کور / تازه خبرونه / د۲۰۱۴ کال ټاکنوته دقیوم کرزي نومول تائیدشول

د۲۰۱۴ کال ټاکنوته دقیوم کرزي نومول تائیدشول

دافغانستان دجمهوررئیس حامدکرزي ورورمحمودکرزي دوه ورځې مخکي دعینومیني به یوه غوڼده کي دخپل مشر ورورقیوم کرزي نومول دافغانستان دجمهوری ریاست د(۲۰۱۴ )کال په راتلونکو ټاکنوکي تائیدکړ.
محمودکرزی دکندهار ولایت دعینو میني په غونډه کي وویل ،که چیری قیوم کرزي ټاکني وګټي دافغانستان ډیري ستونځې به حل شي او دبی امنیتي او فساد لړۍ ته به دپای ټکئ کښیږدي. هغه داونه ویل چي بی امنیتي اوفساد دحامدکرزي په دریودوروکي ولي ورک نشول.محمودکرزی وایې چي دهغه ورورجمهوررئیس حامدکرزي تراوسه پوري دقیوم کرزی په هکله خپل نظرنه دي څرګند کړی.
قیوم کرزی دحامدکرزی ورور دي او دسیاسی علوموپه څانګه کي یې په امریکا کي زده کړي کړیدي. دمګړی قیوم کرزي دافغانستان ستر پانګوال دي . هغه دولسي جرګي په تیره دوره کي وکیل وو ،ولي دولسي جرګه په غونډوکي یې شتون نه درلودي اوزیاتره وخت غیرحاضروو.داسې ویل کیږي چي محمودکرزی چي دافغانستان په کچه هم غټ پانګوال دی ،په راتلونکوټاکنوکي به دخپل وروردبریالیتوب ترکچي پوري دهغه په ګټه مالي اوسیاسي مرستي وکړی. محمودکرزي څوورځې مخکي رسنیو ته ویلي وو،چي غواړي دسوداګري دندي ترڅنګ دافغانستان په سیاست کي هم ځان ورګډ کړي .
دیادوني وړده چي،دافغانستان دجمهوری ریاست په راتلونکوټاکنوکي دقیوم کرزي نومول کومه نوی خبره نه ده.په افغانستان کي ډیروکار پوهانواودنظرخاوندانوداسي ویل ،چي حامدکرزي به دخپلي دوري په پای کي خپل ورورقیوم کرزي دجمهوری ریاست چوکي ته دنوماندپه توګه اعلان کړی . دبي بي سي راډیودجرګي په یوه پروګرام کي حامدکرزي وویل ،چي هرڅوک چي دافغانستان راتلونکي جمهوررئیس وټا کل شي،زه به دهغه وشا ته ناست یم اوګټوري مشوري به ورکوم. داچي دافغانستان خلک به دافغانستان دراتلونکي جمهوررئیس په اړوند څنګه پریکړه وکړي ،لږموده وروسته به یې واورواووبه یې وینو.