، ترجمانانو او مشاورانو هم و خپلو پردو بادارانو ته د ناسمو او زهرجنو اطلاعاتو په ور کولو سره داسي بلاوي لنگي کړې، چي له شامته يې په سوو کوچنيان، ښځي او زاړه په وينو و لړل سول؛ د کړېدلو او اسکېرلو کليوالو د بېوزلۍ کوډغالي په کنډوالو واوښتي؛ بې گونا عزيزان يې سترگي تړلي، لاس تړلي و محبسو ته واستول سول؛ او کلونه کلونه يې په سختو کړاونو او شکنجو کي تېر کړل؛ او زرونه نور لا تر اوسه په دې دردناکو شرايطو کي شپې او ورځي سبا کيي.

تر هغه مهاله چي د استعماري سياستو طراحان د خپلو استعماري گټو د تحقق دپاره د بېلابېلو هيوادو د وروڼو قومو په منځ کي د نفاق او شقاق توخمونه کري؛ او د بېلابېلو قومو او قبيلو پر خلاف د يوه خاص قوم، قبيلې، مذهب، ژبي يا جنگي ډلي ټپلي ننگه کيي، تر هغو به د بشري ضد او جنگي جنايتو لړۍ هم په پوره جوش او خروش کي روانه يي. افغانستان، عراق، ليبيا او سوريه يې ژوندي مثالونه دي. چيري به د پښتانه، تاجک، اوزبک او هزاره؛ چيري به د مسلمان او عيسوي يا مسلمان او يهودي، چيري به د سُني او شيعه يا سُني او علوي؛ چيري به د عرب او کورد( کُرد)، چيري به د شمال او جنوب يا شرق او غرب او چيري به په دې يا هغه نامه د وروڼو قومو او قبيلو تر منځ و رنگارنگ شخړو او دوښمنييو ته لمن وهل کيږي. د وخت او زمان له غوښتنو سره سم به پر ځينو د بشردوستانو، ډيموکراټانو، ليبرالانو، ترقي غوښتونکو او پر ځينو نورو به د تروريستانو، وحشيانو، افراطيونو، سرکښانو، القاعدې، طالبانو او داسي نورو ټاپې لگول کيږي. مزدوري او جنايتکاري ډلي ټپلي به په بېلابېلو نومو او عنوانو په غېږ کي نيول کيږي؛خو د استعماردوښمنو قوتو په ځبلو کي به له هيڅ راز بشري ضد او جنگي جنايت څخه مخ نه اړول کيږي. د ډيورنډ د منحوسي کرښي و دواړو خواوو ته د سرلوړو او خپلواکۍ مينو پښتنو پر سر د باپيلوټه او بې پيلوټه جنگي ماشينو ورځني گوزارونه د دې واقعيت څرگند ثبوت دئ.

له هغو جنايتکارانو، جاسوسانو، غلو، غاصبانو او ډول ډول وطن پلورونکو څخه بله څه توقع کېدای سي، چي د پردو لښکرو د بي۵۲ الوتکو او کروز توغندييو په زور د واک پر گدۍ کښېنول سوي يي؟! هغه اشغالگر پوځونه به ولي په خپل وار سره د هغو مزدورو جنايتکارانو او خاينانو په خوله زموږ کورونه او کلي په وينو نه لړي، چي د دوی د استعماري نخشو د تحقق په لار کي له هيڅ راز خيانت او جنايت څخه ډډه نه کيي؟!
ــــــــــــــــــــــــ

لمنليکونه

87 B. M. Klimenko, V. F. Petrovsky and Yu. M. Rybakov, A Dictionary of International Law. Ed. Saifulin Murad, Trans. from Russian(Moscow: Progress, 1986) 27.

88 ــــــــ, “US Precision Bombing in Iraq and Afghanistan. Killing Civilians, Carefully”, NEWS AND COMMENT , THURSDAY, JANUARY 17, 2008: HTTP://WWW.ALLANNAIRN.COM/2008/01/US-PRECISION-BOMBING-IN-IRAQ-AND.HTML

89 Sean Rayment, “I’ve been inside Camp Bastion – and it seemed like the safest place on earth”, The Telegraph, 15 Sep 2012: http://www.telegraph.co.uk/news/worldnews/asia/afghanistan/9545508/Ive-been-inside-Camp-Bastion-and-it-seemed-like-the-safest

پاته په راتلونکې برخه کي