کور / تازه خبرونه / دبستون پولیسو هغه تښتیدلی دویم کس هم ونیوي

دبستون پولیسو هغه تښتیدلی دویم کس هم ونیوي

دامریکا څخه راغلي خبرونه وا یې ،چي دبستون پولیسودواټرټاوون په سیمه کي پروني ورک کس نیولی دي
تیمورلنګ اوجوهرسارنایف دچیچن څخه راغلي هغه دوه وړونه دي ،چي دبستون په چاودني کي پړګڼل شویدي .تیمورلنګ ۲۶ کاله اودده ورورجوهر ۱۹ کاله عمر لری . دوی پرون دپولیسوسره دبریدونوپرمهال وتښتیدل.پولیسوتیمورلنګ سایرنایف په ډزوسره وویشتي اووواژی ،ولي جوهرسارنایف وتوانیدی چي دپولیسو څخه وتښتی .پولیسو دماساچوست آیالت دواتر ټاوون په سیمه کي هغه کورترمحا صری لاندي راووست ،کوم چي نوموړۍ پکی پناه اخیستي وه . پولیس وایی چي هغه تر لږ مقاومت وروسته زخمي شواودامبولانس له لاري نا مالوم ځای ته ولیږدول شو.
دامریکا ولسمشر بارک اوباما په سپینه ماڼی کي دخبروپرمهال دبستون دپولیسو څخه مننه وکړه او دبستون اوسیدونکوخلکوددي خبر په او ریدلوسره ډیر خوشاله شول.
دیوه بل خبرله مخي ددغه دواړو وړونوکورني اوددوی پلار رسنیو ته ویلي چي دوی باورنشي کولای چي ددوی زامن دي دبستون دچاودونو په وژلوکي لاس ولري.