کور / علمي / دهند دهر یانا د ایا لت دکونجپورې پښتنی ریاست او نوابان یې

دهند دهر یانا د ایا لت دکونجپورې پښتنی ریاست او نوابان یې

کونجپوره دهند دهر یانا ایا لت کې پرته ده چې دهند دپلازمیینې ډهلی دشمال په ۱۳۰ کیلو مترۍ کې مو قعیت لري . کونجپوره هم دهند دخپلواکۍ نه ډیر وړاندې دپښتنو یو ریاست و. دکو نجپورې دریاست نوابان په اصل کې کاکړ پښتانه ول چې دراولپینډۍ د غور غښت آباد نه دې سیمې ته ورلیږدیدلي وو.

 

۱- نواب نجابت خان دکونجپورې

د پښتني ریاست بنسټ ایښو دونکی :

دکونجپورې دپښتني ریاست بنسټ ایښودونکی نواب نجابت خان کاکړ دی  . ویل کیږي چې د ډهلي دمغولي واکمن محمد شاه په زمانه کې (۱۱۳۱-۱۱۶۱ لمریز ) کله چې میر منو په لا هور کې دمغولو صوبه دار و ، نجابت خان دراولپینډۍ دغورغښت آباد دسیمې نه لا هور ته لاړ او میر منو نو موړي ته درساله دارۍ دنده ورکړه. څر نګه چې نجابت خان په پو ځې چارو کې مهارت او پو هه درلودله نو وروسته دمیر منو له خوا څلورزریز منصب ورکړل شو، خو نجابت خان دزیاتې مو دې لپاره  پر دغه منصب پاتې نه شواو ووجه یې دا وه چې دمیر منو نه خپه شو او دډهلي خواته وخوځید او دهند دهریانا داعظم آباد سیمې ته لاړ. په دغه وخت کې دلته نصیرالدین رادوري ددغې سیمې صوبه دار و. نو موړي  دنجابت خان درناوی وکړاو یوزریز منصب یې ورکړاو خپل افسر یې وټاکه.تر څه مودې وروسته بهایی خان نومی نجابت خان ته ورغی او د بازید پو ر د راجپوتانو له لاسه یې ده ته شکایت وکړاو نجابت خان ته یې وویل چې نو موړي خلک ماته زیان رارسوي او که چیرې ته زما ننګه او ملا تړ وکړې نو تاته به یو غیر آباد کلی دنذرانې او سوغات په ډول درکړم . نجابت خان د بهایی خان په غوښتنه دبازید پور دسیمې راجپوتان وټکول او  دهغه نه  یې غیر آباده سیمه تر لاسه کړه او دبدولي دسیمې درئیس سید غالب علي خان نه یې څو کلي چې دجمنا لویدیزه څنډه کې پراته وو په اجاره واخیستل او په هغه غیر آباد کلي کې یې چې دبها یي خان نه یې دهغه دننګې او ملا تړ په وجه تر لا سه کړې و یوه کلا ودانه کړه ، خو بهایی خان او نورو راجپوتانو ددغې کلا ودانول  نه شول زغملی، نو همدا وجه وه چې دنجابت خان سره یې دښمني پیل کړه . نجابت خان د اعظم آباد پر ځای خپله چاوڼۍ او مر کز هم همدا ځای وټاکه او دخپلې قبیلې خلک کاکړ یې د خپل ورور ضا بط خان او خپل خوریي ښادي خان سره يو ځای دغورغښت آباد نه دلته را وغوښتل . نجابت خان په ( ۱۷۱۷ زیږدیز )ّ کا ل کې دکلا تر څنګ یو کلی هم ودان کړ او پر هغې باندې یې کونجپوره نوم کیښود . دبازید پور او نوروشاو خوا کلیو خلکو او سیمو راجپو تانو د کو نجپورې آبادول د خپلو ځانونو پر خلا ف یو نا جا یز عمل وګاڼه او ددغې کلا دورانولو لپاره یې پر کونجپورې برید وکړ، خو نجابت خان هغوی ته ماتې ورکړه او دراجپوتانو سیمې او بازید پور یې  له هغوی نه ونیول او بها یي خان ته یې ور کړل.

راجپوتان وتښتیدل او دبدولي رئیس نواب غالب علي خان ته  لاړاو غو ښتل یې چې نو موړی د نجابت خان پر خلاف مقابلې ته وهڅوي، خو غالب علی خان د هغوی په خراب نیت ښه خبر و، نو ځکه یې دهغو غو ښتنه ونه منله. تر دوو کلونو پورې راجپوتانو د بیلا بیلو سیمو پر رئیسانو غږ وکړ ، خو هیچا هم ددوی خبره وانه وریدله او نه یې ددوی ملا تړ ته مثبت ځواب ووایه. وروسته دسهار نپور چکله دار عزت خان پر ته له دې چې سو چ او فکر یې کړی وي ددوی دا غوښتنه ومنله او دیوه پو ځي ځواک په  ملګرتیا يې پر کو نجپورې برید وکړ.کله چې نجابت خان له دغې پيښې نه خبر شو نو هغه خپل خوریی ښادي خان دپوځ دافسر په توګه وټاکه او دنو موړي مقابلې ته یې واستاوه.

په ۱۷۵۷ زیږدیز کال کې نجابت خان دخپلو نیول شو سیمو بند وبست وکړاو دهند دمغولي واکمن دوهم علمګیر(عالمګیر ثاني ) دربار ته حاضر شو. دوهم عالمګیرده ته د کو نجپورې دریاست رسمي سند ورکړ اوهم یې ده ته ددغه ریاست دنوابۍ خطاب او د۱۴۹ سیمو جاګیر ورکړچې عواید یې په کال کې دریو لکو روپیو ته رسیدل .

په ۱۷۴۰ زیږدیز  کال کې دمر هټه ووسردار (سداشیو راو )دخپل دتره دزوی بالاجي راو اودهغه دزوی بسواس راو په ملګرتیا د احمدشاه ابدالي نه د( دتاپټیل) دغچ اخیستلو لپاره لومړی له دکن نه ډهلی ته راغی او کله چې په دې وپوهید چې د دراني احمدشاه پو ځونو او لښکرو ته دکونجپورې دسیمې نه خوراکي توکي رسیږي نو پر کو نجپورې یې برید وکړ.

نجابت خان دداسې یوه ستر لښکر په وړاندې د مقابلې او جګړې توان نه درلود.نو له همدې کبله محا صره او کلا بند شو.ابراهیم خان ګارډي چې دمر هټه وو دتو پخانې افسر و دنجابت خان پوځي کلا او چا وڼۍ په تو پونو وویشتله او په داسې حال کې چې نواب نجابت خان دمر هټه وو دپوځونو په وړاندې په  میړانې سره جنګیده او دجکړې نه یې لاس اخیستل د ځان لپاره عیب او شرم ګاڼه دکلا نه بهر راووت او په میړانه وجنګید تر څو شهید شو . دنواب نجابت خان په شهادت سره دمر هټه و پو ځونه کو نجپورې ته ورننوتل او کو نجپوره یې لوټ او تالا کړه او ډیر خلک یې پکې ووژل . په دغه وخت کې دنواب نجابت خان زوی دلیر خان د دراني احمد شاه مرستې لپاره حاضرشوی واو په کونجپوره کې نه و، چې دغه خواشینونکی خبر ددراني احمد شاه بابا غوږ ته ورسید . احمدشاه بابا امر وکړ چې دده پو ځونه دې دجمنا دسیند دپانمیت دګودر نه پورې وځی او دمر هټه وودپو ځونو خواته دې مخه کړي. مرهټه سردار بهار راو کله چې ددراني پا چا دراتلو نه خبر شو نو بیرته راوګرځید او دپاني پت په ډګر کې ددواړو پو ځونو تر مینځ خونړۍ جګړه وشوه او نواب دلیر خان په ډیر ې میړانې سره دخپل پلار غچ او بدل واخیست .

هغه وخت چې درانی احمد شاه با با پر مر هټه وو باندې بریالی شونو دډهلی مغولي واکمن دویم عالمګیر ، نواب دلیر خان له دې کبله وستایه چې  د مر هټه وو سره په جګړې کې یې له ځانه میړانه ښودلې وه. نو له همدې کبله یې ده ته دکونجپورې د ریا ست نوابي او بشپړ واک ورکړ او د( بخشی ارجمند ) خطاب یې هم تر لاسه کړ .

۲- نواب دلیرخان :

تردې وروسته  کله چې نواب دلیر خان ته دکو نجپورې د پښتني ریاست دنوابۍ چارې  ورکړل شوې نو ده ددرانی احمد شاه نه رخصت واخیست او کو نجپورې ته لاړ او ددغه ریاست د چارو په سمبالښت یې لاس پورې کړ. دده دنوابۍ په وخت کې د کو نجپورې دریاست کلنی عایدات درې لکه روپۍ وې . دنواب دلیر خان تر مړینې ورو سته سکهانو دده په سیمه کې په لاسو هنو لاس پورې کړ . نواب دلیر خان په ۱۷۷۳زیږدیز کال کې وفات شو او دهغه تر مړینې وروسته دده زوی نواب ګل شیر خان دکونجپورې دپښتني ریاست دنواب په تو ګه وټاکل شو .

۳- نواب ګل شیر خان :

نواب ګل شیر خان دخپل پلار نواب دلیر خان تر مړینې وروسته دکو نجپورې دپښتني ریا ست دنوابۍ چارې او واګې په خپل لاس کې واخیستلې. دده دنوابۍ په وخت کې سکهانو دده په سیمه کې لاسو هنې کولې او دجمنا دسیند لویدیزې برخې دده له لاسه ووتلې . نواب ګل شیر خان په ۱۹۰۱ زیږدیز کال کې وفات شواو دده پر ځای دده زوی نواب رحمت خان دکنجپورې دپښتني ریاست دنواب په تو ګه وټاکل شو .

۴- نواب رحمت خان :

دنواب ګلشیر خان تر مړینې وروسته دده زوی نواب رحمت خان دکو نجپورې دپښتنی ریاست دنواب په توګه وټاکل شو. نو موړی هم دهغه شان ستونزو سره مخا مخ شو چې پلار او نیکه یې ورسره مخامخ ول ،ځکه چې دجنید د تهانیسر او کتهیل دسیمو رئیسانو دده په سیمه کې لاس وهنې کولې. نواب رحمت خان ددغو ستونزو سره مقابله نه شوه کولای او په دغه ترڅ کې دري کلونه تیر شول.

کله چې په ۱۸۴۱زیږدیز کال کې لارد لیک د ډهلي ښار دمر هټه وو نه ونیوه نو نواب رحمت خان دنوموړي لارډ سره دوستانه اړیکي ټینګ کړل او هماغه و چې دده په سیمه کې دسکهانو لاسو هنې هم پای ته ورسیدې

همداراز لارډ لیک دده زوی بهادر جنګ خان ته دکرنال په سیمه کې اووه کلي په خپل لاسلیک او سند سره وروبخښل . په دغه وخت کې دنواب رحمت خان تر لاس لاندې سیمو کلنی عواید ۹۰زره روپۍ وې .

۵- نواب بهادر جنګ خان :

نوموړی دخيل پلار تر مړینې وروسته دکو نجپورې دپښتني ریاست دنواب په توګه وټا کل شو، خو په ۱۸۲۹ زیږدیز کال کې پرته له دې چې نارینه اولاد ترې پاتې شي ددې فاني نړۍ نه ستر ګې پټې کړې .

۶- نواب غلا م غلی خان :

د نواب بهادر جنګ تر مړینې وروسته نواب غلام علی خان د کو نجپورې دپښتنی ریاست دنواب په تو ګه وټا کل شو. په ۱۸۴۳زیږدیز کال کې  کله چې دکتهیل دریاست دمشر بهایی او ری سینګ اوتیک سینګ  تر مینځ جګړه وه نو ده ددغې جکړې دمخنیوي لپاره پوره او بشپړه مرسته وکړه . نواب غلام علی خان په ۱۸۴۹ زیږدیز کال کې وفات شواو دهغه پر ځای د نوموړي زوی نواب محمد علي خان دکنجپورې دپښتنی ریاست دنواب په تو ګه وټاکل شو .

۷-نواب محمد علي خان :

دی د خپل پلار تر مړینې وروسته د کو نچپورې دپښتنی ریاست دنواب په توګه وټاکل شو .په ۱۸۵۷ زیږدیز کال کې دهند په نیمه وچه کې دانګریزانو پر خلاف عمو مي پاڅون پیل شونواب محمد علي خان په۱۸۸۶ زیږدیز کال کې وفات شواو دهغه وروسته دهغه زوی نواب ابراهیم علي خان د کونجپورې د پښتني ریاست نواب وټاکل شو .

۸- نواب ابراهیم علي خان :

نوموړی دخپل پلار نواب  محمد علي خان تر مړینې وروسته دکو نجپورې دپښتني ریاست دنواب په توګه وټاکل شو .ده ددغه پښتني ریاست چاري په ښه ډول پر مخ بوتلې . دنواب ابراهیم علي خان جاګیر او دکرنې ځمکې دکرنال دضلعې داندړي په پرګنه او همداراز په مظفر نګر او سهارنپور کې وې .

 ددغې کورنۍ نور مشهور غړي دا دی :کرم شیر خان ،احمد حسن خان ، ډاکټر فیض محمد خان ،غلام احمد خان ،سلطان احمد خان ، آفتاب ا حمد خان ،خالدریاض خان ،شاهدریاض خان ،طارق محمود خان ،عارف محمود خان ،عاطف محمود او طاهر محمو دخان .

سرچینې :
۱- http://members.iinet.net.au/~royalty/ips/k/kunjpura.html
۲- http://en.wikipedia.org/wiki/Kunjpura
۳- مرهټه اور درانی احمدشاه .