کور / هراړخیز / د ټولنيزې ميډيا پر کارولو د ولس دخيلولو ۳ لارې چاری

د ټولنيزې ميډيا پر کارولو د ولس دخيلولو ۳ لارې چاری

زموږ په ننني ژوند کې د ټولنيزې ميډيا (ياsocial media) له لارې ارتباطاتو څخه سترګې نشي پټيدلای او زموږ د ورځني ژوند يوه اساسي برخه ده. ټولنيزه ميډيا له بيلابيلو وسيلو او ټکنالوژيو جوړه ده چې په هغې کې ګډې پروژې (لکه wikipedia)، بلاګ (لکه WordPress) او مايکروبلاګ (لکه Twitter)، محتوياتو ټولنې (لکه YouTube)، ټولنيزې شبکې ویبپاڼې (لکه Facebook)، معنوي لوبو نړۍ (لکه world of warcraft) او معنوي ټولنيزې نړۍ (لکه second life) شاملي دي.

دلته هڅه کوم پر دې وغږيږم چې څرنګه دولتونه کولای شي د دې وسيلو/ ټکنالوژيو پر کارولو کولای شي عامه ولس په دولتي چارو کې دخيل او ريښتوني پرانيستي، روڼ او ګډې واکدارۍ په لور ولاړ شي.

لومړی: دولتي معلومات ټولنيز کړئ

لومړی، عامه سکتور کولای شي له ټولنيزې ميډيا څخه د معلوماتي او برخه اخيستنې کانال په توګه کار واخلي تر څو د ولس پوهه لوړه او هغوی ته د دولت په چارو کې د برخه اخيستنې او پرې د څارنې واک ورکړي. د معلوماتو ټولنيزيدل له دوو لارو کيدلای شي: ۱) ساده معلوماتو ټولنيزوالی او ۲) پيچلو معلوماتو ټولنيزوالی. د ساده معلوماتو ټولنيزوالی په ساده ډول د ټولنيزې ميډيا شته وسايلو په دولتي ويبپاڼو کې شاملولو (لکه پر ويبپاڼو نظرونه او بحثونه) او د ځانګړو ټولنيزو پاڼو (لکه فيسبوک تعقيبوونکو پاڼې يا ټويټر حساب) له لارې کيدای شي چې ورځني معلومات/ خبرونه ولس ته رسوي. پيچليو معلوماتو ټولنيزوالی د معلوماتي او برخه اخيستنې اهدافو لپاره د پرمختلليو ټولنيزې ميديا دولتي پورټلونو (ویبپاڼو) جوړولو ته اړتيا لري چې ځينې بيلګې يې htt://maplight.org, http://www.data.gov/about او http://blogs.justice.gov/main کیدلای شي.

د معلوماتو ټولنيزه استعمال په هغه صورتونو کې چې د معلوماتو/ خبرونو سملاسي خپرول اړين وي نور هم مهميږي لکه د موسمي، ترافيکي، وباوو، طبعي او انساني ناوړه پيښو په صورت کې عامه ولس خوندتيا او اضطرار پيښو په صورت کې معلوماتو خپرول چې هره ثانيه نوو او دقيقو معلوماتو ته اړتيا وي.

دوهم: د پراخه اندازې ګډ کار رامنځ ته کول

عامه سکتور (دولتونه) د ټولنيز ميډيا د وسيلو پر کارولو د دولت او ولس او ادارو تر منځ پراخه ټولنيزه همکاري رامنځ ته کولای شي. عامه همکاري د ولس راغونډولو، ضوابطو او قوانينو عملي کولو لپاره ګټور پيښيدای شي. د بيلګې په ډول د امريکا متحده ايالاتو د Patent and Trademark دفتر د Peer to Patent (www.peertopatent.com) هڅه د عامه ولس او دولت تر منځ د ټولنيزې همکارئ او ضوابطو عملي کولو ښه بيلګه کيدای شي. بله بيلګه يې د کوريا حکومت سمارټ فون کوچنی کمپيوټري پروګرام دی چې ټولنيزه همکاري غښتلې کوي او بې ځايه موټر درونې، مرداريو غورځولو، انرژئ ناوړه استعمال، او نور ناوړه سلوک باره کې معلومات ورکوي. د عامه همکارئ بله ښه بيلګه د ʺولسواکۍ کمپيوټري پروګرامونهʺ (http://www.appsfordemocracy.org/application-directory) دي، چې د امريکا دولت يوه هڅه ده چې ولس د ولسواکۍ ترويج لپاره د کمپيوټري پروګرامونو په جوړولو کې دخيلوي.

درېيم: ټولنيزې راکړې ورکړې رامنځ ته کول

عامه سکتور کولای شي د ټولنيزې ميډيا له لارې له ولس سره ريښتونې راکړه ورکړه رامنځ ته کړي. لکه د انګلستان حکومت د ټولنيزې ميډيا يا ويب ۲.۰ له لارې (www.gov.uk) ولس ته حکومتي خدمتونو لکه ماليه، موټر چلونې ازموينو، پاسپورټ، زوکړې، مړېنې، واده او پاملرنې ته د يوه چتر لاندې په ساده ګامونو کې لاسرسی ورکوي. عامه خدمتونو ته د لاسرسئ بله بيلګه د زما کوڅه جوړه کړه (http://www.fixmystreet.com) هڅه ده، چيرې چې ښاريان د ساده ويبپاڼې له لارې د خپلې ساحې اړونده ستونزه (لکه مات پياده رو، د کوڅې مات ګروپونه، لښتي او نور) راپوروي چې ورپسې د سيمې دولتي چارواکي هغې ستونزې حل لپاره ګام اخلي. لدې سره د عامه خدمتونو وړاندې کولو بله لار د ټولنيزې شبکې ویبپاڼو (لکه فيسبوک) له لارې ولس ته د ریښتوني خدمتونو لکه موټروانۍ جواز تمديد يا ترافيکي جريمو تاديه اسانتياوو برابرول کيدای شي، دا يې ځينې بيلګې دي دا لاره اوس هم ډيرو تجاربو او ازموينو ته پرانيستې ده.

يادونه: دلته درې يادې شوې لارې زموږ له راتلونکې څيړنې راخيستل شوي چې اوس د نقد لاندې ده.

ليکوال پيژندنه:

ښاغلې ډاکټر ګوهر فيروز په خټه د باريکاوو ننګرهار دی، چې اوسمهال په جنوبي کوريا KoreaTECH پوهنتون کې اسيسټنټ پروفيسر دی. هغه د سيول ملي پوهنتون د SKIE په ټولنه کې مشر سلاکار هم دی. لدې وړاندې هغه د کوريا په يونګنام پوهنتون کې اسيسټنټ او ريسرچ پروفيسر وو. ډاکټر فيروز خپله دکتورا له KAIST څخه چې په اسيا کې د ساينس او ټکنالوژئ منل شوو پوهنتونونو څخه دی د معلوماتو او ټيلي کميونيکشن ټکنالوژئ مديريت به ساحه کې اخيستې ده. پدې ساحو ۱) ټکنالوژۍ خپلول او مديريت ۲) ټولنيز معلوماتو سيسټمونه او ټولنيز ميډيا او ۳) پر پوهه اساس نوښتونه، کې له څيړنې سره مينه لري. د هغوی څيرنې پدې خپرونو کې خپرې شوي دي Online Information Review (OIR), Government Information Quarterly, Journal of the American Society for Information Science and Technology (JASIST), Scientometrics, Information Development, and Asia Pacif ic Journal of Information System (APJIS)، لدې پرته څيړنې يې د سټانفورډ امريکا، استانبول ترکيه، جرمني او سيول په کنفرانسونو کې وړاندې شوي دي. له اوسنۍ دندې وړاندې ډاکټر ګوهر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژئ په وزارت کې دنده درلوده. هغه د journal of contemporary Easter Asia مرستيال مدير او د Social Media Insight Research Center بنسټ ايښودونکي ريس هم دی.