کور / کتابتون - بېلابېل اثار / کندهار پوهنتون : پوهنیز سیسټم په لوی کندهار کي

کندهار پوهنتون : پوهنیز سیسټم په لوی کندهار کي

څېړنغونډه ۱۳۹۲ ل. کل د غويي ۱۷
د پښتو ژبي او ادبياتو څانګه – کندهار پوهنتون

د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو د څانګي د درېيمي ټولګۍ په دوهم سمسټر کي يو مضمون د څېړني په نامه په کاريکولم کي سته. ددې مضمون په لومړۍ ورځو کي د څېړني اساسات توضيح او تشريح سول. د تطبيقي څېړني له پاره “پوهنيز سيسسټم په لوی کندهار کي” موضوع ددې ټولګۍ دوې مياشتنی کار محصلينو ته وسپارل سو.


ددې ټولګۍ ګرده محصلين ۹۱ کسه دي، نهه، نهه کسه پر لسو ډلو ووېشل سول او دهري ډلي له پاره د څېړني د موضوع يوه، يوه برخه وويشه سوه، لس برخي په لاندي توګه وې:


۱- په ښوونځيو او مدرسو کي روزنيز اړخ
۲- د ټولني اغېزې پر اوسني پوهنيز سيسټم باندي
۳- د پلرونو او ميندو له خوا ښوونځيو ته د اولادونو د نه لېږلو سببونه
۴- پخوانی مروج او اوسنۍ پوهنيز سيسټم
۵- د ښوونځي ، مدرسې او خصوصي ښوونځي توپيرونه
۶- نوی نصاب او د ښوونکو سويه
۷- نوې تکنالوژي په پوهنيز سيسټم کي
۸- د ښځو د تعليم دکچي د کښته والي علتونه
۹- په لوی کندهار کي د ۱۲ فارغين، په کانکور کي شموليت او د آزمويني نتايج
۱۰- د ښوونځيو د ځولو علل


ددې څېړني له پاره ۸۴۳ مرکې سوي دي، ۸۲۴ پوښتنليکونه راټول سوي دي، د ۱۳۰ عامو خلکو نظر غوښتل سوئ دئ.، ۳۷ ښوونځي، ۱۶۵ ښوونکي، ۱۸۵ زده کوونکي د څېړني منابع دي، د څېړني ميتود په لويه کچه مرکه او پوښتنليک دئ.


د څېړني اقتصادي لګښت خپله محصلينو پرغاړه اخيستی وو. د څېړني پايلي د ۱۳۹۲کال د غويي په ۱۷ ورځ په کندهار  پوهنتون کي د يوې څېړنغونډي په بڼه و ګډونوالوته وړاندي سوې، له بده مرغه چي د پوهني وزارت او رياست کوم استازي پکښي برخه اخيستې نه وه.


د څېړني پايله ښيي چي پوهنيز بهير په لوی کندهار کي د خلکو د رضايت او قناعت وړنه دئ او دخلکو له اړتياوو سره متناسب نه دئ. د څېړني د پایلو د جزیاتو لپاره دلته کلیک وکړئ.



– موضوع : پوهنیز سیسټم په لوی کندهار کي
– څېړونکي : بېلابېل محصلین
– لارښود استاد : څېړندوی شېر شاه رشاد
– انلاین چاري : مختار احمد احسان – د لراوبر ويبپاڼي برېښنايي کتابتون