کور / د ډيورنډ کرښه / دافغان ولس مشر پر ځای پریکړه

دافغان ولس مشر پر ځای پریکړه

دافغان ولس مشر ددریم د مای ۲۰۱۳ کال پریکړه قابل دقدر ده چی په ډاګه یی اعلان کړل چی نوموړی به دډیورنډ دا منحوسه او استعماری کرښه هیڅکله په رسمیت ونه پیژنی ؛ او هم داډول ولس مشر پخپلو خبرو کښی زیاته کړل چی هیڅ هیواد دا حق نلری چی پر افغانانو دی په زور دا استعماری کرښه قبوله کړی .

دولس مشر دا وینا ددی نمایندګی کوی چی نوموړی خپله سیاسی تګلاره دډیورنډ ددی استعماری کرښی په مورد کښی و پاکستان او هم دا ډول دانګریز هغه استعمارګرو د سیسو او تیری ته په کلکه جواب ورکړی؛ او هم دا ډول نوموړی خپل سیاسی شهامت او دلیری دافغانستان په اینده تاریخ کښی ثبت کړل؛ چی اینده نسلونه به بیا پر قضاوت کوی او ودی پریکړی ته به دولس مشر درناوی کوی؛ او دولس پیغام او غوښتنه هم وولس مشر ته دهم داسو پرځای پریکړو ته یی په کلکه ملاتړ کوی .

افغان ملت که هر څومره پخپلو منځونو کښی بی اتفاق دی؛ او یود بل په مقابل کښی متاسفانه زغم نلری خو د پردو د تیری په مقابل کښی بیا داسی یوموټی او متحد دی چی حتا دتصور څخه هم لیری وی لکه چی د ګوشتې د ولسوالۍ پېښی وښودل چی دا ملت څومره دیو قوی او با عذ مه او دکلکی ارادی څښتن ملت دی؛ ددی پیښی وروسته هم دولسونو ملاتړ او پاڅون دهمدی قهرمان ولس اراده او یوالی څرګندوی .

افغانانو ته خپل ملک دناموس حیثیت لری چی دا د ټولو افغانانو یو څرګند خصلت دی ؛خو وبل طرف ته یی بیا بدل اخیستل هم یو روښانه او څرګند خصلت دی چی ددی تیرو دو پیړی په دوران کښی بیخی روښانه او دافتخار څخه ډکی کار نامی لری .

پاکستان نه تنها ددی دولسو کلو په جریان کښی زموږ دخلګو او تمامیتی ارضی او زموږ دخاوری د پیشرفت او ترقی دوښمن وه ؛ او ددی سبوتاژاو ویرانی په افغانستان کښی نه تنها چی دا ویرانی او سبوتاژاو پالیسی دپاکستان داقتصاد سیاست او داخلی مشکیلاتو څخه لوړه خبره او فیصله ده ؛ نو دا هرڅه هغه زموږ دپلرونو او نیکه ګانو دسر دوښمن په مرسته یعنی دانګریز هغه تیرسوی او فعلی استعمارګر سیاست مداران دی چی غواړی خپلی سیاسی او منطقوی اقتصادی ګټی او دغه نوموړی پالیسی دپاکستان دپنجابیانو له لاری په افغانستان کښی زموږ پر ولس تحمیل او پیاده کړی.

خو یوه دخوشبختی خبره داده چی زموږ دولس عمومی ذهنتونه تر پخوا ودی سیاسی کړکیچ ته ډیر بیداره او پوه سوی دی ؛ چی ددی استعماری کرښی په رسمیت پیژند نی ته به هیڅکله اجازه ورنکړی دا ځکه چی دا خاوره دافغان ولس قانونی حق وه چی انګریزی استعمارګرو په کال ۱۸۹۳ کال کښی دامیر عبدالراحمن خان په زمام داری کښی لاندی کړل او یو غټ او قوی قوم یی پر دوه برخو وویشی ؛ او کوم وخت چی په کال ۱۹۴۷ کال کښی پاکستان دمځکی د نقشی پر مخ را پیداسوه نو طبعی امر دی چی پاکستان دخپل تاسیس داولی ورځی څخه شروع بیا تر ننه پوری دافغان ولس دبدبختی په انتظار ناست وه ؛ چی نوموړی استعمارکرښه یو څوک نه یو څوک حاضر سی چی دا استعماری کرښه په رسمیت وپیژنی خو د خوشحالی زیری او پیغام دادی چی د اول جهانی جنګ چی په کال ۱۹۱۴ څخه شروع سوه مخکی تر جنګ او هم وروسته تر جنګ بیا تر نن پوری دافغانستان هیڅ زمام دار حاضر نسوه چی دا استعماری کرښه په رسمیت وپیژنی نو

تر کومه ځایه چی استعمار ګرقوتونه همیشه وخپلو ګټو ته ترجع ورکوی نود همدی استعمار ګرو قوتو نهایی هدف هم سیاسی؛او اقتصادی ګټو ته ځان رسول دی.

ترکومه ځای چی دعراق دجنګ پیښو وښودل چی انګریزانو دامریکایانو سره یو ځای نوموړی جنګی پروژه شروع کړل او هلته دڅوکلونو په جریان کښی دا معلومه سول چی انګریزانو ددوی دخواست مطابق ګټی تر لاسه نکړی او بشری زیان یی هم ولیدی او دعراق څخه تقریبا خالی لاس راووتل . نود امریکایانو او انګریزانو تر منځ داقتصادی ګټو پر سر دعراق دښار بزره کښی اختلافات را پیداسول او انګریزان دامریکایانو په تناسب په عراق کښی خپلو هغو اقتصادی ګټو ته ونه رسیدل ؛ چی په نتیجه کښی انګریزی استعمار ګرقوتونه دابدل دافغان ولس دهغه تاریخی او قانونی حق په مقابل کښی چی هم دغو استعمار ګرو په کال ۱۸۹۳ کال کښی دا استعماری کرښه جدا کړی وه اوس غواړی چی وخپلو هغو پخوانیو جنایتنو ته قانونی لاره هواره کړی چی مرستندویان یی هم پنجابی جنرالان او دآی؛آیس؛آی دغه تروریستی مخفی ارګان دی .

خو افغان ولس به دا اجازه وهیڅ چاته ورنکړی تر څو چی یو افغان هم ژوندی وی په دی خاوره کښی.

ژوندی دی وی دافغان قهرمان او میړنی ولس

په درناوی