کور / علمي / د مخابراتو وزارت د جدي پاملرني وړ

د مخابراتو وزارت د جدي پاملرني وړ

بسم الله الرحمن الرحيم


انجينر عمران خان هدايت

په افغانستان کې سيم بکسونو د مخابراتو وزارت د نه پاملرنې له امله امنېتې او اقتصادي ننګونې رامنځ ته کړي!!!


سيم بکس (SIMBOX) څه شې دي؟

سيم بکس عبارت له هغې دستګاه څخه دې. چې نړيوالې غږيزي اړيکې د غږ ليږد انترنيتې پروتوکول (Voice over IP) لرونکې جال په مرسته په سيم بکس کې د شته سيم کارت اړونده کورنې جال په لوري مسيريابې کوې. دارنګه چې نړيوالې غږيزي اړيکې د انترنيت په مرسته په کور دننه شته سيم بکس ته په مخه کوې، چې ډيری د دارنګه اړېکو او ناوړه اړيکتيايي خدماتو لپاره سيم بکس د يو معمولې روتر (router) او پې بې اېګس (PBX)په مرسته له نړيوال انټرنټې جال سره نښلول شوي وي، تر څو د همدغې اې پې جال (IP Network) له لارې د کورنې جال د راديويي منابعو څخه په ناوړه ګټه اخيستنې سره ټيټ کيفيت او کم لګښت لرونکې نړيوالې اړيکې ټينګې کړې. چې په ټوله کې دارنګه او دي ته ورته کړنې د مخابراتو د مسلک له نظره غير قانونې او په هيڅ ډول د منلو وړ نه دي.
برسيره پردي ټولو سيم بکسونه د نورو وران کاره کړنو، لکه: د نورو اړيکتيايي جالونو د خدماتو د کم رنګې کولو په موخه له سيم بکس څخه يو زيات شمير اړيکو او يا هم په وايريس کګړو لنډ ليکلې پيغامونو (SMSs) په مرسته د مختلفو کورنې اړيکتيايي جالونو فعال پيرودونکې په نښه او د خپلو وران کاره کړنو سره يي تر اغيزي لاندي راولې. د بيلګې په ډول د اې ام اي اې (IMEI) / اې ام اېس اې (IMSI) تر لاسه کول/ له منځه وړل/تغيرول… لپاره هم استعماليدلې شي.
سيم بکس څرنګه کشف کړو؟
د سيم بکس نيونه اوکشف نظر د هغوې مختلف ډوله فعاليتونو ته يو سلسله خاصو او ځانګړو مسلکې مهارتونو ته اړتيا لري. تر څو د نوې تکنالوجې او تخنيکونو په کارولو سره سره په مخ کې پرتې ستونزو پيژندلو وروسته له منځه يوړل شې.
په ټوله کې د سيم بکس د تيراېستنې د پيداکولو او کشف لپاره په دوامداره توګه د اړيکو مختلف ډوله پارامترونه څيړل کيږي. چې نوموړې پارامترونه په مختلفو او ځانګړو مقياسې څانګو ويشلې شو. چې د نوموړې مقياسونو  په کارونې سره د ام اېس اې اېس ډې ان (MSISDNS) او اې ام اې اې (IMEI)  بيا بيا ځل استعمال راديويي امواجو ته د لاس رسې په موخه تحليل او اناليز کولاې شو.
يادې مقياسې برخې او کړنې په لاندې ډول وېشلې شو:
• د يوې ځانګړې  شميري (ام اېس اې اېس ډې ان MSISDNS) او اې ام اي اې (IMEI) څخه يو زيات شمير اړيکې
• د اړيکتيايي جال له يوې ځانګړې حجري څخه يو زيات شمير اړيکې (هغه حجره چې سيم بکس پکې شتون لري)
• پيرودونکو د اړيکو پري کولو اخرنې منبع او همدارنګه په داومداره توګه د اړيکو کيفيت څارل.
• سيم بکس کې شته سيم کارت ته له نورو کورنيو اړيکتيايي جالونو څخه د راتلوونکو اړيکو رديدل او پري کيدل.


سيم بکس پلټنې پر مهال پيښدونکې ستونزي
• ځينې سيم بکسونه د اې ام اي اې (IMEI) په کارولو سره غږيزي اړيکې کنترول او اداره کوي. او په دورانې ډول خپل اې ام اي اې (IMEI) کوډ تغيروې،  چې له همدي امله د نوموړي دستګاه کشف او پيژنده يي تر ډيره بريده ستونزمنه ګړيده.
• ام اېس اې اېس ډې ان (MSISDNS) يا په عام ډول د ګرځنده تيلفون شميره هم په دوامداره ډول سره متغيره کيداې شې، چې د سيم بکس پلټلو په مخکې خنډ ګڼل کيږي.
په پايله دارنګه انګيرلې شو چې د سيم بکس د غيرقانونې کړنو د کشف او پيداکولو لپاره د اړينو څيړنو په موخې د شته ستونزو او خنډونو سره سره  يواځې او يواځې پورتنې احصايويي مقياسونو کارول تر ډيره بريده موثر ګڼل کيږي.


له سيم بکس څخه د غږيز ترافيک عوايدساتل
 په ټوله کې سيم بکسونه د اړيکتيايي جالونو د غږيزو اړيکو عوايد د ځينې ټکماره او له ټګۍ څخه ډګو کړنو په تر سره کولو سره راکښته کوي. چې يو تر ټولو غټه ټګي چې د کورنې اړيکتيايي جالونو پر وړاندي ترسره کيږي همدا په غير قانونې ډول د سيم بکس له لاري د نړيوالو اړيکو ليږدول دي، چې تر ډيره بريده د کورنې اړيکتيايي جالونو د رومينګ او ساده نړيوالو اړيکو څخه ترلاسه کيدونکې عوايدو کې د پام وړ کمښت راولې. په سيم بکسونو کې معمولا له کورنې اړيکتيايي جال سيم کارتونه شتون لري، تر څو نړيوالي اړيکي په کورنې اړيکو بدلې او د کم لګښت او ټيټ کيفيت سره اړيکې ټينګې کړي.


انځور:


چې په ټوله کې د اړيکتيايي جال په عوايدو کې د پام وړ کمښت رامنځ ته کوي. دا ځکه چې ټولې نړيوالې اړيکې د کورنيو اړيکو په لګښت سره تر سره د يوې عادي کورنې اړيکې په ډول سره ترسره کيږي. چې ددې ټولو برسيره د سيم بکس غير قانونې استعمال لاندي منفې تاثيرات هم درلودلاې شې.
اړيکتيايي جال ظرفيت کميدل: سيم بکس لرونکې حجره کې په کافې اندازه د غږيز ترافيک کچه لوړه ځې، او نوموړي حجري ته راتلونکې اړيکې د شته سيم بکس پواسطه په چټکې سره رد يا پري کيږي. چې په هر اړخيزه ډول د حجري خدماتو او ظرفيت  باندي منفې تاثير ګڼل کيداي شي. چې په پايله کې اړيکتيايي جال دې ته اړ باسې تر څو د يادي حجري ظرفيت لوړ کړي،چې د اړيکتيايي جال لپاره له اړتيا پرته او غير ضروري پلان او لګښت ګڼل کيږي. چې د ټول لګښت په بدل کې يواځې او يواځې د تلوونکو اړيکو عوايد ترلاسه کولاي شې.
نورو پيرودونکو ته د خدماتو کمرنګې کيدل:  ټول هغه خدمات چې د اړيکې ټينګوونکې پيژندنې (Caller Line Identification CLI) کوډ له مخې برابريږي. په ځانګړي ټوګه د رومينګ اړيکې او نور. په جال کې د کاريدونکې سيم بکس له امله اغيزمنې کيږي. نو سيم بکس هم د نړيوالو غږيزو اړيکو په ليږدونه کې له همدغې اړيکې ټينګوونکې پيژندنکې کوډ څخه ګټه اخلې، تر څو ډيری رومينګ پيرودونکې د نوموړو خدماتو ځينې محروم کيږي. د بيلګې په ډول: غږيز ليک بکس… او له بله پلوه نوموړي اړيکې ټينګوونکې پيژندونکې کوډ حالت هيڅ شتون هم ونه لري او يا استعمال هم نه کړل شې نو په ټوليزه توګه د اړيکو ترلاسه کيدنه له منځه وړې. د بيلګې په ډول: سيم بکس کې شته سيم کارت ته د نيمګړې اړيکې بيرته ګړځيدنه (Missed call returning) او د ددې پرځاې چې د ريښتونې اړيګې ټينګوونې شميره د تيلفون په ښيښه باندي وښودل شې. په سيم بکس کې د شته سيم کارت شميره د تيلفون په ښيښه ښودل کيږي.



د خرابو خدماتو رامنځ ته کيدل:


 په ځينو حالتونو کې داسې هم ممکن وې چې په سيم بکس کې د ډيرو سيم کارتونو د شتون له کبله په اړونده حجره کې نور پيرودونکې نشې کولاې چې اړيکه ټينګه او يا ترلاسه کړي. تر هغه چې په سيم بکس کې شته وړاندې ورکړې لګښت لرونکې سيم کارت کې د پيسو اعتبار پاې ته ورسيږي، له بلې خوا په سيم بکس کې د شته سيم کارت د اعتبار له خلاصيدلو سره مقابل لوري اړيکه ټينګوونکې په بل بهرنې هيواد کې د اعتبار د پايښت اعلان ترلاسه کوي چې هغه ته په رېښتونې ډول سرګډونکې يا مخشوشوونکې ده. دا ټولې هغه کېسې دې چې د سيم بکس په شتون کې رامنځ ته کيداې شې، چې د اړيکتيايي خدماتو وړاندې کوونکو جالونو له لوري په پيرودونکو يو ډول منفې تاثيرات ګڼل کيږي.




د سيم بکس د ناوړه کړنو د کشف او پيداکولو لپاره د دولت تر څنګ هر اړيکتيايي جال نظر خپل کارې جواز ته ځينې دندې او مکلفيتونه لري. چې بايد له اړونده دولتې چارواکو سره په همغږې بايد ترسره کړل شې. دارنګه چې دولت د خپلو وګړو ته ښه اړيکتيايې خدماتو برابرولو په موخه د دغه ډول ناوړه کړنو کشف او بندول خپله دنده بولې او له بله پلوه اړيکتيايي جال د سوداګري له پلوه دا نه غواړي چې په دوامداره توګه دي لګښت زيات او  عوايد له لاسه ورکړي. نو د همدغې مشترکې موخې د ترلاسه کولو لپاره د  موزين (Mocean) نومې سيم بکس کشفوونکې دستګاه په کارونې سره دارنګه ناوړه حالت په فې واحد د وخت کې کشف او مخنيوي يي کولاي شې.
 
تبصره:
په ټول هيواد کې د سيم بکسونو په اړه مو لومړنې علمې څيړنې دا څرګندوي، چې تر دريشو زيات سيم بکسونه د هيواد په مختلفو برخو کې په غير قانونې ډول فعاليت کوي. د سيم بکس پلټنه په ډيره ساده ټوګه د پورتنېو تخنيکې سرګندونو په مرسته کشف او ترلاسه کولاې شو. چې د لازياتو دقيقو او پراخه څيړنو په موخه بايد د سيم بکس اړونده حجره بايد د پراخې ځيړنې لاندي ونيول شې.
دا چې د مخابراتې او معلوماتې تکنالوجې وزارت په ځانګړي ډول د اترا اداره د يو مسول ارګان په حيث د دغه ډول ناوړه کړنو ته بايد لازم تدابير ونېسي او د پرمختللو وسايلو په درلودلو سره د دغه ډول وران کاره فعاليتونو شنډ کړي. خو د ياد وزارت د پاتې راتلو له امله اوس مهال د هيواد په مختلفو ولايتونو په ځانکړې ډول د هيواد په پلازمينه کابل کې د يو زيات شمير سيم بکسونو فعاليت څخه داسې انګيرلې شو، چې نوموړي وزارت او په ځانګړي ډول د اترا اداره يا خو د دومره مسلکې ظرفيت نلري چې د دغه ډول ناوړه کړنې شنډې کړي او يا خو له پوره مصلحتونو څخه کار اخلې.
د يادونې وړ ده، چې سيم بکسونه د اړيکې د کيفيت په کمرنګې کولو سره سره په هيواد کې په لويه کچه امنېتي او اقتصادي ستونزي راولاوړې شې.
په امنېتې برخه کې سيم بکسونه کولاې شې چې په هيواد کې د فعالو اړيکتيايي جالونو د هر پيرودونکې غږيزې اړيکې ته په غيرقانونې ډول غوږ شې، لنډليکلې پيغامونه (SMSs) يي وګورې او داچې کوم پيرودونکې له کوم سره څه وخت کې د څومره وخت لپاره اړيکې ټينګيږي کړيدي. دا او داسې نور کره معلومات د خپلو شومو موخو لپاره کاروې، چې دنړيوالو او سيمه ايزو استخبارتې  کړيو دمعلوماتو ترلاسه کولو يوه ښه مرجع ګرځيدلې.
 خو پوښتنه دا راولاړيږي. چې آيا د مخابراتې تکنالوجې له پلوه په داسې يو ناامن هيواد کې به د ولسمشر، وزيرانو او لوړ پوړو امنيتې چارواکو اړيکې څنګه خوندې وي او کنه؟؟؟ ان تر دې چې پدې نږدي راتلوونکې مو داسې بريښې کيږي چې د سړېتښتوونکو (اختطاف چينانو) کوچنيو ډلو هم له نوموړو سيم بکسونو څخه د خپلو غير قانونې فعاليتونو کې ګټه اخلې. په ساده ژبه داسې وويلې شم، چې د مخابراتو وزارت د نه پاملرنې او بې کيفايتې له امله د هيواد ملې او خصوصې مخابراتې جالونه مو د نصرالدين قبر ګرځيدلې چې له دريو خواوو يي ديوال نه درلوده او له يو لوري يي چې ديوال او دروازه درلوده او هغه ته هم يو غټ قفل پورت وو.
که څه هم د افغانستان ټول شته اړيکتياېې جالونه د اړيکو د لوړ لګښت له کبله په دوامداره توګه يو ستره پانګه له هيواد څخه بهر ته وړې، چې د اقتصادي کار پوهانو په اند له هيواد څخه د پانګې اېستل سترې اقتصادي ستونزي آن ناورين راولاړولې شې. دا چې په هيواد کې يواځې د اړيکو لګښت نه بلکې ګڼو نورو مخابراتې فعاليتونو منفې اقتصادي تاثيرات کوم او د مخابراتو وزارت ورته د اړينو تدابيرو په چمتو کولو کې تر کومه بريده هيواد ته پاتې او عامو او بيوزله وګړو ته څومره پړ راغلې، او په کومو کومو اساسې برخو کې يي له پراخه مصلحتونو څخه کار اخېستې دي. يو جلا او ځانګړې بحث ته اړتيا لري. خو سيم بکسونه په افغانستان کې د ځينو ګړيو له خوا د سوداګريزو موخو لپاره هم کارول کيږي. چې تر ډيره پکې دولتې لوړ پوړې چارواکې آن وزيران او د غبرګونو جرګو وکيلان هم پکې لاس لري، چې په تيرو کلونو کې د يادو چارواکو د خپل منځې شخړو له امله نيول شوي هم دي.
سيم بکسونه په هيواد کې د شته اړيکتيايي جالونو له منابعو څخه په ګټه اخېستې سره د يو کوچنې غير قانونې اړيکتيايي جال په ډول کار کوي. چې په غير قانونې او پټ ډول خپلې ځانګړي هټې لري، خپل لګښت کارتونه (کريدت کارتونه) پلورې. د حيرانتيا خبره خو داده چې په دې نږدي راتلوونکې کې دا هم راڅرګنده شويده چې خپل ځانګړي سيم کارتونو او ګرځنده تيلفونه هم پلوري چې د هيواد پنځه ګونو اړيکتيايي جالونو ته په کم لګښت اړيکې ټينګولاي شې. د سيم بکسونو خاوندان په دولت کې پراخ ونډه لري، د خپلو شخصې ګټې لپاره په عامو وګړو اړيکتيايي خدمات کمرنګې کوې. او د مخابراتو له سکتور څخه دولت ته په برابريدونکې ماليه کې هم د پام وړ کمښت رامنځ ته کوي.
د شته ناورين څخه د هيواد د ژغورلو لپاره مو سپارښتنه داده. چې د خصوصې اړيکتيايي جالونو او دولت په ګډه پانګه بايد موزين (Mocean) او د دده په شان نورې د سيم بکس نيونې پرمختللې دستګاووې وپېريدل شې. تر څو په فې واحد د وخت کې د سيم بکسونو کشف او د قانون منګولو ته وسپارل شې، تر څو په سالمه توګه امنيتې خوندې توب ترلاسه شې.
او همدارنګه په هر خصوصې اړيکتيايي جال کې لږ تر لږه يو مسلکې او په کار پوه انجينر وګومارل شې تر څو د نوموړو وران کاره کړنو څخه په ټوله معنې څارنه وکړې، تر څو په بشپړ ډول د نورو هيوادونو په شان د هرې لوې اوکوچنې کړنې او تغيراتو لپاره د دولت ماليه په خپل وخت دولت ته وسپار شې. د يادونې وړ ده، چې د مخابراتې دستګاوو په مختلفو پارامترونو کې تغير په پشپړ ډول د اړيکتيايي خدماتو په کيفيت او کميت کې تغير راوستلې شې. چې لازمه څارنه يي هم اړينه ده.



انجينر عمران خان هدايت
وری ۱۳۹۲