کور / کتابتون - هنر او ادبيات / لراوبر کتابتون: [خزانه! تا به ویل] پر لیکه شعري ټولګه

لراوبر کتابتون: [خزانه! تا به ویل] پر لیکه شعري ټولګه

د حبیب الله قلم مل د ((خزانه! تا به ویل)) نومي شعري مجموعې په اړه الحاج فضل محمد پنهان لیکي :
شعر هغه منظوم او منثور کلام دئ، چي د اورېدونکو او لوستونکو په عواطفو او احساساتو کي تحريک پيدا کړي و دې کلام يا وينا ته شعر ويل کېږي، حميد بابا وايي:


شعر نه دئ دا خوناب د زخمي زړه دئ
يا د ستي وتلی دم د خـــــولې د مړه دئ


د ښاغلي ځوان شاعر حبيب الله قلم مل نوې شعري ټولګه (خزانه! تا به ويل) په پښتني شعر او ادب کي ډېر ګټور ادبي اثر شمېرل کېږي او ژر تر ژره به زموږ د پښتني ټولني د ځوان قشر د استفادې وړ وګرځي، دغه اديبان، شاعران او ليکوالان دي چي د خپلي ټولني ناخوالي و خپل ولس ته ور په ګوته کوي او د سالمي ټولني په جوړولو کي مهم رول لري، نو له همدې امله يو شاعر او ليکوال د خپلي ټولني ټوله نيمګړتياوي د شعر، نظم يا نثر په ژبه و خپلو خلکو ته وړاندي کوي، او د خپلي ټولني د ځوانانو ذهنونه ورتنويروي او هغه بې عدالتۍ چي د ده په ټولنه او محيط کي وجود لري خپل ولس په خبروي.د بشپړ متن لپاره دلته کلیک وکړئ.



د کتاب پېژندنه :
د کتاب نوم  :         خزانه! تا به ويل
شاعر  :               حبيب الله قلم مل
د ټليفون شمېره :       ۰۷۰۰۳۳۱۸۸۴
خپروونکی  :       د اطلاعاتو او کلتور رياست/ کندهار
کمپوز  :             خپله شاعر
ډيزاين  :              مطيع الله روهيال
د چاپ کال  :         ١٣٨٩ ش – ٢٠١٠ ع
د چاپ شمېر :         ١٠٠٠ ټوکه
کچه  :                ٥٠/١٣×٢١ سانتي متره
د مخونو شمېر :     86 مخه
د خپرونو لړ  :        ۱۵
انلاين چاري  :       مختار احمد احسان  – د لراوبر ډاټ کام برېښنايي کتابتون


د کتاب د لوستلو او ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ size = 1.68 MB




يادونه ::: دا کتاب د pdf په بڼه جوړ سوئ دئ، که يې پروګرام (Adobe Reader) نه لرئ دلته يې ډاونلوډ کړئ !







په نږدې راتلونکې کي پر لیکه کېدونکي آثار :
   •    (سیاسي عینکې) د عبدالنافع همت د طنزونو مجموعه