کور / تازه خبرونه / د سپیني ماڼۍ ویاند د حامد کرزي خبري بې اساسه وبللې

د سپیني ماڼۍ ویاند د حامد کرزي خبري بې اساسه وبللې

واشنګټن:دسپیني ماڼې ویاند (جی کارني) دافغانستان دجمهوررئیس حامدکرزی وروستي خبري چي ګواکي طالبان اوامریکایان یوله بل سره ګډه همکاري لري له حقیقت څخه لیری اوبې اساسه وبللې. هغه وویل چي امریکا هیڅ وخت دهغوډلودکړونوڅخه چي ملکي غیری نظامي کسان پکښې وژل کیږي حمایت نه کوی، بلکي هغه غندي. هغه زیاته کړه ،چي دامریکا ددفاع نوی وزیردافغانستان جمهوررئیس سره څه موده وړاندي مستقیمي خبری وکړی.
دامریکا دسپیني ماڼې ویاندپه ډاګه کړه چي ،امریکا ددوولسیزو په موده کي دافغانستان دامنیت اودسولي ساتلو لپاره په مادي اومعنوي لهاظ زیان منه شویده اوډیري قرباني یې ورکړی دي.
دیادولو وړده، چي ددي نه مخکي په افغانستان کي دامریکايی اوناټوپوځونومشر جوزف دانفورد،اودامریکا سفارت دکرزی دغه خبري په کلکه وغندلې او هغه یې بي اساسه او بي مسؤلیته وبللې.
حامدکرزی دښځو دنړیوالي ورځې په ِغونډه کي او همدارنګه پرون دهلمندولایت قومي سپین ژرو او مشرانو ته په یوه غونډه کي امریکا اوطالبان دواړه ګرم وبلل ،چي دوی دواړه په خپلوکي سره جوړ دي ،یوځای سره کښیني اوچا او چاکلیت سره خوري،طالبان غربي هیوادونو ته ازادسفرونه کوي او هرځای چي وغواړي تللې شي، ولي دلته په افغانستان کي بیا چاودني کوی اوبي ګناه افغانان وژني .کرزی وویل چي طالبان اوامریکا یوه له بل سره په پټه همکاري لري اوامریکا غواړي چي د ۲۰۱۴ کال وروسته وطالبانو ته اړتیا ولری،چي په راتلونکي حکومت اودولت کي برخه واخلې.
کرزي په ډاګه وویل چي هرکوم بهرني هیوادچي غواړی سرتیري یې په افغانستان پاتي شي باید لمړۍدافغانستان ددولت شرطونه ومني او په دي اړه ځانګړۍ تړونونه لاس لیک کړی.