کور / تازه خبرونه / دهلمندولایت په سنګین ولسوالۍ کی ددولت اومخالفینوترمنځ سخته جګړه روانه ده

دهلمندولایت په سنګین ولسوالۍ کی ددولت اومخالفینوترمنځ سخته جګړه روانه ده

هلمند:دخبري رسنیو په یو ه تازه راپورکي راغلي،چي دهلمندولایت دسنګين په ولسوالي کي دتیری ورځې را هیسي دافغانستان دامنیتي ځواکونواووسله والوطالبانوترمنځ سخته جګړه روانه ده. دخبردسرچیني له مخي نن ورځ دزروتنوطالبانویوي ډلې ددولت پرامنیتي پوستوباندي بریدونه پیل کړل. دهلمند ولایت والي ددي پیښې دتآئید ترڅنګ وایې ،چي داجګړه نن سهار پیل شوی او تر اوسه پوري په خرپ سره روانه ده. دهغه وینا په جګړه کي تر اوسه څلورافغاني پولیس وژل شوي اوله ( ۶۵ )څخه زیات شمیرمخالفین طالبان له منځه تللې دي. دهلمند دوالي په وینا په دغه جګړه کي دطالبانوسره اوږه په اوږه پاکستاني طالبان، عربي بنسټ ګراودچچین یاغان ګډون لري.بل لوري دطالبانوویاندقاریوسف احمدی ،ویلي چي دوی په جګړه کي پرمختګ کړی دي.
دسنګین ولسوالي دهلمندولایت دکجکي بندته پرته نږدي ولسوالي ده .څوورځې مخکي رسنیوخبر ورکړی وو،چي طالبان غواړي دکجکي بندپه خپله ولکه کي راولي. دکجکي بند دګرده افغانستان په کچه دهلمند ولایت داوبواو بریښنا دګټې اخیستني تر ټوله لویه شتمني او هستي بلل کیږي.