کور / تازه خبرونه / دګوشتي په ولسوالي کي دوژل شوي سرحدی پولیس جنازه خاوروته وسپارل شوه

دګوشتي په ولسوالي کي دوژل شوي سرحدی پولیس جنازه خاوروته وسپارل شوه

دافغانستان دسرحدی پولیس محمد قاسم جنازه چي تیره شپه دپاکستان دنظامیانولخواه دننګرهارولایت دګوشتي په ولسوالۍ کي شهیدشوی وو،نن دشیوي په ولسوالي کي دده په پلارني هدیره کي په درناوي سره خاوروته وسپارل شو .
دنوموړی دجنازي پرمهال دننګرهاردولایت زرګونوخلکوګډون کړي وو.
دکورنیوچارووزارت ویاند صدیق صدیقي رسینوته ویلي ،چي نښته تیره شپه نهه(۹) بجي هغه وخت پیل شوه ،چي په سیمه کي پراته افغا ن ځواکونه دپاکستاني ځواکونوتر برید لاندي راغلل. صدیقی وایې چي نښته اوس درول شوي اودسیمي حالات عادي ښکاري. دهغه په وینا په دغه نښته کي دسرحدی پولیسویوسرتیری شهیدشوی اودوه نورسرتیري ټپیان شوي دي .
دیادوني وړده ،چي دګوشتې ولسوالي دجګړې په هکله وسله والوطالبانو تراوسه پوري هیڅ راز عکس العمل نه دی ښودلي او نه هم په دي اړونددطالبانوویاندرسنیو ته څه ویلي دی.