کور / علمي / غزني او د افغانستان په تاریخ کي د هغه درې ځانګړني

غزني او د افغانستان په تاریخ کي د هغه درې ځانګړني

د افغانستان په تاریخ کی د غزنی او د غزني تاريخ په هر پاڼه کی د لرغونو مدنيتونو ، کلتوري وياړنو او ستروامپراتوريو بيلګي سته ،چي هراړخيزه شننه او څيړنه يې زياتو او پرله پسې علمي هڅو ته اړتيا لري ، د دې سره سره چي د غزني په اړه څه ناڅه تاريخي او ارکيالوژيکي څيړني سويدي ، خو لا نور هم دزياتو او پر له پسې هڅو اړتيا سته چي د هيواد د دې تاريخي ولايت په اړه ناڅرګندي غوټي پرانستل سي . د دې لپاره چي د غزني ولايت تاريخي ارزښت مو را څرګند کړۍ وي ، يوازي هغه تاريخي ځانګړتياوي را يادو چي د هيواد او سيمي په کچه د غزني او اړوندو سيمو د تاريخي وياړونو په توګه منل سويدي .
لومړۍ ځانګړتيا : د افغانستان تر ټولو لرغوني توکي د غزني ولايت څخه تر لاسه سويدي . د غزني ولايت لويديځ لوري ته د ناور دښت په نوم يوه نامتو لرغوني سيمه پر ته ده چي د د لومړي ځل لپاره د امريکايې لرغونپوه ، لويس دوپرې له خوا په ١٩٧٤ زيږد کال تر څيړني لاندي ونيول سوه او تر هغه وروسته بيا په ١٩٧٦ زيږد کال د لر غونپوهانو د يوه بل څيړنيز ټيم په وسيله سروې او وڅيړل سوه .
د ناور دښت په ( ٥ ، ٣٣ ) شمالې عرض البلد او( ٥٠ ، ٦٧ ) ختيځ طول البلد کي پروت دۍ . لر غونپوهانو د دې سيمي څخه د تر لاسه سويو اثار و د پيژندلو لپاره د غزني ١ ؛ غزني ٢ ؛ غزني ٣ ؛ او غزني ٤ ؛ نومونه ياد کړيدي ، خو په ټوليزه توګه د ناور دښت درې لويې برخي په برکي نيسي . لومړۍ برخه د ناوردښت هغه اواري سيمي را نغاړي ، چي د دريو لويو غونډوي په منځ کي چاپيري سويدۍ . دو يمه برخه د ناور دښت د لوړو حصارونو په څیر غونډۍ دی چي د ناور دښته يې احاطه کړيده ، او دريمه برخه د ناور دښت هغه ډبرين ځايګوټي دۍ چي په لرغونو زمانو کي انسانان پکښي ميشت وه .
د ناور دښت په شمالي برخو کي لا تر اوسه د ډبرو څخه د جوړو سویوحصارونو بيلګي سته چي په نږدې ليدلو يې د حصار ونو پرته بل شۍ نه سي ګڼل کيدای . د دې ډبرينو حصارونو له لوړي برخي د ناور دښت ټولې خواې په پوره څرګندتيا ليدل کيږي . د دښت لويديځ خوا ته هم دفاعي ډبرين حصار ورنه سته چي د دښت پر سهيلي خوا د ليدلو او څار پراخه سيمه لري . د دې حصارونو تر څنګ د يوشمير ګردي ( دايروي ) برجونو بيلګي هم ليدل کيږي ، چي په جوړښت کي يې د لويو ډبرو څخه کار اخستل سويدۍ ، خو د دې ډبرينوبرجونو لپاره د جوړو سويو او تراشل سويو ډبرو څخه کار نه دي اخستل سوۍ بلکي ټولي ډبري په خپل طبيعي حالت او ساده ډول کارول سويدي . په ناور دښت کي د اسي بيلګي هم په سترګو کيږي چي ښايې د پخوانيو انسانانو هديرې به وي ، چي د ډبرو په وسيله ماجر ( احاطه ) سويدي . داسي بريښي چي د هر ي هديرې پر چار پيره لږ تر لږه شل پنخه ويشت دانې لويې او وړي ډبري راګرځيدلي دي .
د لرغونو انسانانو د اوسيدو ځايونه او د هغو انساني ډلو په وسيله کارول سوي د کار وسايل ، چي شمير يې تر زرګونو پارچو زياتيږي ، د ناور دښت څخه تر لاسه سويدي . په دې وسايلو کي ډبرين نوک تيزه پيکانونه ، دوه څوکي ډبريني چړې ، واړه ډبرين چاقوګان ، ګردۍ تراشل سوي ډبري ، تراشونکي ، پريکونکي او سورۍ کونکي ډبريني وسلې او يو زيات شمير منحۍ ډبري ( هغه ډبري چي د نورو ډبرينو وسلو د جوړولو لپاره يې وړې اويا لويې برخي بيلي او غوڅي سويدي )

هم لاس ته راغلي دي . په ناور دښت کي د ميشتو لرغونو انسانانو له خوا په زياته پيمانه د اوبسيدان ډول ډبرو څخه کار اخستل سوي او تر څنک يې دکوارتيز او چقماقي ډبری هم کارول سویدی .
د امر يکايې لرغونپوه لويس دوپري په باور د ناور دښت څخه دکار لپاره دو سيلو جوړولو دوه لوی مرکزونه چي په هغو کي د اوبسيدان ډبري څخه ډبرين وسايل جوړيدل ، د ډبرينو استحکاماتو او حصارونو شتون ، او د هديرو په څير د ډبرينو دايروي کوټنيو نښانې او نور په سلګونه د کار وسايل ، هغه لاسوندونه دي ، چي بيله شکه د ډبري پخواني دورې ( پاليو ليتيک ) کلتور څرکندوي او تاريخي جرړي هم د سلو زرو کالو پخوا زمانو ته رسيږي

دويمه ځانګړتيا : د بودا تر ټولو ستره پرته( نيروانا ) مجسمه په غزني کي پيدا سويده : بو دايې دين د لرغوني افغانستان هغه تاريخي پاڼه ده چي د نياو او عقيدې تر څنګ يې د يوه بشپړ کلتوري بهير په څير د دې هيواد د لرغوني تاريخ پاڼي رنګيني کړيدي . بوديزم هم لکه د نورو مفکورو او عقيدو په څير د زمانې په تيريدو سره بدلون وموند او په خپل لومړني شکل او دود پاته نه سو ، کله چي د پخواني افغانستان ميشتو اولسونو ته ورسيدۍ ، له هره اړخه يې د نوښت او بدلون نښانې را څرګندي سوې .
په بوديزم کي د بدلون تر ټولو لومړنۍ نښانه او بيلګه د ګندهارا په هنري مدرسه کي د پژۍ يا مجسمې په جوړولو کي را برملا سول . د لومړي ځل لپاره د بودا پژۍ يا مجسمه په بشپړه توګه د ګندهارا په هنري مکتب کي رايج سول چي د ننګرهار اوسنۍ هډه يې دنوموړي مکتب د پلازميني په توګه د پيژندني لوړو پړاونو ته ورسول .
په غزني کي د سردار تپه د بودايې پير يوه بيلګه ده چي په ١٩٦٧ زيږد کال يې د ايتالوي لرغونپوهانو په مشرۍ د سپړلو او څيړلو هڅي پيل سوې ، چي د زياتو ارزښتمونو اثارو په وړاندي کولو سره يې سيمه یيز او نړيوال شهرت وګټۍ . سردار تپه يوه مستطيل ډوله غونډۍ ده چي د غزنوي پيرد دريم مسعود ماڼۍيې نږدې څنګ ته ودانه سويده . داسي بريښي چي د سر دار تپې نوم پخوانۍ نه یلکی دامير حبيب الله خان اوتر هغه وروسته د اعليحضرت امان الله خان د پير سر تړاو لري . په هر صورت هغه څه چي د دې تپي ارزښت زياتوي هغه د هغو لرغونو بوداي اثارو شتون دۍ چي د څيړنو په بيلا بيلو پيرو نو کي تر لاسه سويدي .
لومړني سپړنې په ١٩٥٩ زيږد کال د داکتر ادم ستينو په مشرۍ تر سره سويدي ، په ١٩٦١ زيږد کال س. م. پوګليزې د لنډي مودې لپاره څيړني تر سره کړې ، چي د دې سپړنو راپور په ١٩٦٢ زيږد کال خپور سو . خو په ١٩٦٧ زيږد کال په سر دار تپه کي پر له پسې څيړني د ښاغلي موريزو تدې له خوا پيل سوې چي په پايله کي يې زيات شمير ارزښتمن اثار تر لاسه کړل .
د ايتالوي لرغونپوه ښاغلي تدې په نظر دسردار تپې آثار د جوړښت له مخي د کابل دمرنجان غونډۍ ، د لوګر د مسهې د پروان د نجراب او د ننګرهار د درونټې د اثارو سره ورته دي . نوموړۍ په دې باور دۍ چي د ډيزاين له مخي د مجسمو ورته والۍ په تاجکستان کي د تمشک د اثارو سره ورته والۍ لري ، خو لا نور هم په دې اړه د تيپولوژيکي څيړنو بهير ته اړتيا سته . موريزو تدې د هغه ورته والې يادونه هم کوي چي د سردار تپې او باميان څخه د تر لاسه سويو انځورونو او نقاشيو په منځ کي سته . د نوموړي په باور د نقاشيو تر منځ ورته والې سربيره د هغو ليکنو تر منځ هم ورته والۍ سته چي د باميان د سموڅواو د سر دار تپې د اصلي ستوپې څخه تر لاسه سويدي .لر غونپوهان په دې باوردي چي د تيپو لوژي ميتود پر بنسټ د سردار تپې اثار د اومي زيږدي پيړۍ په ورستيو او د اتمي زيږدي پيړۍ په لومړيو لسيزو پوري اړه لري .
د الماني لرغونپوه بوخرار برينتس په عقيده د سر دار تپې هغه ستره اوپرته ( نيمه مخه ) پژۍ يا مجسمه چي د ايتالوي لرغونپوهانو په وسيله تر لاسه سويده ، د تاجکستان له هغې پرتې مجسمې سره ورته ده چي د تاجکستان د سهيلې برخي اجينه تپې څخه تر لاسه سويده . په افغانستان کي تر اوسه د نيراوانا په حال کي داسي بودايې پژۍ نه ده موندل سوې .( بوخرار برينتس ؛ ص : ٦٤ ) د يادوني ده چي په دې ورستيو کي د افغان لرغونپوه ښاغلي طرزي له خوا د هغي ستري پژۍ د پيدا کيدو خبرورکړل سويدۍ چي د هونتسنګ له خوا يې په باميان کي د شتون يادونه سوېده
دريمه ځانګړتيا : د غزنې موزيم په افغانستان کي د اسلامي اثاروتر ټولو ستره زيرمه لري : د دې سره سره چي د غزني موزيم د هيواد په ولاياتو کي دريم پرانستل سوۍ موزيم دۍ . د غزني موزيم د دولتي او يا حکومتي پلان له مخي نه دۍ پرانستل سوې . بلکي د دې ولايت په اړوندو سيمو کي د لرغونپوهانو پر له پسې څيړنو د زيات شمير اثارو د يوځای کيدو د يوه زيرمتون اړتيا برملا کړه ، د اثار ورورو زياتيدل ، چي پايله يې د محلي واکمنو له خوا د يوه موزيم د پرانستلو هڅه سوه . هغه وخت چي په غزني او شا اوخوا سيمو کي د لرغونپوهانو په وسيله دڅيړنوبهير ګړندۍ او ارزښتمن توکي تر لاسه سول ، له هغه وروسته د غزني موزيم ارزښت د پام وړسو . په 1338 لمريز کال د سلطان ابراهيم د مقبری څنګ ته د 42 مرمرينو ډبر ليکونو تر لاسه کيدلوپه وجه د غزني موزيم نور هم بډاي سو .
د لومړي ځل لپاره په 1340 لمريز کال د سلطان عبدا لرزاق ماڼۍ چي په غزني کي دهراتي تيموريانو د پير يوه ښکلې بيلګه وه ، د غزني موزيم په واک کي ورکړل سوه . په دې موزيم کي را ټول سوي اثار د دوو لارو تر لاسه سوي وه لومړي هغه اثار وه چي د حفرياتو او سپړنو پرته ترلاسه سوي وه لکه : يو شمير ډبريني ليکني ، په لاس ليکل سوي کتابونه ، ځني سکې يو شمير هغه ډبريني مجسمي چي د غزنوي پير په ماڼيوکي د ښکلا په نيت د اوبو پاشونو ( فوارو ) په توګه کارول سوي ، اوداسي نور يادولاي سو . دوهمه برخه هغه اثار دي چي د لرغونپوهانو په وسيله د سپړنو له لاري تر لاسه سويدي . په دي برخه کي د اسلامي پير هغه اثار چي د غزنوي پير هنري مهارتونه راڅرګنده وي لکه زينتي خاورين لوښي چي د ګچو څخه جوړسوي ، يا هغه مرمريني نقاشۍ چي د غزنوي پير د پياوړو او بر لاسو هنرمندانو بيلګي دي ، او په دي ډول نور اثار چي د غزني په موزيم کي ساتل سوي وه ، يادولاي سو .
د غزني موزيم لپاره د ګرځندوۍ ادارې په ١٣٥٠ لمريز کال يوشمير اثار وپيرودل او هم د دواړو ادارو په ګډ زيار د سيلانيانو د پام را اړولو په نيت پرله پسې نندارې پيل سوې ، چي د عايد څخه يې دواړو ادارو ته ګټه ورسيدل . په ١٣٥٣ لمريز کال د ايتالوي لرغونپوهانو له خوا د موزيم د ماڼۍ د بياجوړيدو هڅه وسوه ، په ١٣٥٧ لمريز کال نوموړې موزيم د عبدا لا احد ولسي له خوا دغزني خلقي موزيم په نوم ونومول سو . دانوم بيرته په ١٣٥٩ لمريز کال د غزني موزيم سو او له بده مرغه د موزيم نندارې د ١٣٦١ لمريز کال وروسته وځنډول سوي او په ١٣٦٩ لمريز کال د غزني موزيم يو شمير اثار د امنيتي انديښنو له کبله د افغانستان ملي موزيم ته را نقل سوه ، اوپه موزيم کي پاته اثارد مصونيت او امنيت په نيت تر ١٣٧١ لمريز کال پوري دتړلو دروازو شا ته وساتل سوه . په ١٣٧١ لمريز کال د غزني نوي والي قاري بابا له خوا د موزيم د بيا پرانستلو هڅه و سوه ، خو له بده مرغه لا يې د پرانستلو هڅي بشپړي نه وې چي يو شمير هغه اثار چي تر اسلامي پير وړاندي زمانو پوري يې تړاو درلود په عمدي توګه له منځه ولاړل او يو شمير نور غلااو په بهرنيانو وپلورل سوه .
د لرغونو توکوقاچاقبرانو او توپکيانو يوازي د موزيم په لوټ بسنه ونه کړه بلکي د غزني پر هغه لرغونو سيمو او ځايونويې يرغل وروړ چي د غزني ولايت د لرغوني تاريخ زياتي بيلګي يې د ځان سره ساتلي وې . په١٣٧٤ لمريز کال د هغه کنفرانس په ترځ کي چي د سپک ټولني له خوا په ننګرهار کي جوړ سوۍ وو ، د غزني د تاريخي اثارو او موزيم په اړه د نانسي دوپرې له خوا ځني پوښتني واورول سوي ، چي په ځواب کي يې په غونډه کي د هغه وخت د طالبانو استازي عبد السلام طيب د غزني د اثارو او موزيم په اړه د غونډي برخه والو ته د هغو د ساتني او پالني ډاډ ورکړ ، چي د غونډي د برخه والو له خوا يې تود هرکلۍ وسو ، خو په ١٣٧٥ لمريز کال نړيوالو رسنيو د غزني د لرغونو اثارو په اړه هغه ناوړه کړه وړه رسوا کړل چي په غزني کي د طالبانو چارواکو تر سره کول ، په همدې کال د پراته بودا( د نيراوانا په حال کي د بودا جوړه سوې مجسمه ) مجسمې ته د زيان اوښتلو خبرونه خپاره سول ، د طالبانو چارواکو لرغونو مجسمو ته زيان رسيدل ومنل او پړه يې د توپکيانو پر دورې واچول ، خو په غزني موزيم کي د شتو اثارو د ساتني هوډ يې يو ځل بيا ياد کړ . د دې وعدو سره سره هغه وخت د موزيم اثار نندارې ته وړاندي نه سول او د تړلي ورونو شا ته بندي وساتل سوه .
پايله او وړانديزونه :
غزنۍ د افغانستان د يوه تاريخي ولايت په توګه د هيواد په ټوليز تاريخ کي ځانګړي بابونه او وياړلي سر ليکونه لري ، چي رښتينوالي يې په هغو لرغونو سيمو او تاريخي ودانيو کي څرګند دۍ چي د غزني په مرکز او اړوندو سيمو کي په سترګو کيږي . د غزني تاريخ زريني پاڼي د سيمي لپاره هم وياړني او د برمه ډکي لاس ته راوړني لري ، چي زيات شمير مورخينو او لرغونپوهانو يې په اړه په خپلو اثارو کي يادوني کړيدي . د غزني ولايت د نورو تاريخي وياړونو سر بيره داسي بيلګي هم شته چي څيړونکي يې د غزني ولايت او اړوندو سيمو ځانګړني بولي . د امريکايې لرغونپوه لويس دوپرې په باور ، د ناوردښت په افغانستان کي د پخواني انسانانو تر ټولولرغونۍ ميشت ځای دۍ ؛ د الماني لرغونپوه بورخار برينتس په وينا په عزني کي د بودا تر ټولو لويه پرته مجسمه د ايتالوي لرغونپوهانو په وسيله رابرسيره سويده ؛ او په دې ډول نوري ځانګړني سته چي د ټولو را يادول د دې ليکني تر توان لوړ دي .
وړانديزونه : د یادولو ده چی د غزنی په اړه زما د لیکنو په پایله کی دا وړاندیزونه سره ورته دی . په دې هیله چی د غزنی روان جشن په پلمه دې وړاندیزونو ته د کورنیو او بهرینو مینه والو پام واړول سی،د غزني ولايت د تاريخي برم او لرغونو وياړونو د ساتني او پالني لپاره ، دکلتوري ادارو او سيمه ايزو چارواکو پام راګرځوم :
لومړۍ : په غزني ولايت پوري اړوند و ټولو لرغونو او تاريخي سيمو ليک لړ دي دلرغونپوهني د ارونو په پام کي نيولو سره بشپړ شي .
دويم : هغه شمير تاريخي ودانۍ دي په ګوته شي چي دنړيدو او ورانيدو ويره يې شته ؛ د دا ډول ودانيو د بيا جوړولولپاره دې د بيا جوړولو او پايښت ورکولو بيړنۍ پروژې د سيمه ايزو ادارو او د هيواد د کلتوري چارو داړوندو ادارو په ملتيا بيړنې ګامونه واخستل شي؛
دريم : په غزني کي د ګرځندوۍ ادارې ته پوره پاملرنه وشي ، او د زايرينو ، ګرځندويانو د اسانۍ لپاره ، ځانګړي ودانۍ ، پارکونه او هوټلونه په نظر کي ونيول شي ؛
څلورم : د غزني تاريخي موزيم د پياوړتيا او ودي لپاره دي د سيمه ايزو ادارو او د اطلا عاتو او کلتور وزارت اړوندو ادارو او نړيوالو کلتوري موسيسو پر له پسې مرستي وغوښتل شي ؛
پنځم : د غزني پوهنتون دي ، د لرغونپوهني په برخه کي د ځوانو محصيلينو د روزني لپاره د (( د اسلامي پير لرغونپوهنه )) تر نوم لاندي ځانګړۍ ديپارتمنت پرانيزي ؛
شپږم : د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اړوندو چارواکو په مرسته دي په غزني ولايت کي ټولي هغه ودانۍ او يا ښکلي طبيعي سيمي په ګوته شي ، چي د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي د شاميليدو وړتيا لري ، د هغو نومونه او لنډه پيژندګلوي دې ، د يونسکو ادارې ته د رسمي منلو لپاره ورکړل شي ؛
ورستۍ خبره داچي ، د غزني چارواکي په ډير ښه دريځ کي دي ، که وغواړي چي خپل نوم د غزني او هيواد په تاريخ کي هميشنۍ کړي نو د غزني د تاريخي برم درا يادولو او پايښت لپاره دي کار وکړي ، او که نه نومورکي به شي .