کور / تازه خبرونه / هیلاری کلینتن دمغزی ګډودۍ اونس ددردله امله بی هوښه شوه

هیلاری کلینتن دمغزی ګډودۍ اونس ددردله امله بی هوښه شوه

دنړیوالوآژانسو خبری سرچیني وایی،چي دامریکادبهرنیوچارودوزیري هیلاری کلینتن دمغزودګډودۍ اودروغتیا دخرابیدوله امله نوموړې په بیړني ډول روغتون ته وړل شوېده اودډاکټرانو تردرملني لاندي ده.
دامریکادبهرنیو چارو وزارت وایی ، چې نوموړې دمغزی سلسلودګډودۍ اودنس دسخت دردله امله یوځلي ناڅاپي بې هوښه شوې او پرځکمه راولویده، چې پر ځمکه دپرېوتوله امله د هغې سرهم زیانمن شویدي.
دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې روغتون ته تر رسولو ورسته دنوموړې حالت یو څه ښه شوی دی او بیرته خپل کورته لیږل شوې ده، اوروغتیا يي حالت يې اوس د ډاډ وړ دی.
د وزرات په وینا دامهال نوموړې روغه ده او راتلونکي اووني به خپل کارله کوره پیل کړی.
داکټران وایی چي د(۶۵ )کلني کلینتن نس دکولموزکام درلودی ،نو ځکه دهغي د مغزو دعادی سلسلي حالت ګډوډشو.
د یادولو وړ ده، چې د تېرې یوې اوونۍ راهیسې دامریکا دبهرنیوچارودوزیرې هیلري کلنټن دګیډې د درد له ستونزې سره لاس اوګریوان وه ،اونوموړې دګیډې له نس له امله څو ورځې وړاندې مراکش ته هم خپل سفر لغوه کړی ،اوددی پر ځاې دهغې مرستيال ويليم برنز مراکش ، ټونس او متحده عرب اماراتو ته سفر وکړی.
هیلاری کلینتن څومیاشتي مخکې ویلی و. چي که بارک اوباما دجمهوری ریاست په دوهمه دوره کي بریالي شي د خپلي دندي څخه به ګوښه شي ، ولې داسی مالومیږی چي دکلینتن د ځای ناستي کس پیداشوی او شاید په نږدی ورځوکي د خپل دندي څخه لاس په سرشي.
د ځینو معتبروخبری سرچینیو په حواله ګمان کیږی چي دنوی میلادی کال مخکي دامریکا دبهرنیو چارونوی وزیر به جان کیری وټاکل شي. جان کیری دامریکا دمشرانوپه جرګه کي سناتوردی او دجورج بوش په مقابل کي دبوش سره دجمهوری ریاست لمړۍ دوری ته کاندید وو، چه بیاوروسته جان کیری ټاکنې وبایلي اوجورج بوش رئیس جمهورشو.