کور / هراړخیز / چي ګوارا chi Gavara

چي ګوارا chi Gavara

«ارنستو رافایل گوارا دلاسرنا» مشهور په «چي گوارا» انقلابی مارکسیست او د کیوبا د چریکي جګړو رهبر د ۱۹۲۸ زېږدي کال د جون پر ۱۴ نېټه په ارجنټاین کې نړۍ ته سترګې پرانیستې.  «چه گوارا» د فیدل کاسترو تر مشرۍ لاندې، چې په ۱۹۵۹ زېږدي کال کې په کیوبا کې واک ته ورسېد، د جولای شپږ ویشتمې غورځنګ له اصلي غړیو څخه یو و.  هغه وروسته له یوې مودې، چې د کیوبا په دولت کې یې مهمې دندې پرغاړه درلودې، په ۱۹۶۶ زېږدي کال کې په نورو هېوادونو کې د ورته انقلابونو د په لاره اچولو په هیله، له کیوبا څخه ووت.  «چه گوارا» لومړی د کانګو دموکرات جمهوري دولت په نښه کړ او وروسته بیا بولیویا ته سفر وکړ او هالته د یو عملیاتو په لړ کې، چې سي آی اې طرحه کړی و، ونیول شو.  سي آی اې د چه ګوارا د ژوندي ساتلو او د هغه د اطلاعاتو د تشولو لپاره ډېره هیله درلوده؛ اما بولیویا پوځ، دی یې اعدام کړ. له وژلو وروسته، «چه گوارا» د درېیمې نړۍ هېوادونو او سوسیالیست انقلابي غورځنګونو پر یو اتل بدل شو.  دی، مخکې له دې، چې د نامنظمه جګړو د یو تیوریسن په توګه وستایل شي، د یو ستر روح او انقلابي افکارو له امله، ستایل کېده.


• دځوانۍ دوره


«چه گوارا» د ۱۹۲۸ زېږدي کال په جون میاشتې کې د ارجنټاین په روساریو ښار کې په یو اسپانیوي ـ ایرلندي کورنۍکې سترګې دې نړۍ ته پرانیستې.  «پاتریک مینچ» د «چه گوارا» ستر جد په ۱۷۱۵ زېږدي کال کې په ایرلنډ کې نړۍ ته راغی او د اسپانیا، بیلبائو ښار ته له سفرونو وروسته په ارجنټاین کې تم شو.


 «فرانسیسکو لینچ»، د « چه گوارا» جد په ۱۸۱۷ کال او آنا یې «آنالینچ» په ۱۸۶۱ کال کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې.  د هغه زوی «ارنستو ګوارا لینچ» (چه گوارا پلار) په ۱۹۰۰ زېږدي کال کې وزېږېد او له «سلیا دلاسرنا» سره تر واده وروسته د پنځو ماشومانو خاوند شو.




«چه گوارا» چې په یوې منځني پوړ کورنۍ کې له کېڼ اړخو افکارو سره وده کړې وه، د تودو او افراطي افکارو او نظریو له امله د خپلې کورنۍ په منځ کې پر ژبه و.  سره له دې، چې ده، د سالنډي له فلج کوونکي ناروغۍ څخه په سخته توګه رنځ وړ، وې شو کړای پر یو پياوړي ورزشکار بدل شي.  په ۱۹۴۸ زېږدي کال کې یې د طبي علومو څانګې کې د لوړو زده کړو لپاره بوینوس آیرس پوهنتون ته لاره پيدا کړه او وتوانېد له بورس څخه ګټه واخلي او د ۱۹۵۳ زېږدي کال په مارچ میاشتې کې خپلې طبي زده کړې، پای ته ورسوي.   ده، تر ډېر بریده خپله رخصتۍ به یې په لاتینې امریکا کې تېرولې.  په ۱۹۵۱ زېږدي کال کې «چه گوارا» د خپل بیولوژیست ملګري «آلبرتو ګرانادو» په وړاندیز، چې له تندلارو سیاسي فعالانو څخه شمېرل کېده، یو کال یې له پوهنتون څخه د لوړو زده کړو رخصتي واخیسته او د یو ۵۰۰ سي سي موټرسایکل سره، چې د «لا پودروسا» په نامه نومېده، لاتینې امریکا هېوادونو ته یې سفر وکړ.  دوی غوښتل، چې څو اونۍ د «آلازوف» سیند په سواحلو کې تېرې کړي.  هغه له خپل ۲۹ کلن ملګري سره، هېواد یې د «کوردوبا» په موخې ترک کړ.  ددغې سفر خاطرې یې د «پر موټر سایکل د سفر خاطرې» تر سرلیک لاندې خپور کړ، چې په ۱۹۹۶ زېږدي کال کې په هماغه سرلیک په انګلیسي ژبه وژباړل شو.  د ډېریو خلکو له فقر او نیستۍ څخه د هغه لومړني کتنې، دی یې، دې باور ته ورساوه، چې د ټولنیز محرومیت ځپنې یوازنۍ لاره، د انقلاب په سیورې کې ده.  پرله پسې سفرونو، ده ته زده کړل، چې لاتینه امریکا نه د بېلابېلو ملتونونو ټولګې په توګه؛ بلکې د یو واحدي اقتصادي ـ کلتوري ټولګې په توګه وپېژني.  د ده د آزادي غوښتنې طرحه، له لویو وچو څخه بهر تګلارې ته اړتیا درلوده.  ارجنټاین ته له ورتګ وروسته، ده خپلې طبي زده کړې په لږ وخت کې پای ته ورسولې؛ څو وکړای شي سېوېلي امریکا هېوادونو کې خپل ماجراجویانه سفرونو ته ادامه ورکړي.


• ګواتمالا


«چه گوارا» د بوینوس آیرس له پوهنتون څخه د زده کړې له فراغت وروسته، په ۱۹۵۳ زېږدي کال کې ګواتمالا ته سفر وکړ.  په هغه وخت کې «جاب آربنز ګازمن» د یو ولسي حکوت په سر کې شتون درلود.  په دغه دورې کې وه، چې «گوارا» مشهور لقب، «چه» یې تر لاسه کړ.  «چه» په ارجنټاین هېواد کې د یو چا د غږ کولو لپاره کارول کېږي او لاتینې امریکا هېوادونو کې ارجنټاین اوسېدونکو ته، په دې لقب سره غږ کېږي. وروسته له هغې، چې په ۱۹۵۴ کال د «آربنز» حکومت د امریکايي کودتا له امله سقوط وکړ «چه گوارا» دې پایلې ته ورسېد، چې امریکا دولت تل خپل د بریدونو نیزې څوکه یې د هغو حکومتونو پر لورې، چې د لاتینې امریکا هېوادونو او د پرمختیا په حال کې هېوادونو، چې د ټولنیزو محرومیتونو د هوارې لپاره هڅې کوي، په نښه کړی.  دغه باور د «چه گوارا» د سوسیالیستي نظریو اصلي نڅوړ (لنډیز) شو او تل به یې په خپلو لیکونو او ویناوو کې هغې ته نغوته کوله.  له کودتا وروسته، «چه گوارا» د مبارزې لپاره خپل چمتوالی اعلام کړ؛ اما «آربنز» د ده له ملاتړو څخه وغوښتل؛ څو له هېواد څخه ووځي او «چه گوارا» هم ارجنټاین کونسلګرۍ ته پناه یوړه.



• کیوبا


«چه گوارا» په مکسیکو سیټي کې کاسترو ورونه یې په داسې حال کې ولېدل، چې هغوی هم له کیوبا څخه تبعید شوي وو.  فیدل او رائول کاسترو، کیوبا ته د بیا تګ او د «فولجنسیو باټیستا» رژیم د نسکورولو لپاره د پوځي سرتېرو د را ټولو په حال کې وو.  «گوارا» په چټکۍ سره له هغوی سره یوځای شو، چې وروسته دغه بهیر د جولای د شپږ ویشتمې غورځنګ په نامه یادیده.  د ۱۹۵۶ زېږدي کال په نوامبر میاشتې کې «کاسترو»  او «ګوارا» له ۸۰ چریکانو سره په داسې حال کې یې «توکس پان» د کیوبا په موخه پرېښودل، چې «گوارا» یوازې ددغې ډلې غیرې کیوبایی غړی و. د «نیکوئدو» خندق په ساحل کې د انقلابیونو له پلې کېدو وروسته په لنډ واټن کې، د باټیستا پوځي سرتېرو پر دوی برید وکړ.  یوازې ۱۶ تنه مخالف انقلابیون روغ را ووتل.  «چه» چې د ډلې ډاکټر و، خپل د شا پنډه، چې پکې درمل هم و، پر ځمکې واچوله؛ څو د خپل یو فراري ملګري مهمات له ځمکې را پورته کړي.  دی، له دغې شېبې، له یو ډاکټر څخه په یو جنګیالي د بدل کېدو، ټکی په ګوته کوي.


حکومت مخالف جنګیالي د یو شمېر وسلو له تر لاسه کېدو سره، له کلیوالي سیمو څخه د ځايي سرتېرو له جذبولو سره او د روڼ اندو او کار کوونکو ځواکونو د ملاتړ له جلب سره وتوانېدل، بیا خپله ملا نېغه کړي.


 «گوارا» له نادرې زړه ورتیا او جګړییزو فونو کې له ځانګړې وړتیاو سره، ډېر ژر وتوانېد د فیدل کاستر په تر ټولو ښه او اعتماد وړ سرتېري بدل شي.  «گوارا» د خبر ورکوونکو، سرکشو سرتېرو، له پوځ څخه د تیښته کوونکو او انقلابي پوځ جاسوسانو محاکمې چارې یې پر غاړه واخیستې.  ده «اوتیمیو ګوئرا» یې «باټیستا» ته د جاسوسۍ په تور خپله، شخصاً د ۶۵/۷ ملي مترۍ توپ په مرمۍ سره اعدام کړ.  د راتلونکو میاشتو په لړ، «گوارا» وتوانېد د «باټیستا» د پوځي سرتېرو د لېږدونکي اورګاډي له منځه وړلو سره، د کیوبا «سانتاکلارا» ښار تر خپلې ولکې لاندې راولي او له هېواد بهر د «باټیستا» د تیښتې لپاره یې لاره هواره کړه.  «گوارا» خپل د نسکورولو فعالیتونو خاطرې یې د «د کیوبا انقلابي جګړو خاطرې» تر سرلیک لاندې کتاب کې په ۱۹۶۳ زېږدي کال کې خپور کړ، چې په ۱۹۶۸ زېږدي کال کې په انګلیسي وژباړل شو.


 


• انقلابي دولت


له هغې وروسته، چې د فیدل کاسترو سرتېرو په ۱۹۵۹ زېږدي کال د جنورۍ پر ۲ نېټه د هاوانا ښار یې تصرف کړ، نوی سوسیالیست دولت جوړ شو.  له هغې وروسته په لږه موده کې، «گوارا» د کیوبا اوسېدونکی شو او له خپل پېرويۍ مېرمنې«هیلدا ګدا» څخه جلا شو او وروسته بیا د کاسترو پوځ له یوې سرتېرې «آلیدا مارچ» سره یې واده وکړ او له هغې څخه د څلورو ماشومانو خاوند شو.  «گوارا» په نوي دولت کې پر مهم شخصیت بدل شو، په عین حال کې، چې د کاسترو په پوځ کې یې مهمې دندې درلودې.  له هغې وروسته چې کلونه یې د «لاکابانا» پوځي کلا د قومندان په توګه، کاسترو دولت ته دنده ترسره کړه، د کرنې اراضي اصلاح موسسې کې مسولیت ورته ورکړل شو او له هغې پرته د کیوبا د ملي بانک ریاست او صنایعو وزارت یې هم پر غاړه واخیست.  له ډېرو مسئولیتونو سره سره، «گوارا» وشو کړای د کیوبا کرنیز کاپیتالیستي اقتصاد، پر سوسیالیستي صنعتي اقتصاد بدل کړي، له هغې وروسته، چې په ۱۹۶۰ زېږدي کال کې یې له شوروي جماهرو اتحاد سره یې د سوداګریزو تړون لیکونو لاسلیک لپاره خبرې اترې ترسره کړېې او وروسته، چې امریکا دولت کیوبا پر وړاندې اقتصادي بندیزونه ترسره کړل، «چه گوارا» شوري جماهرو اتحاد، متحدینو ته د سوداګرۍ استازیتوب له ورکړې، کیوبا له بازار پرته، هغوی ته یې په افریقا او آسیا کې هم سوداګرۍ لپاره لاره هواره کړه.


  په ۱۹۵۹ زېږدي کل کې «چه ګوارا» د «لاکابانا» زندان ریاست ته منصوب شو.  «چه ګوارا» د فیدل کاسترو د کېڼ اړخې او کمونست دولت په جوړولو کې مهم رول ولوباوه.  ده، چې د کاسترو دولت په اقتصادي او ټولنیزو چارو کې رغنده فعالیت درلود، په چټکۍ سره په اروپا او لوېدیځو هېوادونو کې د امپریالیزم او نوي استعمار د ټولو ډولونو، د بې پروا منتقد په توګه شهرت ترلاسه کړ او د امریکا د بهرني سیاست پر وړاندې د سختو بریدونو له امله په افریقا، آسیا او په ځانګړې توګه په لاتینې امریکا کې د پاملرنې وړ محبوبیت تر لاسه کړ.  ددې مودې په لړ کې، «چه ګوارا» د کیوبا دولت سیاستونه یې، په شفافه توګه د ویناو، مقالو او خبرپاڼو له لارې اعلام کړ، چې د هغوی تر ټولو مهمې برخې په دو کتابونو کې د چريکي جګړو په هکله ویل شوي دي.  د ده لومړی کتاب «په کیوبا کې خلک او سوسیالیزم» تر سرلیک لاندې په ۱۹۶۷ زېږدي کال کې او بل کتاب یې د پرمختیا په حال هېوادونو کې کروندګرو انقلابي غورځنګونو په هکله خپاره شول.  په ۱۹۶۲ زېږدي کال کې «ګوارا» له «رائول کاسترو» سره په کیوبا کې د ستراتېژیکو اتمي وسلو د نصبولو نقشې پرګرام طرحه کړ.  «ګوارا»  په دې ګروهه و، چې دغه عملیات به، کیوبا د امریکا د برید له نېغې کرښې څخه وساتي.  «جان لي اندرسون» د «ډیلي ورکر» ورځپاڼې له خبریال «سام راسل» څخه نقل کوي، چې له «چه ګوارا» څخه یې آورېدلي و، که چېرې د اتمي توغندیو کنترول د کیوبا په واک کې وای، په مطمینه توګه، هغه به یې د امریکا پر لورې توغول.  «چه ګوارا» په خپل دویم کتاب «چریکي جګړې» د نامنظمو جګړو د دفاعي فلسفې شرحې، په هکله ولیکل.  دی په دې ګروهه و، چې یوه وړه پوځي ډله د حکومت پر وړاندې له پرله پسې او سختو بریدونو سره کولی شي، د خلکو انقلابي احساسات راوپاروي او پاڅون ته لاره هواره کړي، له دې امله د پاڅون لپاره هېڅ سترې پوځي ځواک جوړلو ته اړتیا شتون نه لري.


 


• کانګو


«چه ګوارا» کاسترو یې متقاعد کړ، چې دی د کیوبایانو د لومړنیو نښتو د ګډون په موخه افریقا ته ولېږدوي.  ده هیله درلوده، چې د «لومومبا سیمبا» انقلابي غورځنګ کې ګدون وکړي.  په ۱۹۶۴ زېږدي کال کې «ګوارا» د یوې مودې لپاره د کانګو د چریکي جګړو مشر «لارنت کابیلا» له ملاتړ څخه برخمن و او د لومومبا ملاتړو سره یې مرستې کولې، څو په ۱۹۶۵ زېږدي کال بلوا لپاره یې لاره هواره کړه، چې په پایله کې د کانګو دولت پوځ له ګدون سره، وځپل شو.  «کابیلا» په ۱۹۶۰ زېږدي کال کې د سیاسیونو د یوې ډلې مشري پر غاړه درلوده، چې د پخواني مائوئیست – کمونیست لومړي وزیر پاریس لومومبا څخه یې ملاتړ کاوه او په ۱۹۶۱ کال کې د «پاتریس لومومبا» له ګوښه کېدو سره له واک څخه بې برخې شو.


«چه ګوارا» له «کابیلا» سره د نظر د اختلاف په هکله لیکي: «ددې سړي د قاطعیت باور لپاره هېڅ دلیل شتون نه درلود.»  «چه» په هغه وخت کې ۳۵ کاله عمر درلود او هېڅ ډول پوځي ښوونې دوره یې نه وه ترسره کړې.  ساه لنډي ناروغۍ له دې څخه مخنیوی کاوه، چې دی پوځي چوپړونو ته ولېږدول شي او همدې لپاره يې له دولت سره د مخالفت له امله، د افتخار لپاره یې د خوښۍ احساس کاوه.  ده، چې د کیوبا انقلاب تجربه له ځانه سره درلوده او په سانتاکلارا کې یې د بریا خوند څکلی و په دې ګروهه و، چې د ستر انقلابي رهبر تر مشرۍ لاندې، د اړتیا له مخې، دی به پر یو ستر مشر وا نه وړي.


 


• «چه ګوارا» غیبت


د ۱۹۶۵ زېږدي کال په اپریل میاشتې کې، ده خپل ټولنیز ژوند پرېښود او ناڅاپه تری تم شو او د هغه کال د مارچ تر ۱۴ نېټې پورې د یوې درې میاشتنۍ دورې سفر لپاره د چین خلق جمهوريت، مصر، الجزایر، ګانا او کانګو څخه وروسته هاوانا ته را وګرځېد.  په ۱۹۶۵ زېږدي کال کې د هغه د غیبت پر مهال، د هاوانا د اوسېدو ځای د کیوبا د خلکو له سترو رازونو څخه شمېرل کېده، له دې سره ده ته د کاسترو دولت د دویم ستر ځواک په توګه درناوی کېده.  ډېری د هغه د غیبت لامل د کیوبا د صنایعو وزارت پرمهال چې دده پرغاړه و، د صنعتي سیاستونو په هکله ناکامۍ اغېزه ګنله.  د چین په هکله د «چه» ملاتړو سیاستونو د «کاسترو» دولت پر سترو ستونزو بدل شو.  د شوروي د کمونست دولت لخوا داقتصادي فشارونو له امله، کیوبا هر ورځ شوري جماهیرو اتحاد ته اړونده کېده.  د انقلاب د هماغه لومړنیو ورځو څخه د کیوبا د صنعتي جوړنې په سیاستونو کې، د چین له سیاستونو څخه د «چه ګوارا» ملاتړ او په لاتینې امریکا کې ددې ډول بېلګې د پلاره اچولو، وړاندوینه کېده.  د هماغه کال د نومبر میاشتې په لومړیو کې فیدل کاسترو له څلور بهرنیو خبریالانو سره په مرکې کې اعلام کړ، چې د «چه ګوارا» د غیبت پرمهال د هغه له ځای څخه خبر و؛ اما د هغه ځای د افشا لپاره چمتو نه دی او د خپل ښي لاس د مړینې شایعه یې رد کې اعلام وکړ: «هغه په ښه جسماني وضعیت کې دی.» له دې سره، دوه کاله وړاندې هم په هغه وخت کې د هغه د اوسېدو ځای، لپاره ډېرې کنجکاوۍ راوپارولې.


 


• بولیویا


د «ګوارا» په هکله چې یو مهال د کیوبا صنایعو وزیر او ملي بانک مدیر و، ګمان او ګنګوسې ډېرې شوې.  جنرال «آلمیدا» د مې میاشتې په لومړۍ مراسم کې په خپلې وینا کې له «ګوارا» څخه د لاتینې امریکا پاڅون، د ریښتني خادم په توګه یاد کړ او له هغه وروسته و، چې په ډاګه شوه، هغه په کیوبا کې د نشتوالي پر مهال، د بولیویا انقلابي چریکانو سره یو ځای شوی و.  د «تانکوهازو» جګړو یوه قطعه     د بولیویا کمونستو اوسېدونکو د پوځي روزنې برخه وه، ده ته ورکړل شوه.  شواهد وايي، چې«ګورار» له ریښتنو جګړو څخه ډېر خطرناکه و.  د یو پیاوړي چریکي پوځ جوړولو لپاره د یوې لنډې لارې له وهلو وروسته، د بولیویا ولسمشر «رنه باري نیتوس» بولیویا پوځ ته امر وکړ، چې «ګوارا» او ملاتړ کسان یې ونیسي او د هغه پرې شوی سر، د نیزې پر څوکه د «لاپاز» په سویلي سیمه کې نندارې ته وړاندې کړي.  د «ګوارا» روزل شوي چریکان، چې په ښه توګه تجهیز شوي وو او شمېر هم ۱۲۰ کسانو ته رسیده، د بولیویا پوځيانو پر وړاندې په غرنیو جګړو کې ژر او ډېرې بریاوې ترلاسه کړې.  د سپټامبر په ورستیو کې بولیویا پوځ د چریکانو دوې ډلې له منځه یوړې او د اصلي قومندان یو کس یې وواژه.  د بولیویا انقلاب لپاره د «ګوارا» هیله، تر ډېره بریده نه ارزول شوې ښکارېده. که څه هم دی، د بولیویا دولتي پوځیانو پر وړاندې مبارزې لپاره چمتو شوی و او په بولیویا کې امریکا پوځ هم فعال شتون درلود.  «ګورار» له هغه وروسته، چې امریکایي پوځیانو د ده ځای پیدا کړ، سي آی اې سازمان عوامل بولیویا ته د بلوا پر وړاندې هڅو لپاره ولېږدول شول.  «ګوارا» تصور کاوه، چې بولیویا پوځیان یوه ډله بې تجربه او ضعیفان دي، په داسې حال کې، چې هغوی د امریکايي افسرانو تر پرمختللو پوځي ښوونو او روزنو لاندې ول.  سي آی اې سازمان کارکوونکو د کاسترو حکومت پرمهال له هېواده تبعید شوي کیوبایانو په ملتیا، د پلټنې لپاره یې کورنه رامنځته کړل او ټول هغه کسان  چې د «ګوارا» له اصولو خبر او ورباندې یې ګروهه درلوده، ونیول شول او تر شکنجې او پلټنې لاندې ونیول شول.  له هغې وروسته، چې بولیویا پوځ هم د هغه د اوسېدو له ځای څخه خبر ترلاسه او د اکتبر پر اتمه یې سیمه کلابنده کړه او «چه ګوارا» له هغه وروسته، چې وسله یې له منځه تللې وه او پر پښه ویشتل شوی و، خپل ځان یې تسلیم کړ.  او «باري نیتوس» د «ګوارا»  د نیول کېدو له خبر سره سم، د هغه د اعدام حکم یې صادر کړ.  «ګوارا» اعدام شو.  دی، یو پخواني ښوونځي ته یوړل شو او له هغه وروسته، چې لاسونه یې د ټولګي له تختې سره وتړل، د هغه زړه یې په نښه کړ.  ده، له خپل وژل کېدو څخه مخکې، خپل اعدام مامورینو ته چغې کړې: «پوهېږم، چې دلته زما د وژلو لپاره راغلي یاست.  ډزې وکړئ ډارنو.  تاسې یو مېړه وژنئ.»