کور / تازه خبرونه / دډاکترنجیب لورمسکانجیب په نړۍکي دوتلوانځوراخیستلوسیاليوته لاره پیداکړه

دډاکترنجیب لورمسکانجیب په نړۍکي دوتلوانځوراخیستلوسیاليوته لاره پیداکړه

دډاکتر نجیب لور مسکا نجیب هغه ځوانه افغان ژورنالیسته ده چي دنړۍ دوتلوانځورګرو دعکس(انځور)اخیستلودبریالیووړکسانوپه سیالیوکي ورګډه شوه . که چیری هغه په دغوسیالیوکي بریالي راووزي ،نوهغه وخت به نوموړي په نړۍ کي دانځور ایستلو ترټولو ښه دنده ترلاسه کړی اوپه آسترالیا کي به کاروکړي،چي ددي دشپږ میاشتودمعاش اندازه به دآسترالیا (۱۰۰۰۰۰ )ډالرو ته ورسیږي .
دغه سیالي دټولي نړي دګوټ ګوټ څخه دانځورونوداخیستلو لپاره دلوړي دندي او لوړي تنخواه په اړوند پکاراچول کیږي.
مسکا نجیب ( ۲۹) کلنه ځوانه افغانه ژورنالیسته ده اوپه ډهلی کي ژوند کوي. هغي دهنددډهلي په ښارکي دیوه لنډزاړه فلم دانځورونولړۍپرانیستله اودنړۍ دوتلوانځورګرو په ډله کي راغله .که چیری هغه بریالې راووزي نوکولای شي چي دټولي نړي دانځورونو دایستلو په ډله کي لمړي ځای ونیسي .
میرمن مسکانجیب پخوا دبي بي سي راډیوسره هم کارکړیدی . هغه وایې چي دي یواځي پنځه ورځي وخت درلودي تر څودډهلي زاړه ښارته ولاړم اود (۳۰) ثانیودیوه لنډفلم انځور مي واخیست ،چي له نیکه مرغه دنړي دوتلوانځورګرو په ډله کي راغلم.
هغي زیاته کړه چي دیوي افغاني ښځي په توګه ماته ډیرستونځمنه وه ،ترڅو ثابته کړم چي دانځورونودسیالیو په لیست کي ورګډه شمه .
مسکادافغانستان دپخواني جمهوررئیس ډاکترنجیب الله لورده ،چي دکوچنیوالي راهیسي په هندکي دمهاجر په توګه ژوندکوي. هغه غواړی چي ټولوافغانانو ته دغه پیغام ورسوی چي انسان هرځای کولای شي دخپل لیاقت او استعدادپکاراچولوسره دخپلوهڅواولاسته راوړونو بریاوي لاسته راوړي .