کور / علمي / آیا مېږیان هم ږغېدائ سي ؟

آیا مېږیان هم ږغېدائ سي ؟


بسم الله الرحمن الرحیم ـ قرآنکریم صریحأ فرمایلی دي
چی میږیان خبری کوی ، خو م
اده پرستانو او
منکرانو به تمسخر کاوه او ویل به یې چ
ی
میږیان څنګه خبری کولای سی ؟ مګر نن ساینس دا ثابته کړه چی هو ، میږیان
 باالکل خبری کوی او د افهام او تفهیم پوره وړتیا لری
.



ساینس پوهان وایی چی یو وخت به
ووینو چی میږیان به خپل پوځ لری ، د
وری
هوری به ځغلی ، هدایتونه به 
اخلی
او حمله به کوی . هغوی زیاتوی چی دغه حشرات یو د بل سره خبری کوی او تر نورو
مخلوقاتو ډیر هوښیار او ځیرک دي . هغو
ی
په دې
 وروستیو
کی دا کشف کړه چی میږ
یان پر خپل نس باندی
یوه حصه چی انګشتانې ته ورته ده ، وهی او د یو مخصوص
 اهتزازي ږغ د تولیدولو په واسطه د نورو میږیانو سره ارتباط قایموی
.
 ساینس دا هم ثابته
کړې ده چی میږیان هم د شاتو د م
چیو غوندی
ملِکه لری او د هغې
امرونه منی
. د میږیانو ملکه هم تر خپل رعیت غټه وی او د هدایاتو منبع یې ده .


په ۲۰۰۹ کی د برتانوي
او هسپانوي ساینس پوهانو یو ټیم
 وتوانېد چی
د میږیانو د ملکې ځانګړی ږغ د ۴۰۰ میږیانو په 
یو غار
کی د څلور ملی متري مایکروفونونو 
په
ایښودلو سره کشف او ثبت کړی او هغه ږغ 
بیرته
نورو میږیانو ته کښېږدی .


د آکسفورډ پوهنتون پروفیسور ( جرمی
توماس
 )
چی په دې څیړنه کی برخه لرله ،
 وویل چی کله موږ نورو میږیانو ته د
هغوی د مل
ِکې
ږغ وږغاوه ، نو هغوی هم یو 
مخصوص
وضعیت وښود . 
یعنی
هغوی
 په داسی حال کی بې حرکته او تیار ودرېدل چی خپل آنتنونه
یې د سپیکر خواته جګ نیولی وو 
، خپلی
ذامی
 یې څو ساعته اوږدې نیولي وې ، یعنی
داسی که څوک او هر شی نږدې ورسي ، باید حمله پر وکړی .


ساینس پوهان وایی چی
میږیان
 د
مقابل طرف
 اهتزازي یا ارتعاشي ږغ اخذ کوی او ښایی د بدن کومه برخه یې د داسی
اهتزا
ز ( ویبرېشن
) لپا
ره چی په هوا کی خپریږی
،
 د اورېدلو دنده اجرا کوی . میږیان ګڼ شمیر ږغونه اوری او خپل
مطلوب ږغ ورڅخه فلټر کوی او هماغسی اجرأت کوی .
 د میږیانو ملکه خپل نس موښی او هغوی ته د خبرو او افهام
قابلیت ورکوی ، کارګران ځانته را
بولی او
خبر یا هدایت ورکوی .


اوس به د ساینس لاسته
راوړنې د قرآن مجید د پوهون
ی
سره
 و ارزوو . میږیان څلور شیان ښه پیژنی چی
هغه انسانان ، حیوانان ، دوستان او دښمنان دي چی په قرآن کی ذکر سوي او ساینس منلی
دي . د قرآن د النمل سورت اتلسم او نولسم
 نمبر آیتونه دې موضوع ته ښه
اش
اره کوی : « د لارې پر
اوږدو
 چی
کله هغوی د میږیانو ( کښتنۍ ) وادي ته راورسېدل ، نو د میږیانو څخه یوې وویل : اې
میږیانو ! خپل مسکن ( یعنی ټاټوبي ) ته ننوزﺉ ، داسی نه چی 
سلیمان او د هغه ډله ( پوځیان ) تاسو په غلطۍ سره
لټپېر نکړی (
 تر
پښو مو لاندی نکړی .
 ) » (
د قرآن اووه ویشتم نمبر سور
ت یعنی النمل
: اتلسم آیت ) .


په دغه آیت کی اړونده
میږي
 پېښېدونکیً خطر ( چی دوی ورسره مخامخ
کېدونکي وو ) په څلورو مرحلو کی څرګند کړ :


لومړی ـ « اې میږیانو ! » :
دا لومړنی خبردارﺉ دی چی میږی د نورو میږیانو پام بېله ځنډه او ژر رااړوی
.
 په
دې اعلان یا خبرداري 
سره نور میږیان د تیارسیً په حال کی راځی تر څو مابعده
هغه سیګنلونه 
پسی تر
لاسه کړی چی عین میږی به یې ورته ووایی .


دوهم ـ « خپل مسکن ته ننوزﺉ »
:
 دلته
خبر ورکونکی ( یعنی ملکه ) خپل بل س
یګنل ور
وړاندی کوی او هدایت ورکوی چی هغه کار وکړﺉ چی باید ویې کړﺉ ، یعنی 
هغه څه به کوﺉ چی لازم وی .


درېیم ـ « مبادا چی سلیمان او د هغه ډله مو چختاڼ
نکړی
 » : په دې ټوټه کی متکلم میږی ( یعنی
ملکه ) خپلو اتباعو میږیانو ته د اړونده خطر دلیل وایی چی 
موضوع له څه قراره ده .


څلورم ـ « بېله دې چی هغوی پوه سي ، یا
اشتباه ونکړي
 »
: میږیان
 د
مخکنیو خبرداریو په دوام د یو عکس العمل په توګه د دفاع لازم اقدامات کوی یا ګام
اوچتوی .
 خو مشر میږی ( چی ملکه ده ) خپلو اتباعو ته ډاډ او هدایت ورکوی چی د خطر
پر منبع باندی باید حمله ونسي دا ځکه چی هغوی اصلی دښمنان نه دي . او هغه ( یعنی
سلیمان علیه السلام
 )
نه غواړي چی قصدأ د میږیانو پر
 سلطنت حمله
وکړی . سلیمان (ع) او د هغه پوځ
یان خبر
نه دي چی پر لاره یې م
یږیان موجود دي . نو ځکه میږیان هم هغوی خپل دښمنان نه
بولی .


ښه ، دا چی د میږیانو ملکه خپل
رعیت خبردار کوی چی پر سلیمان (ع) باندی برید ونکړﺉ ، دلته د ساین
سي پلوه یو
عجیب راز نغښتی دی
 . هغه دا چی میږیان د ارتباط نیولو خاص کیمیاوی
ش
ِفرونه
لری . دا چی موږ پورت
نی خبردارﺉ پر څلورو برخو وویشیً ، آیا
پوهیږﺉ چی ساینس په دې
 هکله
څه 
لری
؟ وبه یې څیړو :


میږیان د خطر یا خبرداري پر مهال
خپل تر منځو کیمیاوی ارتباط قایموی
 او کله چی د معلوماتو د تبادلې سرعت
لازم وی ، نو دغه خبرد
ارﺉ د دفاع د
کیمیاوی سیګنلونو  په
 ترشح
یا افراز سره مشخص کیږی .
 د
هغوی دفاعي غدې د خبرداري او دفاع د رول ادا کولو مسؤلیت لری . مثلأ کله چی
میږی
ان
د کوم
 خطر
سره مخامخ سی ،
 نو
د دفاعی غدو څخه څو ذرې ما
یعات افراز کوی
تر څو نور میږیان خبر کړی چی وځغلی او د خپلو ا
نتنونو
په واسطه اهتزازات ( ویبرې
شن ) تولید کړی
او په دې ډول د تیارسیً احوال ورکوی .


نو لومړنۍ
هغه ماده چی ترشح کیږی ، « الډ
یهایډ
هیګسانل » نومیږی . دغه ماده د میږیانو پام رااړوی او هغوی باخبره کوی
 او
په دې ډول یې انتنونه جګ کوی تر څو نور بویونه ولټوی .


کله چی هغوی وروسته «
هیګس
انول
» ترشح کړی ( چی الکولی مواد دي ) نو میږیان تیارسیً کیږی او پر هره خوا ځغلی تر څو
د ستونزی یا خطر منبع پیدا کړی .


خو کله چی « انډي کېنن » ترشح کړی
، نو میږیان د خطر منبع 
ته
رسیږی او هر هغه خارجی شی چیچی چی د غار په حدودو کی یې وی .


کله چی اصلی هدف ته ور نږدې سی ،
نو یوه خاصه ماده افرازوی چی « بټی لوکټینل » نومیږی
 چی هغوی یرغل ته چمتو کوی او هم یې د
ځاني قربانۍ جذبه لوړوی .


فلهذا ، دغه کیمیاوی ارتباط د
خطر پر مهال خورا اهمی
ت لری
.
 دغه
هره ماده خپل خپل کوډ ( شِفر ) لری چی یوه ځانګړې لهجه یې ضمیمه وی .


اوس که موږ دغه کیمیاوی ارتباط د پورتني قرآني آیت د څلورو برخو سره پرتله
او مقابله کړو ،
 نو
دې نتیجې ته به ورسیږو :
 هغه
مواد چی اړونده میږی ( یعنی مل
ِکه )
یې
 په دغسی حالت کی د خپل بدن څخه افرازوی ، څلور ډوله دي
او هره ماده یې ټاکلې ژبه او کو
ډ لری ،
یعنی :


لومړی ـ «
الډ
یهایډ هیګسانل » لومړنۍ هغه ماده ده
چی میږی یې هغه مهال افرازوی چی خطر احساس کړی او کېدای سی دې ته د « خطر زنګ ـ
سایرن » ووایو .
 د هغه په اورېدو سره
نور میږیان پر یو ځای راغونډ
یږی ، چمتو
کیږی او مابعده سیګنلونو ته منتظر کیږی چی په څه باره کی به وی .
 دا
هماغه د پورتني آ
یت لومړنۍ برخه راپیژنی
چی وایی « اې میږیانو ! » .


دوهم ـ
وروسته اړونده میږی ( ملکه ) خپله دوهمه کیمیاوي ماده ترشح کوی چی «
هیګسان
ول »
نومیږی
 .
د دې په افراز سره میږ
یان هری خوا ته
ځغلی چی اصلی شی پ
یدا کړی . هغه
میږی چی دغه ماده تولیدوی باید متوجه وی چی ټول میږیان به واقف کوی چی ایسته او
ګوښه سی . او دا باالکل هغه څ
ه دی چی په
دې آیت کی اړونده میږي
 نورو
ت
ه احوال ورکړ چی خپل غار ته
ننوزﺉ
 . دا
د متکلم لخوا یوه لارښوونه ده چی خپلو اتباعو ته یې صادروی .
 په
دې ډول هغوی اصلی خبري ته متوجه کوی چی نن هم ټوله میږیان همداسی کوی .


درېیم ـ «
انډي کېنن » و
رپسې هغه کیمیاوی ماده ده
چی میږ
ی یې ترشح کوی . دغه ماده د خطر
علت ورښیی
ً او دا هغه څه دی چی
اړونده
 میږي د
آیت په درېیمه برخه کی ووایه ( یعن
ی :
مبادا چی سلیمان او د هغه پوځ
یان مو تر
پښو لاندی نکړی ) . نو کله چی میږیان دغه ماده تر لاسه کړی د اړونده خطر سره مخامخ
کیږی .
 نو چی تیار سي ، وار څلورمی مادې ته رسیږی
.


څلورم ـ په
وروستي پړاو کی متکلم میږی یوه خا
صه
کیمیاوي ماده افرازوی چی « بټی لوکټینل » نومیږی .
 دلته متکلم میږی د دفاع امر کوی او د دفاع نوعیت یا ډول ورښیی . ورته وایی چی سلیمان
(ع) او پوځی
ان یې « په غلطۍ یا بې خبرۍ
سره
 تاسو لټپېر نکړی » . دلته هغوی د حملې څخه منع کوی تر څو
مرګ ژوبله پېښه نسی .


خو کله
چی سلیمان (ع)
 دالهی
پیرزوینی په مرسته
 د میږي دغه خبردارﺉ او فریاد واورېدﺉ نو موسکا یې وکړه
او
 الله تعالی ته یې شکر ادا کړ ( مابعده
آیت ) .
 د
پورتنۍ موضوع د ښ
ه وضاحت لپاره لاندینی
جدول مرستندوی
 او
ګټور
 دی :


شماره …. د اړونده آیت برخی ……………..…………
کیمیاوی مرکبات


۱ …….. اې
میږیانو !
 ……………………………….
هیکسانل


۲ …….. خپلو
غارونو ته ننوزﺉ
 …………………… هیکسانول


۳ ….. مبادا سلیمان او ډله
یې تاسو لټپېر نکړی
 ……
انډي کېنن


۴ …... په
بې خبرۍ سر
ه …….………………….. بټی
لوک ټینل


 


ښه ، دا چی پخوا به غیر مسلمانانو ، آن له اسلامه منکرانو ملنډی
وهلې چی میږیان څ
نګه خبری کولای سی ، او
د قرآنکریم دغه
 آیت به یې استهزا کاوه ، خو نن په بشپړ ډول سرځوړي سوي
او د دغو نوو ساینسی انکشافاتو په وړاندی 
ګونګیان
دي .


په زړه پوری لا دا چی پورتنی
قرآنی آیت هم د نورو ټولو آ
یتونو غوندی
د ستری معجزې څخه ډک دی ، یعنی :


لومړی دا چی ۱۴۰۰ کاله مخکی یې
هغه څه ویلی وو چی ساینس فقط څ
لور کاله
مخکی کشف کړل ؛


دوهم دا
چی فرمایلی یې دي چی اړونده میږی « نر » نه بلکی « ماد
ه
» وه ! په دې هکله هم تر څو کالو وړاندی پوری هیڅوک نه پوهېدل چی اړون
ده میږی څنګه ماده و ؟! خو اوس چی ساینس ثابته کړه چی میږیان هم
مل
ِکه
لری او ه
غه یې مشري کوی ، نو د قرآن دغه
آ
یت هم د لمر غوندی وځلېد او د منکرانو ، مرتدانو
او دهریانو خولې یې وګنډلې او که 
هغوی
لږ وجدانی احساس ولری نو باید 
بیرته
مسلمانان سی او توبه وکړی ؛


درېیم دا چی د قران مجید همدا
آ
یت په هغه سورت کی واقع دی چی النمل
نومیږی یعنی میږی ! الله تعالی دغه ټول سورت د میږي په نوم سره نازل کړی دی چی دا
پخپله یوه معجزه ده او د دې سورت د ریاضی معجزې
 د لیکوال په بل اثر ( قرآنی
ریاضی
 ،
۳۰۴ ـ ۳۰۵ مخونو
 )
کی څیړل سوي دي .


په هر صورت ، روایت دی چی یو
وخت کوم جليل القدره بزرګ سړﺉ کوفې ته راغلئ . ډ
ېرخلګ ورته راټول سول . د وعظ او نصیت څخه
وروسته یې وويل چي که هرڅوک  پوښتنه لرﺉ  ويې کړﺉ . امام ابوحنيفة (رح)
هم په دې مجلس کي حاضر و چی دا مهال نوئ ځوان وو . ده د دغه عالم څخه وپوښتل چی هغه
میږی چی د سلیمان (ع) سره یې خبری وکړې او د قرآن مجید د النمل په سورت کی یې ذکر
هم راغلی دی ، آیا نر وو که ماده ؟
 
بزرګ
چي دا سوال واورېدئ  نو پټه خوله سو 
.
 
بيا امام صاحب ورته وويل چي د سليمان عليه السلام دغه
ميږی ماده وه 
 .
 دا
ځکه چي الله (جل جلاله) په قرآن کريم کي 
 په خپل دغه قول یعنی : «قالت نملة» کی
د قالت فعل مونث فعل ويلئ
 دئ ، نو که هغه
مېږَی 
نر
وا
ی الله
پاک به داسي فرمايلي وای : «قال نملة» .
 په دې معقول ځواب سره هغه
عالم
 ډیر
خوښ او ابو حنیفه خورا پر ګران سو 
(
اخلاقی کنایې
 ، لومړی جلد ، د لیکوال اثر : ۱۱۳ ـ ۱۱۴ مخونه )
.


اسلامی جیدو عالمانو ویلی دي چی
الله تعالی به دغه میږی هم د نهو نورو حیوانانو غوندی جنت ته داخل کړی
 . پوره تشریح یې د لیکوال په بل اثر ( اخلاقی کنایې ، دوهم جلد ) کی راغلې ده .


ښه ، دا چی میږیان هر ډول ږغونه اوری خو خپل
مطلوب ږغ ورڅخه فلټر کوی او د هغه مطابق عمل کوی ، 
آیا داسی نه
ده چی الله تعالی فرمایی چی ټول مخلوقات زما ثنا وایی خو تاسی نه په پوهیږﺉ ؟! (
الاسرأ : ۴۴ ) .


پروفیسور رابرټ هیک لینګ وایی چی
میږ
یان زموږ د خبرو په وړاندی غبرګون نه
ښیی او نه یې اغیزمن کوی . مګر که موږ هغه په مطلوب اهتزاز کی راولو نو هغوی اغېزمن
کوی او عکس العمل ښیی . پس دا ثابتیږی چی میږیان هم کټ مټ د انسانانو غوندی خپله
ژبه لری
 او
یو خاص ملت دی
 . ساینس پوهانو معلومه کړې چی دوولس
ز
ره ډول ډول میږیان موجود دي چی مجموعي تعداد یې تر انسانانو
زیات دی .
 نو
ځکه الله تعالی فرمایی چی ټوله حیوانان 
او
مرغان ستاسو غوندی ملتونه دي ،
 موږ په دې کتاب کی هیڅ شی هم نه دی پرې
یښی او ټول به بیرته راغونډیږی ( الانعام : ۳۸ ) . قرآن فرمایی چی موږ به خپلی 
نښی
په کاینات او پخپله د دوی په دننه کی هم ورښکاره کړو تر څو دا ورته ثابته سی چی
د
ا حقیقت دی… ( حم السجده : ۵۳ )
.


نو لوی او
مهربان خدای دی پر هغه څه د کولو توفیق راکړی چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي
یو
 او همدا اوس هم ډیر
ناوخته 
نه
دی!
 ( پورتنۍ لیکنه د لیکوال د ناچاپه اثر : قرآنی ساینس څخه
رااخیستل
 سوې
ده
 ) .


  
دلته ماده میږی ( یعنی ملِکه ) لیدل کیږی چی خپل رعیت یې راټول کړی دی او
هدایت ورکوی .