کور / تازه خبرونه / په کابل کي دډزوپه بریدکي يوه ښځه مړه اودوه نورټپیان شول

په کابل کي دډزوپه بریدکي يوه ښځه مړه اودوه نورټپیان شول

کابل: دکابل څخه دخبریوه سرچینه وایې ،چي نن یکشنبه مازدیګر دکابل ښاردکارته سه په سیمه کي دډزودبریدله امله یوه ښځه وژل شوی اودوه نورکسان ټپیان شویدي. دغه پیښه هغه وخت را منځته شوه ،چې دافغانستان دپارلمان دپخواني غړی جمیل کرزی ساتونکي نا ببره دسپرلي پریوه موټر باندي دوسله والومخالفودشک ګمان وکړی او پر هغوی یې ډزي پیل کړي ،چي وروسته په موټرکي دننه ناسته ښځه ځای پر ځای مړه اودوه دموټرسپرلې یی ټپیان شویدي.
بل لوري دکابل دښارقوماندان محمد ایوب سالنګي بیا وایې ،چي پولیسودیوه ټیوټا موټر دریورته ددریدوامر وکړی،ولې هغه موټر ونه دریدی،نو ځکه پولیسوپر هغه موټر ډزي وکړی چي په پایله کي یوه ښځه مړه اودوه نور سپاره کسان زخمیان دي. عینی شاهدان وایې چي دپیښي ځای دکارته سه د(پل سرخ ) سیمه دجمیل کرزی کورته څیرمه پروت دی.