کور / روغتيا / په ۵ دقیقو کی د ماشوم د ټوخي علاج

په ۵ دقیقو کی د ماشوم د ټوخي علاج

محمد سخت ټوخیده. دلته په غرب کی ډاکتران د څلور کلن نه کم ماشوم ته د ټوخی دوا نه تجویز کوي. البته پدې عقیده دي چي دماشوم ایمیون سیستم باید خپله دفاع وکړي. خو باید ګرم یې وساتئ او داسي شیان ورنکړئ چي د ټوخي د لا زیاتیدو سبب وګرځي خو ماشومان څوک کنټرولای شي؟ کله به خبر هم نه ياست دوی به ایس کریم خولې ته نیولی وي.
بیرته راځم د محمد توخی ته. شپه وه او ټوخی خوب ته نه پریښوده. په انټرنیټ مي د نورو میندو او پلرونو تجربې ولوستې. یو جالب او عاجله چلند چا لیکلی وو او ما هغه په محمد تجربه کړ. ریښتیا هم ټوخی یې په ۵ دقیقو کي تر سهاره ورک شو.

لکه څرنګه چی هوا سړه ده او ماشومان به ټوخي کله کله په عذابوي نو د لاندی تجویز نه کار واخلئ .

دماشومانو د سینې ویکس به را واخلئ

د ماشوم پوندي او د پښو ټول کف ورباندي غوړ کړئ.

بیا جرابي ور واغوندئ.

انشاءالله چی ټوخی به یې زر تر زره ودریږي او ماشوم به خوب ته پریږدي.

البته که غټان هم ټوخی لري دا کار ازمایلی شی.

لراوبر ويبپاڼي د پورتنۍ جربې په اړه په هالنډ کي مېشت ډاکټر فدا محمد نېک سره دا موضوع شريکه کړه ، نوموړي دا خبره رده کړه چي ګواکي د کوچني بوندي په ويکسو غوړول دي د ټوخي سره مستقيمه اړه ولري بلکي د ښاغلي ډاکټر نېک په وينا دغه تجربه په رواني توګه يوه اندازه اثر کولای سي او کله چي د ويکس څخه په اطاق کي کار واخستل سي ، تاثيرات يې په هوا کي خپريږي او يو ډول بخار رامنځته کوي ، دغه بخار چي د ماشوم لخوا تنفس کيږي سږو ته ځي او د ټوخي په کمېدو کي ممکن يوه اندازه کموالی رامنځته کړي .
ښاغلی ډاکټر نېک وايي د ويکس څخه د سږو د نرم کېدو د پاره د تنفس له لاري هم کار اخستل کيږي چي په يوه کاسه ګرمو اوبو کي يوه قاچوغه ويکس ګډ کړه سي او بيا دغه توښ ( بخار ) تنفس کړه سي ،د سږو په نرم کېدو او ټوخي په کميدو کي مرسته کولای سي مګر د ټوخي لپاره ډاکټر ته مراجعه کول تر ټولو غوره لاره ده .