کور / علمي / ډاکټرانو په دماغ کې د درواغو ځاله موندلې

ډاکټرانو په دماغ کې د درواغو ځاله موندلې

 
آيا د انسان په دماغو کې کوم مشخص ځاى شته چې د درواغ ويلو مسؤل وي؟ د درواغ ويلو پروخت د انسان دماغ څه ډول حرکت کوي؟ آيا انسان د درواغ ويلو له پاره انرژي مصرفوي؟ ايا انساني دماغ د رښتيا او درواغ ويلو پروخت توپير لري . . ؟
دا هغه پوښتني دي چې له پېړيو راهيسي يې انسان د ځواب په لټه کې و اوپه دې يې څېړنې کولې چې  د انسان د درواغ ويلو لامل معلوم کړى او هغه ځاى راوسپړي چې انسان پرې درواغ وايي او ګناه کوي ، انسان په فطري توګه درواغ ښه نه ګڼي او په دې عقيده دى چې درواغ ويل بد کار دى ،د دماغو بنسټ د رښتيا ويلو له پاره اېښودل شوى دى، انسان د پنځون له وخته د رښتيا ويلو لورته مائل وي، درواغ ويل له انساني فطرته سرغړونه ده او د درواغ ويلو له امله د انسان په دماغو زيات فشار راځي.
د وخت په تېريدو انساني پوهي پرمختګ وکړ او د بېلابېلو وسائلو په مټ يې شنني پيل کړې، دوى څېړنې کوي چې د درواغ او ګناه کولو لامل په ګوته کړي ، په دې تړاو ډېرې دقيقي شننې کيږي او له بېلابېلو نويو او پرمختلليو وسائلو کار اخيستل کيږي.
د درواغ ويلو په اړه نوي شننې:
په ٢٠٠٣ کې ډاکټرانو د درواغ  د راز معلومولو لپاره حيرانونکې ازمويني وکړي، په دې ازموينو کې د درواغو بنسټيز مرکز معلومولو له پاره پرمختللي ماشينونه په کار واچول شول.
دوی د (functional magnetic resonance imaging) FMRI انځور اخيستونکې ميقناتيسي کامرې  په مټ د دماغ د ټولو برخو انځورونه واخيستل، له ډېر فکر او دقيقې شننې وروسته يې معلومه کړه چې د انسان د دماغ مخکنۍ برخه (تندى) د درواغ ويلو مسؤله ده، دوى وايي: اخيستل شوې انځورو نه ډېر دقيق دي، څوک چې په عادې توګه او بې باکه درواغ وايي له هغه سره ډېر توپير لري چې درواغ ويل يې عادت نه وي ..
د دماغو د انځور اخيستلو له پاره د نوي ټيکنالوجۍ په مټ د ميقناطيسي څپو څخه  کار اخيستل کيږي، دا څپې د دماغو په ټولو برخو کې د ويني سرعت او حرکت په مرسته د دماغو فعاليت معلوموي؛ نو څرګنده ده چې په کوم ځاى کې د ويني سرعت زيات وي هلته د ماغ ډېر فعاليت کوي.
 
 



هغه رېښتونې انځورونه چې د درواغ ويلو پروختد دماغو د مخکنۍ برخې (تندي)


زيات فعاليت څرګندوي، ګس لوري ته دوه انځورونه د رښتياويلو پروخت اخيستل شوي دي،


پاتې نور هغه انځورونه دي چې د درواغ ويلو پروخت اخيستل شوي دي، په دې انځورونو کې


زيړه نکته د درواغ ويلو فعاليت په نښه کوي څومره چې د درواغ ويلو اندازه زياته وي


هغومره دغه نکته لويږي او رنګ يې تازه کيږي.


د څېړونکي ډلې دوه وتلي پوهان ډاوګ ډوسک او ماورين مورلي(Doug Dusik, Maureen Morley وايي: سره له دې چې د درواغ ويلو پروخت د انسان د دماغوټولې برخې فعاليت کوي؛ خو اخيستل شوې انځورونه په ډېر دقت ښيې چې د دماغو مخکنۍ برخې RACC (تندې) فعاليت له ورايه څرګنديږي او تر نورو برخو زياته انرژې مصرفوي او  د نورو هغو په پرتله تر زيات فشار لاندې راځي .
د غه راز اسکاټ فارو(Ascott faro) يو له هغو پوهانو څخه دى چې همدا ازموينه يې تر سره کړې ده، دى وايي: کله چې انسان رښتيا او يا درواغ وايي دسر مخکنۍ برخې دماغ يې فعاليت کوي ؛نو ويلاى شو چې د سر همدغه برخه د درواغ او رښتيا ويلو مسؤله ده.
د سر مخکنۍ برخه چې په عربې ژبه کې ورته ناصية او انګريزي کې racc  وايي هغه دماغي برخه ده چې د درواغ ويلو پروخت ډېر فعاليت کوي او تر زيات فشار لاندې راځي، دغه راز تر دقيقو څېړنو وروسته دوى دا هم کشف کړي  چې د ګناه کولو پروخت هم د انسان همدغه دماغي برخه زيات فعاليت کوي؛ خو هغه انسان چې درواغ ويل يو جرم نه ګڼې اوپه زغرده درواغ وايي او دا يې يو عادت ګرځېدلى وي، د هغه درواغ ويل معلومول ډېر ګران کار دى .
دا ټول هغه نوي پرمختګونه دي چې انسان يې په خپل ژوند کې حيرانونکې او په زړه پوري ګڼې چې تر دې وړاندې په دې اړه هيڅ معلومات نه ول، اوس که موږ فکر وکړو او قران شريف  مطالعه کړوو ؛ نو څرګنده ده چې قران شريف د ځمکې پرمخ لومړنى کتاب او يوازينۍ علمي سرچنه ده چې د دماغو د همدې برخې تړاو يې د درواغو سره کړى دى او په درواغجن تندي  (ناصية کاذبة)  سره يې ياد کړى دى. الله تعالى د ابوجهل په اړه داسې وايي:
[أَرَأَيْتَ الَّذِي يَنْهَى * عَبْدًا إِذَا صَلَّى * أَرَأَيْتَ إِنْ كَانَ عَلَى الْهُدَى * أَوْ أَمَرَ بِالتَّقْوَى * أَرَأَيْتَ إِنْ كَذَّبَ وَتَوَلَّى * أَلَمْ يَعْلَمْ بِأَنَّ اللَّهَ يَرَى * كَلَّا لَئِنْ لَمْ يَنْتَهِ لَنَسْفَعَنْ بِالنَّاصِيَةِ *نَاصِيَةٍ كَاذِبَةٍ خَاطِئَةٍ* فَلْيَدْعُ نَادِيَهُ * سَنَدْعُ الزَّبَانِيَةَ * كَلَّا لَا تُطِعْهُ وَاسْجُدْ وَاقْتَرِبْ)[العلق:9-19]
ژباړه:  آيا هغه کس دې ليدلى چې ايساروي کله چې يو بنده لمونځ کوي ، آيا ته يې وينې که هغه په سمه لار وي؟ يا د تقوى امر کوي؟ آيا پام دې دى که هغه بل يې دروغ بولي او مخ اړوي؟ آيا هغه نه پوهيږي چې الله هر څه ويني؟ هيڅکله داسې نه ده، که هغه ترې ايسار نه شو، موږ به يې خامخا د تندي له وېښتانو راونيسو له دروغجن، خطا کار تندي نه بيا دې خپل مجلسي ياران راوبولي، ژر ده چې موږ ه د عذاب ملايکان راوغواړو ، نه، داسې نه ده ، د هغه خبره مه منه او خپل خداى ته سجده کوه او ورنژدې شه.
پورته ايت کې د ناصيه تورى راغلى ، ناصيه په عربي ژبه کې تندي او د سر مخکېنۍ برخې ته وايي، عرب وايي: -ابل ناصية- اوښ په څړځاى کې په مخ تللى دى ، نواصى الناس غوره او لوړ رتبه خلکو ته وايي.  دا ډول حقائق هغه معلومات دې چې د الله تعالى د رښتونې کتاب  معجزې څرګندوي.