کور / کتابتون – اسلام او مذهب / د [روژې سوغات] لړۍ د سږ کال (۲۰۱۳م) لپاره بشپړه سوه

د [روژې سوغات] لړۍ د سږ کال (۲۰۱۳م) لپاره بشپړه سوه

د روژې دېرشمه تحفه

ګرانو او متدینو دوستانو ، تاسو خو د دې تحفو نهه ویشت برخی ولوستلې . خدای دی وکړی چی محتویاتو یې لږ یا ډیر ایمانی ، اخلاقی او اصلاحی اثر ښندلی وی . دا ټول مواد زما د ناچاپه اثر ( اخلاقی کنایې ؛ دوهم جلد ) څخه انتخاب سوي وو . دغه اثر څه باندی ۴۰۰ آموزنده ، انتباهی ، تربیوي ، اصلاحی او اخلاقی عنوانونه او موضوعات لری . ډیرو دوستانو راڅخه غوښتي دي چی دغه اثر هم د لومړي جلد غوندی چاپ کړم . نو دا دی اوس پر درنو مینه والو زیری کوم چی د اخلاقی کنایو دوهم جلد هم د چاپ لپاره چمتو کیږی او هیله من یم چی تر چاپ وروسته یې په مینه ولولیً .

باید عرض وکړم چی دغه دیرشمه برخه می د خپل یو بل ناچاپه اثر ( د پند او عبرت قصې ـ دوهم جلد ) څخه را اخیستې ده چی د موضوع د اهمیت له کبله یې دلته راوړم . په پای کی د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت ټولو معززو دوستانو او لوستونکو ته د زړه له اخلاصه مبارکي وایم او لوی خدای دی یې په ټولو مسلمانانو ، منجمله افغانانو پوری ښادمن او سودمن ولری ـ آمین .

یادونه : د هغو مؤمنو دوستانو څخه ډیر ممنون او مرهون یم چی دغه لړۍ یې هره ورځ په مینه او اسلامی جذبه سره د خپلو ویب پاڼو یا ویبلاګونو له لاری تر ګرانو لوستونکو پوری رسوله ، په تیره بیا د ښاغلو : مختار احمد احسان ، محمد امین بسمل ، خالد هادی حیدری ، محمد طارق بزګر ، ویس ناصری ، نصیر احمد څپاند او د صدای افغان د متدینو مسؤلینو لپاره د ستر رب څخه ستر اجر او عوض غواړم او لوی الله دی یې دا عملی خدمت د جاریه صدقې په حیث قبول کړی ـ آمین . نو دا هم د دې لړۍ وروستۍ برخه ( ن . صمد )

د شیطان سره ظلم

روایت دی چی د حضرت دانیال (ع) په زمانه کی یو سړی هغه ته راغی او شکایت یې وکړ چی شیطان می ډیر په عذابوی ، کومک راسره وکړه . دانیال ورڅخه وپوښتل چی څه آزار یې درکړی دی ؟ سړي ورته وویل چی هر ښه کار ته اراده وکړم هغه می مخه نیسي . دانیال ورڅخه وپوښتل چی آیا هغه پوځ او لښکر لری او جنګ درسره کوی تر څو د ښه اعمالو څخه دی منع کړی او برعکس بدو کارونو ته دی مجبور کړی ؟ عارض ورته وویل چی یا ، بلکی هغه په زړه کی وسوسه راواچوی ، بد کار ښه راته وبرېښوي ، شپه او ورځ می غولوي او ګناهونو ته می هڅوي .

دانیال ورته وویل چی سم می پوه کړه ، یعنی دا چی کله ته لمونځ کوې نو هغه دې منع کوی ؟ که د خدای په لار کی صدقه ورکوې نو هغه دې تر لاس نیسي او دې کار ته دی نه پریږدي ؟ که د لمانځه لپاره مسجد ته ځې نو آیا شیطان په غاړه کی رسۍ در اچوی او راکشوی دې او برعکس قمارخانې ته دې بیایی ؟ آیا که د چا سره پسته او نرمه لهجه استعمالوې نو هغه په خوله کی کیزه در اچوی او برعکس بدي خبری درباندی کوی ؟ آیا کله چی د خلکو سره کومه معامله کوې نو شیطان راځي او د هغه سړي پیسې په زوره ستا په جېب کی در اچوی ؟ مطلب دا چی هغه څه ډول زور او قوت درسره استعمالوی ؟

سړي ورته وویل چی یا ، دغسی نه کوي بلکی نه پوهیږم چی څنګه دې پوه کړم . هغه په زړه کی وسوسه را اچوی او په غیر مستقیم ډول می بدو اعمالو ته هڅوي او ګناه راباندی کوی . لنډه دا چی شیطان زما د هر بد عمل او ګناه مسؤل دی او زه یې ډیر تنګ کړی یم ، کومک راسره وکړه .

دانیال ورته وویل چی زه دې ته حیران یم چی ته ولی د شیطان څخه دومره شکایتونه لرې او هغه څنګه دا هر څه درباندی کوی . که داسی وی ، نو هغه ما ولی نه سي غولولای ؟ ځکه نو ته د هغه څخه ناحقه شکایتونه کوې او دا بې انصافي ده چی هره ګناه پر شیطان تاوانوې .

دانیال ورڅخه وپوښتل چی ستا نوم څه دی او چیری اوسیږې ؟ هغه ورته وویل چی نوم می ( عم اوغلي ) دی او په هغه بل کلي کی اوسېږم . دانیال په تعجب سره وپوښتل چی : اوح ! عم اوغلی همدا ته یې ؟ سړی حیران سو او ورڅخه ویې پوښتل چی ولی ؟ او څه قصه ده ؟ دانیال ورته وویل چی ګوره ، تر اوسه می ته نه پیژندلې خو اوس چی دی خپل نوم راوښود نو دا دی ومی وپېژندلې چی ته ظالم یې . سړي په وازه خوله ورڅخه وپوښتل چی څه ظلم می کړی دی او د چا سره ؟ دانیال ورته وویل چی زه خو تا نه پیژنم ، لاکن پرون تصادفأ شیطان ما ته راغی او ستا څخه یې خورا ډیر شکایتونه کول . سړي ورڅخه وپوښتل چی شیطان څه شکایتونه راڅخه کول ؟ دانیال داسی ځواب ورکړ : شیطان ویل چی زه د عم اوغلی څخه ډیر په عذاب سوی یم او هغه می سخت ځوروی او ظلم راباندی کوي . شیطان هیله راڅخه وکړه چی تا پیدا کړم او نصیحت درته وکړم تر څو شیطان نور په عذاب نه کړې . سړي وپوښتل چی آیا تا د شیطان څخه و نه پوښتل چی عم اوغلی څه درکړي دي ؟ دانیال ورته وویل چی هو ، همدا پوښتنه می ځنی وکړه او هغه راته وویل چی ته خبر یې چی الله تعالی پر ما لعنت ویلی دی او ما هم قول ورسره کړی دی چی تر قیامت پوری به انسانان ګمراه او ګنهګار کوم . خو دغه عم اوغلي مسلسل زما په کارونو کی مداخله کوی ؛ یعنی دا چی هر څه پخپله کوی لاکن پروپاګنډ په ما پسی کوی او ما ملامتوی . مثلأ عم اوغلي کولای سي چی لمونځ وکړی مګر نه یې کوی ، کولای سی چی روژه ونیسی لاکن نه یې نیسی ، کولای سی چی د خیر په کارونو کی پیسې خرڅي کړی لاکن نه مصرفوي ، کولای سي چی د سلګونو بدو اعمالو او ګناهونو څخه ډډه وکړي لاکن نه یې کوي ، خو د دې ټولو ګناهونو پړه پر ما اچوي ! شراب زما عمل دی خو عم اوغلي یې څښي ؛ حیله ، فتنه او دوه مخي زما هنرونه دي لاکن عم اوغلي یې په خرپ سره کوی ، مسجد د الله کور او قمارخانه زما کور دی خو عم اوغلي هلته نه بلکی دلته راځی ، بې شرمي او بده لهجه زما کارونه دي خو عم اوغلي زما څخه پکښی مخته دی . نور به څه درته ووایم اې دانیاله ! دغه عم اوغلي هر ډول ناروا اعمال پخپله کوی خو بیا هم ما ملامتوي او لعنت لا هم پر ما باندی وایی . کله چی په کاروبار کی خلک وغولوي او پیسې یې په خپل جېب کی واچوي نو تهمت لا پر ما اچوی . ما خو هغه تر لاس نه دی نیولی چی په زوره روژه په وخورم ، یا په زوره لمونځ په و نه کړم…. آخر ما په دغه عم اوغلي څه کړي دي چی د دې ټولو اعمالو سره سره بیا هم ما ملامت کوي او ناحقه لعنت راباندی وایي ؟ لطفأ اې دانیاله ! دغه عم اوغلي راوغواړه او نصیحت ورته وکړه چی زما څخه لاس واخلي…

نو شیطان ستا څخه دغسی شکایتونه کول . زه په دې لټه کی وم چی تا به څنګه پیدا کړم ، او متوجه دې کړم . خو دا چی ته نن پخپله راغلې ، دا ډیر ښه کار وسو . نو لطفأ د شیطان څخه لاس واخله یعنی د هغه په کارونو او چارو کی مداخله مه کوه . که ته د هغه په چارو کی لاس وهنه کوې نو هغه هم حق لری چی ستا په چارو کی لاس ووهي او ژوند دې خراب کړی . تا پخپله راته وویل چی هغه دا هر څه په زوره نه درباندی کوی بلکی په زړه کی وسوسه در پیدا کوی . نو ولی د هغه وسوسې ته په زړه کی ځای ورکوې او ولی یې په خوله کوې ؟ ولی د هغه د غوښتنی برعکس عمل نه کوې ؟ که داسی وکړې ته به هم دانیال یې ! په دغسی حالت کی به نه ته د هغه څخه او نه هغه ستا څخه هیڅ ډول شکایت ونلری . نو ته چی پخپله بد کار کوې څه حق لرې چی په لوی لاس یې پر شیطان تاوانوې او لعنت هم پر وایې ؟ که ته داسی کوې نو آیا هغه حق نلري چی کټ مټ غبرګون وښیی ؟
عم اوغلي د حضرت دانیال (ع) په دې له عبرته ډک نصیحت ډیر متأثر ، شرمنده او سرځوړی سو او داسی یې ورته وویل : په رښتیا هم تقصیر او ګناه زما خپله وه لاکن ملامتي می پر شیطان اچوله . باید زه پخپله ښه سم او شیطان می د ګناه سزاوار نسي . نو سر له همدې شېبې می توبه ده او نور په رښتیا سره اول خپل اعمال سمَوَم ، بیا پر شیطان لعنت وایم .

هو ګرانو لوستونکو ، اساسی ټکی دا دی چی که زموږ ایمان ټینګ ، عقیده مو سپېڅلې ، افعال او اعمال مو سالم ، اطاعت مو الهی او متابعت مو نبوي وی نو شیطان به هرومرو ناکام ، بدنام او سرسام وی ( النسأ : ۷۶ ) . او په دې ډول به د ناحقه پلمو څخه هم خلاص او بېغمه یو .

درنو لوستونکو ، په دغو دیرشو تحفو ( شپیته عنوانونو ) کی که کومه نیمګړتیا ، خلا یا اشتباه موجوده وی د سمون لپاره یې لطفأ د لیکوال سره د ایمیل په ذریعه تماس ونیسیً تر څو په کتاب کی یې د چاپ پر مهال اصلاح کړم . زما ایمیل آدرس لاندی لیکلی دی ، والسلام

ستاسو د دعاوو محتاج : نثار احمد صمد
Nsamad57@hotmail.com 


د
روژې نهه ویشتمه تحفه

عزتمنو دوستانو ، ښایی لیلة القدر شپه همدا نن وی ( خو الله بهتر پوهیږی ) . د
قرآن د القدر سورت درېیم آیت فرمایی چی د قدر شپه تر یو زر میاشتو هم بهتره ده ؛
مطلب دا چی په دغه شپه عبادت او نیکي داسی وی لکه پوره یو زر میاشتی ( یا ۸۳ کاله ،
یا دیرش زره شپې ) چی یې عبادت او نیکۍ کړي وی . آیا د یو انسان ټول عمربه ۸۳ کالو
ته ورسیږی ؟ څوک یې تضمین کولای سی ؟ آیا په دې حساب د دغه یوې شپې واقعي عبادت د
انسان د ټول عمر د عبادت په اندازه نه دی ؟ نو راځیً چی دا آخری موقع او آخری شپه
ضایع نکړو او چټی یې له لاسه و نه باسو : ډیر عبادت ، الهی ذکر ، تهلیل ، تسبیحات ،
استغفار ، دعا او نیکۍ وکړو او باالاخره رښتیانۍ توبه وکړو . په همدې هیله د روژې
نهه ویشتمه تحفه قبوله کړﺉ (ن . صمد)

د خدای (ج) او پیغمبر
استدلال

حضرت عبدالله بن سلام (رض) فرمایی چی : یو وخت کوم پیغمبر د الله سبحان و تعالی
په دربار کی د خپلو مصیبتونو څخه شکایت وکړ . نو الله (ج) داسی ورته وفرمایل :

تر څو پوری زما څخه شکایت کوې ؟ زه ستا د شکایت او مذمت سزاوار نه یم . د خلقت
په ورځ ستا لپاره همدا لیکل سوي وو . نو ولی زما د عالی نظم او ترتیب څخه ناراضه یې
؟ آیا ته غواړې چی صرف ستا په خاطر دنیا او د لوح محفوظ لیکني تغییر کړم ؟ ستا د
غوښتنی سره سم رفتار وکړم ؟ او د خپلی غوښتنی مطابق رفتار ونکړم ؟ آیا هغسی چی ته
یې غواړې باید وسي ، خو هغسی چی زه یې غواړم باید ونسي ؟ په خپل نفس می قسم چی که
په دې باره کی بیا شکایت وکړې ، نو د نبوت څخه دې محروم کوم او په دوږخ کی دې اچوم
او له دې کاره باک هم نه لرم .

نو هغه و چی پیغمبر د الله تعالی لپاره پر سجده پرېووت او په ژړاوو ، زاریو او
استغفار یې پیل وکړ .

هو ، چی د نبیانو او رسولانو دا حال و ، نو د یوویشتمی پیړۍ د مسلمانانو به څه
حال وی ؟! نن موږ عملأ ګورو چی ډیرئ کسان د خدای (ج) په اراده او فیصله کی هم د
مداخلې کوښښ کوی آن خبره کله کله کفر ته رسوي . دغسی کسان انتقاد کوی چی خدای ولی
دغسی یا هغسی کوی ، یا ولی دغسی یا هغسی نه ده…. حال دا چی الله تعالی هر څه په
خپله اراده او فیصله سره کوی او په هر څه کی خپل حکمت لری خو موږ نه پوهیږو . یوه
انتباهی قصه را په یاد سوه : یو سړی د بایزید بُسطامی (رح) حضور ته ورغی او داسی
شکایت یې وکړ : زما عیال ډیر او عاید می لږ دی . نه پوهیږم چی څه وکړم . که تاسی څه
وکړای سیً نو ښه به وی .

بسطامی (رح) ورته وفرمایل چی : د خپل کور هغه اعضاوی له کوره وشړه چی ستا په
خیال د هغوی رزق زه ورکوم ، او هغه اعضاوی پریږده چی رزق یې الله (ج) ورکوی ، او
همدا یې ښه چاره ده .

په دې عالمانه خبره سره د هغه سړي سر خلاص سو او نور یې د دغسی شکایتونو او د
خدای په اراده کی د مداخلې څخه ډډه وکړه .

حاسد د الله سره مقابله
کوی

یو حکیم فرمایلی دي چی حسود انسان په پنځو طریقو سره د الله مقابله کوی
:
لومړی ـ د هر هغه نعمت سره بُغض کوی چی د الله لخوا د ده څخه علاوه پر بل شخص
هم ولوریږی ؛
دوهم ـ د هغو نعمتونو څخه چی الله یې تقسیموی د خپل حسادت له امله
نارضایتی کوی ( د الله تقسیم صحیح نه بولی ) ؛
درېیم ـ د فضل الله سره بغض او
حسد کوی ( الله پر هر چا چی ویې غواړی خپل فضل کوی ، خو حسود انسان هغه نه غواړی )
؛
څلورم ـ حاسد غواړی چی اولیأالله ذلیل کړی ( الله چی پر هر چا خپل فضل او کرم
کوی ، نو حاسد د هغه رکود غواړی ، یعنی د هغه ذلیل کیدل یې مطلب وی ) ؛
پنځم ـ
حسود انسان د خپل حسد له امله د خدای دښمن یعنی شیطان خوشحاله کوی ( ځکه د الله د
فضل څخه محرومول د ابلیس اصلی هدف او مقصد دی ) .

هو ، په رښتیا هم حاسد او کینه پال تل په مصیبت او غم مبتلا وی . ځکه حسد د هغه
نیک عملونه داسی خوری لکه اور چی لرګي خوری . رسول الله (ص) وفرمایل : یوه ډله خلک
د الله د نعمتونو دښمنان دي . ورڅخه وپوښتل سوه چی هغوی څوک دي ؟ ویې فرمایل : هغوی
چی د خوشحاله انسانانو سره حسد کوی . نو هیله ده چی نور نو خپلو ځانو ته جدأ متوجه
سو او د الله تعالی سره مقابله ونکړو او د هغه ذات (ج) اراده او فیصله عملأ او پر
سر او سترګو ومنو او دا ثابته کړو چی نور نو د ځان د اصلاح او فلاح ټینګ او غوڅ
تصمیم لرو . نو ستر رب دې مو په دغه سپیڅلي تکل کی بریمن کړی .


د
روژې اته ویشتمه تحفه

معززو دوستانو ، اسلام وایی چی په روژه کی مسلمان د دوو ساتنو او دوو خوشحالیو
سره مخامخ کیږی .
ساتنی :
الف ـ د شیطان د وسوسو څخه ژغورلی وی ( ځکه چی
شیطان تړلی وی ) ؛ ب ـ د الهی عذاب څخه ساتلی وی ( ځکه چی جسمانی او روحانی روژه
یې وی ) .
خوشحالۍ :
الف ـ کله چی روژه ماتی کوی ؛ ب ـ کله چی د الله سره
قربت او محبت حاصلوي .
 علماوو ویلی دي چی روژه د الهی مینی او محبت یوه
ښه بیلګه ده ، او د الله (ج) یاد ، ذکر او ثنا ډیر وی چی پایله یې اخلاص او تقوا
ده . روژه د انسان اراده او عقیده ټینګوی او ځکه یې نو عقل پر نفس ( یعنی اضافی
خواهشاتو ) غلبه حاصلوی او واقعی انسان او مسلمان ورڅخه جوړوی .  نو دا هم
اته ویشتمه تحفه ( ن . صمد )

د بریالیتوب راز

په هغه خونه یا اطاق کی چی موږ او تاسی هره ورځ اوسیږو ، د کامیابۍ لږ تر لږه
اته مهم رازونه نغښتی دي چی په لږ توجه سره حاصلېدای سی :
۱ ـ خونه راته وایی
چی لوړ امید ولره !
۲ ـ پنکه ( باد پکه ) وایی چی د سړې سینې څښتن اوسه !
۳
ـ ساعت وایی چی هره دقیقه ، آن هره ثانیه ډیره قیمتي ده !
۴ ـ هینداره وایی چی
نور هم بهتر اوسه !
۵ ـ کړکۍ وایی چی دنیا وګوره !
۶ ـ جنتري وایی چی نننیً
او چمتو اوسه !
۷ ـ دروازه وایی چی د موقع څخه ګټه واخله !
۸ ـ بستر وایی چی
دا ټول چټیات دي ، په هیڅ شي کی هم رﺉ مه واهه ، راځه پرېوزه ، استراحت بهترین شی
دی ، کرار او بېغمه بیده سه !

هو ، : که موږ او تاسو ښه ځیر سو په رښتیا هم همداسی ده . پورتني انتباهی
برداشتونه زموږ د ورځني ژوندانه ترخه حقایق جوړوی . زموږ ژوند بیلابیلو فانی او
دنیوي خنډونو په خپل جال کی را ګیر کړی دی خو که مو اراده او قرینه مثبته وی نو
کامیاب او فعال به یو ، که نه عاطل او باطل به یو او خپلی نیمګرتیاوی به پر بل
تاوانوو . لقمان حکیم ویلی دي چی « د ستونزو څخه مه بیریږه ، ځکه چی ستوري په
تیاره کی ځلیږی » . نو هیله ده چی خپل شاوخوا هر شی او هره پدیده مثبت وارزوو او
برئ پکښی ولټوو .  

له اذانه تر اقامته

موږ او تاسی پوهیږو چی د هر لمانځه پر مهال  لومړی اذان کیږی ، بیا ټوله د
لمانځه لپاره ځانونه تیاروی او کله چی  ( د جماعت په لمانځه کی ) پر یوه صف
برابر ودریږی اقامة ویل کیږی او د امام لخوا د الله اکبر په ویلو سره لمونځ شروع
کیږی . یعنی د اذان څخه تر اقامة پوری یو لنډ او محدود وخت وی چی تر نیم ساعت
اضافه نه وی . ټول مقتدیان او په عام ډول مسلمانان پوهیږی چی دغه نیم ساعت یا شل
دقیقې او یا هم پنځلس دقیقې موده لمانځه ته د چمتوینې لپاره ده ، یعنی یوه لنډه او
ټاکلې موده وی .

اوس که موضوع ته ښه ترا ځیر سو ، زموږ او ستاسو عمر هم کټ مټ د همدغه دستورالعمل
پر اساس محدود او ټاکلی دی . یعنی کله چی یو مسلمان ماشوم وزوکیږی لومړی یې په غوږ
کی اذان کیږی او بیا لمونځ ورکول کیږی ! پوښتنه دا ده چی څنګه لمونځ ورکول کیږی ؟
ځواب دا چی د زوکېدو څخه وروسته یې په یو غوږ کی اذان او په بل کی اقامة ویل کیږی
خو لمونځ یې ورته معطل وی څو چی تر مړینی وروسته د جنازې په نوم لمونځ ورکول کیږی
! آیا دا وقفه او موده هم ټاکلې نه ده ؟ آیا تر زوکړی وروسته د یوې ثانیې څخه
نیولې تر یوې پیړۍ پوری باالاخره مرګ راتلونکی نه دی ؟ آیا د هر مسلمان تر مړینی
وروسته هغه ته د جنازې لمونځ نه ورکول کیږی ؟ نو آیا د زوکړې د لحظې څخه د مړینی
تر شېبې پوری اذان ، اقامة او لمونځ ( د جنازې ) یو محدود وخت نه دی ؟ او ټول ژوند
( هر څومره کلونه چی وی ) د جنازې په لمانځه سره پای ته نه رسیږی ؟ پس آیا د جماعت
د لمانځه او د جنازې د لمانځه تر منځ یو کُلی او جامع شباهت موجود نه دی او هر
مسلمان د همدغسی بهیر په چوکاټ کی تحدید نه وی ؟ نو ستر رب دې د هر مؤمن دغه لنډه
او ټاکلې موده سمه کړی چی ضمنی یادونه او خبردارﺉ یې هره ورځ پنځه واره ورته تلقین
کیږی .


د
روژې اووه ویشتمه تحفه

عابدو او متدینو لوستونکو ، د زیاترو علماوو په نزد لیلة القدر همدا نن شپه ده (
والله اعلم ) . یعنی کومه شپه؟
۱ ـ انسانانو ته د هدایت لپاره دنیا ته د
قرآنکریم د نزول شپه ؛ ۲ ـ په دغه شپه رحمت او برکت خورا زیات وی ؛ ۳ ـ په دغه شپه
د راتلونکی کال اړونده رزق ، عمر او پیښی مقدر او مشخص کیږی ؛ ۴ ـ په دغه شپه
عبادت تر یو زر میاشتو هم بهتر وی ؛ ۵ ـ په دغه شپه جبرایل (ع) او بې شمیره
ملایکی راکښته کیږی چی د خیر او برکت سبب ګرځی ؛ ۶ ـ په دغه شپه د ناروغیو او
بدمرغیو څخه سلامتي وی ؛ ۷ ـ په دغه شپه ناسته او قیام یعنی عبادت او الهی ذکر د
تیرو ګناهونو د بخښلو باعث کیږی ؛ ۸ ـ په دغه شپه الله تعالی وایی چی « آیا څوک
سته چی بخښنه او مغفرت راڅخه وغواړی تر څو ویې بخښم ؟ آیا کوم پوښتونکی سته چی
سوال یې ځواب کړم ؟ آیا د رزق غوښتونکی سته چی په روزي کی یې برکت راوړم ؟ » نو
هغه به کوم بد نصیب وی چی د دغسی مقدسی شپې په حاصلولو سره بیا هم په درانه خوب
ویده وی ، هغه ضایع کړی او وړیا ګټه ترې وانه خلی ؟ نو راځیً چی اول یې پر لمانځه
د پابندۍ څخه راپیل کړو ! او دا هم د روژې اووه ویشتمه تحفه ( ن . صمد )

دوستی او دښمنی د خدای
لپاره

روایت دی چی موسی (ع) ته الله تعالی وحی وکړه چی اې موسی ! آیا کله دې زما لپاره
کوم عمل کړی دی ؟
موسی (ع) عرض وکر چی یا لویه خدایه ! لمونځ می ستا لپاره ادا
کړی دی ، روژه می ستا لپاره نیولې ده ، صدقه می ستا لپاره ورکړې ده او ذکر می ستا
لپاره کړی دی .

خطاب ورته وسو چی لمونځ خو ستا پر خدای لمانځنه دلالت کوی ، روژه هم هغه سپر دی
چی تا د اور څخه ساتی ، صدقه هم په قیامت کی ستا لپاره سایوان دی ، او زما ذکر کول
ستا لپاره زما نور دی . دا خو ټوله ستا د خپل ځان لپاره وو ، زما لپاره دی کوم عمل
کړی دی ؟

موسی (ع) په ننواتو سره عرض وکړ چی یا عظیم خدایه ! نو هغه کوم عمل دی او راویې
ښیه چی ستا لپاره یې وکړم . الله تعالی خطاب ورته وکړ چی آیا زما د دوستانو سره دې
دوستي او زما د دښمنانو سره دې دښمني کړې ده ؟

دا مهال موسی (ع) متوجه سو چی د الله تعالی په نزد افضل او بهتر اعمال د خدای د
دوستانو سره دوستي او د دښمنانو سره یې دښمني ده .

هو ، الله تعالی انسانان د عبادت لپاره پیدا کړي دي (الذاریات : ۵۶) . عبادت
اصلأ د بنده لخوا د الله تعالی د نعمتونو د شکر څرګندونه ده ( النحل : ۱۱۴ ) . نو
انسان که عبادت کوي دا فکر دي نه کوي چي زهد او رياضت کوي ، بلکي داخيال دي وکړي
چي د الله په توفيق دعبادت لپاره ولاړ يم . عبادت الله تعالی راباندی فرض کړی دی
، که مو خوښه وی یا نه حتمأ به یې کوو . د خپل عبادت احسان پر هیچا هم نسو اچولای
بلکی الهی امر او خپل مسؤلیت پر ځای کوو . کلمه ، لمونځ ، روژه ، زکات او حج د
اسلام پنځه بنسټونه دي چی په کولو یې مکلف یو .  ذکر اوتسبيح یو ډول د خدای
جل جلاله په دربارکي ګدائي ده او د ګداګر سره تکبر ډیر بد ښکاري . بایزید بُسطامی
(رح) فرمایلی دي : « د عبادت ښه والی په ډیروالي کی نه بلکی په صداقت او رښتنولۍ
کی دی » . نو هیله ده چی خپل ایمانی او وجدانی مسؤلیت ، مکلفیت او فرضیت صادقانه
عملی کړو .

مسلمان ته ښکنځل

وایی چی یوه ورځ د جعفر الصادق (رح) مجلس ته یو مسلمان راغی او په مجلس کی یې یو
بل مسلمان ته ډیر ښکنځل وکړل . جعفر صادق (رح) ورڅخه وپوښتل چی آیا د رومیانو سره
جنګېدلی یې ؟ هغه ورته وویل چی یا ، نه یم جنګېدلی . جعفر صادق (رح) ورڅخه وپوښتل
چی د کسرا د کسانو ( یعنی ایرانیانو ) سره جنګېدلی یې ؟ هغه ورته وویل چی یا .
جعفر صادق (رح) ورڅخه وپوښتل چی آیا د کافرانو سره دې جهاد کړی دی ؟ هغه ځواب ورکړ
چی یا .

دا مهال حضرت جعفر (رح) ورته وویل چی : سبحان الله ! ستا له لاسه روم ، فارس ،
یهود او نصارا ژغورلی دي ، خو مسلمان درڅخه ژغورلی نه دی !! په دې سره هغه سړی
ځانته متوجه او اصلاح سو .

هو ، رسول الله (ص) فرمایلی دي چی « مؤمن ته بد ویل ګناه ده او د مؤمن وژل کفر
دی » ، او فرمایی : « …. هر چا که خپله ژبه کنټرول کړه له عذابه نجات مومی … »
موږ په پښتو کی یو ښه متل لرو چی وایی : خپله ژبه هم کلا ده هم بلا ! په رښتیا هم
د ژبی غلط استعمال انسان د سختو حوادثو او مشکلاتو سره مخامخ کوی . حضرت صدیق
(رض) فرمایلی دي چی « انسان ته ډیر مصیبتونه د خپلی ژبی څخه ورپیښیږی » . نو
څومره به ښه وی چی نور نو خپله ژبه د ښکنځلو ، بد ویلو ، رټلو او سپکولو څخه
وژغورو تر څو ایمان مو شتمن او وجدان مو ځواکمن وی انشاالله .


د
روژې شپږ ویشتمه تحفه

عزتمنو دوستانو ، روژه د عبادت ، رحمت او مغفرت یوه ځانګړې میاشت او موقع ده . د
نامشروع خواهشاتو پر ضد د مبارزې میاشت ده ؛ د تربیې ، عبرت او پرهیز میاشت ده .
نو باید فرصت له لاسه ورنکړو ، ځکه خورا مهمه او وروستۍ لسیزه درومی . څومره چی
کیدای سی باید فرضي او نفلی عبادات وکړو ، د قرآنکریم تلاوت زیات کړو ، الهی ذکر
او دعاوی زیاتی کړو ، له دوږخه لیری والی او جنت ته تقرب وګټو ، ایمان بیرته
تجدید او تازه کړو ، نفسانی هوسونه تحریم او تحدید کړو…. نو په همدې هیله دا
ده شپږویشتمه تحفه درته وړاندی کوم ( ن . صمد )

د شیطان تښتېدل

په « درة الناصحین » کی یو حکایت وایی چی یو شخص په ځنګله کی روان و چی پر لاري
یو شیطان هم ورسره ملګری سو . د دې سفر پر مهال اړونده شخص د سهار ، ماپښین ،
مازیګر ، ماښام او ماخستن آن یو لمونځ هم ادا نکړ .

کله چی هغه د  څملاستلو او بیدیدلو اراده وکړه ، نو شیطان وغوښته چی وتښتی
. هغه شخص ورڅخه وپوښتل چی څه قصه ده او ولی تښتې ؟

شیطان ورته وویل چی ما د خدای صرف یوه نافرماني وکړه او په هغه سره ملعون سوم ،
خو تا نن پنځه واره د خدای نافرماني وکړه او زه د خدای له غضبه بیریږم ، داسی نه
چی الله ستا د دې لویو ګناهونو له امله پر ما هم اضافه غضب نازل نکړی .

هو ، باید جدأ متوجه اوسو چی الله تعالی انسانان د خپل عبادت لپاره خلق کړي دي
او لمونځ د الهی عبادت اساس دی . لمونځ عمل هم دی او عقیده هم ده . الله تعالی
فرمایی : لمونځ وکړه مخکی له دې چی تا ته لمونځ درکړه سی ( د جنازې ) . رسول الله
(ص) فرمایی چی « لمونځ د دین پایه ده .» نو که پایه یا ستون ونړول سی ( یعنی
لمونځ ونکړو ) معنی دا چی دین مو وران کړ . همدا علت دی چی شیطان وغوښته چی د دغه
بې لمانځه انسان څخه وتښتی تر څو د هغه سره یو ځای دئ هم مغضوب نسی . نو هیله ده
چی نور نو د ناحقه او بې دلیله پلمو څخه ځانونه وژغورو . ځکه لمونځ په هر حالت کی
فرض دی آن که څوک ناروغ وی په ناسته یا پروته سره یې هم ادا کولای سي . که د هیڅ
حرکت وړ نه وی آن د سترګو په اشاره یې هم ادا کولای سي ، نو ځکه هیڅ ډول بهانه ،
حیله او پلمه نسو جوړولای . حضرت ابو بکر صدیق (رض) فرمایی : « تعجب کوم چی دا
ضعیف انسان څنګه د خورا قوي الله (ج) د نافرمانۍ جرأت کوی ؟! » . پس هیله ده چی
نور نو د غفلت له درانه خوبه راویښ سو او هغه څه وکړو چی له پاره یې دې دنیا ته
راغلي یو.

سپي ته لاره ورکول

روایت دی چی یوه ورځ بایزید بُسطامی (رح) د خپلو ارادتمندانو سره په یوه تنګه
کوڅه کی تیرېدئ چی مخامخ یو سپی د دوی پر خوا راغی . دا مهال حضرت بسطامی او
مریدانو یې هغه ته لار ورکړه او سپی هم آرام تیر سو . یو مرید یې داسی ورڅخه
وپوښتل : څنګه چی الله تعالی انسان اشرف المخلوقات پیدا کړی دی نو بیا تا ولی هغه
سپي ته لاره پریښودله ؟ د دې څخه داسی احساس کیږی چی سپی پر موږ باندی لومړیتوب
او برتري لری حال دا چی دغه عمل د عقل او شرعیت دواړو خلاف دی .

حضرت بسطامی په ځواب کی ورته وویل چی دغه سپي زما څخه پوښتنه وکړه چی زه یې له
ازله سپی او ته یې سلطان العارفین ولی خلق کړی یې ؟ او په دې کی زما ګناه او
نیمکړتیا څه ده خو ستا ښه والی او فضیلت څه دی ؟
نو ما په دې عقیده لار ورکړه
چی ما ته په رښتیا هم الله تعالی څومره پیرزوینه او ښېګڼه عطا کړې ده .

هو ګرانه لوستونکې ، انسان خو له شکه وتلی اشرف المخلوقات دی ، نو ښه به دا وی
چی د اشرف المخلوقات خصایص او امتیازات هم له ځانه وښیی . یعنی ځانګړی عمل ،
رښتینی خدمت ، عالی احساس او عواطف ولری تر څو خپل عالی شرافت ، حیثیت او منفعت
عملأ ثابت کړی . دا چی حضرت بسطامی (رح) سپي ته لار ورکړه ، پورتني ټول انسانی
اوصاف یې عملأ په اثبات ورسول .

دا لا څه ، حضرت خواجه حسن بصری (رح) فرمایی چی « د قناعت سبق د سپي څخه زده کړه
. تا به معمولأ لیدلی وی چی کله بازاري سپیان ښکاري سپیانو ته غاپی ، هغه اصلأ
داسی ورته وایی چی اې بېچاره ګانو ! څنګه چی د عالی او خوندورو خوړو هوس مو وکړ ،
نو ځکه په ځنځیر هم وتړل سوۍ . که تاسو په وچه ګوله او بې خونده خوړو قناعت کولای
، نو تاسو به هم زموږ غوندی د آزادۍ ژوند لرلای . »

هو ، ښایی همدا علت به هم و چی حضرت بُسطامی (رح) سپي ته لاره ورکړه او په دې
عمل سره یې خپل انسانی کرامت ، شرافت او نجابت وښود .


د
روژې پنځه ویشتمه تحفه

درنو لوستونکو ، د روژې وروستۍ لسیزه د قرآن د نزول او د اسلام د ظهور شپې دي .
لیلة القدر ( یعنی د قدر او قدرت شپه ) د دې لسیزی په طاقو شپو کی یوه ده . نن
پنځه ویشتمه روژه ده ، نو ښایی همدا نن شپه لیلة القدر وی ( والله اعلم ) . دوې
طاقی شپې تیری سوي او دوې نوری طاقی شپې راروانی دي ؛ یعنی دوې تیری او دوې نوری
! ځینو علماوو ویلی دي چی یو کال یوه طاق شپه لیلة القدر وی او بل کال بیا هغه
بله طاق شپه وی . خو ډیرﺉ اصحاب ، تابعین او تبعه تابعین د روژې اووه ویشتمه
شپه لیلة القدر بولی ( مګر الله بهتر پوهیږی ) . په دغه شپه عبادت او الهی ذکر د
یو زر میاشتو عبادت څخه هم بهتر وی . نو په همدې تمه لطفأ د روژې پنځه ویشتمه
تحفه قبوله کړﺉ ( ن . صمد )

درواغجن شخص

حاتم زاهد (رح) داسی فرمایلی دي :

۱ ـ  هغه انسان چی د پرهیزګارۍ څخه پرته د خدای د محبت ادعا وکړی درواغجن
دی ؛
۲ ـ هغه انسان چی د خدای په لاره کی د مال او دولت مصرفولو څخه پرته جنت
ته د تللو اراده وکړی درواغجن دی ؛
۳ ـ هغه انسان چی د رسول الله (ص) د سنت د
پیروۍ څخه پرته د هغه (ص) سره د مینی او محبت ادعا وکړی درواغجن دی ؛
۴ ـ هغه
انسان چی د مسکینانو او فقیرانو سره د ناستی ولاړی څخه  پرته د لوړو درجو
سره د مینی ادعا وکړی درواغجن دی .

هو ، څوک چی د دین چاری هم په ریا او غلا سره مخته بیایی معنی دا چی غواړی خدای
تعالی خطاباسی ، خو اصلأ ځان پخپله خطاباسی . حضرت بایزید بُسطامی (رح) فرمایلی دي
: « دا هم یوه ګناه ده چی د ښه عمل څخه پرته جنت غواړې » . په رښتیا هم نن
اکثریت مسلمانان منجمله افغانان د دین ښه ظاهري ټېکه داري کوی ، چا ته نوبت نه
ورکوی ، خوله یې د ناحقه فتواوو او جیب یې دخودساخته ټاپو څخه ډک وی ، په ظاهره
ملا خو په زړه بلا وی ، د ظالم او فاسد یار او د مظلوم اغیار وی…. فضیل بن
عیاض (رح) د دغسی درواغجنو اشخاصو په هکله داسی فرمایی : « د قیامت په ورځ به
الله تعالی ریاکارانو ته ووایی چی ولاړ سیً د خپلو عملونو بدله د هغه چا څخه
وغواړئ چی په دنیا کی مو د هغو په وړاندی ځان ښودنه کوله » . نو الله دی دغسی
ریاکاران او درواغجنان اصلاح او فلاح کړی .

د دنیا سره د محبت
زیان

روایت دی چی یوه ورځ موسی (ع) د یو داسی شخص څنګ ته تیر سو چی په ډیره خضوع او
خشوع سره یې لمونځ کاوه . موسی (ع) خدای ته عرض وکړ چی یا الله ! دغه شخص څومره ښه
لمونځ ادا کوی .
الله تعالی ورته وفرمایل : اې موسی ! که دغه شخص آن په یوه
شپه او ورځ کی زر رکعته هم ادا کړی  ، زر غلامان هم آزاد کړی ، زر د جنازې
لمونځونه هم ادا کړی ، او یو زر حجونه هم وکړی بیا به هم د ده دغه لمونځ تر هغه
مهاله هیڅ ګټه ورته ونلری څو چی د خپل مال زکات ورنکړي . دا ځکه چی د دنیا او دولت
سره مینه د ټولو بدیو ریښه ده او د دنیا سره محبت د زکات د نه ادا کولو څخه پیدا
کیږی .

هو ، الله تعالی د هغه چا مرسته کوی چی د نورو مرستندوی وی . یو مؤمن چی هر څونه
مال او دولت خوښوی په هغه اندازه یې ایمان کمزوره وی . الله تعالی په قرآن مجید کی
په لسګونو واره زکات د لمانځه سره یو ځای ذکر کوی یعنی دا چی زکات هم د لمانځه
غوندی حتمی او مهم بولی او ټینګار پر کوی  ( مثلأ : البقره : ۱۱۰ ، ۲۷۷ ؛
النمل : ۳ ؛ الحج : ۷۸ ؛ لقمان : ۴ او ډیر نور ) . علما او مفسرین وایی چی
اله  تعالی لمونځ او زکات ځکه یو ځای ذکر کوی چی لومړنی جسمانی او دوهم مالی
اهمیت لری ، یعنی دا چی لمونځ د بدن د اړونده ټولو اعمالو او احکامو څخه مهم دی او
زکات بیا د مال او دولت د اړونده ټولو اعمالو او احکامو څخه مهم دی . حضرت
عبدالله بن مسعود (رض) فرمایی چی د لمانځه او زکات د مسلسل ګډ ذکر مطلب دا دی که
څوک لمونځ وکړی مګر زکات ورنکړی نو لمونځ یې نه قبلیږی . حضرت عبدالرحمن بن زید
بن اسلم (رح) فرمایی چی خدای تعالی د چا لمونځ تر هغه مهاله نه قبلوی تر څو
زکات یې نه وی ادا کړی . نو هیله ده چی اسلامی احکام په مینه ، خوښۍ او صداقت
سره ومنو او ځانونه عملأ مؤمنان ثابت کړو .


د
روژې څليرویشتمه تحفه

درنو لوستونکو ، د روژې هدف او پیغام د انسان متقی کېدل او د ایمان ټینګېدل دي .
روژه د بدن زکات دی ، د ګناهونو سوځول دي ، د روح پیاوړتیا ده ، د الهی امر
مراعاتول او منل دي ، له شیطانی وسوسو څخه ژغورنه ده ، د الهی عذاب څخه ساتنه ده ،
د نفسانی حاکمیت ځپنه ده ، د الهی رحمت حاصلوَنه ده ، د مغفرت ګټنه ده ، د توبې
قبلېدنه ده ، او د جنت ژمنه ده . نو ښه دا ده چی د الله تعالی او رسول الله
ارشادات عملأ تعمیل او تسجیل کړو او دا په اثبات ورسوو چی نور نو د خولې څخه
علاوه د زړه مسلمانان هم یو . بس یوه صادقانه اراده او فیصله غواړي . په همدې
هیله څلیرویشتمه تحفه درته وړاندی کوم ( ن . صمد )

مسلمان شپږ بیری لری

علمأ وایی چی یو مسلمان شپږ ډوله بیری لری چی دا دي :

لومړی ـ د الله تعالی څخه بیره چی د ایمان شتمني ترې وانخلی ؛
دوهم ـ د ملک
الموت ( عزرایل علیه السلام ) بیره چی روح یې قبض نکړی ؛
درېیم ـ د دنیا بیره
چی د اخرت څخه یې غافل نکړی ؛
څلورم ـ د شیطان بیره چی په دام کی یې راګیر
نکړی ؛
پنځم ـ د ښځی او کوچنیانو بیره چی الله تعالی ترې هیر نکړی ؛
شپږم ـ
د ملایکو بیره چی ګناهوی یې و نه لیکی .

هو ، رسول الله (ص) فرمایلی دي چی « مسلمان له مرګه نه بیریږی » دا ځکه چی هغه
په نیکیو او ښه اعمالو بوخت وی نو ځکه ډاډه او اسوده وی . مګر ځکه بیریږی هسی نه
چی د ناوړه ګناه مرتکب نسی چی له امله یې هر څه ضایع او برباد نسی . همدا علت دی
چی پورتنۍ شپږ ډوله بیری د واقعی او نیک عمله مسلمان وی . بد عمله او ګنهکار
انسان خو بېله دې هم په بدیو او ګناهونو کی مصروف وی او ځکه نو نه له خدایه
بیریږی ، نه له عزرایله ، نه له دنیا ، نه له شیطانه ، نه د کورنۍ او ماشومانو
له افراطی محبته ، او نه هم د ملایکو لخوا د ده د ګناهونو د لیکلو څخه بیریږی
بلکی لګیا وی خپل ګناهونه پسی ډیروی . دغسی انسان ( که څه هم په نوم به مسلمان
وی ) اصلأ ګمراه ، بدراه ، او تباه دی خو نه پوهیږی ؛ که پوهیږی او خپل ګناهونه
نه پریږدی نو فاسق او منافق دی . 

یو ځل خو ورسه!

علماوو ویلی دي چی په ژوند کی لږ تر لږه یو ځل داسی ځایونو ته حتمأ ورسه چی د
ژوند په لذت او حقیقت پوه سې ، یعنی :

۱ ـ د ژوند په اوږدو کی هرومرو یو ځل زندان ته ورسه تر څو د الله تعالی د آزاد
ژوندانه اهمیت او نعمت درمعلوم سی ؛
۲ ـ یو ځل محکمې ته ضرور ولاړ سه چی د ښو
اخلاقو نعمت وپیژنې ؛
۳ ـ یو ځل حتمی روغتون ته ولاړ سه چی د روغتیا او ښه صحت
نعمت درته ثابت سی ؛
۴ ـ یو ځل هدیرې ته هرومرو ولاړ سه چی د ژوند ارزښت ،
ښېګڼه او قدر درمعلوم سی .

هو ، دا څومره عالی او عینی سبق دی . که موږ او تاسی ښه ورته ځیر سو په دغو کی
حتمأ یو زموږ وروستی منزل دی او که مو خوښه وی یا نه ، هرومرو ورتلونکي یو . په
رښتیا هم هر انسان خصوصأ مسلمان ته لازمه ده چی د پورتنیو څلورو ځایونو څخه هرومرو
( که ټوله نه وی ) یو یا دوو ته ضرور ورسي تر څو د نیوي تکبر ، غرور ، ځانمني
، بې پروایی او لویی یې څه نا څه لږ سی . خو تریخ حقیقت دا دی چی نن هر مغرور ،
ځانپال او بې پروا انسان دا نه منی چی زه همدا ناوړه خویونه ، عادتونه او عملونه
لرم . نو بهترینه چاره یې پورتنیو ځایونو خصوصأ هدیرې ته ورتلل او هلته ښه تعمق
کول دي . حضرت علی (رض) فرمایی چی کله دنیا زور درباندی وکړی نو هدیرې ته ورسه
تر څو متواضع سې او په ژوند وپوهیږې.   


د
روژې درویشتمه تحفه

قدرمنو دوستانو ، پوهانو ویلی دي چی په روژه مات کی باید دومره غذا و نه خوړل سی
چی د نس کڅوړه ډیره تخته او ډکه سی چی له امله یې نه هغه انسان سمه ساه اخیستلای
سی ، نه سمی او آرامی خبری کولای سی ، نه سم کښینستلای سی….. نو ځکه رسول الله
(ص) فرمایلی دي چی « د آدم (ع) اولاد د خپل نس څخه بل ناکاره لوښی نه دی ډک
کړی . »

روژې ته الله تعالی ځکه د نورو یوولسو میاشتو په پرتله ډیر اهمیت ورکوی چی اول
خو یې دا خپله میاشت بللې ده ، او دوهم دا چی هدف یې دا دی چی که یې بندګانو په دا
نورو ۱۱ میاشتو کی په خپلو دینی عباداتو او نیکیو کی د غفلت ، سُستۍ او بې پروایۍ
څخه کار اخیستی وی نو په دې میاشت کی هغه جبران کړی او دا یوه بهترینه موقع ده چی
هره نیکی او عبادت څو چنده عوض لری . او دا هم درویشتمه تحفه ( ن . صمد )

د الله د شتون دلایل

یو وخت دهریانو ( یعنی منکرانو او ماده  پرستانو ) د امام ابوحنیفه (رح)
څخه د الله جل جلاله په اړه څو پوښتني وکړې او د الله تعالی پر وجود یې عقلي
دلایل وغوښتل . امام صاحب هم لکه څنګه چي الله (ج) ستر علمي استعداد ورکړی وو
همغسي عقلي دلایل ورته وړاندي کړل:

دهري : ستا رب په کومه سنه کي پیدا سوی دی؟
امام صاحب: الله جل جلاله د تاریخ
او زمانې څخه مخکي موجود وو ( تاریخ وروسته پیدا سوی دی ) ، د الله تعالی د وجود
څخه مخکی شی نسته .
دهري : ته موږ ته د دې خبري یو ښه مثال وړاندي کړه
.
امام صاحب : تر څلورو مخکي څو دي ؟
دهري : درې دي .
امام صاحب: 
تر درو مخکي څو دي ؟
دهري : دوه .
امام صاحب:  تر دوو مخکي څو دي
؟
دهري : یو .
امام صاحب:  تر یوه مخکي څو دي ؟
دهري : تر یوه مخکي
شی نسته .
امام صاحب : دا چي د یوه تر عدد مخکي لا شی نسته ، نو تر حقیقي یوه
– یعنی الله مخکي به څنګه شی وي ؟ هغه قدیم ذات دی او تر هغه مخکي بل اول
نسته .
دهري:  ستا د رب مخ یا جهت کومي خوا ته دی ؟
امام
صاحب:  که زه تاسو ته په یوه توره تیاره خونه کي یو څراغ کښېږدم نو د دې
څراغ د رڼا وړانګې او جهت به کومي خوا ته وي ( یعنی دا نور به راسته خوا ته وي
که چپه خوا ته ) ؟
دهري : د څراغ نور به په ټوله خونه کي وي ( هری خوا ته
به روڼا وي . )
امام صاحب :  چي دا مصنوعي نور لا هري خوا ته مخ کوي ،
نو د هغه نور السموات والارض په اړه څه فکر کوې ؟
دهري:  ستا د رب د
ذات په اړه موږ پوه کړه ؛ آیا هغه کلک دی لکه اوسپنه ؟ نرم دی لکه اوبه او که
د دود او بخار په ډول ګاز دی ؟
امام صاحب : آیا د یو داسي ناروغ څنګ ته
کښېناستلي یاست چي د هغه زنکندن وي ؟
دهري:  هو کښېنستلي یو .
امام
صاحب : آیا د هغه تر مرګ وروسته مو خبري ورسره کړي دي ؟
دهري : یا
.
امام صاحب:  آیا د مرګ تر مخه هغه خبري او حرکت کولای سوای
؟
دهري:  هو .
امام صاحب : نو څه سبب دی چي اوس خبري نه سي کولای
؟
دهري:  علت یې د بدن څخه د روح وتل دی .
امام صاحب : آیا د هغه
روح ووتله ؟
دهري : هو .
امام صاحب : نو د دې روح اصلیت ما ته راوښیاست
چي آیا دا روح کلکه ده لکه اوسپنه ؟ نرمه ده لکه اوبه ؟ او که د لوګې او بخار
په ډول دی ؟
دهري:  په دې اړه معلومات نه لرو .
امام صاحب : نو دا
چي تاسو د روح د کیفیت معلومولو ته لا هم نه سیً رسېدلای چي هغه مخلوق دی ،
نو زما څخه څنګه د الله جل جلاله د مقدس ذات د کیفیت په اړه معلومات غواړﺉ چی
خالق دی ؟

په دې سره دهریان او له خدایه منکران بې دلیله ، پټه خوله ، قانع او اصلاح سول
.

څلور شیان مه هیروه

پوهان وایی چی نور که هر څه وی ، څلور شیان قطعأ مه هیروه ، یعنی :

لومړی ـ د فیشني لباس خوښونکې ! خپل کفن مه هیروه ؛
د وهم ـ د بنګلو او
بلډنګونو غوښتونکې ! د قبر کنده مه هیروه ؛
درېیم ـ د ښو خوړو خوښونکې ! د
چنجیو لخوا ستا خوړل مه هیروه ؛
څلورم ـ مال او دولت ته پر دین او اخرت ترجیح
ورکونکې ! خپل ګور ته لڅ لپړ تګ مه هیروه .


د
روژې دوه ویشتمه تحفه

درنو لوستونکو ، د روژې درېیمه لسیزه له دوږخه د نجات لسیزه ده چی پرون پیل سوه
. دا لا څه ، د روژې د میاشتی درېیمه لسیزه یعنی د قرآن د نزول او د اسلام د
ظهور لسیزه هم ده . په دغه لسیزه کی د لیلة القدر مبارکه شپه هم ځای لری چی یوه
له طاقو شپو څخه ده . په دغه شپه قرآن نازل سوی دی ؛ دغه شپه تر یو زر میاشتو
هم بهتره ده ؛ په دغه شپه کی جبرایل (ع) او بې شمیره ملایکی د الله په امر
راکښته کیږی ؛ په دغه شپه تر سهاره امان وی او الله (ج) فرمایی چی که څوک هر څه
وغواړی زه یې اجابت کوم . نو هیله ده چی د بخښلو دغه لسیزه وړیا راڅخه تیره
نسی . او دا هم دوه ویشتمه تحفه ( ن . صمد ) :

د شیطان لیلام

وایی چی یوه ورځ شیطان تصمیم ونیوی چی خپل کار پریږدی او ځان نور نو تقاعد کړی .
ځکه یې نو وغوښتل چی خپل شیان وپلوری . د شیطان په دغو سامان آلاتو کی ډول
ډول شیان موجود وو لکه غرور ، کینه ، حسادت ، بیره ، قهر ، شهوت ، درواغ ، زنا
او نور مختلف ګناهونه .
خو په دغو کی یو ظاهرأ معمولی شی هم موجود و چی
شیطان هغه تر نورو ټولو ډیر ګران خرڅاوه . دا هماغه « مأیوسي او نا امیدي » وه
چی شیطان د نورو شیانو څخه جدا ایښی و .

ورڅخه وپوښتل سوه چی اې شیطانه ، دغه نا امیدی او مأیوسي ولی دونه ګران خرڅوې ؟
هغه ورته وویل چی دغه وسیله تر نورو ټولو شیانو ډیره اغیزمنه ده . کله چی د
انسانانو د غولولو او خطاایستلو لپاره می نور وسایل بې تأثیره سی ، نو همدا
یوازینۍ ذریعه ده چی انسان پرې خطاباسم . که وغواړم چی یو انسان مأیوس ، نا امیده
او تنها کړم نو هر کار ورباندی کولای سم او باالکل زما په فرمان کی راځي . مهمه
لا دا چی دغه وسیله چی می پر هر چا استعمال کړې ده ، ښه نتیجه یې راکړې ده او
ډیرﺉ انسانان پرې تړم .
نو ځکه دغه وسیله داسی ارزانه او اسانه نه پلورم .
همدې وسیلې د ډیر پخوا څخه په تجربه سره ډیره ګټه رارسولې ده او ټول انسانان
می په هغې سره غولولي دي .

هو ، په رښتیا هم نا امیدي او مأیوسي غیر اسلامی ، آن شیطانی عمل دی او انسان
خصوصأ مسلمان د تباهۍ او بربادۍ کندې ته غورځوی . الله تعالی د یوسف سورت په ۸۷ یم
آیت او د الزمر سورت په ۵۳م آیت کی په دې هکله خبردارﺉ راکوی . نو څومره به ښه وی
چی د دغو آیتونو په عملی کولو سره ځانونه نه بلکی پخپله شیطان مأیوس او نا امیده
کړو !

د غیبت بدله

د ابو همامه باهلی (رض) څخه روایت دی چی داسی یې وویل :
د قیامت په ورځ چی هر
بنده ته د هغه د اعمالو کتاب ورکړه سی ، نو هغه به داسی نیکۍ او حسنات پکښی ومومی
چی نه یې وی کړي . نو پوښتنه به وکړی چی یا لوی او مهربان خدایه ! دا اضافي نیکۍ
له کومه سوې چی ما اصلأ نه دي کړي ؟ ورته وبه فرمایی چی دا د هغه غیبت له امله دي
چی خلکو ستا پر خلاف کړی دي خو ته خبر هم نه وې .

هو ، غیبت د خطرناکو ناروغیو او تباهیو څخه شمیرل کیږی . قرآن او حدیث د مسلمان
غیبت کول د خپل مړه ورور د غوښو خوړلو سره تشبه او مقایسه کړی دی . رسول الله (ص)
وفرمایل : « که یو څوک د چا په غیاب کی په هغه پسی داسی خبره وکړی چی د
اړونده شخص ناخوښه وی ، دا غیبت دی » . هغه مجلس چی غیبت پکښی کیږی د خدای له
رحمته محروم وی . یو پوه حکیم ویلی دي چی که روژه نسې نیولای نو د خلکو غوښي
مه خوره ( یعنی غیبت یې مه کوه ) . عدی بن حاتم (رض) فرمایلی دي چی « غیبت د
رذیلانو خلکو مال څر دی » . الله تعالی دی دغسی انسانانو ته په زړونو کی
هدایت او مرحمت ور واچوی چی ناحقه د نورو انسانانو غیبت کوی او د مجلس زیاته
برخه یې د غیبت څخه جوړه وی .


د
روژې یوویشتمه تحفه

متدینو دوستانو ، د مبارکی روژې دوې لسیزی تیری سوې چی لومړنۍ د رحمت او دوهمه د
مغفرت وه . نن د روژې مبارکی درېیمه لسیزه پیل سوه چی له دوږخه د نجات عشره ده .
ښه به دا وی چی ( اللهم اجرنی مِن النار ) او نور تسبیحات ولولو او د خدای
څخه د جنت طلب وکړو . ځکه دا د لیلة القدر لسیزه ده .
رسول الله (ص)
فرمایلی دي چی زما امت ته د روژې په هکله پنځه داسی شیان ورکول سوي دي چی پخوا
نورو امتونو ته نه وو ورکړل سوي :

لومړی ـ د خولې بد بویی یې د الله لپاره تر مشکو هم د خوښۍ وړ ده ؛
دوهم ـ د
هغوی لپاره آن تر ماهیانو پوری لا هم هر څه دعاوی کوی او هغه تر روژه ماتې پوری
کوی ؛
درېیم ـ جنت هره ورځ د دوی لپاره سمیږی او الله ورته فرمایی چی ژر به
زما بنده ( د د نیا ) مشقتونه پر ځان تیر کړی او تا ته به راسی ؛
څلورم ـ
شیطان ورڅخه قید سوی دی تر څو هغسی بدیو ته یې نه بوزی چی په غیر رمضان کی به یې
بیویً ؛
پنځم ـ د روژې په آخري شپه به د روژه لرونکو لپاره مغفرت کیږی .

اصحابو ورڅخه وپوښتل چی آیا د وروستۍ شپې څخه مطلب د لیلة القدر شپه ده ؟ ویې
فرمایل چی یا ، بلکی دستور دا دی چی مزدور ته اجوره د کار تر ختمیدو وروسته ورکول
کیږی . نو په همدې امید لطفأ یوویشتمه تحفه ولولیً ( ن . صمد )

الهی رحمت

په بنی اسراییلو کی یو بت پرسته انسان پوره اتیا کاله ټوله ورځ  « یا صنم ـ
یا صنم » وایه یعنی یا بت یا بت ، او خپل بت یې ننګاوه .
یوه ورځ یې په غلطۍ
سره وویل چی « یا صمد ـ یا صمد » چی دا د الله تعالی یو نوم او صفت دی . بس په
همدې سره الله تعالی ټول ګناهونه ور معاف کړل او ویې بخښی .

ملایکو الله تعالی ته عرض وکړ چی یا الله ! ستا دغه بنده اتیا کاله شِرک کړی دی
او ټول عمر یې یا بت یا بت ویلی دی ، خو فقط یو وار یې خوله خطاوتله او د « صنم »
پر ځای یې « صمد » ووایه خو تا معاف کړ ؟
الله تعالی ورته وویل چی هغه
همدا یو وار زه په اخلاص او صداقت سره یاد کړم ، څنګه چی زه رحمن او رحیم یم نو
ځکه یې بخښم .

هو ، نن چی په دنیا کی هر ډول رحمت وینو ( که هغه د مور دی یا د پلار ، که د
خپلوانو دی که د مسلمانانو او ټولو انسانانو او مخلوقاتو ) دا ټوله د الهی رحمت
یوه کوچنۍ برخه یعنی یوه سلنه ده . الله تعالی دومره رحیم او کریم دی چی فقط یوه
حصه رحمت یې دنیا ته نازل کړی دی او متباقی ۹۹ حصې یې هغه دنیا ته ساتلي دي .
لوی الله فرمایی چی زما رحمت هر شی احاطه کوی (اعراف : ۱۵۶ ). حضرت فضیل بن عیاض
(رح) فرمایی چی په ښه صحت او ځوانۍ کی الهی خوف بهتر دی تر څو د ښه اعمالو
لپاره کوښښ وسی ، خو د کمزورۍ او ناروغۍ پر مهال بیا امید بهتر دی تر څو انسان
د الله د رحمت څخه مأیوس نسي . نو هیله ده چی وخت راڅخه تیر نسي ، ځکه اوس هم
ناوخته نه دی بس یوه صادقانه اراده او فیصله غواړي .

هوښیار څوک دی؟

دغه پوښتنه که نن ورځ زموږ او ستاسي څخه وسي ډول ډول ځوابونه به ووایو او هم به
یې واورو . خو تاسي د رسول الله (ص) بلیغ او جامع ځواب واورﺉ : د حضرت عبدالله بن
عمر (رض) څخه روایت دی چی وايي زه د رسول الله (ص) په مجلس کي حاضر وم چي د انصارو
څخه یو نفر ولاړ سو او ویې ویل : یا رسول الله (ص) ! په خلکو کي څوک ډېر هوښیار
او د حِکمت خاوند دی ؟ رسول الله (ص) و فرمایل : هغه څوک چي مرګ ډېر یادوي او
هغه څوک چي د مرګ لپاره یې پوره چمتوینه نیولې وي ، دغه خلک هوښیاران دي ځکه
دوی د دنیا شرف او د آخرت کرامت یووړ .

سبحان الله ! دا څومره بشپړ او جامع ځواب دی . که موږ ښه فکر او سوچ وکړو دغه
ځواب دوه اړخه لري : یو دا چي ( مرګ ډېر یادوي ) ؛ دا معلومه خبره ده هر هغه څوک
چي مرګ یادوي هغه انسان هیڅکله شر او شرارت نه پېښوي ، خو یواځي د شر نه پېښول د
ټولني د خوشبختۍ او نیکمرغۍ لپاره کفایت نه کوي نو د ځواب دوهم اړخ ته متوجه سی
چي فرمايي ( او هغه څوک چي د مرګ لپاره یې پوره چمتوینه نیولې وي ) ؛ د مرګ
لپاره آمادګي په څه شي نیول کیږي ؟ په عدل ، په صدق ، په ښو اخلاقو ، یو د بل
سره په مرسته کولو ، د مور او پلار ، همسایه ، اقرباوو د حقوقو په مراعتولو ،
حلاله نفقه خوړلو او داسي نورو صالح عملونو سره داسی چمتوینه نیول کیږی . 
نو که واقعاً هر انسان د شر او شرارت څخه ځان وساتي او هم دغه ذکر سوي صالح
عملونه په ځان کي پیدا او عملي کړي ، ټولنه به مو څومره خوشبخته ، هوسا او
آرامه وي ، او آخرت به مو انشاالله کامیاب وي .


د
روژې شلمه تحفه

درنو لوستونکو ، شیخ الحدیث محمد زکریا صاحب په خپل مشهور اثر ( فضایل اعمال )
کی داسی لیکی : « د روژې میاشت د الله تعالی لخوا مسلمانانو ته انعام او
نعمت دی . نوڅومره به ښه وی که د دغه الهی انعام قدر وکړو . روژه د الله
تعالی د محبوب ترینو عباداتوڅخه ده نو ارشاد فرمایی چی د هر نیک عمل بدله
ملایکی ورکوی خو د روژې بدله زه پخپله ورعطا کوم دا ځکه چی هغه خاص او خاص
زما لپاره ده » .  روژه د عبادتونو ، دعاوو او رحمتونو میاشت ده . په
یو روایت کی راغلي چی الله تعالی د روژې په میاشت کی د عرش اوچتولو ملایکو
ته حکم کوی چی خپل عبادتونه پریږدئ او د روژه لرونکو د دعاوو سره آمین
ووایاست . نو الله دی د ډیرو دعاوو او استغفار توفیق راکړی . دا هم د شلمی
روژې لپاره شلمه تحفه ( ن . صمد )

د اته ډوله کسانو ملګری
اوسه

پوهانو او علماوو ویلی دي چی د اته ډوله سړیو ملګرئ کوه چی هغه دا دي :
لومړی
ـ هغه چی د نیکیو پابند وی ؛
دوهم ـ هغه چی د خپل ملګرې څخه په هر ډول سختۍ کی
نه پر شا کیږی ؛
درېیم ـ هغه چی ویل او کول یې دواړه برابر وی ؛
څلورم ـ هغه
چی د کبر څخه ځان ساتی ؛
پنځم ـ هغه چی عقل یې  پر غوسه حاکم او مسلط وی
؛
شپږم ـ هغه چی بېله کومی طمعی څخه ورکړه کوی ؛
اووم ـ هغه چی مؤدب وی
؛
اتم ـ هغه چی د نیکو انسانانو او صالحانو سره ناسته ولاړه ولری .

هو ، نیک عمله انسان ، مخلص دوست ، د کبر دښمن ، پر غصه غالب شخص ، بې طمعی سخی
، ادب ناک انسان او د صالحو خلکو همنشین تل صادق ، ثابت او راسخ ملګرئ وی چی د
نیکمرغۍ ، سوکالۍ او کامیابۍ سبب ګرځی . دغسی منلي او ښاغلي انسانان که څه هم په
شمیر خورا لږ دي ، خو هغوی د خپلو کړنو او فعلونو څخه معلوم او ګټور وی . نو ځکه
یو مسلمان ته لازمه ده چی د مصلحو او صالحو اشخاصو ملګرئ وکړی تر څو دینی بری او
دنیوي سرلوړی یې انشاالله په برخه وی .

د اته ډوله خلکو څخه لیری
ګرځه

پوهان وایی چی د اته ډوله انسانانو څخه لیری ګرځه ، یعنی :
لومړی ـ هغه چی
احسان نه منی ؛
دوهم ـ هغه چی بې سببه او ناحقه غوسه ورځی ؛
درېیم ـ هغه چی
د آخرت په وړاندی بې پروا وی ؛
څلورم ـ هغه چی ټګ او مکار وی ؛
پنځم ـ هغه
چی درواغ وایی ؛
شپږم ـ هغه چی شهوت پال وی ؛
اووم ـ هغه چی بې حیا وی ؛

اتم ـ هغه چی پر نورو کسانو بد ګومانونه او شکونه کوی .

هو، څومره پخې او درنې وجیزې دي چی د انساني ژوندون اساس جوړوی . که دغه هره
ماده په غور ولولو او ښه تعمق ورته وکړو ، ثابته به سی چی په رښتیا هم غرض او مرض
لرونکي کسان په عینی او عالی ډول تشریح سوي دي . هیڅ شک نسته چی د دغسی نااهله
کسانو سره دوستي او ملګرتوب د اړونده کس دین او دنیا ورانوی او په بلا یې اخته
کوی . نو هیله ده چی د پورتنیو اته ډوله کرغیړنو انسانانو څخه عملأ او
جدأ اجتناب وکړو او هیڅکله یې ملګرئ ونکړو که نه زیانمن ، خوږمن او پمن به یو
.   


د
روژې نولسمه تحفه

درنو لوستونکو ، پرون مو وویل چی روژه جسمانی او روحانی دواړه اړخونه لری او
جسمانی روژه مو مختصرأ وشنله . خو روحانی اړخ یې دا دی چی روژه انسان متقی کوی ،
یعنی : روح پیاوړی کوی ، توبه مساعدوی ، ګناهونه سوځوی ، معنوی او فرهنګی بیا
رغونه ایجادوی او باالاخره ایمان ټینګوی . څنګه ؟ داسی که جسمانی روژه رښتیانۍ او
صادقانه وی نو یو مسلمان به ډیر عبادات ، نوافل ، تسبیحات ، ذکر او تهلیل کوی ،
تلاوت ، عفو ، ښه سلوک ، حوصله ، صبر ، حِلم او زغم ، تواضع ، صدقه او
خیرات….. به کوی . نو ځکه روژه یوه روحانی توښه ده چی مسلمانان یې د ځانو
سره آخرت ته وړی .
پوهانو ویلی دي چی معده د ډول ډول ناروغیو کور دی . د
دغه کور صفایی او پاکي په همدې میاشت کی کیږی . نو الله دی د جسمانی او
روحانی روژې د بشپړ مراعاتولو توفیق راکړی . او دا هم نولسمه تحفه (ن .
صمد)

د خدای حکمت

په یو باغ کی پلار او زوی په خبرو اترو لګیا وو . زوی خپل پلار ته وویل چی ما ته
خو په دې کی د خدای هیڅ حکمت نه ښکاری چی د خرما غوندی یوه کوچنۍ او سپکه میوه یې
په دومره غټه او درنه ونه کی پیدا کړې ده خو د خټکی غوندی درنه او غټه میوه یې بیا
په یو داسی نازک او کمزوره جُړنګ کی پیدا کړې ده چی هغه هیڅ د لوړېدولو توان نلری
. پلار یې ورته وویل چی الله تعالی په هر څه کی خپل حکمت او مصلحت لری
خو موږ او تاسی نه پوهیږو .

څه ګړﺉ وروسته دواړه تر همدې ونې لاندی بیده سول . څو شیبې وروسته یوه دانه خرما
راولوېده او د زوی پر سر ولګېده او هغه له  خوبه راویښ سو . پلار یې ورته
وویل چی د خدای شکر پر ځای کړه چی په دې دومره غټه ونه کی یې خټکی نه دی پیدا کړی
، که نه ستا به د ژوند آخري ورځ وای ! نو آیا همدا د الهی حکمت او مصلحت یو دلیل
نسی کېدای ؟ زوی یې قانع او چوپ سو .

هو ، موږ انسانان د الله تعالی په حکمت او مصلحت قطعأ نه پوهیږو او نه یې درک
کولای سو . که موږ ته احیانأ په کوم شي کی الهی حکمت او مصلحت رامعلوم هم سی باید
هغه کورټ مثبت وارزوو ، دا ځکه چی هغه الهی فیصله وی . آن ملایکی هم په الهی
تقدیر او حکمت نه پوهیږی ( البقره : ۳۲ ) . دا چی الله تعالی هر څه پیدا کړي دي
بې موجبه او ناحقه یې نه دي پیدا کړي او دا به د الهی عظمت څخه خلاف وی چی هغه
ذات یو شی بېله ضرورته  او ناحقه پیدا کړی ( آل عمران : ۱۹۱ ) . الله
تعالی دا ټول کاینات د یو انتظام او نظام مطابق پیدا کړی دی . نو الله دی موږ
او تاسو ته د خدایی حکمت د مطلقأ منلو توفیق راکړی .

له غیبته ډډه

روایت دی چی یو سړي غوښته خپلی میرمنی ته ( د هر علت له مخی چی و ) طلاق ورکړی .
یو چا ورڅخه وپوښتل چی د هغې کوم شی دې بد ایسی چی له امله یې طلاقه کوې
؟ ده ورته وویل چی یو مسلمان او پوه انسان خپله میرمن هیڅکله نه رسوا کوی او
غیبت یې نه کوی .

کله چی یې هغه طلاقه کړه ، نو ورڅخه وپوښتل سوه چی ولی دی طلاقه کړه ؟ په ځواب
کی یې ورته وویل چی یو مسلمان او پوه انسان هیڅکله د پردۍ ښځی غیبت نه کوی او نه
هم خبری پسی کوی . په دې سره پوښتونکی پټه خوله او سرځوړی سو او بیا یې د دغسی
ناحقه پوښتنو څخه ډډه او منع وکړه .

هو ، څومره به ښه وی که تقوا غوره کړو او د غیبت څخه ځانونه وژغورو نسبت دې ته
چی د نورو آبرو او عزت د خپلو مجلسونو او بانډارونو تفریح وګرځوو او خواړه مو د
انسانانو غوښی وی . غیبت هغه خطرناکه عمل دی چی د یو مسلمان دین د لاښ خورلخوا د
یو جسد تر خوړلو هم ژر له منځه وړی . د یو مسلمان لخوا د بل غیبت کول داسی دی لکه
د کافرانو پر ځای چی د مسلمانانو سره جهاد کوي او د دې جګړې توره یې خپله ژبه وی
. نو لا بیا هم د دې عظیم غلیم د دښمنۍ څخه نه بېزاره کیږو ؟


د
روژې اتلسمه تحفه

درنولوستونکو ، روژه د جسم او روح دواړو لپاره ده . جسم د خوراک ، څښاک او جماع
څخه منع وی . هر روژیاتیً ( یا روژیاتۍ ) باید د غیبت ، درواغو ، تهمتونو ، چغلیو
، حسد او نورو څخه ځان پخپله منع کړی . په بل عبارت ، د روژه لرونکې بدن هغه دی
چی لاس ، پښه ، سترګی ، غوږونه ، شرمګاه ، معده او زړه یې د ګناهونو د کولو څخه
روژه وی . یعنی سترګی یې حرامو ته د کتلو څخه ، غوږونه د حرامو اورېدلو ( مثلأ
درواغ ، غیبت ، چغلی…. ) څخه ، لاس د حرامو اخیستلو ، پښې حرامو ته له ورتګه ،
ژبه د درواغ ، فحش او باطل ویلو ، معده د خوړلو او څښلو ، شرمګاه د جنسی عمل څخه
ډډه او مخنیوی وکړی . نو دا مهال بدن په رښتیا هم روژه نیولې ده . که داسی نه
وی ، نو حیوان هم وږی ساتل کیدای سی خو هغه ته روژه نه ویل کیږی !  دا هم
د روژې اتلسمه تحفه ( ن . صمد )

ځان لیدنه

وایی چی یو شتمن ځوان کوم عارف ته ورغی او ورته ویې ویل چی د ژوند د سمون لپاره
یو ښه نصیحت راته وکړه . عارف هم هغه د کړکۍ خوا ته بوت او ورڅخه ویې پوښتل چی څه
شی وینې ؟ ځوان ورته وویل چی خلک دوری هوری تیریږی او یو ړوند فقیر وینم .

وروسته یې یوې غټی هیندارې ته ودراوه او ورڅخه ویې پوښتل چی څه وینې ؟ ځوان ورته
وویل چی یوازی خپل ځان وینم او بس .

عارف په سړه سینه ورته وویل چی وګوره ! د کړکۍ ښیښه او دغه هینداره دواړه اصلأ
ښیښه ده ، خو هیندارې ته یې د شا لخوا یوه نازکه نقره اي لایه ورکړې ده . نو کله
چی ښیښه بې لایې وی کولای سې چی آخوا ته هر څوک ترې ووینې ، خو که لایه ( یعنی
ثروت ) ورکړې نو بېله ځانه به بل هیڅوک هم و نه وینې . ژوند هم کټ کټ همدغسی دی .
موږ او تاسی باید ځانونه په لایه سره و نه پوښو تر څو یوازی ځان ووینو
یعنی خودبین او ځان پال اوسو ، بلکی د زړه ښیښه مو باید صافه وی چی هر څوک
ووینو او د اخوت لاس ورکړو . همدا زما نصیحت دی او تل یې عملی کوه . ځوان
ډیرخوشحاله او قانع سو او همدا بهترین نصیحت یې د ژوند نصب العین وګرځېد
.

هو، یوازی ځان خوښوَنه او ځانپالنه اصلأ د ځان محدودول او پر ځان د جهان تنګول
دي . یوازی د ځان په فکر کی کېدل یعنی د ځان پر نورو لوړ ګڼل یو آفت او مرض دی چی
د انسان ژوند لنډوی . حضرت لقمان داسی ویلی دي : « که خلک تا په هغه صفت سره
وستایی چی ته یې وړ او لایق نه یې ، نو ته مه مغرور کیږه ځکه د جاهلانو په وینا
هیڅکله هم د ډبری څخه سره زر نه جوړیږی . » د انسان خدمت کول په حقیقت کی د الله
خدمت ( راضی ) کول دي . نو هیله ده چی په ځانونو کی د تواضع ، شکسته نفسۍ ، صله
رحمۍ او عاجزۍ احساس پیدا او مضبوط کړو .

د انسان لومړنی
پوهاوﺉ

حضرت جعفر (رض) روایت کوی چی الله تعالی آدم (ع) ته وحی وکړه چی زه ستا لپاره
ټولی خبری ( یعنی نصیحت ) په څلورو کلمو کی رالنډوم . آدم (ع) وپوښتل چی یا لویه
خدایه ! هغه کومی خبری دي ؟
الله تعالی وفرمایل چی یو د هغو څخه زه یم ، 
بل ته پخپله یې ، درېیم زما او ستا تر منځ دي ، او څلورم ستا او د خلکو تر منځ دي
.

آدم (ع) عرض وکړ چی هغه راته بیان کړه تر څو په وپوهیږم . خدای (ج) داسی وفرمایل
:
هغه چی زما دي ، دا دي چی زما عبادت به کوې ، بل څوک او بل څه به
نه راسره شریک کوې ؛
هغه چی ستا دي ، دا دي چی ستا د عمل بدله درکوم په
تیره بیا که ډیر ورته محتاج اوسې ؛
هغه چی زما او ستا تر منځ دي ، ستا دعا
او زما اجابت دی چی زه به یې قبلوم ؛
او هغه چی ستا او د خلکو تر منځ دي
، دا دي چی هر څه ځانته خوښوې نورو خلکو ته یې هم خوښ کړه او هر څه چی ځان
ته نه خوښوې خلکو ته یې هم مه خوښوه .

هو ګرانه لوستونکې ، په دې صرف څو جملو کی د انسانی ژوند ټول نظام ، انتظام او
عظام تعبیه سوی دی . د انسان د خلقت ، رسالت او مسؤلیت هر اړخ په بر کی لری . د
ستر رب ستر تیا ، د عبرت او عظمت بریا ، انسانی وړتیا او ځوړتیا په دومره عالی ،
عینی او علمی ډول راښیی چی حد او سرحد نه لری . نو هیله ده چی دا الهی ارشاد خپل
نصب العین وګرځوو ، او هغه څه عملأ راپیل کړو چی لپاره یې دې دنیا ته رغلي یو !


د
روژې اوولسمه تحفه

ګرانو لوستونکو ، که موږ او تاسی د کال د ۳۶۵ ورځو څخه فقط ۳۰ ورځی روژې ونیسو
(  چی د خدای امر دی ) ، او هره ورځ یو څه قرآن هم تلاوت کړو نو څه
ضرر به مو کړی وی ؟ حال دا چی هم به الله راڅخه راضی وی او هم به مو له دوږخه
نجات او جنت ته د شمولیت ضمانت حاصل کړی وی ، ځکه دا الهی پوهاوی اوقول دی
. لوی خدای د روژې د لومړۍ ورځی څخه شیطانان بند کړي دي تر څو په مسلمانانو
باندی په دې مبارکه میاشت کی نافرمانۍ ونکړی . خو بریالیتوب دا دی چی پر
خپل نفس غالب اوسو ، که نه ناکام به یو . نو همدې مهمی باریکۍ ته په توجه
سره لطفأ اوولسمه تحفه قبوله کړئ ( ن . صمد )

د سمون څلور فرصتونه

روایت دی چی الله تعالی هر مسلمان ته د ځان د اصلاح او سمون لپاره څلور چانسونه
ورکړي دي چی هغه دا دي :

لومړی ـ چی د ژوند په اوږدو کی د ځان د اصلاح لپاره توبه وکړی . دغه سمون ډیر
ګټور او د الهی عذاب څخه معافېدونکی وی ؛

دوهم ـ تر مړینی وروسته په قبر کی د اصلاح او سمون موقع ، مګر د قبر د عذاب په
شمول . نو ځکه نه ښایی چی یو مسلمان دغسی عذاب وزغمی ؛

درېیم ـ په قیامت کی د سمون او اصلاح موقع ، مګر د ټولو انسانانو په مخکی د
سرځوړۍ او عذاب ګاللو څخه وروسته ؛

څلورم ـ په دوږخ کی د عذاب او سخت تکلیف څخه وروسته د دغسی مسلمان د ګناهونو
رژول او بیرته جنت ته لیږل . خو دا داسی پاکي او صفایی ده چی د عذاب خوند یې هیڅ
نه هیریږی .

هو ، نو څومره به ښه وی چی لومړنۍ موقع له لاسه ورنکړو او همدا نن د ګناهونو څخه
نور نو عملأ ډډه وکړو بلکی رښتیانۍ توبه وکړو تر څو د قبر له عذابه ، د قیامت له
سرځوړۍ او د دوږخ له سخت عتابه وژغورل سو . الله تعالی په خپل رحم او کرم سره ( آن
د زکندن تر وخته ) انسان ته د توبې د قبولۍ موقع ورکړې ده خو صرف اراده او فیصله
غواړي .

پر خدای انتقاد

لقمان په عمل ډیر ښکلی و . روایت دی چی په مخ ښکلی نه بلکی بدرنګه و . یوه ورځ
یو چا ورته وویل چی اې لقمانه ! څومره بدرنګه یې .

هغه په ځواب کی ورته وویل چی د هر شي او هر څه خالق الله تعالی دی . نو زه ستا
څخه پوښتنه کوم چی آیا زما د څیرې عیب لټوې او که د الله تعالی عیب لټوې ؟ دا خو
صرف الهی اراده او فیصله ده چی زه باید دغسی بد رنګه اوسم ، نو ستا انتقاد پر ما
نه دی بلکی پر الله دی .
سړﺉ په دې اصولی او منطقي دلیل سره قانع او پټه خوله
سو او نور یې د دغسی بیهوده خبرو او بې پروایی څخه توبه وکړه .

هو ګرانه لوستونکې ، موږ او تاسی اکثرأ وایو چی فلانی څومره بدرنګه دی ، څومره
ګردئ یا څومره جګ دی ، څومره ډنګر یا څومره پنډ دی ، پزه یې داسی یا خوله یې هغسی
ده ، یا سترګی یې څنګه او څنګه دي…… خو حقیقت دا دی چی د خدای پر تخلیق او
خلقت باندی انتقاد کوو ، نه پر هغه شخص باندی . حضرت ذالنون داسی ویلی دي : « څوک
چی د بل عیبونه لټوی د خپلو عیبونو لپاره ړوند دی ، او څوک چی خپل عیب وینی د
نورو عیب ته ړوند دی ». نو هیله ده چی نور نو دغه قبیح او شنیع خوی له ځانونو
څخه لیری کړو او د خدای پر صناعت باندی په انتقاد سره ځانونه ګنهګار نکړو . ځکه
، په داسی ملنډو یا استهزا سره به مو اصلأ پر خدای باندی انتقاد کړی وی نه پر
هغه شخص باندی . نو الله مو دی د بل د عیب لټولو څخه وساتی.


د
روژې شپاړلسمه تحفه

عزتمنو لوستونکو ، د روژې مبارکه میاشت تر نیمایی واوښته او مرحبا په الوداع سره
بدله سوه . زموږ د ټولو ژوند هم کټ مټ د الوداع په حال کی دی . نن وی که سبا ، ملک
الموت مو راګیروی . آیا څوک پوهیږی چی همدا روژه به پوره کړو ؟! آیا راتلونکې روژه
به « دلته » یو که « هلته » ؟! نو څومره به ښه وی چی توښه همدا اوس لا برابره کړو
او موقع له لاسه و نه باسو . یعنی زیات عبادت ، اطاعت ، ریاضت ، تلاوت او افادیت
ته مخه کړو . دا هم د روژې شپاړسمه تحفه چی ستاسو خدمت ته یې وړاندی کوم ( ن .
صمد )

صرف د مال غل

روایت چی څو غلو د یوې قافلې مخ راوګرځاوه او د خلکو مال او دولت یې لوټ کړ . په
دې ترڅ کی یو غل د کاروان څخه د یو چا آس غلا کړ . وروسته یې ولیده چی په آس پوری
یو کاغذ مښتی دی . حیران سو چی دا څه شي دی . د آس خاوند ته ورغی او ورڅخه ویې
پوښتل چی دا کاغذ د څه لپاره دی . هغه ورته وویل چی پر دغه کاغذ آیة الکرسي لیکلې
ده او موږ په دې عقیده یو چی که آیة الکرسی په کوم شي پوری بنده کړې نو غل یې نه
وړی .

غله چی دا خبره واورېده اغیزه یې پر وکړه او آس یې بیرته د هغه څښتن ته ورکړ . د
آس مالک د دې کار دلیل وپوښتی . غله ورته وویل چی صاحبه ! که زه دغه آس درڅخه
واخلم نو ته به پر آیة الکرسي باندی بې عقیدې سې ، حال دا چی زه صرف خلکو د
مالونو غل یم نه د هغوی د عقیدې .

هو ګرانه لوستونکې ، پخواني غله هم دومره معتقد او با انصافه وو . د خلکو آن
خپلو قربانیانوعقایدو او مقدساتو ته یې هم دومره احترام درلود . خو د نن غله دومره
بې انصافه او بې رحمه دي چی اول د خلکو عقاید لوټوی ، بیا مالونه . پحواني غله به
په غرونو اوځنګلونو کی اوسېدل خو ننني غله په لویو مقامونو او دفترونو کی اوسیږی
او انسانان لوټوی . حضرت عثمان (رض) فرمایلی دي : « څوک چی د خلکو حق و نه پیژنی
، د الله حق هم نه پیژنی » . الله مو دې نور نو د دغو په ظاهره ښه ملبسو او
معطرو ظالمانو څخه بېغمه او خلاص کړی .

د شیطان لخوا انسانی طبقه
بندي

روایت دی چی شیطان یوه ورځ حضرت یحیی (ع) ته ورغی او ورته ویې ویل چی یوه مشوره
درکوم . یحیی (ع) ورته وویل چی ستا مشورې ته هیڅ اړتیا نلرم او مخ دې راڅخه ورک
کړه .
ابلیس ورته وویل چی نور هیڅ ویل نه غواړم بلکی صرف د انسانانو څخه دې
خبروم چی هغوی څو ډوله دي . انسانان زما په نزد درې ډوله دي :

لومړی ـ هغه ډله انسانان دي چی موږ ته کارونه ډیر مشکل او سخت کوی . له هغوی څخه
چی یو نفر ته ورسو تر څو ګناه ته یې وهڅوو ، نو ګناه ورباندی وکړو ، خو وروسته ژر
توبه وکړي او په دې ډول زموږ تلاښ بې نتیجې سی . وروسته بیا ورسو تر څو په ډول ډول
حیلو او چلو سره یې خطاباسو خو هیڅ ګټه ونکړو ، او خالی لاس راستانه سو . د دغو
کسانو سلنه لږ ده .

دوهم ـ هغه ډله انسانان دي چی زموږ په لاسونو او اختیار کی د هغه ګیند غوندی وی
لکه د کوچنیانو په لاسونو کی چی وی ، هری خوا ته چی یې غورځوو اختیار یې زموږ په
لاس کی وی او دا کسان په شمیر خورا ډیر دي .

درېیم ـ هغه ډله انسانان دي چی ستا غوندی د عصمت او درایت څخه برخمن وی ، یعنی
داسی چی کم ترین قدرت او نفوذ هم نه ورباندی لرو او په وړاندی یې مطق ناکام یو .
دا خورا لږ او فقط څو کسان دي .

هو ، شیطان د انسان ازلی دښمن دی او د انسانانو سره په جنګ کی یوه ثانیه هم آرام
نه کوی . باید جدأ متوجه اوسو چی شیطان هیڅکله یو انسان په زور یا فزیکی قوت سره
خبیث عمل او ګناه ته نه مجبور کوی بلکی یو ناولی کار ښه ورته برېښوی او په زړونو
کی وسوسه ور اچوی او په دې ډول یې غولوی ( النمل : ۲۴ ؛ الناس : ۴ ـ ۵ ) . نو پر
شیطان د بري لپاره اراده او فیصله اړینه ده ، بصیرت لازم دی ، دعا او تضرع لازم
دي ، ټینګ ایمان غواړي یعنی الله ته باید پناه یووړه سی ( المؤمنون : ۹۷ ـ ۹۸ )
.  نو که الله ته پناه یوسو ، شیطان به هیڅکله هم د فتنې ، دسیسې او توطیًې
کولو توان ونلري او د دغه ستر دښمن سره به په جنګ کی بریمن یو او دا الهی پوهاوئ
دی ( النسأ : ۷۶ ) . 


د
روژې پنځلسمه تحفه

ګرانو او معززو دوستانو ، روژه مبارکه هم نیمایی ته ورسیده او خدای دی وکړی چی
تیرو برخو څه نا څه معنوی ، روحانی او ایمانی ګټه رسولې وی . ښایی هغو کسانو ته چی
د دین په چارو کی یو څه کهالت او عطالت لری ، که نور نه وی اقلأ معلوماتی خو واقع
سوي وی ! څه معلومه ده چی ژوند به نوره یاري هم وکړی که یا ؟! څومره نامناسب ،
ناوړه او نامطلوب کارونه مو کړي دي ؟! آیا یوه ذره ګټه یې رارسولې ده ؟ راځی چی
نور نو په ځان کی عملأ تغیر راولو تر څو الله تعالی مو حالت راتغییر کړی ( الرعد
ـ ۱۱ ) ؛ که نه همدا په اصطلاح آش او همدا کاسه به وی او خوله  به مو
راسوځوی . دا هم پنځلسمه تحفه چی ستاسو درانه حضور ته یې وړاندی کوم ( ن . صمد
)

غم مه کوه

مسلمانان اصلأ ډیر طالع من دي خو اکثریت نه پوهیږی . په خوښۍ او خپګان ، بډاینه
او نېستۍ ، سختۍ او آسانۍ کې مو خیر پروت دی : پیغمبر صلي الله عليه وسلم فرمايي :
د مؤمن کارونه عجیب دي ، چی په هر څه کی یې خیر دی او دا له مؤمن څخه
پرته د بل چا په برخه نه کیږي . که ښېګڼه ورپېښه سي ، شکر وباسي او دا یې په
خیر دی ، او که مصیبت ورپېښ سي ، صبر کوي او دا یې هم په خیر دی .

هو ،  په رښتبا هم موږ او تاسی باید غم ونکړو . که دې ګناه کړې وي ، توبه
وکړه . که دې بدي کړې وي ، د الله څخه بخښنه وغواړه . که اشتباه درڅخه سوې وي ،
سمه یې کړه ځکه د الله رحمت خورا پراخ دی او د زکندن تر وخته توبه قبلوي . ایمان
د دوو برخو څخه جوړ سوی دی چی هغه شکر اوصبر دی . امام شافعی (رح) ویلی دی چی :
« تر ټولو جاهل او ناپوه هغه څوک دی چی د ګناه څخه ښه خبر وی او بیا
هم د هغه مرتکب کیږی . » بس نور نو یوه رښتیانۍ اراده او فیصله غواړي !

د دنیا وروستی منزل

دې ځای ته قبر وايي . دا د علماوو او جاهلانو ، بیوزلو او بډایو ، زورورو او
کمزورو ، پاچاهانو او عوامو کور دی . دا د حشراتو او چینجیو ټاټوبی دی چې د انسان
له غوښو به تغذیه کېږي . فرش یې خاروې او اوسېدونکي یې د مړیو کالبوتونه دي .
دلته د دوږخ د اور یا د جنت د خوندونو نښې دي…. اوسیدونکي یې یو رکعت
لمانځه ، دعاء او لږ نیک عمل ته اړ دي . دا د دنیا وروستی او د آخرت لومړی
منزل دی . دا تک تور او تنګ غار هر چا ته منتظر دی که زه یم که ته ! که
وغوړو یا نه ، که مو خوښه وی یا نه ، که یې ومنو یا نه ، حتمأ ورتلونکي یو
!

لو مړنۍ شپه یې د یوازېتوب او حسرت شپه ، له خپلوانو او بچیانو لیری شپه او د
وارخطایی شپه ده . که دې اعمال پکښی ونه منل سي نو بدمرغه به سې . هغه شپه چې سهار
یې د قیامت ورځ ده او تر هغه بیا لمر خاته نسته . نور به دې موذن د سهار لمانځه
ته له خوبه نه راپاڅوي ! د دې شپې د سهار مؤذن اسرافیل دی.
که د دې تور غار د
اوسېدونکو څخه وپوښتل سی چی ستاسو سره یې څه وکړل ؟ هغه ښکلي څیرې مو څه سوې ؟
نرم او نازک بدنونه مو څه سول ؟ خاورې او چینجیو څه درسره وکړل ؟ هغه کلک او
سپین غاښونه مو څه سول ؟ توري څڼې او غټې سترګې مو لا هم سته ؟ افکار ، سیاست ،
تبلیغات او مدیریت مو څه سول ؟ مقام ، دبدبه او حُکم مو اوس هم چلیږي که یا ؟ د
میوو باغونه او ښکلې جامې مو چېری دي ؟ هغه نوي او لوړ ماډل موټرونه مو اوس
چیری چلیږي ؟ د قوم او قبیلې ملاتړ مو څه سو ؟ چېری دي هغه بانډارونه چې الله
به مو پرې هېراوه ؟ لاسونه مو لا هم هومره زور لري چې د کمزرو ورمېږونه او
څټونه مات کړﺉ ؟ هغه توره او توپک مو څه کړل چې پر مظلومانو مو سړول ؟ هغه
غرور او لویی مو څه سوه ؟ هغه پلوونه او مکلف خوراکونه دې څه سول ؟ اوس خو د
تورو خاورو مېلمه یې !

هو ، فقيه ابواللیث سمرقندي (رح) داسی ویلی دي : څوک چي غواړي د قبر له عذابه
ځان وژغوري نو هغه ته پکار دي چي څلور شيان په ځان باندي لازم کړي او له څلورو
شيانو څخه ځان وژغوري . هغه لازم شيان په لاندي ډول دي :

لومړی : د لمونځونو پابندي ؛ دوهم : صدقه ورکول ؛ درېيم : د قران تلاوت کول ؛
څلورم : تسبيح ، ځکه چي دا به د هغه قبر پراخ او منور کړي . او د کومو شيانو څخه
چي ځان ژغورل پکار دي هغه دا دي : لومړی : درواغ ويل ؛ دوهم : خيانت کول ؛ درېيم
: چغلي کول ؛ څلورم : د ميتيازو ( بولو ) د څاڅکو څخه ځان نه
ساتل.
په رښتیا هم د یو عالم له قوله درواغ د ګناهونو مور او خیانت یې
پلار دی . نو الله دی د دغو او نورو بدو اعمالو د ترک او پرې ښودلو توفیق
راکړی .


د
روژې څوارلسمه تحفه

روژه د الله یو امانت دی . په دې امانت کی جسماني او نفسانی دواړه قیودات ،
تحدیدات  او مقررات شامل دي . نو ځکه روژه د مکافاتو او مجازاتو په منځ کی ده
. رسول الله (ص) داسی فرمایلی دي : « هر شی زکات لری ، خو د بدن
زکات روژه ده » . بیا داسی فرمایی : « څوک چی د رمضان د میاشتی یوه روژه
بیله عذره یا بیله ناروغۍ څخه وخوری ، په ټول وخت کی یې جبران نسی ادا کولای
» . نو الله تعالی دی د هغې د ټولو شرایطو د سم مراعاتولو توفیق او توان
راکړی . او دا هم څوارلسمه تحفه ، ( ن . صمد )

د زاهد حیرانتیا

یو زاهد ویلی دي چی د څلورو کسانو ځواب ډیر سخت حیران او مات کړی یم :

لومړی ـ یو فاسد انسان می له څنګه تیر سو ، ما خپلی جامې راټولی کړې تر څو تماس
ورسره پیدا نکړی . خو هغه داسی راته وویل : اې شیخه ! یوازی الله ښه پوهیږی چی سبا
به زما او ستا حالت څنګه وی [ یعنی تا به وبخښی که ما ] .

دوهم ـ یو نشه انسان می ولیدﺉ چی کوږ ووږ او بې انډوله تلی ، ورته ومی ویل چی سم
ګامونه اخله داسی نه چی غوځار سې . هغه راته وویل چی آیا تا په خپلو ټولو ادعاوو
سره چی کوې یې ، ثابت ګامونه اخیستی دي ؟

درېیم ـ یو ماشوم می ولید چی لګېدلې شمع یې په لاس کی وه ، ورته ومی ویل چی دغه
روڼا له کومه راځی ؟ هغه شمع پو کړه او هغه مړه سوه او داسی یې راته وویل : ته چی
د ټول ښار لوی شیخ یې ، ووایه چی دا روښنایی چیری ولاړه ؟

څلورم ـ یوه ډیره ښایسته ښځه می ولیدله چی د قهر په حال کی یې د خپل میړه څخه
شکایت راته کاوه . ورته ومی ویل چی اول خپل مخ پټ کړه بیا خبری راسره وکړه . خو
هغې داسی راته وویل : زه چی په دنیوي غوښتنو کی ډوبه یم ، دومره له ځانه بې خبره
یم ، خو ته څنګه د الله په محبت کی غرق یې چی د کتلو څخه بیرېږې ؟

هو ، که څوک بد یا ناوړه انسان ته بد ووایی ، که څه هم حقیقت به وی لاکن دا خبره
پر هغه بده لګیږی آن د ځان بې عزتی یې بولی نو ځکه بد عکس العمل څرګندوی څو چی په
لوی لاس به جنجال راته جوړ وی . د عالم لپاره چپ والی د هغه فایده او د جاهل لپاه
چپوالی د هغه پرده ده . یعنی دا چی که عالم هر څومره ډیری خبری وکړی هیبت یې لږیږی
خو بې خبره کسان او جاهلان که ډیر وږغیږی نو د ناپوهۍ څخه یې پرده ایسته کیږی .
همدا علت دی چی یو مفکر ویلی دي چی : کله عقل کامل سی نو خبری کمی سی
. الله دی د ښه خبرو د کولو او بدو خبرو د نه کولو توفیق را کړی .

د نیکیو او بدیو قوت

روایت دی چی یو پیغمبر کومه ورځ پر خپل ښیً اړخ درې نوراني او ښایسته مجسمې
ولیدې او برعکس پر خپل  کیڼ اړخ یې درې بدرنګه او بد شکله مجسمې ولیدې . د
راسته اړخ له هری مجسمې یې جدا جدا وپوښتل چی ته څوک یې ؟ لومړنۍ ورته وویل چی زه
« عقل » یم . دوهمی ورته وویل چی زه « حیا » یم ، او درېیمی ورته
وویل چی زه « رحم » یم . وروسته پیغمبر ورڅخه وپوښتل چی تاسی چیری
اوسېږﺉ ؟  عقل ورته وویل چی زه د انسانانو په سر کی اوسیږم ، حیا ورته
وویل چی زه د انسانانو په سترګو کی اوسیږم او درېیمی یعنی رحم ورته وویل
چی زه د انسانانو په زړه کی اوسېږم .

پیغمبر وروسته د چپه خوا د درو ناولومجسمو څخه کټ مټ پوښتنی وکړې . لومړنۍ ورته
وویل چی زه  « تکبر » یم او د انسانانو په « سر » کی اوسېږم . پیغمبر ورته
وویل چی سر خو د عقل ځای دی . هغې ورته وویل چی که زه ورننوزم نو عقل ځی یعنی سر
بې عقل کیږی . دوهمی ورته وویل چی زه « طمع » یم او ځای می د انسانانو زړه دی .
پیغمبر ورته  وویل چی هغه خو د حیا ځای دی . مجسمې ورته وویل چی
که زه د انسان سترګو ته ورداخل سم حیا ورڅخه ځی یعنی سترګی بې حیا کیږی .
پیغمبر وروسته د درېمی څخه وپوښتل چی ته څوک یې او چیری اوسیېږې ؟ هغې ورته
وویل چی زه « حسد » یم او د انسانانو په زړه کی اوسېږم . پیغمبر ورته
وویل چی زړه خو د رحم ځای دی . هغې ورته وویل چی کله زه د انسانانو زړه
ته ورننوزم نو رحم ځی یعنی د انسان زړه حاسد او بې رحمه کیږی . وروسته
پیغمبر پر دغو درو واړو باندی لعنت ووایه او ورڅخه روان سو .

هو ، یو عالم څه ښه ویلی دي : دهغه علم څخه ځان وساته چی په هغه کی عمل نه وی ؛
او د هغه عمل څخه ځان وساته چی په هغه کی علم نه وی ! په رښتیا هم که انسانان بدیو
او ګناهونو ته اجازه ورکړی چی بدن ته یې ننوزی ، نو نیکۍ او انساني اخلاق به کډه
وکړی او ځای به یې بدۍ ، ګناهونه او ظلم ونیسی او اړونده انسان به له هره پلوه
ګنهګار کړی او په دې ډول به یې دنیا او اخرت خراب وی . نو څومره به ښه وی چی پر
خپل نفس غالب اوسو او شیطان ته اجازه ورنکړو چی بې لاری او مات مو کړی . خو که مو
اراده اوسپنیزه ( یعنی ایمان پیاوړی ) وی نو بیا شیطان مات او مغلوب دی که نه
خبره به برعکس وی .


د
روژې ديارلسمه تحفه

ګرانو او متدینو لوستونکو ، وړمه ورځ د کاناډا په اېجکس ښار کی یوه ډیره زړه
دردونکې پیښه رامنځته سوه : یوه منوره او مشهوره افغاني کورنۍ ده چی یوه ډیره
ښایسته ، متدینه ، تعلیم یافته او مهربانه لور یې درلوده چی په یوه ډیره مشهوره
کمپنۍ کی منېجره وه او تل به یې ښه حجاب او اسلامی لباس اغوست . خورا ټینګه
پرهیزګاره او زاهده پیغله وه . والدینو دغه پېغله په افغانستان کی یو ځوان ته
ورکړه چی یو نیم کال مخکی د کابل د طب پوهنځی څخه فارغ سوی او تازه ډاکټر سوی و .
دغه ځوان درې میاشتی مخکی کاناډا ته راورسېد او میرمنی یې ښه کور هم
ورته رانیوی چی دواړه پکښی اوسېدل . یو ښایسته زوی یې هم درلود چی یو نیم
کلن دی ( ځکه هغوی درې کاله مخکی په کندهار کی واده کړی و ) . درې
ورځی مخکی دغه ځوان پر داسی مهال پر خپله مهربانه میرمن باندی د چاړې
حمله وکړه چی روژه مات ته فقط یو ساعت پاته و . دغه وحشی انسان خپله
معصومه میرمن ۴۸ واره په چاړه ووهله ، سورۍ سورۍ او ځای پر ځای یې شهیده
کړه ، انا لله و انا الیه راجعون . پولیسو دغه ځوان ونیوئ خو د میرمنی د
والدینو کور یې خراب کړ . زه نه پوهیږم چی دا څنګه ډاکټر او تعلیم یافته
انسان و ؟! نو ستاسو درنو دوستانو څخه ورورګلویزه هیله ده چی دغه شهیدی او
ټولو شهیدانو او مرحومینو ته دعا وکړئ .

قدسی حدیث دی چی الله تعالی فرمایی : « د بنی آدم هر عمل د هغه خپل وی ، مګر
روژه زما لپاره ده او د هغه بدله به زه ورکوم » . موږ پوهیږو چی د الله بدله رحمت
، مغفرت او هدایت دی . د روژې میاشت د معنوی او فرهنګی بیا رغونی ، عفوی او
تیررېدنی ، د باطلو عادتونو د پرېښودنی ، د غفلت له خوبه د راویښېدنی ، د شهوت له
دامه د خلاصیدنی ، د غیبت ، حسد ، درواغو او ګناه څخه د لیری کېدنی میاشت ده .
ځکه ، یوولس میاشتی زموږ او دغه یوه میاشت د الله ده نو څومره مراعات
یې باید وکړو . دا هم د دې مبارکی میاشتی لپاره دیارلسمه تحفه چی ستاسو
درانه حضور ته یې وړاندی کوم ( ن . صمد )

د یوې نیکۍ اړتیا

په يو روايت كی راځي چې د قیامت په ورځ به الله رب العزت يو ځوان ودروي . د هغه
ګناهونه او نيكۍ به ټولې سره برابری سي . الله رب العزت به ورته وايي چی اې بنده !
كه ستا سره يوه بله نيكي هم وای نو ما به ته جنت ته بېولى وای .
ځوان به ورته وايي چی اې الله رب العزته ! ماته اجازه راكړه چی د خپلوانو څخه
یې وغواړم . الله تعالی به اجازه وركړى . دا ځوان په زړه كی ډېر ډاډه وي
، چې زما خپلوان خو په دنيا كې ماته په هر مصيبت كې پكار راتلل ، او زه به
دوى ته پكار ورتلم نو ضرور به يوه نيكي راكوي .

اول به خپل ورور ته ورسی او ورته  وبه وايي چی ورور جانه ! موږ  په
دنيا كې يو ځاى ژوند سره کړی دی ، زما او ستا خوشحالي يوه وه ، غم مو هم يو و ، ما
او تا به يو لاس يو بازو وو . كه ستا به څه ضرورت و ما به پوره كاوه ، او كه به
زما څه ضرورت و ، نو تا به پوره كاوه . اوس زه فقط یوې نيكۍ ته اړتیا لرم ، بس
يوه نيكي راكړه . ورور به ورته وايي چی ګرانه ! نن ورځ زه ستا سره هیڅ مرسته نسم
كولاى ، هسې نه چی زما نيكۍ كمي سي زه به څه كوم ؟ په دې ډول به ورور منفی ځواب
وركړى .

د ورور څخه به د مأيوسۍ په حال کی پلار ته ولاړ سي او ورته  وبه وايي چی
پلارجانه ! زه ستا زوى يم ، ستا د سترګو يخوالی يم ، ستا د زړه ټوټه يم ، زما يوې
نيكۍ ته ضرورت دی . په  دنيا كې چی به كوم مشكل ماته راتی نو ته به راسره
ولاړ وې . پلار جانه ! ته خو زما د سر سیورى يې ، نن زما یو مشكل دی كه صرف یوه
نيكي راكړې ، زما مشكل حل كیږی . مګر پلار به هم انكار وكړى ، او زوى به مأيوس
ځنی روان سي .

خور ته به ورسي او ورته وبه وايي چی زما خورجانې ! زما او ستا په دنيا كې څومره
محبت و ، ما هر څه له تانه قربان كړي وو . زه ستا ورور يم ، زما فقط يوه نيكي كمه
ده ، كه يوه نيكى راكړې نو نجات به حاصل کړم . مګر خور به هم انكار وكړى . دا ځوان
به خپلې میرمنی ته راسي او پوره يقين به یې وي چې دا خو  ضرور نيكي راكوي .
ورته وبه وايي چی زما او ستا څومره محبت و ، تا چی به څه غوښتل ما به
راوړل . اوس زما يوه نيكى كمه ده كه يوه نيكى راكړې ، زما ټول مشكل حلیږي
، خو دا به هم انكار وكړى .

رابه سي خپلې مور ته او دلته به یې پوخ يقين وي چې مور به مې حتمأ نيكى راكوي ،
ځکه چی په دنيا كې پر ما باندې ډېره مهربانه وه ، زه ورځم مور ته مې . کله چی مور
ته راسي ، ورته وبه وايي مورجانې ! زه ستا زوى يم ، ستا د سترګو تور يم ، ستا د
زړه ټوټه يم ، ماته يوه نيكى راكړه . كه یې را نكړې زه جهنم ته ځم . مور به يې
انكار وكړى خو دغه ځوان به په زور سره چغې وهى ، مورجانې ! ستا زوى ستا مخې ته
فرياد كوي ، ستا مخې ته ژړا كوي ، يوه نيكى غواړي ، مورجانې ! پر خپل زوى باندې
لږ مهرباني او زړه سوﺉ وكه . پر خپل زوى باندې رحم وكه ، خپل زوى ته خو وګوره ،
مورجانې ! په دنيا كې به زه تا ګرمۍ ته هم نه درولم ، خو اوس جهنم ته ځم ، صرف
يوې نيكۍ ته ضرورت لرم ، يوه نيكي راكه .
د دومره سوالونو او زاریو سره سره
به یې مور هم انكار كوي او نيكى به نه وركوي . وروسته به الله تعالی ته خالی
لاس ورځی څو چی وروسته به الله تعالی دا ضرورت ورپوره کړی .

هو ، هر انسان تنها زوکیږی ، همداسی تنها به د الله تعالی حضور ته حاضریږی او د
خپلو اعمالو حساب به ورکوی او هیڅ شی به یې هم پټ نه پاتیږی ( الحاقه ـ ۱۸ ) . هغه
اعمال چی موږ یې کوو په ظاهره خو جنت ته د تللو وړ نه دي . نو الله رب العزت دې
موږ پخپل فضل او كرم سره جنت ته بوځي . دا دنیا خو فانی او د سترګو په رپ کی
درومی . وخت هم د بل هر شي غوندی د الله یو امانت دی چی ضایع کول یې خیانت ،
مصیبت او فلاکت دی . الله تعالی د توبې دروازه خلاصه پرېیښې ده داسی نه چی
ناوخته سی او بیا په قیامت کی د مور او پلار غوندی مهربانه خپلوان هم آن یوه
نیکي لا نه راکوی .

لوی او دروند عذاب

ډیر پخوا په بنی اسراییلو کی یو سړی و چی د پیغمبر سره یې داسی مناقشه لرله : ما
په خپل ټول عمر کی د خدای نافرماني کړې ده . ډیر ګناهونه او ظلمونه می کړي دي .
ډیر زیانونه می رسولی دي . خو تر اوسه می هیڅ تاوان نه دی لیدلی او نه
هم څه عذاب راکول سوی دی . که ګناه او ظلم سزا لری نو ولی ما ته نه ده راکول
سوې ؟

پیغمبر څو ورځی وروسته ورته راغی او داسی یې ورته وویل : الله تعالی فرمایی چی
ما تا ته ډیر عذابونه درکړی دي خو ته نه پوهیږې . آیا ته می د خپل عبادت د خوږوالې
او لذت څخه نه یې محروم کړی ؟ آیا ستا پر مخ می د مناجات دروازه نه ده تړلې ؟ آیا
په آخرت کی می د ښه او مؤفقانه ژوند امید نه دی درڅخه اخیستی ؟ آیا له دې نه هم
لوی او دروند عذاب غواړې ؟

هو ، الله تعالی هیڅ ظالم او هیڅ ګنهکار هم بې سزا نه پریږدي . په دې دنیا کی لږ
خو په آخرت کی د هغه د ګناه مطابق جزا ورکوی ( آل عمران ـ ۱۸۵ ) . دا چی ډیرئ کسان
د الهی اوامرو او نبوي هدایاتو څخه سرکښي کوی باید پوه او متوجه اوسي چی الله
تعالی یې همداسی نه پریږدی بلکی حتمأ یې راګیروی او ښه ټینګ یې راګیروی . الله
تعالی د هری ګناه ، هر ظلم او هری بې انصافۍ د جزا ستره برخه ځکه په آخرت کی
ورکوی چی که یې په دې دنیا کی ورکړي نو د مځکی پر مخ به هیڅوک هم پاته نسی 
( النحل ـ ۶۱ ) . همدا علت دی چی هر څوک ګناه او ظلم کوی خو سزا یې ژر نه وینی
بلکی ورته ساتل سوې ده ، یعنی لوی او دروند عذاب ورته معطل دی .


د
روژې دوولسمه تحفه

روژه یوازی د خوراک ـ څښاک څخه ډډه نه بلکی د ژبې ، زړه او نورو اعضاوو سم
استعمال هم پکښی شامل دی . نو راځی چی پوخ تکل وکړو چی غیبت به نه کوو ، درواغ به
نه وایو ، سترګی او غوږونه به د ناروا څخه ساتو ، ظاهر او باطن مو تصفیه کوو .
رسوالله (ص) فرمایی : « هغه څوک چی درواغ او پر هغه عمل نه پریږدی نو
الله هم ده ته هیڅ ضرورت نه لری چی صرف خوراک او څښاک بند کړی » . په همدې
هیله د روژې دوولسمه تحفه قبوله کړئ ( ن . صمد )

د قبر خبردارﺉ

حضرت عمر بن عبدالعزيز (رح) يوه ورځ د خپلوانو د جنازې سره روان و . كله چې
قبرستان ته ورسېدی ، هلته ګوښه كښېناست ، او ډېر زيات سوچ او فكر یې کاوه . چا عرض
ورته وكړ چې اې اميرالمؤمنينه ! ته خو د دې مړې ولي يې ، ته ولی ګوښه ناست يي ؟
عمر بن عبدالعزيز ورته وويل : ماته قبر ږغ کوی چی اې عمر بن عبدالعزيزه ! ته ولې
زما څخه پوښتنه نه كوې ، چې زه ستا او هر چا د راتلونكې سره څه كوم ؟
ما
ورته وويل : ضرور راته ووايه . قبر راته وويل چی كله ماته یو انسان دننه راسي
، نو :
زه به د ده كفن وشكوم ؛
زه به د ده بدن ټوټه ټوټه كړم
؛
غوښه به يې ذرې ـــ ذرې كړم ؛
سر به يې د تن څخه پرې ( غوڅ ) كړم ؛

هډوكى به يې له يو بل نه جدا كړم ؛
لاس به يې د اوږو نه پرې
كړم ؛
پنجې به يې له پنډيو نه جدا كړم ؛
پنډۍ به يې له زنګنو
نه جدا كړم ؛
زنګنونه به يې د ورنونو څخه جدا كړم ؛
ټول به ذرې
ــ ذرې كړم .
عمر بن عبدالعزيز وويل كه هغه همدلته زما عزيز و ، خو
په آخرت كې ذليل دی ، كه دلته شتمن و ، نو په آخرت كې فقير دی .

هو ، لږ سوچ وكړﺉ مسلمانانو ! لږ غور وكړﺉ ، لږ فكر وكړﺉ ، داسی نه چې وخت تېر
وي بيا آرمان كوو او څه په لاس نه راځي . نو د قبر تاريكیو ته روڼا پيدا كول پكار
ده چی د تيارو څخه د وتلو لار ومومو . قبر هغه دروازه ده چی هر انسان باید
ورننوزی ، څوک پکښی اباد او څوک پکښی برباد سی . رسول الله (ص) فرمایلی دي چی :
« قبر ( د مؤمن لپاره ) د جنت یوه باغچه یا ( د کافر لپاره ) د جهنم
کنده ده ، نو ځکه مرګ ډیر یادوئ چی ستاسو پر نفساني غوښتنو باندی اوبه
وشیندي ». په رښتیا هم نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ
ده بېله عمله !

ابلیس او فرعون

روایت دی چی یوه ورځ فرعون د انګورو واښکی په لاس کی نیولی و او انګور یې ورڅخه
خوړل چی ابلیس ورته راغی او داسی یې ورته وویل : آیا یو څوک د انګورو دغه واښکی په
مروارید سره اړولای سی ؟ فرعون ورته وویل چی یا .

دا مهال ابلیس د سِحر په لطایفو سره هغه په مروارید سره بدل کړ ، یعنی هره دانه
یې مروارید سو . فرعون هک پک سو او داسی یې ورته وویل : ستا غوندی تکړه هستي او
استاد په دې دنیا کی بل نسته ، آفرین ! ته څومره ستر یې .

ابلیس هم پر مخ ډیره ټینګه څپېړه ( چَپلاخه ) وواهه او داسی یې ورته وویل : زه
یې د دې ټولی استادۍ سره سره حتی په بندګۍ هم نه قبلولم ، خو ته څنګه په خپل دغه
حماقت سره د خدایی دعوه کوې ؟!

هو ، شِرک هغه عظیمه ګناه ده چی الله تعالی یې قطعأ نه معافوی ، نه یې بخښی او
سخته سزا ورکوی . فرعون خو لومړی د شیطان څپېړه وخوړه ، بیا په اوبو کی غرق سو ،
بیا یې جسد تر ننه د نندارې او عبرت وړ دی ، وروسته به د آخرت عذاب او عتاب هم
تیروی . خو که موږ لیری او نږدې په ښه غور سره وګورو ، ننني ظالمان ، مشرکان او
انسان ډوله شیطانان هم کټ مټ په دنیوي عذاب مبتلا دي ( لکه فتنې ، دسیسې ، روحی
ناقرارۍ ، بېره او خوف…. ) حال دا چی اخروي او الهی عذاب ورته منتظر دی .


د
روژې یوولسمه تحفه

درنو لوستونکو ، د روژې د مبارکی میاشتی لومړنۍ (یعنی د رحمت ) لسیزه تیره سوه
اودا ده نن دوهمه ( یعنی د مغفرت ) لسیزه پیل سوه . انسان خصوصأ مسلمان او مهمه لا
دا چی افغان هیڅ د خطا څخه خلاص نه دی . موږ او تاسی ضرور د لږ یا ډیری ګناه
مرتکب کیږو . څنګه چی دا د مغفرت لسیزه ده ، شیطانان ټول تړلی دي او الله تعالی
عفو ، بخښنه او مغفرت لوروي ، نو څومره به ښه وی چی د رحیم او کریم خدای څخه
بخښنه او مغفرت وغواړو تر څو هغه ذات مو وبخښی . حدیث دی چی که څوک مغفرت و نه
غواړی هغه به ډیر بد نصیبه انسان وی . نو غوره دا ده چی استغفار ووایو په تیره
بیا « استغفرالله رب من کل ذنب و اتوب الیه » ډیر ووایو . الله تعالی فرمایی
چی بېشکه نیکۍ بدۍ له منځه وړی . نو هیله ده چی دا بهترین چانس له لاسه
ورنکړو او دا هم د روژې یوولسمه تحفه ( ن . صمد )

کوم د مسلمانۍ پنځه
بناوی؟

موږ پوهیږو چی د اسلام بنسټ یا بناوی پنځه دي چی هغه کلمهً طیبه ، لمونځ ، روژه
، زکات او حج دی . خو ننني زیاتره مسلمانان دا هر څه صرف په نوم کوی او د ګناهونو
څخه ښه ډک وی ، مثلأ :
کلِمه : ډیر داسې مسلمانان به مو لیدلی وي چې اقلأ د
ورځې پنځه واره کلمه وایې ، خو یو ساعت هم بېله درواغ ویلو څخه نسي تیرولای .

لمونځ : ډیر داسی مسلمانان به مو لیدلي وی چی لمونځ به یو وخت هم
نه ترې قضاء کیږي ، خو د یو مسلمان جایز او قانوني کار به د رشوت په خاطر د
څو ورځو لپاره ځنډوي او قضاء کوي به يې .
روژه : ډیر داسی مسلمانان
به مو لیدلي وی چی هیڅ کله به آن یوه روژه هم نه خوري ، لاکن غیبت به
هره ورځ کوی ( چې د خپل مسلمان ورور د بدن د غوښې خوړل دی )
.
 زکات : داسی مسلمانان به مو لیدلي وی چی دغریبو او مسکینو
خلکو حق یعنی د زکات ورکړه به هیڅ وخت نه وي ترې پاته سوی ، خو په
ناروا او حرامو پیسو به نه مړیږی او په کاروبار کی به خلک غولوی آن دا چی
ځان به ملیونر کړی .
حج : د فرضي حج څخه علاوه به عمرې ته هم هر
کال روان وي ، خو د نورو حق او د ملت مال به په پټه یا ښکاره ، جبر او
غبن سره خوری او په ګناه به یې هیڅ نه حسابوي .

د دې نه علاوه : شراب به هیڅ وخت نه څښي ، خو په ظلم او د خلکو د وینو په څښلو
به یې هم تنده نه ماتیږي .
 د خنځیر غوښه به نه خوري ، خو د انسان د غوښې
خوړلو نه به هیڅ وخت پرهیز نه کوي .
د  کفارو د لاس ذبح حرام بولي خو
خیانت ، رشوت او غدر به د مور د شیدو غوندی حلال ګڼي .
قمار نه کوي ، خو د بل
مځکی ، کورونه او جایداد داسې غصبوي لکه چې د پلار او نیکه څخه په میراث کی ورته
پاته وي .
افسوس خو په دې راځي چی دغه خلک بیا ځان ته « ښه » مسلمان هم وایی
. ظاهره یې پاکه خو دننه یې ناپاکه وی . نو الله دی یې اصلاح او
فلاح کړی .

رښتیانۍ مینه

یو سپین ږیرﺉ سهار وختی له کوره راووت خو پر لارې ناببره موټر وواهه او لږ زخمی
سو . خلکو ډیر ژر روغتون ته یووړ . نرسانو یې ټپونه پټۍ او پانسمان کړل او وروسته
یې ورته وویل چی باید ایکسرې وکړو تر څو معلومه سی چی کوم هډوکی خو به مات نه وی
یا اقلأ درز خو به نلری . بوډا خپه سو او په غمجنه لهجه یې ورته وویل چی ډیر
تلوار می دی او ایکسرې ته ضرورت نسته . نرسانو د هغه څخه د تلوار سبب وپوښتی .
هغه ورته وویل چی میرمن می په روغتون کی بستر ده او هر سهار خواړه
وروړم او یو ځای یې سره خورو ، نو ځکه نه غواړم چی ناوخته سی . نرسانو ورته
وویل چی ته لږ تم سه او موږ به هغې ته خبر ورکړو . بوډا ورته وویل چی
ډیره عفو غواړم ، هغه د الزایمر په ناروغی مبتلا ده ( یعنی هیڅ درک نه
لری او نه څوک پیژنی ) حتی ما پخپله هم نه پیژنی چی څوک یم .

نرسي په حیرانتیا سره ځنی وپوښتل چی هغه آن تا هم نه پیژنی چی څوک یې ، نو ولی
هر سهار په دومره تکلیف او تلوار ډوډۍ ور وړې او ورځې ؟ بوډا په درېدلي آواز ورته
وویل چی که می هغه نه پیژنی ، زه خو یې پیژنم چی څوک ده !

هو ګرانه لوستونکې ، امیرالمؤمنین حضرت عمر (رض) داسی فرمایلی دي : « د کومی ښځی
څخه چی خپل میړه راضی او خوښ وی هغه جنتي ده .» دا چی میړه او میرمن ډیر اوږد عمر
په ګډه سره تیروی او د مابعده نسلونو او کورنیو تهداب ایږدي نو څومره به ښه وی چی
هغه په مینه او خوښۍ سره تیر کړی . امام غزالي (رح) وایی چی : « د ښځی سره په خوش
اخلاقۍ ژوند وکړئ ، هغې ته تکلیف مه ورکوئ بلکی تکلیفونه ورڅخه لیری کړئ .» په
رښتیا هم دغه بوډا شخص د انسانیت او اسلامیت اصول عملأ مراعاتول او موږ ټولو ته دی
هم الله تعالی د ښځینه او ټولو بشری حقوقو د بشپړ مراعاتولو توفیق راکړی .


د
روژې لسمه تحفه

روژه د ټولو آسمانی ادیانو د ظهور میاشت ده . روایت دی چی ټول الهی کتابونه په
روژه کی نازل سوي دي : پر ابراهیم (ع) باندی صحیفې په روژه کی نازل سوي دي ؛ پر
موسی (ع) باندی تورات د روژې پر شپږمه نازل سوی دی ؛ پر داؤد (ع) باندی زبور د
روژې پر اتلسمه نازل سوی دی ؛ پر عیسی (ع) باندی انجیل د روژې پر دیارلسمه نازل
سوی دی ؛ او پر محمد رسول الله (ص) باندی قرآن د روژې د لیلة القدر په شپه نازل
سوی دی چی د وروستۍ لسیزی یوه طاقه شپه ده . نو دا هم د روژې د مبارکی میاشتی
لسمه تحفه (ن . صمد)

علم ښه دی که شتمني ؟

یوه جاهل د یوه حکیم او عالم څخه پوښتنه وکړه چي علماء همېشه د پاچهانو د کورو
پر دروازو وینم او دا به ډېره نادِره وي چي پاچا دي د عالم د کور و دروازې ته ورسي
. نو که علم تر مال او شتمنۍ ښه وای باید خبره برعکس وای یعني
پاچهان به د علماوو د کورو دروازو ته ورتلای .

حکیم ور ته وویل : عالم پوهیږي چي هم په علم کي فایدې سته هم په شتمني کي ، نو
خود دواړه طلبوي ؛ او جاهل نه پوهیږي چي په علم کي څومره فایدې سته ، نو خود علم
نه طلبوي .

هو ، په خپله همدغه قصه د علم پر کمال او د جهل پر نقصان دلالت کوي . که موږ
بشري تاریخ ته ښه ځیر سو نو ثابته به سی چی علم او پوهه روڼا ده ، خو هغه د اخلاقو
څخه پرته خطرناکه او ورانونکې ده . ابوالاسود څه ښه ویلی دي : د پاچهانو حکومت پر
خلکو دی مګر د عالمانو حکومت پر پاچهانو دی . نو الله (ج) دی هر مسلمان د علم په
نور منور کړی .

خدای ته زارۍ او ژړا

یوه شپه یو شاګرد ګوښه ناست و او خدای ته یې زارۍ او ژړاوی کولې چی استاد یې څنګ
ته ودرېد خو شاګرد په خپلو فریادونو لګیا و . وروسته استاد ږغ پر وکړ چی دا دومره
زارۍ او ژړاوی د څه لپاره دي ؟ شاګرد ورته وویل چی خدای ته یې د بخښنی او مغفرت
لپاره کوم تر څو ګناهونه می رامعاف کړی .

استاد ورته وویل چی یو سوال درڅخه کوم ځواب یې راکړه . شاګرد په ډیر ادب سره
ورته وویل چی مهربانی وکړﺉ . استاد ورڅخه وپوښتل چی که ته یوه چرګه وروزې ، هدف به
دې د دې روزنی او پالنی څخه څه وی ؟ شاګرد ورته وویل چی بېله شکه د دې لپاره چی
ښه غوښه او هګۍ راکړی . استاد ورته وویل چی که وغواړې هغه حلاله کړې خو چرګه
ډیری زارۍ او ننواتی درته وکړی نو آیا د خپل دغه تصمیم څخه به تیر سې ؟ شاګرد
ورته وویل چی یا ، بلکی د هګیو او غوښي لپاره یې روزم او هیڅ نه ورتیریږم .
استاد ورڅخه وپوښتل چی که همدا چرګه هر ورځ د سرو زرو هګۍ درکړی ،
آیا بیا به یې هم حلاله کړې تر څو د غوښو څخه یې برخمن سې ؟ شاګرد لږ سوچ
او فکر وکړ او وروسته یې ورته وویل چی یا ، نه یې حلالوم بلکی طلایی هګۍ
به یې ما ته فوق العاده مهمی وی .

استاد ورته وویل چی داسی ده ، نو ته هم خدای ته همداسی اوسه . تل په دې هڅه کی
اوسه چی تر خپل پوست ، تر خپل تن ، او خپل وجود مهمتر اوسې . یعنی تلاښ وکړه چی د
خالق او مخلوق دواړو لپاره ګټور او مهم اوسې چی له امله به یې پخپله د خدای د
رحمت څخه مستفید او برخمن سې . خدای ستا تشي زارۍ او ژړاوی نه غواړی بلکی په
خشوع او خضوع سره عبادت او اطاعت درڅخه غواړی او د همدې لپاره دې دنیا ته
راغلی یې او دا یوه امتحانی دوره ده چی د سترګو په رپ کی ځی .

هو ، موږ باید یوازی خدای (ج) ته و نه وایو چی دغه یا هغه مشکل لرو ، بلکی خپل
مشکل ته ووایو چی خدای لرو ! د دغه فارمول عملی کول به انشاالله ذهنی ، فکري او
قلبی سکون را عطا کړی . حضرت صدیق (رض) فرمایلی دي چی : په صبر کولو کی کوم مشکل
نسته ، خو په ژړا او فریاد کی بیا کومه ګټه نسته . نو که موږ او تاسی ښه متوجه سو
راته ثابته به سی چی په مصیبت کی بې صبري کول دوهم مصیبت دی . نو هیله ده چی د
هر ډول غم او مصیبت پر مهال همت ، استقامت او مقاومت له ځانه وښیو چی همدا مو
اسلامي ، ایمانی او انسانی وجیبه ده .


د
روژې نهمه تحفه

متدینو دوستانو ، څنګه چی په دې میاشت کی هر ښه عمل او هر عبادت څو چنده عوض لری
، نو افسوس په هغه  مسلمان چی دا میاشت د نورو ۱۱ میاشتو غوندی د موسیقی په
لیدو یا اورېدو ، د ناوړو ټلویزیونی چینلونو او پروګرامونو په لیدو او یا هم د
انټرنیټ د بد اخلاقه او حرامو خپرونو په لیدو ، قطعه بازیو ، قمار ، ګیم او نورو
مفاسدو سره ضایع کوی . دا هم د روژې نهمه تحفه چی ستاسو حضور ته یې وړاندی کوم (
ن . صمد )

د لوط (ع) د قوم د هلاکت
ځانګړتیاوی

د لوط علیه السلام قوم چی خدای هلاک او تباه کړ په لواطت او همجنس بازۍ کی اوڅار
و . هغوی څلور معلومی ځانګړتیاوی لرلې چی دا دي :
لومړئ ـ شپیلک وهل :
د لوط
(ع) د قوم دا صفت وو چی بل به یی بد کار ته را بلیً نو په خوله
به یی شپیلک ورته واهه . دا کړنه اوس له بده مرغه زموږ په ځوانانو کی تر بل
هر وخت ډیره سوې ده .

دوهم ـ د لاری او چوک پر سر دریدل :
یا د تلو راتلو د لاری داسی څنډی ته
دریدل چی د تلونکو او راتلونکو پیغلو او تنکیانو مزاحمت وکړی چی دا کار په لوطیانو
کی بیخی ډیر وو آن چی د الله لخوا د لوط علیه السلام کور ته د انسان په څیره کی د
لیږل سوو ملائکو یی لا هم مزاحمت وکړ او د هغوی څخه یی د بدکارۍ غوښتنه وکړه !

پیغمبر (ص) د دغه کار څخه په کلکه منع کړې ده . صحابه ؤ ته یی
فرمایل چی که چیری داسی ځای د دریدو ضرورت درته پیدا سو نو د دغه لاری حق به
خامخا ورکوﺉ . او حق یی دا دی چی سترګی به مو کښته وی او غوږونه به مو
خاموش وی ، یعنی علیحده به خلګو ته غوږ نه نیسیً ، که چا سلام درته ووایه
نو ځواب به ورکوﺉ او لاره به نه بندوﺉ بلکی ښه پوره د تیریدو لاره به
پریږدﺉ .

نن سبا موږ وینو چی سړکان ، د دکانونو مخ او لاری د ځوانانو د لاسه ډکی وی او
هغوی د لاری په منځ کی ولاړ وی څو مخامخ راتلونکو پیغلو او ښځو ته وګوری او تنګ یی
کړی ، هیڅ د لاری د پراخۍ اهتمام نه کوی .

درېیم ـ پرانیستی ګریوان ګرځیدل :
د لوطیانو پټووان چی پر ځان به یی اچولی
وو داسی وو لکه زموږ او ستاسو کرته قمیصونه چی اوس باب دي . دوی به خپل ګریوانونه
خلاص کړی وو تر څو خلګ یی سینو ته وګوری . نن سبا خو موږ او تاسو هم لیدلی دي چی
ځینو ځوانانو آن تر نامه پوری خپل ګریوانونه خلاص کړی وی تر څو خلګ یی دا پراخ
ځیګرونه او ورباندی شنه وریښتنان ننداره کړی .

څلورم ـ د پرتاګه یا پتلون ډیر لاندی تړل :
دا صفت د لوط (ع) د قوم په یوه
خاصه ډله کی و چی خلګو به بد کارونه یا لواطت ورسره کول او دا یی د پیژندلو یو ډول
نښه وه .
نن سبا دا عادت په ځوانانو کی بیخی ډیر سوی دی چی خپل پتلون د خاصرې
د لګن هډوکی ته څیرمه تړی او متأسفانه نه پوهیږی چی د دغه کار سرچینه څه ده .

دا چم د لویدیځوالو څخه را وارد سوی دی او دا اروپایی همجنس
بازانو ایجاد ، پلان او باب کړی دی چی د بدکاره ځوان یا پیغلی نښه بلل کیږی
( مخکی له دی چی په یو کار کی د یو چا تقلید وکړو باید د هغه کار سرچینه
ځانته معلومه کړو ، هسی نه چی شخصیت او دین ته مو په زیان سی . )

د دغه ډول پتلون یا پرتوګ تړلو ، یا کالیو ته د لوړ بارچاک په ورکولو سره د
معمولی حرکت او خوځیدو له امله د انسان شهوت پارونکي اندامونه ښکاری او ګناه ته
بلنه ورکوی .

دا خو هغه وو چی موږ ته یی اصلونه را معلوم سوه ، خدای پاک خبر دی چی نور به
څومره بد عادتونه وی چی اصل او سرچینه به یی خرابه وی !  مشهور عالم موریس
مترلینګ څه ښه ویلی دي : د نړۍ ملتونه د غوره اخلاقو په درلودلو تلپاته وی او په
نه درلودلو یې له منځه ځی .
نو یا الله ! مسلمانو ځوانانو او پیغلو ته د دغو
عادتونو د پریښوولو توفیق ورکړه . او اې الله ! موږ د لوط علیه السلام پر قوم د
نازلی سوي ټکی څخه وژغوره .

درې خطرناک اعمال

یو عالم ویلی دي چی درې شیان ډیر خطرناکه وبوله چی هر څه دی ګټلي وی ، هغه محوه
کوی :
لومړی ـ ژبه د تېغ څخه هم ډیره خطرناکه ده ؛
دوهم ـ نشه د مار څخه هم
ډیره خطرناکه ده ؛
درېیم ـ ګناه د زهرو څخه هم ډیره خطرناکه ده .

هو ، په رښتیا هم دا درې واړه اعمال د انسان ټولی نیکۍ ضایع کوی او په ټولنه آن
خپله کورنۍ کی یې مطلقأ تجرید ، سپک او بې دوسته کوی . الله تعالی د توبې دروازه د
ځنکدن (زکندن) تر وخته خلاصه پرې یښې ده . همدا اوس هم ناوخته نه دی . څومره به
ښه وی چی وخت او فرصت له لاسه ورنکړو .


د
روژې اتمه تحفه

پوهانو ویلی دي چی د بدن غذا خوراک دی خو د روح غذا بیا عبادت دی . نو ځکه روژه
زړه او روح صفا کوی . روژه یو الهی نعمت ، عبادت او امانت دی . نو الله تعالی موږ
امتحانوی چی آیا په دې امانت کی صادقان یو که خاینان ؟! الله تعالی فرمایی : « او
چا چی زموږ په لار کی جهد او محنت وکړ ، نو موږ به هم هرو مرو لار ور وښیو » (
عنکبوت ـ ۶۹ ) . داهم اتمه تحفه چی ستاسو خدمت ته وړاندی کیږی ( ن
. صمد)

هره شپه ۴ زره دیناره
خیرات

رسول الله (ص) یوه ورځ حضرت علی (رض) ته داسی وفرمایل : اې علی ، مخکی له دې چی
خپلی بسترې ته ولاړ سې ، دغه پنځه کارونه وکړه :
۱ ـ څلور زره دیناره صدقه
ورکړه ، بیا بیده سه ؛
۲ ـ قرآن مکمل ختم کړه ، بیا بیده سه ؛
۳ ـ د جنت
بیه ادا کړه ، بیا بیده سه ؛
۴ ـ دوه خوابدي ( مرَوَر ) کسان سره پخلا کړه ،
بیا بیده سه ؛
۵ ـ یو حج وکړه ، بیا بیده سه .

حضرت علی (رض) ورڅخه وپوښتل : اې د خدای رسوله (ص) ! دا کارونه خو زما په وس
پوره نه دي ، زه به څنګه دا ټوله کارونه وکړای سم ؟
نو رسول الله (ص) ورته
وفرمایل :
۱ ـ څلور واره سورهً فاتحه ( الحمدلله ) ویل داسی لکه څلور زره
دیناره صدقه چی ورکړې ؛
۲ ـ درې واره سورهً اخلاص ( قل هوالله ) ویل داسی لکه
پوره قرآن چی ختم کړې ؛
۳ ـ درې واره [ په یو بل روایت کی لس واره ] درود ویل
داسی لکه د جنت بیه چی ادا کړې ؛
۴ ـ لس واره استغفرالله ( یا بل هر استغفار
) ویل داسی لکه دوه خوابدي کسان چی سره پخلا کړې ؛
۵ ـ څلور
واره د درېیمی کلمې ( سبحان الله والحمدلله و لا اله الا الله والله اکبر
ولا حوله ولا قوة الی باالله ) ویل داسی دی لکه یو حج چی وکړې .

حضرت علی (رض) هم ورته وویل : د الله رسوله (ص) ! زه به هم سر له ننه خپل بستر
ته د تللو څخه مخکی دا ټوله کارونه کوم .

هو ، ذکر اوتسبيح د الله تعالی په دربار کی یو ډول ګدائي ده چی هر مسلمان ورته
اړ دی ، څوک ډیر او څوک لږ . دا چی حضرت علی (رض) غوندی یو ثابت قدمه مؤمن به ذکر
او تسبیح کول ، نو موږ او تاسو به څومره ورته اړ یو . هیله ده چی د رحمت روانه
لسیزه ضایع نکړو او مسلسل د الله ذکر ، تسبیحات او ثنا ووایو .

د بدن د غړو صدقه

رسول الله (ص) فرمایلی دي چی د انسان په بدن کی چی څومره اندامونه دي په هغو
صدقه ده . سبحان الله ویل صدقه ده ، الحمدلله ویل صدقه ده ، الله اکبر ویل صدقه ده
، د نیکۍ امر کول صدقه ده ، د بدوڅخه منع کول صدقه ده . خو که یو څوک د څاښت مهال
دوه رکعته لمونځ وکړی نو د هر غړي صدقه یې ادا کیږی . (صحیح مسلم)

هو ګرانه لوستونکې ، څومره پیرزوینه ، څومره امتیاز او څومره مراعات ! هیله ده
چی دا بهترین نعمت وړیا حاصل کړو، بې تکلیفه او بې زحمته یې حاصل کړو . لوی خدای
دی د یقین تلقین راکړی . بس یوه ټینګه اراده او فیصله غواړی .


د
روژې اوومه تحفه

درنو لوستونکو ، روژه یوازی بدني اړخ یعنی د خوړلو ، څښلو او جماع څخه ډډه نه ده
، بلکی معنوی او اخلاقی اړخ هم لری چی هغه د زړه ، دماغ او ژبی کنټرول دی . غیبت
کول ، درواغ ویل ، سترګی او غوږونه د ناروا څخه نه کنټرولول او د هر ډول حرامو څخه
نه پر شا کیدل روژه خرابوی . حدیث دی چی : ځینی کسان داسی روژه نیونکي وی چی د
خپلو روژو څخه یې صرف لوږه په نصیب وی او بس . نو د دغه نبوي حدیث د مراعاتولو په
هیله لطفأ اوومه تحفه قبوله کړئ ، ( ن . صمد )

الهی نعمتونه

راسئ چي د الله (ج) يو څه لوى لوى نعمتونه او احسانونه تر نظر وباسو او بيا د
دغه احسانو په مقابل کي خپل مسئوليت حِس کړو او ورته متوجه سو .
لومړی : تر هر
څه د مخه الله (ج) موږ د عدم څخه و وجود ته راوستلو ، دا هم کېدلاى سواى چي الله
(ج) موږ هيڅ نه واى پيدا کړي . نو دغه زموږ وجود په خپله يو
لوى نعمت دى .
 دوهم : بيا چي يې پيدا کړو ، په انسانانو
کي يې پيدا کړو نه په حيواناتو او حشراتو کي . آيا دا ممکنه نه وه چي رب
(ج) زه او ته هم د هغه بدو حيواناتو د جملې څخه ګرځولي واى ، چي د نوم
په يادولو سره يې زه او ته شرمېږو يا حياء را ته درېږي ؟!
درېيم :
بيا يې په انسانيت کي په مسلمانانو کي خلق او پيدا کړو او د اسلام په
مُبین دين سره يې سر لوړي کړو ، آيا زه او ته په خپل اختيار په اسلامي
ټولنه کي په وجود راغلو ؟ او په خپله خوښه مو اسلام غوره کړ ؟
څلورم
: په مسلمانانو کي يې بيا د خپل محبوب رسول الله (ص) په اُمت کي پيدا
کړو ، چي دا کار هم زموږ په اختيار سره نه ؤ .
پنځم : پسله خلقولو ،
پسله انسانيته ، پسله اسلامه ، بيا يې پوره او کامل اعضاء راکړي دي .
آيا زه او ته تر هغه ګوډ او شل ، تر هغه ړانده او ګونګي ښه او بهتر
يو ؟ او که مو الله (ج) ته د دغه اعضاوو قيمت ورکړى دى چي خامخا به
يې موږ ته کامل وجود راکولاى ؟
شپږم : تر ذکر سوو نعمتو وروسته
يې ژوند ، پراخ رزق ، په ټولنه کي نوم او نښان راکړی دی . مال ، ښځه
( یا میړه ) او اولاد خو مه حسابوه . آیا دا هر څه ستر الهی نعمتونه
نه دي ؟

هو ، دغه ټول الهي نعمتونه که زه او ته په دواړو حسابوو ، پاى ته يې نه سو
رسولاى . نو آیا دا حق لرو یا لازمه به وی چی د دغه الهی پیرزوینی په وړاندی سرکښي
او بغاوت وکړو ؟ نا شکري او شکایت وکړو ؟ یعقوب بن اسحاق (رح) ویلی دي چی که
غواړئ تل د نعمت څخه برخمن اوسی د هیڅ نعمت ناشکري مه کوئ . نو اوس هم ډیر
ناوخته نه دی او باید چی پرخپلو نامطلوبو کړنو له سره غور وکړو .

درواغ او رښتیا

یوه ورځ درواغ و حقیقت ته داسی وویل : آیا نه غواړې چی نن سیند ته ولاړ سو او
هلته لامبو وکړو ؟
حقیقت ورته وویل چی هو ، چمتو یم چی درسره ولار سم .
په
دې ډول دواړه د سیند اوبو ته روان سول خو کله چی هلته ورسېدل نو رښتیا ته یې وویل
چی جامې وباسه او ځان یې هم د لباس په کښلو مصروف کړ . کله چی حقیقت کالی وکښل
او غوښته یې چی په اوبو ورګډ سی چی دا مهال درواغ د حقیقت لباس واغوست او وتښتېد
. حقیقت چی هر څه وکړل درواغ یې ونه موند .
بس د هماغه
ورځی راهیسی حقیقت همیشه لوڅ او ناخوښه وی لاکن درواغ د حقیقت په جامه
ملبس وی او په ظاهره د هر چا په نزد تر حقیقت منلی او ښاغلی معلومیږی
.

هو ، په رښتیا هم د نن ورځی د بې وفا زمانې په ترازو کی درواغ تر حقیقت ډیر
دروند وی ، عزت او قدر یې کیږی حال دا چی حقیقت تجرید وی او څوک یې په باک هم نه
راوړی . له همدې امله هر څه وران دي . خو یوه اساسی پوښتنه به مطرح کړو او هغه دا
چی آیا تر رښتیا هم په دې دنیا کی بل حق سته ؟ ځواب طبعأ منفی دی . پس که حقیقت
هر څومره لیری او ګوښه هم وغورځوو ، یا د درواغو اووه پوښونه ورکړو ، ژر یا
وروسته به راپاڅیږی او ځان به د لمر غوندی برېښوی خیر دی چی نن درواغ غالب او
رښتیا مغلوب دی .


د
روژې شپږمه تحفه

رسول الله (ص) فرمایی : « څوک چی د الله لپاره یوه روژه ونیسی ، نو الله یې د
اویا کلونو په اندازه د دوږخ له اوره لیری کوی » . نو څومره به ښه وی چی د هغه ذات
امر عملأ ومنو چی ژوند او هر هغه څه چی همدا نن یې لرو ، راکړي دي ! نو دا هم
شپږمه تحفه ( ن . صمد )

چی اوسې په خوی به د هغو سې
!

مشایخ او بزرګان وايي : هر څوک چي د اووو ډلو سره کښیني اووه صفته پکښي پیدا
کیږي ، یعنی :
لومړی ـ هر څوک چي د مالدارانو او بډایانو سره کښېني او د دنیا
خبري واوري ، د ده په زړه کی هم د دنیا محبت ځای ونیسي او د الله (ج) د نعمتونو
کفران او انکار پر ښکاره سي .
دوهم ـ هر هغه څوک چی د دروېشانو سره کښېني او د
هغو خبري اوري ، د زهد او تقوی شوق یې په زړه کي پیدا کیږي ، د نعمتونو په وخت
کي شاکره وي او د مصیبت په وخت کي صابره وي او په ټول ژوند کی د الله (ج) په
اراده سره راضي وي .
درېیم ـ هر هغه څوک چي د پاچهانو او آمرانو سره کښېني
، کبر او خود خواهي پر هغه غالبه سي .
څلورم ـ هر هغه څوک چي د ښځو سره
کښېني او د هغوی په قول عمل کوي جهل او ناپوهي پر غالبه سي .
پنځم ـ هر هغه
څوک چي د کوچنیانو سره کښېني ، هیبت او وقار یې زایل کیږي .
شپږم ـ هر هغه
څوک چي د فاسقانو سره کښېني ، د هغه په زړه کي ګناهونه لوی نه معلومیږي
.
اووم ـ هر هغه څوک چي د صالحانو سره کښېني طاعت او عبادت یې
زیاتیږي . لکه څرنګه چي وايي : ( آخِرُ درجاتِ الإنسانِ اولُ
درجاتِ المَلائِکةِ).

هو ، حضرت علی (رض) فرمایلی دي چی که د دنیا اوسېدونکي د خپل کامل او پوره عقل
په روڼا کی کار وکړی ، نو حتمي به په دنیا کی د همدې حالت څخه نور پرمختګ او بریا
منځته راسی . نو څومره به ښه وی که موږ اوتاسی د خپلو دینی لارښوونکو ارشادات او
نصایح مرعی الاجرا کړو تر څو دنیوي او اخروي بری مو انشالله په برخه وی .

څلور ډوله انسانان

خلیل بن احمد البصري (رح) وايي : انسانان څلور ډوله دي :
اول : هغه دي چي
پوهیږي او پوهیږي چي پوهیږم .
دوهم : هغه دي چي پوهیږي مګر نه پوهیږي چي پوهیږم
.
درېیم : هغه دي چي نه پوهیږي خو پوهیږی چي نه پوهېږم ،
دا طلبونکی دي لار ور وښو وی .
څلورم : هغه دي چي نه پوهیږي او نه
پوهیږي چي نه پوهېږم ، بلکی پر دغه ټینګ وی چي پوهېږم ؛ دغه شیطان
رجیم دی او د هغه څخه لیري اوسیً ، ځکه دغه ته جهل مرکب وايي .

هو ، متل دی چی : د علم وږی او د دنیا موړ نسته . نن هر څوک دا درته وایی چی زه
پوه یم یا پوهیږم . امام غزالی (رح) فرمایلی دي چی په خپله ځان هوښیار ګڼل جهالت
او ناپوهي ده . یوازی پوه او عالم په دې پوهیږی چی زه نه پوهیږم ، نه جاهل . نو
څومره به ښه وی چی د ځان ښودلو یعنی خودنمایی څخه ځانونه وژغورو او شکسته نفسي
ولرو چی په امتحان کی د بریالیتوب ذریعه ده .


د
روژې پنځمه تحفه

عزتمنو لوستونکو ، قدسي حدیث دی چی « الله تعالی فرمایی چی د انسان ټول اعمال د
هغه لپاره دي ، خو روژه زما لپاره ده او زه یې اجر ورکوم . روژه د ګناهونو مخه
نیسی . نو څوک چی روژه ولری باید له بد ویلو ، چیغو نارو او جاهلانه اعمالو څخه
ځان وساتی . که څوک ښکنځل ورته وکړی ، یا جنګ ورسره کوی ، ځواب دې نه ورکوی بلکی
دوه ځله دې ووایی چی زما روژه ده . » په همدې هیله د مبارکی روژې پنځمه ډالۍ
قبوله کړئ ( ن . صمد )

د رحمان او شیطان
اراده

ځيني مشایخ وايي چی الله (ج) دنیا په پنځو شیانو سره ښایسته کړې ده :
لومړی
ـ د عالمانو په علم .
دوهم ـ د پاچهانو په عدل .
درېیم ـ د عابدانو په عبادت
.
څلورم ـ د تاجرانو په امانت .
پنځم ـ د دروېشانو
په توکل .

مګر ابلیس علیه لعنه د دغو پنځو شیانو په عوض کي پنځه نور خویونه کښېښوول
:
لومړی ـ د علم پر ځای یې د عالمانو په زړونو کي حسد کښېښاوه
.
دوهم ـ د عدل پر ځای یې د پاچهانو په زړونو کي ظلم کښېښاوه
.
درېیم ـ د عبادت پر ځای یې د عابدانو په زړونو کي ریا کښېښوول
.
څلورم ـ د امانت پر ځای یې د تاجرانو په زړونو کی خیانت کښېښاوه
.
پنځم ـ د توکل پر ځای یې د دروېشانو په زړونو کي حِرص کښېښاوه .

هو ، یو عالم ویلی دي چی په بدن کي داسي رګونه دي لکه په مځکه کي چي دری سوه
شپيته چينې بهيږي . ددې ټولو غړو اړيکي دزړه سره دي ، اوزړه دعقل سره تړلی دی .
څرګنده سوه چي پوهه اوعقل هغه شئ دی چي دانسان په بدن کي ډير
موثر کردار اداکوي ، که څه هم عقل الله تعالی پيداکړی دی ، خو څارنه يې
ډيره اړينه ده . نو که څوک ګناه کوی مګر د الله رحمت او عفو هم
ورسره غواړی ، معنی دا چی دغسی شخص د شیطان دوست او د الله دښمن دی
.

هغه ګناه چی جنت ته دې
بیایی

آیا پوهیږې چی یوه داسي گناه سته چی تا جنت ته داخلوي او يوه داسي نېکي سته چی
تا دوږخ ته بیایی ؟
 گناه داده چي  څوک  گناه وکړي او هغه گناه
يې په ياد وي ، د هغې له کبله په ده کي عاجزي او پښېماني  راسي ، الله ته
متوجه سي او توبه وباسي . نو الله پاک په پايله کي ورڅخه راضي سي او باالاخره يې
جنت ته داخل کړي .
په دې ډول یې يوه گناه جنت ته د داخلېدلو سبب سوه .

دوږخ ته داخلوونکې نېکي داده : کله چی څوک يو ښه کار وکړي ، تل يې ياد ساتي چي
ماخو په فلاني وخت کی داسي  ښه کار وکړ او په دې ډول ځان ښکاره کوی ( ریا کوی
) . د دې يادولو له کبله يې په زړه کي لويي او غرور راځي ،
ځان لوی سړی ورته معلوم سي او نورو ته په سپکه گوري  یا یې خوار ګڼی
، داسی انګېري چي نورخلک په گناهونو کي لگيا دي خو زه دا دی داسي او
هغسی عبادتونه کوم ، خیراتونه کوم ، دا او هغه کوم…. په دې سره الله
جل جلاله  ناراض کړي ، په پايله کي يې دغه عبادت جهنم ته ورسوي
.
نو دا دی په ظاهره یې عبادت وکړ، خو دعبادت له کبله جهنم ته
ورسېد .

هو ، د ریا څخه لوی الله ډیر بد وړی . فضیل بن عیاض (رح) فرمایلی دي چی د قیامت
په ورځ به الله تعالی ریاکارانو ته ووایی چی ولاړ سیً د خپلو عملونو بدله د هغه چا
څخه وغواړئ چی په دنیا کی مو د هغو په وړاندی ځان ښودنه او ریا کوله . نو الله
تعالی دی ټول مسلمانان منجمله افغانان د دغه خطرناکې ناروغۍ څخه روغ او خلاص کړی
.


د
روژې څلورمه تحفه

ګرانو دوستانو ، دا ثابت حقیقت دی چی الله تعالی بې حده کریم او
رحیم دی ، خو د روژې په میاشت کی یې حلال شیان حرام کړی دي ! یعنی د سهار د اذان
څخه د ماښام تر آذانه یې خوراک څښاک او جماع حرام کړی دي چی خپله فلسفه لری . په
دې میاشت کی شیطان تړلی او د جنت دروازې خلاصی دي . نفل،  د فرضو اهمیت او
درجه لری….. نو څومره به ښه وی چی الهی تقاضا مخلصانه او صادقانه مراعات کړو .
او داهم د روژې څلورمه تحفه ، ( ن . صمد ) .

د چا دعا قبلیږی؟

رسول الله (ص) فرمايي : لس ډلي دي چي د هغوی دعاء قبلیږي :

اول : د شرعي علومو عالم .
دوهم : هغه متعلم چي د شرعي
علومو په زده کړه بوخت وي .
 درېیم : د ښه خوی او اخلاقو خاوند .

څلورم : مریض .
پنځم : هغه کوچنئ چي مور یا پلار
ونه لري ، یعنی یتیم .
شپږم : هغه غازي چي د کفارو سره په جهاد
کی ولاړ وي .
اووم : هغه حاجي چي د حج مراسم ادا کوي
.
اتم : هغه څوک چي خلک سمي لاري ته را بولي یعني وعظ او نصیحت کوي
.
نهم : هغه اولاد چي د مور او پلار اطاعت کوي .
لسم :
هغه ښځه چي د خپل مېړه اطاعت کوي .
نو الله تعالی دی موږ او تاسی
ټول د رسول الله (ص) د دغه او هر عالی نصیحت پر مراعاتولو مؤفق او
فایق ولری تر څو دین او دنیا مو انشاالله ښېرازه او سمسور وی .
نو لوی خدای دی موږ او تاسو د دغو لس ډلو څخه ( که ټوله نه وی )
اقلأ په دوو ـ درو کی خو شامل کړی .

د عزرایل (ع) خبرداری

وایی چی یو  ځوان کومه شپه عزرایل (ع) په خوب کی ولیدی او
هیله یې ترې وکړه چی کله زما مړینه راورسیږی ، نو خبر می کړه . هغه ورته وویل چی
زه تر هماغه شېبې پخپله هم خبر نه یم ، نو تا به څنګه خبر کړم ؟ وروسته یې ورته
وویل چی داسی ده ، نو اقلأ پوه می کړه چی ځان چمتو کړم ، یعنی غیر مستقیم می پوه
کړه چی مرګ می رانږدې سوی دی . عزرایل (ع) ورته وویل چی ډیر ښه ، خبردارﺉ به
درکړم .

ډیره موده تیره سوه څو چی یو دم عزرایل (ع) ورته راغلی چی روح یې
واخلی . سړي ورته وویل چی تا خو هیڅ پوه نه کړم او کوم پیغام دی رانکړ تر څو ما
چمتوینه نیولې وای .

عزرایل (ع) ورته وویل چی دا ټول پیغامونه می درکړي دي او پوه کړی
می یې خو تا سر نه دی خلاص کړی . سړي ورته وویل چی څنګه ؟ عزرایل (ع) ورته وویل چی
یو ځل راغلم ستا د همسایه روح می واخیستله ، بیا راغلم ستا د فلاني انډیوال
او  فلاني دوست روح می واخیسته خو تا هیڅ توجه هم ونکړه . وروسته آن ستا کور
ته درغلم او ستا د پلار ، بیا می څه موده وروسته ستا د مور او ډیره موده وروسته
می ستا د مشر ورور او بیا د مشری خور ارواحونه یو په بل پسی واخیستل ، خو ته
بیا هم هیڅ متوجه نه سوې او آمادګي دې و نه نیوله . همدا هر ځل راتګ زما غیر
مستقیم خبرادرﺉ او پوهاوﺉ و ، مګر تا سر خلاص نکړ ، نو ځکه اوس دا دی ستا نوبت
راورسېد چی ساه دې باید واخلم او هیڅ موقع او فرصت هم نه درکول کیږی . نو
هغه و چی د دغه انسان روح یې قبض کړه خو هغه په رښتیا هم د عزرایل (ع) دغو
نامستقیمو پیغامونو ته هیڅ توجه نه کول څو چی ناوخته او کار له کاره تیر سو
. الله (ج) دی موږ او تاسی ته د دغسی بصیرت هدایت وکړی .


د
روژې درېیمه تحفه

درنو او معززو لوستونکو ، څنګه چی ژوند ډیر لنډ او فانی دی او د
سترګو په رپ کی درومی ، نو ښه به دا وی چی هغه څه وکړو چی لپاره یې دې دنیا ته
راغلي یو ؛ یعنی اطاعت او عبادت . نو دا یې هم د درېیمی روژې تحفه ( ن . صمد )

دنیوي سفر

علما وایی چی موږ داسي پیدا سوي یو چي باید شپږ سفره وکړو تر څو
اصلي قرارګاه ته ورسیږو :
 لومړنی سفر مو د خاورو څخه و انسانیت ته و
؛
 دوهم سفر مو د پلار د ملا څخه د مور و رحم ته و ؛
درېیم سفر مو د
مور د رحم څخه د مځکي و مخ ته و ؛
څلورم سفر مو د مځکي د مخ څخه و قبر ته دی
؛
پنځم سفر مو د قبر څخه د حساب او کتاب میدان ته دی ؛
شپږم سفر مو
د حساب او کتاب د میدان څخه د ابدي استوګني و ځای ته دی چي یا به جنت وي یا
دوږخ .
اوس موږ او تاسي د دغه سفر نیمه لار وهلې ده او نیمه لا پاته ده
. د دې دنیا څخه سفر کول او بیرته تلل موږ ته لیکل سوي دي ؛ که
خوښ یو که نا خوښ ، خامخا به ځني ځو . نو موږ ولي په داسي دنیا کي
اوږده استوګنه غواړو چي کلونه مو رباطونه دي ، میاشتي مو منزلونه دي
، ورځي مو کیلو مترونه دي ، ساه کښل مو قدمونه دي ، او د دې لاري غله
مو ګناهونه دي ؟ د دې سفر ګټه مو جنت دی او تاوان مو دوږخ دی . نو
اوس هم وختي دی او ښه به دا وی چی امتحان ته چمتوینه ونیسو . ځکه نن د
عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !

د عزرایل (ع) څخه
پوښتنه

وایی چی يو ځل پيغمبر علیه السلام د ملك الموت څخه داسی پوښتنه
وکړه :
اې ملك الموت ! ته د خپل راتګ نه مخكې ولی خلكو ته خپل پيغام نه وركوې
؟ ملك الموت ورته وايي چی يا رسول الله (ص) ! ډېر قاصدان ورته راځي ، خو څوك
پيغام نه اوري . پيغمبر علیه السلام ورته وايي چی هغه څنګه ؟ ملك الموت ورته
وايي يا رسول الله صلی الله علیه و سلم ! چې غاښ یې ووزی دا هم يو پيغام دی ،
چې نظر يې كمزوره سى دا هم يو پيغام دی ، چې ضعيف سى دا هم يو پيغام دی ، چې
ويښته يې سپين سي دا هم يو پيغام دی ؛ دا ټول پيغامونه دي ، خو خلك ځانونه
نه پوه كوي .

هو ، که دغه خورا دقیق او عمیق حدیث ته ښه متوجه سو نو ثابته به
سی چی د وخت تېره او پرېکنده توره زموږ د ژوند رګونه پرې کوی خو موږ په اصطلاح په
توده وینه کی یو او نه یې احساسوو . له همدې کبله راځی چی د سبا ( نامعلوم ) امید
پرېږدو او که کوم نېک عمل کوو همدا اوس یې پیل کړو . سبا چا لیدلی دی ؟ آیا سبا
به ووینو که یا ؟ آیا په ساه باور سته ؟ فلهذا ، اوس هم ناوخته نه دی او موقع
باید له لاسه ورنکړو .

 


د
روژې دوهمه تحفه

معززو دوستانو ، نبوي حدیث دی « چی کله روژه راورسیږی نو شیطانان بندي کیږی ، د
دوږخ ټولی دروازې تړل کیږی خو د جنت ګرده دروازې خلاصیږی . ناره کونکی ږغ کوی چی
اې د خیر غوښتونکې ، مخته راسه او اې د بدۍ غوښتونکې ، پر شا سه . دا کار هره ورځ
جاری وی » . نو الله دې ټوله بدۍ نابود او ښیګڼې موجود کړی . دا هم د دوهمی روژې
لپاره دوهمه تحفه ،  ( ن . صمد )

قهر ولی چیغی لری ؟

په ټولګی کی ښوونکې د زده کونکو څخه وپوښتل چی ولی هر څوک د قهر او غصې پر مهال
چیغی او په زوره نارې وهی ؟ آیا باطنی او اصلی علت یې راته ویلای سیً ؟ شاګردانو
فکر وکړ او څه شېبه وروسته یوه داسی ځواب ورکړ : دا ځکه چی هغه مهال موږ خپله
آرامي او نرمي له لاسه ورکړې وی .

معلم ورته وویل چی دا خو صحیح ده مګر باطنی اړخ یې څه دی ؟ آیا نسو کولای چی په
نرمښت او حوصله سره غبرګون وښیو ؟ هر متعلم خپل خپل ځواب ورکاوه خو معلم ته یې د
باطنی علت سم ځواب نسو ورکولای .
اخیر دا مسأله معلم داسی ورته شرح کړه : کله
چی دوه کسان یو بل ته خښمېدلي او په قهر وی ، نو دا مهال یې زړونه ډیر سره لیری
سوي وی . هغوی د دې لپاره چی دا واټن جبران کړی ، مجبورأ لوی لوی نارې وهی . هر
څونه چی یې قهر او غصه زیاته وی په هغه اندازه یې زړونه هم سره لیری وی او چیغی
یې هم په زوره وی ، تر څو مقابل لورﺉ یې واوری !

وروسته استاد داسی وپوښتل : ښه ، اوس راته ویلای سیً چی که دوه کسان ډیر سره
خواږه او صمیمی وی ، نو په دې ارتباط څه پیښیږی ؟ هغوی په زوره نه بلکی خورا په
آرامۍ او کرارۍ سره خبری کوی ، دا ولی ؟ دا ځکه چی زړونه یې یو بل ته خورا نږدې
وی ، نوځکه یو د بل خبره په حوصله او کرارۍ سره اوری .
معلم وروسته داسی دوام
ورکړ : ښه ، که دوه میَنان او عاشقان وی ، آیا پوهیږﺉ چی د هغوی تر منځ دا
واټن باالکل ختمیږی او زړونه یې سره تړل کیږی ؟ وګورﺉ هغوی دا مهال آن که خبری
هم ونکړی ، بیا هم یو بل ته په صرف کتلو سره ټول پیغام مخابره کوی . خو باید
غلط برداشت ونسی ، بلکی دا د انسان او الله د عشق راز دی . الله تعالی خبری
نه راسره کوی ، خو موږ یې آواز د زړه په خوځېدو کی حاصل او خپلوو . نو دا
مهال د انسان او خدای تر منځ هیڅ واټن موجود نه وی بلکی په هر ډول ږغونو ،
ږوَږ او غامغال کی هم موږ بېله دې چی په شونډانو او ژبه څه ووایو ، نېغ د
الله (ج) سره صحبت او وصلت پیدا کوو .

هو ګرانه لوستونکې ، نو څومره به ښه وی که موږ او تاسی فرد فرد خپله غصه ، قهر
او چیغی لږ او پسی ختم کړو او هغه څه راپیل کړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو ،
یعنی قلبي سکون او الهی  پیوستون .

د توطیًو برخه وال

رسول الله (ص) داسی فرمایلی دي : په آینده کی به فتنې رامنځته سی . هغه کسان چی
ځانونه ترې ګوښه کوی او برخه نه پکښی اخلی تر هغو کسانو بهتر دي چی پکښی را ښکاره
کیږی ؛ او هغه کسان چی پکښی راښکاره کیږی تر هغوی کسانو بهتر دي چی برخه پکښی اخلی
؛ او هغه کسان چی برخه پکښی اخلی تر هغو کسانو بهتر دي چی فعالیت پکښی کوی ؛ او
که څوک هغه ته ځان ورنږدې کړی هلاک به سی . هر څوک چی کوم پناه ځای لټولی سی
باید هلته پناه یوسی ( صحیح بخاری ۶۱ ؛ کتاب المناقب ۲۵ ) .

هو ، رسول الله (ص) څوارلس سوه کاله مخکی هغه تریخ حقیقت پیش بیني کړی و چی هیڅ
تصور یې هم نسو کېدای . او دا دی نن موږ عملأ ګورو چی هره خوا فتنې ، دسیسې او
توطیې روانی دي . مسلمان بل مسلمان ته دام ایښی دی ، ګاونډي بل ګاونډي ته دام ایښی
دی ، خپل بل خپل ته حتی ورور بل ورور ته په کمین کی ناست دی او ښه یې نه پر پیرزو
کیږی آن د پښو خاوره یې کاږی . فاعتبروا یا اولی الابصار ! الله دی ټولو ته د
تقوا توفیق ورکړی .


د
روژې لومړنۍ تحفه

ګرانو دوستانو ، د تیرو درو کالو غوندی یو ځل بیا ستاسو د روحانی او معلوماتی
تندی د ماتولو لپاره خدمت ته حاضر یم او د مبارکی روژې په دې له برکت ، رحمت او
مغفرت څخه ډکه میاشت کی به هره ورځ انشاالله یوه یوه تحفه درته وړاندی کوم چی زما
د ناچاپه اثر ( اخلاقی کنایې ـ دوهم جلد ) څخه را اخیستل کیږی .
ښه درنو
لوستونکو ، د تیر کال روژه خو د سترګو په رپ کی تیره سوه او بله دا ده راورسیده .
څومره ګران خپلوان ، دوستان ، ملګري او نا آشنا کسان سږ
کال نسته او تر تورو خاورو لاندی دي ؟ آیا د دې ضمانت سته چی موږ او تاسو
به روانه روژه پوره کړو ؟ آیا آینده روژه به ژوندي یو ؟ آیا دا به مو
وروستۍ روژه نه وی ؟ څوک پوهیږی او څوک یې ضمانت کولای سی ؟ نو راځی
چی دا ثابته کړو چی موږ د نفس محکوم نه بلکی د نفس حاکم یو .

د روژې مبارکه میاشت درې لسیزی لری چی لومړنۍ یې د رحمت ، دوهمه یې د مغفرت او
درېیمه یې له اوره د نجات لسیزه ده . څنګه چی نن د رحمت د لسیزی لومړۍ ورځ ده نو
باید له خدایه رحمت طلب کړو او هره ورځ په خپلو تسبیحاتو کی « یا حی یا قیوم
برحمتِک استغیث » ، « سُبحان الله و بحمدهِ سُبحان الله العظیم » ډیر ووایو . نو
دا هم په همدې هیله د لومړۍ روژې لومړنۍ تحفه ، ( ن . صمد )

د الله او بندګانو
سوله

روایت دی چی یوه ورځ بهلول صاحب په بازار کی ناست و ، چی خلیفه هارون الرشید
تیرېدﺉ او هغه یې ولیدی . ورغی او پوښتنه یې ځنی وکړه چی بهلول صاحب ، څه کوې ؟
هغه په ځواب کی ورته وویل چی د الله او بندګانو تر منځ سوله راوړم ، یعنی هغوی
سره پخلا کوم . خلیفه ورڅخه وپوښتل چی آیا هغوی دی سره پخلا او راضی کړل ؟ بهلول
ورته وویل چی الله تعالی یې منی او راضی دی مګر بندګان یې نه منی او نه حاضریږی
.
تصادفأ څو ورځی وروسته هارون الرشید د یوې هدیرې تر
څنګ تیرېدﺉ چی بیا یې بهلول ولیدی او دا ځل د قبرونو په منځ کی ناست دی
. ورغی او پوښتنه یې ځنی وکړه چی بهلول صاحب ، دلته څه کوې ؟ بهلول
هماغه ځواب ورکړ یعنی دا چی د الله او بندګانو تر منځ سوله راوړم .
خلیفه بیا ورغبرګه کړه چی نو څنګه سو ، آیا هغوی دې سره پخلا او راضي
کړل ؟ بهلول ورته وویل چی نن یې بیا بندګان منی او هر څه ته حاضر
دي ، خو الله تعالی یې نه منی !

هو درنو لوستونکو ، نن موږ پوره او کافی وخت لرو ، موقع او فرصت لرو ، مهلت او
چانس لرو او الله تعالی باالکل سولی او پخلاینی ته چمتو دی ؛ داسی نه چی ناوخته سی
، موقع مو له لاسه ووزی او بې ژونده سو ؛ نو چی بیا هر څومره زارۍ وکړو او هر ډول
شرایط ومنو خو الله تعالی به راڅخه ناراضه وی او سولی ته به نه حاضریږی . ځکه نو
نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !

پنځه شیان په پنځو شیانو
کی

علمأ وایی چی الله تعالی پنځه شیان په پنځو شیانو کی ایښی دي ، مګر خلک یې په
نورو شیانو کی لټوی ، نو څنګه به یې ومومي ؟!
لومړی ـ الله خپله رضا د نفس په
مخالفت کی ایښې ده ، مګر خلک هغه د نفس په موافقت کی لټوی ؛ نو څنګه به یې ومومي
؟
دوهم ـ الله آرام په جنت کی ایښی دی ، مګر خلګ په دنیا کی پسی ګرزی ؛ نو
څنګه به یې پیدا کړی ؟
درېیم ـ الله علم او حکمت په لوږه کی ایښی دی ، خو خلګ
یې په موړتیا کی لټوی ؛ نو څنګه به یې ومومي ؟
څلورم ـ الله وس او توان په
قناعت کی ایښی دی ، لاکن خلګ یې د مال او دولت په تلاښ کی لټوی ؛ نو څنګه به
یې ومومي ؟
پنځم ـ الله عزت په خپل اطاعت کی ایښی دی ، خو خلګ د واکمنانو
په دروازو کی پسی ګرزی ؛ نو څنګه به یې حاصل کړي ؟
هو په رښتیا هم دا
څومره عالی او عینی لارښوونه ، پوهوَنه او سموَنه ده . که دغه آفاقی ارشاد
ته ښه ځیر سو نو د ژوندانه اصلی هدف او مقصد به راته معلوم سی انشاالله .
بس یوه صادقانه اراده او فیصله غواړی . 


د روژې سوغات نومي لړۍ د وروستیو کلونو پر لیکه برخي لاندي
لوستلائ سئ :