کور / تازه خبرونه / دبغلان ولایت دولایتي شورا رئیس ووژل شو

دبغلان ولایت دولایتي شورا رئیس ووژل شو

بغلان:دبغلان ولایت امنیتې چارواکي وایې ،چې نن دیادولایت دولایتي شورا رئیس محمد رسول محسني دیوه ځانمرګي بریدګر په برید کي ووژل شو.
دولایتي شورارئیس محمدرسول محسني له خپلوساتونکوسره غوښتل په پلخمري ښارکې دولایتي شوراودانۍ ته ننوځي، په دي وخت کي ځانمرګی بریدګر یې مخې ته ورغی اوپه ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکوته یې چاودنه ورکړه.
دلومړنیوراپورونوله مخې په دغه بریدکې ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.ویل کیږي چي شپږ تنه وژلي شوي کسان دمحسني ساتونکي وو.دپېښې په قربانیانوکې هغه ملکي کسان هم شامل دي،چې دبریدپرمهال دولایتي شورا دفتر ته راغلي وو.
وسله والو طالبانو ددې بریدپړه پر غاړه اخیستي ده .