کور / علمي / دفتري (اداري) سياست

دفتري (اداري) سياست

موږ ګڼي داسي ادارې ليدلي، چي د بېلابېلو ژبو، نيژادونو، ملتونو، سيمو او مذاهبو وګړي پکښي راټول او د يو هدف لپاره کار کوي. د منجمنټ د علم له مخي ددغسي انساني قواوو يو ځای کار کولو ته د کاري ځواک رنګارنګي وايي.

خو په ځينو مواردو کي دغسي ادارې له يو لړ ناندريو، ستونزو او چلنجونه سره هم مخ وي، مثلاً د کارمندانو تر منځ منفي رقابت، ناوړه ګټه اخيستنه، کرکه، چوغلي او هتا ګاهي ناوخته شخړي او فزيکي برخورد هم په اجود راځي، چي د وخت په تېرېدو سره کارمندان له دفتري ماحول څخه خسته او خواتوري کېږی.

 دا او دې ته ورته انديښني په لاندي څو کرښو کي سپړل سوي او حل ورته په ښه دفتري سياست کي لټول سوی دی.

 دفتري سياست يعني څه؟

ډېری وختونه دفتري سياست په منفي شکل کارول کېږی، داسي چي د راس خلک له خپلو کارمندانو څخه د شخصي ګټو او امتيازاتو د ترلاسه کولو لپاره کار اخلي، خو د وخت په تېرېدو سره دغسي يو حالت کاري چاپېريال تاواني او کارمندان خواتوري کوي.

برعکس د ښه او مثبت دفتري سياست په کارولوسره کېدای سي اداره پرمختګ وکړي، هدف په اسانۍ سره لاسته راسي او په اداره کي ښه ارامه کاري فضا اجاد سي، اړتيا همدا ليدل کېږي، چي دغسي يوه شبکه يا نيټ ورک په يو اداره کي رامنځته سي.

څرنګه چي ددې اصطلاح سره يو ډول منفي مانانغښتې ده او يا ځينو خلکو منفي کارولې، نو ځکه چا ته ښه نه ايسي، کوښښ لا کوي، چي له دفتري سياست څخه ځانونه وساتي. خو که بيا څوک غواړي چي ځان او ادارې ته بريا په برخه کړي، نو لازمه ده، چي د مثبت دفتري سياست پاليسي اختيار کړي او په دې لار کي د پرتو خنډونو او چلنجونو سره ځان بلد او مبارزه وکړي.

که چيري پر دې لاره تګ ونه سي، نو ممکن د ځان او ټېم ګټو او اهدافو ته د رسيدلو  فرصت به هم له لاسه ورکړل سوی وي.

 

ولي د دفتري سياست مخنيوی نسي کېدای؟

 ·        ځکه ځيني کسان د مراتبو پر اساس او يا کوم بل ډول نفوذ پر بنسټ تر نورو زيات واک لري.

·        ترفېع او پرمختګ د افرادو ترمنځ د سياليو ستر سبب وي، چي دا بيا د انفرادي او ګډ هدف ترمنځ ګډوډی هم را پيداکوي.

·        ځيني کسان تلاښ کوي، چي د شخصي اغراضو په خاطر په دفتري فيصلو کي ښکېل واوسي.

·        هغه پريکړي چي په دفتر کي کېږي د شخصي عواملو او کار اړوندو موخو تر منځ متاثره کېږي، په دې صورت کي بيا هم هدفونه ټکر سره خوري.

·        په اداره کي خلک او ټېمونه زياتره د محدودو منابعو پر سر سيالي کوي، دا د يو ډول شخړو سبب کېږي، چي ټېمونه د خپلو اړتياوو او مقاصدو د بشپړولو لپاره يې سره کوي هتا که د ګډ هدف پر خلاف هم وي.

·        ځيني کسان بېله زيار او زحمته  غواړي تر ټولو نورو کارکوونکو په دفتر کي ښه مطرح او پيژندل سوی واوسي.

·        په اداره کي د څارني يا نظارت (supervision) او کنټرول نستوالی.

·        چوغلي، بخيل همکاران او همدارنګه  بد اخلاقه امران د دفتري سياست لامل کېږي.

د ناوړه دفتري سياست زيانونه:

 ناوړه سياست د کارکوونکو کاري محصول اغېزمنوي او په نتېجه کي اداره د تاوان سره مخ کوي . خلک زياتره وخت د يو او بل د پښو خاورو په کښلو ضايع کوي او په دفتر کي ناوړه سياست کوي . د نا اړين سياست له امله افراد په دفتر کي خپل ور د غاړو چارو تمرکز نسي کولای. د کارکوونکو تر منځ اړيکي په پراخه کچه اغېزمنوي. دوستان په دوښمنانو اړوي، څوک مرستي ته زړه نه ښه کوي او يوپر بل بې باوره کېږي. دفتري سياست همدارنګه شخړي او تاوتريخوالي ته لمن وهي . کارکوونکي  له دندي څخه خوند نه اخلي او دفتري کار د اووږو نه ګالوونکي دروند بار ګڼي.

همدارنګه ناوړه سياست د ډليز کار او همکاري روهيه له منځه وړي ، کارکوونکي د نورو همکارانو مناسباتو او ليدوکتو څخه زړه توري کوي او په هيڅ شي کي رئ نه وهي.  دا کار په اداره کي د پرمختګ او نوښت مخنيوی کوي. دغه راز مخاليفتونه او نيوکي د ناوړه سياست زېږنده دي بيا نو پداسي يو بې نظمه چاپيريال کي فاسد کارکوونکي چېري داسي لاس تر زني کښېني، چي په درغليو کي دي ښکېل نسي او يا دي دفتري منابعې او امکانات تر خپلو شخصي ګټو قرباني نه کړي. ځينو بيا په دفتر کي بانډو بانډبازي را شروع کړي وي او تل يې د نورو په مقابل کي غير عادلانه دريځ نيولی وي.

دفتري سياست د ځان په ګټه کارول:

ددې لپاره چي له دفتري سياست سره په ښه توګه معامله وسي او مثبت وکارول سي، ضروري  ده چي لومړی يې د ستوالي حقيقت پر ځان ومنو.  يو وار چي مو دا کار وکړ، بيا بايد داسي ستراتيژي په کار واچول سي چي زموږ په شاوخوا کي روان سياسي بهير ته غاښ ماتونکی جواب واوسي. دلته يې يو څو ته اشاره کوو:

 

۱- د تشکيلاتو جدول بيا ارزونه:

د دفتري سياست محدوده تر ډېره د اداري تشکيلاتو وړاندي فعاليت کوي، پداسي يو حالت کي بايد د تشکيلاتو جدول يو ځل بيا تر غور لاندي ونيول سي چي مخور او سياسي واک لرونکي  پکښي رامعلوم سي.

 

·        څوک واقعي نفوذ لري؟

·        څوک صلاحيت لري خو نه يې پلي کوي؟

·        د چا ډېر درناوی کېږي؟

·        څوک د چا پوهونه، لارښونه او هڅونه کوي؟

·        د ادارې په ستراتيژيکو چارو کي کوم کسان مهمه برخه لري؟

 

۲- په غير رسمي روابطو باندي ځان پوه کول:

يو ګښت چي مو ځان پدې پوه کړئ، چي څوک په اداره کي کوم رول  لري، دا به ښه درته روښانه سوې وي، چي ځواک او نفوذ چيري قرار لري، اوس نوبايد په ټولنيزو اړيکو باندي ځان پوه کړئ. يو څه مثالونه يې په لاندي ډول دي:

 

·        څوک د چا سره ښه ګوزاره کوي؟

·        آيا کومه ډله يا بانډ خو به نه ئې جوړ سوئ؟

·        څوک د کارکوونکو په شخصي شخړو کي ورښکيلېږي؟

·        څوک د نورو سره په راکړه ورکړه او ګزاره کولو کي ستونزي لري؟

·        په دفتر کي د مناسباتو جوړولو او پاللو،دغه راز د دوستۍ، درناوي او ناوړي استفادې اساس څه دئ؟

·        د ډلويا بانډو په موجوديت کي بانفوذه کسان څنکه پرمختګ کوي.؟

 

۳- اړيکي جوړونه:

اوس چي تاسي پوهېږئ موجوده مناسبات څه ډول فعاليت کوي، نو د خپلو ټولنيزو روابطو شبکه بايد د هغه پر بنسټ تنظيم کړئ.

 

·        په اداره کي د سياسي واکمنو څخه مه بېرېږئ. کوښښ وکړئ چي دوی ښه وپيژنی.

·        هڅه وکړئ چي تر رسمي مراتبو هاخوا د ټولو همکارانو، امرانو او ريېسانو سره مناسبات وپالئ.

·        د هغوکسانو سره په اړيکو جوړولو پيل وکړئ چي غير رسمي واک لري. ( د غير رسمي واک څخه مراد هغه نفوذ دئ چي يو څوک ئې د پوهي، تجربې، هُنر او يا بل کوم ټولنيز مقام  له لاري يې لاسته راوړی وي).

·        روابط د باور او احترام پر بنسټ جوړ کړئ- د تشوغوړه ماليو څخه لاس واخلئ.

·        د ټولوسره ملګرتيا وکړئ، خو د يوې يا بلې ډلي سره مه يو ځای کېږئ.

·        د ګڼو شبکو جُز واوسئ پدې ترتيب به تاسو وکړای سئ چي د ادارې په نبض ځان خبر وساتئ.

 

۴- په غور غوږ نيسئ:

کله چي تاسي  ډېر وخت په غوږ نيولو تېروئ، دا د داسي څه ويلو چانس درکموي چي وروسته ښايي ستاسي د ځوروني او خپګان سبب وګرځي. معمولاً د خلکو هغه کسان خوښېږي، چي دوی ته غوږ نيسي.

 

۵- له خپلي شبکې څخه کار اخيستل:

اوس چي تاسو د اړيکو جوړولو په تلاښ کي ياست، بايد د خپلو روابطو څخه په داسي ډول کار واخلئ چي د منفي تبليغاتو څخه ليري واوسئ او هم بايد د ځان او ټېم په پرمختګ کي ورڅخه استفاده وکړئ. دا په تاسو پوري اړه لري چي څه ډول د ځان او ټېم وړتياوي او برياوي مربوطه کسانو ته ور ورسوئ، البته دا تاسو د يو موثر سياسي عمل له لاري کولای سئ. 

تاسي له خپلي شبکې څخه کار واخلئ، داسي چي:

 

·        معلوماتو ته لاس رسی ولرئ.

·        خپلي برياوي په عامه توګه خپرئ يا تر خلکو پوري ور رسوئ.

·        کړکېچني او لانجمني اړيکي ښه کړئ.

·        د هغو فرصتونو موندل چي تاسو پکښي ځلېدلای سئ.

·        دداسي لارو چارو لټول چي تاسو، ستاسو ټېم او امِر مو پکښي ښه حيثيت خپل کاندي.

 

۶- منفي لوبه خونثا کول:

په اداره کي د غير رسمي نفوذ په اړه مو مخکي پلټنه کړې وه، اوس د هغه په مرسته کولای سو هغه کسان وپېژنو چي له نورو څخه د خپلو شخصي ګټو پخاطر ناوړه استفاده کوي. طباً څوک نه غواړي د دغسي کسانو سره ناسته ولاړه ولري، خو هغه متل چي وايې ”دوست ته نېژدې اوسه دوښمن ته تر هغه نېژدې “ په دفتري سياست کي ډېر پر ځای دئ.

 

·        دغه کسان ښه وپېژنئ، څه مودبه ورسره اوسئ او ډېر پام کوي کوم وخت چي تاسو دوی ته څه ويل غواړئ.

·        ځان ښه پوه کړئ چي دغه کسان په کوم شي تشويقېږي او د دوی مقاصد څه دي. دغه راز دا بايد زده کړئ چي څه ډول د دوی له منفي سياسي تبليغاتو څخه ځانونه وژغورئ او يا څه نا څه اغېزه يې ور کمه کړئ.

·        يو شي ته مو بايد توجه وي چي دغه کسان نه خو پر خپلو وړتياوو فکر کوي او نه يې په لوړولو کي تلاښ، ځکه نو دوی د پرمختګ لپاره صرف پر ناوړي سياستمدارۍ تکيه کوي. 

 

۷- خپله رويه يا سلوک اداره کول:

د مشاهيدې له لاري به تاسي پدې پوه سئ چي څه شي ستاسي په اداري کلتور (اداري کلتور د منجمنټ علم يوه اصلاح ده چي عبارت يې د هغو دودونو، رواجونو، ارزښتونو، نورمونو، کاري ژبو، سيسټومونو او عقايدو څخه دئ چي په اداره کي له ډېري مودې راهيسي د کارکوونکو لخوا منل سوي او عام سوي وي). کي کار ورکوي او څه نه. په کار کي نور کسان وڅارئ او بريالۍ کړني وپيژنئ او بيا يې خپله تمثيل کړئ. دلته د يو څو عمومي معيارونه يادونه به بيځايه نه وي چي د هغو په پلي کولو سره ښايې د منفي سياستمداري خپراوي مخنيوی وسي.

 

·        افواوي ، ناندريز قضاوتونه او چوغلي نورو ته مه خپروئ. کله چي يو شی مو تر غوږ سي، يوه ورځ پر دې چورت ووهئ چي د ا خبره څونه د باور وړ ده. 

·        د فردۍ شخړو څخه ځان ليري وساتئ، د خلکو په ناندريو او شخړو کي ځان مه ورکښېباسئ.

·        هر کله خپله سپيڅلتيا وساتئ، همېشه مسلکي واوسئ او تل مو د خپلي ادارې ګټي په پام کي ونيسئ.

·        مثبت او خوشبين واوسئ، د شکايت او بدبينۍڅخه ځان وژغورئ.

·        ډاډه او قاطع اوسئ خو توند مه اوسئ.

·        کله چي نيوکه يا اعتراض کوئ، بايد يواځي د هغو کارونو يا کړنو پر خلاف ږغ پورته کړئ چي د ادارې عمومي ګټو پر خلاف وي، نه هغه څه چي تاسو شخصي ستونزه ورسره لرئ.

·        هيڅکه داسي مه انګيرئ چي ګواکي ستاسو خبري به پټي پاته سي. داسي يې فرض کړئ چي هر څه افشا کېږي، نو تصميم ونيسئ چي څه بايد وويل سي.

·        پخپل ټېم کي ځان د ريښتينوالي يو مثال وګرځوئ او په هغه کي ناوړه سياست وغندئ

 د پای خبري  

سياست مثبت وي که منفي په هر حال پېښېږي. فيلسوف پلاټو وايي ” په سياست کي د ګډون څخه انکار يو زيان دا هم دئ چي تاسي به بلاخره د خپلو مادونانو لخوا  اداره کېږي “. دا خبره په ننيو ادارو کي رشتيا سوېده. که تاسي په سياسي لوبه کي برخه وانه خلئ نو هر هغه څه چي پېښېږي پکښي د څه ويلو فرصت له لاسه ورکړئ، په نتېجه کي هغه بې تجربې، بي هُنره او بې عِلمه کسان د دې جوګه کړئ چي هغه فيصلي وکړي چي تاسو ځني اغيزمن کېدلای سئ. سياست د ژوند حقيقت دئ. هوښياره سياستمداري ددې پرځای چي نور پکښي قرباني سي هر هغه څه به درکړي چي تاسي يې په کاري نړۍ کي تلاښ کوئ. د ځواک څخه يې مثبته استفاده زده کړئ او تر څنګ هغه هڅي بايد شنډي کړئ چي د ناوړي استفادې تکل لري.