کور / تازه خبرونه / داطلاعاتواوفرهنګ وزیردتاریخي آثارودقاچاق په تورتورن شو

داطلاعاتواوفرهنګ وزیردتاریخي آثارودقاچاق په تورتورن شو

دمشرانوجرګي دشکایاتواوپلټني کمیسیون داطلاعاتواوفرهنګ وزیرمخدوم رهین دتاریخي آٍثاروپه درغلیواو قاچاق کي تورن کړی .ددي کمیسیون رئیس زلمي زابلي ددوشنبه په ورځ رسنیو ته په ډاګه کړه ،چي ښاغلي رهین دقاچاق په( ۵۹ ) تاریخي توکوکي لاس لری ،کوم چي دانګلستان دپولیسولخواه کشف شوی دي.
زابلی وایې چي دبریطانیا پولیسو دقاچاق (۵۹) تاریخي آثارو په باره کي داطلاعاتواو فرهنګ وزارت ته خبر ورکړی وو ،ولي ښاغلي رهین وايې ،چي هغه آثار په افغانستان پوري اړه نلري.زابلي زیاته کړه ښاغلی رهین دلندن پولیسوته په دیپلوماتیکه توګه خپله لاس لیک لګولی اوو یلي چي دغه آثار داطلاعاتو اوکلتوردوزارت نه دي ، په داسي حال کي چي دکابل ملي موزیم وایې ،چي دغه آثار دکابل دملي موزیم څخه ورک شویدي .
په افغانستان کي دخبریالا نواوژورنالیستانود اتحادیه رئیس فهیم دشتي چي دمشرانوجرګي په کمیسیون کي یې هم برخه درلوده ،وایې چي اسناداوشواهدپه لاس کي لری ،چي خپله ښاغلي رهین دتاریخي آثارپه قاچاق کي لاس لري.
ښاغلی دشتي وایې :موږ د۵۹ تاریخي آثارو څخه بشپړ اسناد په لاس کي لرو چي دغه آثارد (برنز)په تاریخي دورو پوري اړه لري ،دلندن پولیسودغه آثار له ځانه سره ساتلي اوداطلاعاتواوفرهنګ وزارت ته يې یورسمي لیک لیږلي چي دغه آثار له نږدي وویني اوثابته کړي چي په افغانستان پوري اړه لری او که نه ؟،ولي ښاغلي رهین دلندن دپولیسو په ځواب کي ویلي چي دغه آثار دکابل په ملي موزیم پوری اړه نلری.
سيد مخدوم رهین،اوس دغه ادعاوي نه مني اوهغه ټوله بي اساسه بولی. هغه رسنیو ته وویل چي دمشرانو جرګي دشکایاتورئیس زلمي زابلي یومریض کس دي اودراډیو تلویزیون کارکونکی یې تهدید کړی چي ولي یې دهغه انځور او عکس نه دی اخیستي.
دیادوني وړده ،چي په دي وروستیوکي دافغانستان دکابیني دوزیرانواودپارلمان ددواړوجرګودغړو ترمنځ اړیکي ترینګلي شویدي. وکیلانویوه اووني مخکي دکورنیوچارووزیر مجتبي پتنګ هم دځینو پوښتونولپاره استیضاح ته غوښتي وو،خوهغه دولسي جرګي غوڼدی ته حاضرنشو.
پرون ددوشنبه په ورځ دولسي جرګي غړودمالیي وزیرعمر زالخیلوال دغیرقانوني کړونو په تورداستیضاح لپاره دولسي جرګي عمومي غونډی ته راوغوښتي. ولي عمرزاخیلوال داستیضاح څخه روغ رمټ ووتي اوهغه بیا دولسي جرګي شپږغړي دتیلو، شرابو، اوړو او دسوداګریزو توکوپه قاچاق اودرغلیوکي ښکیل وګڼل اودهغوی نومونه یې په ډاګه کړل.