کور / سپورټي / کرکيټ: افغانستان هندوستان ته ماته ورکړه

کرکيټ: افغانستان هندوستان ته ماته ورکړه

د کرکټ په روانو سياليو کي چي په سنګاپور کي تر سره کيږي نن افغانستان له هند څخه په ٢٨ منډو لوبه وګټله .

لومړۍ افغانستان لوبه پيل کړه چي په ٥٠ اورونو کي يې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو سره ١٨٥ منډي جوړي کړي او ١٨٦ منډي ئې هدف وټاکه .

هندي لوبغاړو هدف پوره نه کړ او په ٥٠ اورونو کي ئې ١٥٦ منډي د ٩ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړي .
په دې سره افغانستان په ٢٨ منډو لوبه و ګټله .

د يادوني وړده چي تر دې مخکي افغانستان و نيپال ته هم ماته ورکړې وه خو د پاکستان څخه ئې لوبه بايللې ده .
د لراوبر ويب پاڼي اداره د دې بريا مبارکي و ټولو افغانانوته وړاندي کوي.