کور / نوميالي / عبيدالله جان کندهاری

عبيدالله جان کندهاری

 

عبيدالله
جان كندهاري څلور كاله د ښوونځي د زدكړو تر څنګ له استاد نيازمحمد بوټ جوړوونكي سره
تېركړل. دا چې د ارواښاد كورنۍ ډېره غريبه وه او د پلار د معاش سره، سره يې د
شاګردۍ په هفتګي (اوونيز معاش) ګذاره نه كېدله، هغه و چې تر څلور كلنۍ شاګردۍ
وروسته يې له استاد تورجان بنا سره د خټو په كار پيل وكړ، دا ځكه چې تر بوټ جوړونې
هلته ډېرې پيسې ورپيدا كېدلې. او عبيدالله جان يوازې په هغه وخت كې ټوله ورځ كار
كاوه چې د ښوونځيو رخصتي به وه، خو په نورو وختونو كې يې د ښوونځي څخه غيرحاضري نه
كوله. استاد نيازمحمد بوټ جوړوونكى يې په اړه وايي:


((عبيدالله جان دوى ډېر غريبان وو، د هغه پلار استاد محمدانور هم نن د يوه سره
او سبا د بل سره په مزدوري نانپزي كوله او عبيدالله جان خو بل مشر ورور هم نه درلود
چې هغه دې د كور په كارونو او پيسو ګټلو كې مرسته ورسره وكړي، نو ځكه يې يوې او بلې
خوا ته مخه كوله. زما سره يې څلور كاله كار وكړ، وروسته يې د استاد تورجان بنا


سره د بنايي په كار كې شاګردي شروع كړه او تر دغه ځاى يې هلته ډېرې پيسې ګټلې. د
هغه سره يې هم څه وخت كار وكړ.))


استاد نيازمحمد هم د عبيدالله جان د ښو اخلاقو او نابغه استعداد څخه ډېر زيات
متاثره و. استاد يې په اړه داسې وايي: ((عبيدالله، عبيدالله و، هغه خداى بخښلى په
خپله په يوه غزل كې وايي، كه سل جهانه جوړ شي، بيا به نه شي راپيدا – نورمحمد غړى
رښتيا. نو زه بيا داسې وايم، كه سل جهانه جوړ شي، بيا به نه شي راپيدا عبيدالله
نامي رښتيا. هغه د ډېرو ښو اخلاقو خاوند و، ښه استعداد يې درلودى، د ژور فكر او ښه
كمال خاوند و، ښه رسام و، او د قلم ښه خط يې درلودى، په كار يې ډېر ژر سر خلاصېدى،
زما په څلورو – پنځو شاګردانو كې دى تر ټولو ښه په ژبه پوه، د خپل كار پابنده او يو
سنګين هلك و، او هغه زموږ د نژدې خپلوانو څخه هم و او ما هم ډېر نازاوه، ځكه چې يو
مو قريب و او بل ډېر لايق و.))


استاد نيازمحمد وايي، كله ناكله به مې له يوه او بله اورېدله چې ستا شاګرد
عبيدالله جان خو هم ښه غزل وايي، زما به هېڅ ګومان نه راتلى چې عبيدالله وګوره او
ښه غزل وګوره، چې دى يې وايي، ما يې يوازې د ښوونځي د ترانو اورېدلي وو، چې هغه خو
په ښوونځي كې كله ناكله ترانې وايي، دا عجيبه نه ده چې د ده په اړه داسې خبرې اورم؟
چې ګواكې عبيدالله هم يو ښه هنرمند شوى دى او غزلې وايي.


((د عبيدالله جان په اړه مې هېڅ دا فكر نه كاوه چې دى دې يو ښه شوقي وي، يو وخت
د جشن ورځ وه، ماښامي مو كور ډوډۍ وخوړله، ټول يو ځاى جشن ته ولاړو، هلته سيدمحمد،
ولي محمد، شاه محمد كندهارى او نور شوقيان هم وو، ټولو په نوبت سره غزلې ويلې، په
دغه وخت كې يوه وقفه راغله، يو دوست مې راته وويل چې استا (استاده) كه اجازه وي،
عبيدالله به ورواوړي، يو غزل به ووايي، ما ورته وخندل چې هغه وګوره او غزل وګوره،
ته خو هر وخت مسخرې كوې، هغه راته وويل چې ته اجازه وركړه، بيا به يې وګورې چې څه
وايي، هغه بلبل دى، بلبل. ما هم هو كړه،


سمدستې عبيدالله جان ميدان ته ورواوښتى، اول يې دا الاف پورته كړ،


خاموشي وعاقلانو ته هنر دى


زما په زړه كې د عشاقو جوړ دفتر دى
عاقلان خوند د لذت ځنې پيدا
كړي
جاهلانو ته تېره وار د خنجر دى


چې رښتيا شي خورا خوند يې وكړ، هېڅ مې زړه ته نه لوېدله چې دا دې عبيدالله جان
وي، دوې – درې نورې غزلې يې هم وويلې، نور يې نوبت تېر شو، هلته زه پوه شوم چې دا
شاوخوا آوازې خو بې څه نه وې.))


عبيدالله جان كندهارى تر لنډې مودې پورې د استاد تورجان بنا سره د خټو په كار كې
شاګردي وكړه، وروسته يې په دې سبب پرېښودله چې د ښوونځي پر زدكړو يې سخت اغېز كوي
او كېداى شي چې ځان ته يې دا قناعت وركړى وي چې پر يوه وخت روزانه او ښوونځى نه سره
كېږي. تر لږ وخت وروسته يې بيا دې ته زړه ښه كړ چې هلته په خپله كوڅه كې د حاجي
محمدنادر تسبيح جوړوونكي سره شاګرد شي او هلته هم د تېر په څېر و، نيمه ورځ به يې
ښوونځى وايه او نيمه ورځ به د تسبيح جوړونې په كار اخته و. ارواښاد دلته هم د خپل
عادت سره سم پر خپل ټاكلي وخت باندې كار ته راتلى او تر غرمې وروسته ښوونځي ته تلى،
دى په خپلو كارونو كې د پخوا په شان بريالى و.


ارواښاد د كوچنيوالي څخه د راډيويي سندرو سره تر حد زياته مينه درلودله او هر
ځاى چې به د راډيو له ږغ سره په داسې حال كې مخ شو چې په هغه كې به سندره ږغېدله،
ده به حتماً اورېدله او خپله مينه به يې په خړوبوله. د ده د تسبيح سازۍ استاد حاجي
محمدنادر هم دغه ټكي ته اشاره كوي: ((عبيدالله جان د خپل كار او مكتب تر څنګ د
راډيو د اورېدلو سره هم ډېره مينه درلوده، ما يوه هغه پخوانۍ پليپس راډيو درلوده او
هغه به مې په دوكان كې ږغوله، د يو خبر مبر لپاره، كله چې به زه په يو كار پسې ولاړ
شوم، دستي به د ده څخه خپل كار پاته و او د راډيو ستن به يې په راډيو افغانستان پسې
ګرځوله، يوه ورځ مې ورته وويل چې هلكه ستا خو ټول فكر او شغل په راډيو او غزلو كې
دى، ته اوس څه شي يې؟ ده په خندانه لهجه راته وويل چې استا (استاده) بېله راډي او
غزلو اورېدلو هم نه كېږي. ما هم ورته وخندله، ورته ومې ويل چې پروا نه لري، خپل
ساعت تېرى كوه، خو پر كار دې هم پام وي.))


استاد محمدنادر وايي، وروسته ما هم په عبيدالله جان چندان سر نه ګرځاوه، چې دى
وچ كلك مجبوره كړم چې ته نو يوازې زما سره كار كوه او په نورو كارو كار مه لره. كله
چې زه په دې پوه شوم چې هغه تر بل هر كار د غزلو ويلو سره زياته مينه لري، نو نور
ما هم كله ناكله يو او نيم طرزونه ورښوول، ځكه چې زما هم په يو او نيم طرزونو او
مقامونو سر خلاصېدى: ((چې زه په دې پوه شوم چې د عبيدالله جان مينه او علاقه دلته
نه ده، بلكې د نورو كارونو سره ده، نور مې پر ده چندان ټينګار نه كاوه او ما به هم
په يو او نيم نازاوه، ځكه چې زه هم د ډېره وخته په يو او نيم مقامونو پوهېدم، په
دغه وخت كې چې عبيدالله جان كندهارى په غزلو ويلو پيل كوي، دا مهال تقريباً شپاړس
كلن اوولس كلن دى، نور يې نو غيرحاضرۍ شروع كړې، نن دلته سبا هلته او اكثره وخت به
د يارانو او انډيوالانو سره ارغنداب ته روان و.)) دا مهال نو عبيدالله جان كندهارى
تر يو ځايه په ځينو محفلونو او پروګرامونو كې په پراخ مټ ګډون كاوه او يو او نيم
مينه وال او اورېدونكي يې پيدا كړي وو.


د عبيدالله جان كندهاري تسبيح جوړوونكى استاد حاجي محمدنادر زياتوي چې زما هم د
غزلو سره ډېره مينه وه، نو اكثره وخت به د عبيدالله جان سره د ارغنداب مېلو او ځينو
نورو ځايونو ته يو ځاى تللو: ((زما هم د ډېره وخته د غزلو او نوو طرزونو سره ډېره
مينه او علاقه وه او دلته زما دوكان ته هم اكثره شوقيان تلل او راتلل او چې
عبيدالله جان هم په دغه لاره كې راپورته شو او ميدان ته راووتى، نو زما په هغه شوق
چې د موسيقۍ سره مې درلودى، نور هم پر غوړېدو شو. په دغه وخت كې چې عبيدالله جان
اوولس يا اتلس كلن دى او پلار خوار يې يو غريب سړى و او د خلكو پورونه او قرضونه به
همېشه پر باندې وو، نو په دغه سبب يې د توفيق د كوڅې سراى خرڅ كړ، او په كابل شا كې
يې د ګاډيانو پر سړك په يوه كرايي كور كې واړوله. نور يې نو زما دوكان هم راپرېښاوه
او څه وخت وروسته د رسوا عبدالكريم شاعر سره شاګرد شو، چې هغه هم يو ښه او پېژندل
شوى شاعر و او يو ښه تسبيح ساز هم و.))


عبيدالله جان كندهاري دا د ځان لپاره يو په زړه پورې فرصت وباله چې په يوه ټك
دوې نښې وولي، له يوې خوا هنري زدكړې او له بله پلوه كسبي زدكړې د عبدالكريم رسوا
څخه تر لاسه كړي. (البته هغه هنري زدكړې چې هغه د غزلو مقامونه او كمپوزونه وو) د
عبدالكريم رسوا خوريى او شاګرد حاجي عبدالصمد وايي چې عبيدالله جان كندهاري زموږ
سره يو څه وخت كار وكړ: ((عبيدالله جان كندهارى څنګه زموږ سره شاګرد شو؟ هغه وخت
زموږ دوكان د خرقې شريفې په كوڅه کې و، زه سهار دوكان ته راغلم او آبپاشي او صفايي
مې وكړه كرار – كرار په كار اخته شوم، كه ګورم په دغه كوڅه كې عبيدالله يو نفر
راګرځولى دى، ښكنځل او بدرد ورته وايي. عبيدالله جان ډېر عاجز انسان و، غريب داسې
عاجز ولاړ دى، لكه بت ځمكې ته ګوري او هېڅ هم نه وايي. زما هغه سړى ته خورا درد
راځي، مګر څه وكړم وس مې نه په رسېږي. په دغه وخت كې خداى بخښلى رسوا صاحب راغى، ما
ټوله كېسه ورته وكړه، دى هم ورغى هغه سړى يې تر صدرۍ ونيوى يوه ټينګه چپلاخه يې پر
دا مخ وواهه. عبيدالله يې تر لاس ونيوى، دوكان ته يې راوستى، ورته ويې ويل چې زويه
زموږ سره كار نه كوې؟


هغه ورته وويل چې ولې كار نه كوم، زما مسلك خو اصلي هم تسبيح سازي ده، هغه و چې
وروسته له دغه څخه عبيدالله جان كندهاري زموږ سره په تسبيح سازي شروع وكړه. رسوا
صاحب بله پوښتنه ځنې وكړه چې د چا زوى يې؟ هغه په ځواب كې ورته وويل چې د محمدانور
زوى يم. رسوا صاحب پر ما مخ راواړاوه چې دا د استاد محمدانور زوى دى، پلار يې ډېر
ښه نل وهي او ډېر غريب سړى دى، نن د يوه سره او سبا د بل سره نان پزي كوي.)


ښاغلى عبدالصمد وايي، وروسته تر دغه عبيدالله جان همدلته زموږ سره كار پيل كړ،
خو د ده ډېر زور د غزلو پر خوا و. يو څه وخت وروسته رسوا صاحب راته وويل چې
عبيدالله جان چې څه غواړي، هغه دلته نه شي تر لاسه كولاى، دى به محمدنسيم تسبيح ساز
ته ورواستوو، هغه هم تر ډېره ځايه په دغو شيانو ګوتې وهي او عبيدالله جان به د هغه
څخه لږ تر لږه يو څه زده كړي: ((رسوا صاحب راته وويل چې د عبيدالله جان ټول فكر په
غزلو او سندرو كې دى، دى به محمدنسيم تسبيح ساز ته ورولېږو، هلته به د ده هغه آرمان
هم پوره شي، په كوم آرمان چې دلته راغلى دى، هم به د هنر په برخه كې يو څه زده كړي
او هم به د كسب په برخه كې خپله تسبيح سازي زده كړي. هغه و چې وروسته له دغه رسوا
صاحب عبيدالله جان كندهارى محمدنسيم تسبيح ساز ته ورولېږى.)) عبيدالله كندهارى نو
دا مهال هغه د چا خبره ده، يو څه بازار پيدا كړى و او په يو او نيم محفلونو او
پروګرامونو كې به يې يوه – دوې غزلې ويلې، خو بيا هم په سم ډول بازار ته نه و
راوتلى.


د برو بازار د صافيانو د كوڅې يو تن پنځه شپېته كلن اوسېدونكى حاجي رحمت الله
وايي چې موږ او عبيدالله جان كندهارى تقريباً د يوې كوڅې يو، هغه دا چې توفيق كوڅه
او صافيانو كوڅه په پاى كې سره يو ځاى كېږي، اكثره وخت به موږ او عبيدالله جان
كندهارى يو ځاى ګرځېدو او يو ځاى به جادې، بابا صاحب، جشن او نورو مېله ځايونو ته
تللو: ((عبيدالله جان تر موږ پنځه شپږ كاله كشر و، موږ د صافيانو او دوى د توفيق د
كوڅې دي، دغه دواړې كوڅې په پاى كې سره يو ځاى شوې دي. دى ځوانيمرګ خو په كوچنيوالي
كې په تېمورشاهي مكتب كې و او د مكتب تر څنګ يې زيات وخت د دوى د يوه دوست استاد
نيازمحمد بوټ ساز سره كار وكړ او وروسته بيا څو ځايه نور هم شاګرد شوى دى، كله په
بنايي كې او ډېر وخت بيا په تسبيح سازي كې هم شاګرد و. يوه ښه په زړه پورې خاطره به
يې درته ووايم: تقريباً هغه د داود خان شپې دي، عبيدالله جان نوى بازار ته راوتلى
دى.


يوه ښه په زړه پورې خاطره به يې درته ووايم: تقريباً هغه د داؤد خان شپې دي،
عبيدالله جان نوى بازار ته راوتلى دى.


كله دلته او كله هلته شوقونه كوي، دا وخت چې د دوبي روژه ده، نو معمولاًً د
تراويح څخه وروسته كله پر يوه سماوار، كله پر بل سماوار او كله ناكله بيا پر يو
دوكان بانډار جوړوي او اكثره وخت بيا خبره تر غزلو پورې ورسېږي. په دغه ورځ چې په
خپله د استاد نيازمحمد (د عبيدالله جان بوټ جوړوونكى استاد) په دوكان كې ياران
راټول شوي دي او خورا د درب او درز بانډار جوړ دى، زه بيا د څو شپو ستړى او بدخوابه
هم يم، تر نورو شپو لږ وختي پرېوتلم، خو ويده شوى لا نه يم، لږ نوكي پرېشانۍ وړى وم
چې عبيدالله جان دوى د بانډار په وروستيو كې تالۍ درب (پيالې سره غزل ويل) جوړ كړى
و، او خورا په خوند يې دغه آلاپ وايه


سحرګاه وه د نرګس لېمه لامده
څاڅكي – څاڅكي يې له سترګو څڅېده
ما ويل څه
دى ښكليه ګله ولې ژاړې
ده ويل ژوند مې دى يوه خوله خندېده


چې رښتيا شي ډېر خوند يې راكړ. اول مې فكر كاوه چې زه خوب وينم، خو چې وروسته مې
كشر ورور امان الله ږغ راباندي وكړ چې هله كښېنه عبيدالله جان په روژه كې جشن جوړ
كړى دى، زه هم په خورا چالاكي سره راپورته شوم او د يارانو پر خوا مې ورمنډه كړه،
كه ګورم په دوكان كې د ګوتو د ايښودلو ځاى نشته، عبيدالله جان دې خداى وبخښي، راږغ
يې كړه چې دلته راواوړه، زما مخ ته كښېنه، د ده مخ ته هغه د بوټو جوړولو پيته ډبره
پرته وه. زه هم په ډېر زحمت څو ګړيه پر هغه تكيه شوم. د كندهار نوى بلبل نو شروع و،
تر پېشلمي پورې يې ښې غزلې وويلې، داسي تاثيرناكه ږغ نو ما په دې ډېر وخت هم نه و
اورېدلى. هغه په دې چې له يوې خوا شپه او چوپه چوپتيا وه او له بلې خوا كه رښتيا
راباندي وايه، د عبيدالله جان كندهاري دغسې ښايسته او خوندور ږغ و، ياره د هغې شپې
او د هغو غزلو خوند مې بيا تر دا اوسه نه دى ليدلى.)


تر دې وروسته كرار – كرار عبيدالله جان كندهارى شاوخوا د رواجېدلو او پېژندلو په
حالت كې شو. ځينو شوقيانو او اورېدونكو يې كوښښ كاوه چې دى له نژدې واوري او ځينو
محفلونو او پروګرامونو ته يې هم بوځي. عبيدالله جان كندهاري پر يوه وخت ښوونځي،
تسبيح سازي او سندرو ويلو ته اوږه وركړې وه. د مرحوم عبدالكريم رسوا تر شاګردۍ
وروسته عبيدالله جان كندهارى د خداى بخښلي رسوا صاحب په سپارښتنه د استاد محمدنسيم
تسبيح ساز سره شاګرد شو، هلته يې هم تقريباً يو څه وخت كار وكړ. له هغه څخه وروسته
د استاد عبدالله سره په تسبيح سازي كې شاګرد شو او هلته هم څه وخت پاته شو. په
كندهار كې د ښه ږغ لرونكى سندرغاړى بشيراحمد فريادي وايي، ما هم په دغه وخت كې
تسبيح سازي كوله او د خپل ورور عبدالله استاد سره وم، عبيدالله جان كندهارى هم زموږ
سره څه وخت شاګردي وكړه: ((زموږ دوكان نو دا مهال په ده خواجه كې د ټانک مركز سره
و، عبيدالله جان كندهاري په دغه وخت كې زموږ سره شاګرد شو، دلته به عبيدالله جان د
خپل كار تر څنګ اكثره وخت غزلې هم ويلې او ځينو پروګرامونو ته به هم تلى.


دا يې نو تقريباًد رواجېدلو پيل دى، خو پر هغه سربېره يې بيا هم تسبيح سازي كوله
او هم به مكتب ته تلى. او بل دا چې هغه بېخي په انډيوالي او دوستي ټينګ سړى و، په
انډيوالي كې يې سارى نه درلود. هر چا ته يې په درنه سترګه كتل، او په دغه وخت كې ما
د ده د خولې څخه هېڅ داسي خبره وانه ورېدله، چې په هغه دې سړى غمجن شي، ښايسته او
خندانه څېره يې درلوده او ډېر ذهين و.)


د عبيدالله جان كندهاري جادوګر ږغ، خداى وركړى فطري استعداد او ښكلې څېره، دا
درې واړه هغه څه وو چې په ډېر لږ وخت كې يې ارواښاد د شهرت تر لوړو پولو پورې
ورساوه. د غزل او موسيقۍ تكړه او منلى استاد حاجي عبدالرحمن رحماني وايي، د
عبيدالله جان د سندرو ويلو نوى پيل و، هغه وخت په برو بازار كې زموږ د يو دوست د
زوى واده و، په هغه شپه مو عبيدالله جان ته يو چانس وركړ او دوې درې غزلې يې وويلې،
خورا ښه خوند يې په وكړ: ((په برو بازار كې زموږ د يو دوست د مشر زوى واده و، په
دغه شپه عبيدالله جان هم راغلى و او زما په بلنه او غوښتنه ميدان ته راواوښتى او
دوې درې غزلې يې وويلې، په دغه وخت كې حاجي محمدصادق (چا چې دغه شوق جوړ كړى دى)
راږغ كړه چې د ده بس ده، بېرته ته ورواوړه. ما حاجي محمدصادق ته په ځواب كې وويل چې
دغه زموږ ځوان نسل دى، بايد تشويق يې كړو، موږ خو هر وخت غزلې وايو.)


ښاغلى رحماني وايي چې عبيدالله جان دوى ډېر غريبان وو، دغه وخت چې دى غزل وايي،
تور فاج او خړ د سان كالي يې اغوستي وو: ((د دوى يوه ډېره غريبه او بېچاره كورنۍ
وه، په مادي لحاظ يې هېڅ هم نه درلودل، ښه مې په ياد دي چې په دغه شپه يې زما په
غوښتنه چانس تېر كړ، توره د فاج لنګوټه او خړ د سان كالي يې هم اغوستي وو. تر دې
وروسته نو كرار كرار عبيدالله جان كندهاري د شهرت پر لور مخه كړه.))


د عبيدالله جان كندهاري يو پخوانى ملګرى او نژدې دوست علي احمد خوږمنيار چې كله
ناكله يو غزل هم وايي، وايي چې د عبيدالله جان كندهاري سره يې زيات وخت تېر كړى دى
او اكثره وخت به شوقونو ته ورسره تلى: ((زما او د عبيدالله جان تر منځ ډېرې ښې
اړيكې وې، له ډېر كوچنيوالي راهيسې ما او ده ملګريتوب درلود. يوه ورځ زموږ په دوكان
كې چې هغه وخت موږ په كارېز بازار كې دوكان كاوه، زه او دى راولاړ شوو چې يو غزل په
ګډه سره ووايو. هغه و چې يوه غزل ده وويل او يوه غزل هم ما وويل، البته دا د ډېر
كشرتوب خبره ده، په دغه وخت كې زما د استاد يو ملګرى راخبر شو، راته ويې ويل چې
تاسي خو هم په غزلو پيل كړى دى.


عبيدالله جان شهيد ورته وويل چې لږ – لږ لاس په وهو، خو دومره مونه دي زده كړې
چې د نورو سره سيالي وكړو. دغه سړى چې په غزلو او طرزونو تر ډېره ځايه پورې پوهېدى،
موږ ته يې وويل چې راشئ، زه به ټيپ راوړم، تاسي به يوه -يوه غزل وواياست، چې
وموګورم چې څوك ښه غزل وايي. زه او عبيدالله جان هم په دې ډېر خوښ وو چې په ثبت كړي
ډول غزل ووايو. هغه و چې آغا سردار ټيپ راوړ او موږ هم يوه يوه غزل وويله. كله چې
ثبت تر سره شو، آغاسردار غزلې واورېدلې، كرار يې پر ما مخ راواړاوه او راته ويې ويل
چې د عبيدالله جان ږغ خو د يوه ښه شوقي دى، كه دى نور كوښښ هم وكړي، نو ډېر امكانات
يې شته چې ډېر ښه هنرمند شي. او بل دا چې دى د يو ښه هنرمند عادتونه هم لري. او ما
ته يې وويل چې ستا په اړه څه فكر وكړم؟ عبيدالله جان يې نور هم تشويق كړ، ورته ويې
ويل چې زويه كوښښ وكړه، په دغه لاره كې به ډېر كاميابه شې، ستا ږغ په رښتيا چې د يو
هنرمند ږغ دى.))


په دې وخت كې چې عبيدالله جان كندهاري نوى د سندرو ږغولو په درشل كې قدم ايښى و،
او اكثره بانډارونه او ميدانونه به د ده په ښايسته ږغ سره ګرم وو. دا وخت نو د ده
سندرو ويلو نوى پيل دى. استاد شاعر او ليكوال محمد مهدي خليق وايي: ((يو وخت موږ د
ارغنداب د سرده سيمې ته په مېله تللي وو، ډېرى نور ياران هم راسره ملګري وو، يو
محفل مو جوړ و، زما يو استاد و، هغه جاپانى ږغاوه، استاد باران غزل ويل. په دغه وخت
كې عبيدالله جان د يو سړي سره ملګرى و، زموږ محفل ته راغلل. هغه سړي راته وويل چې
زما خوريى عبيدالله جان به هم يوه غزل ووايي. په دغه وخت كې عبيدالله جان ميدان ته
راواوښتى او يو دوې درې غزلې يې وويلې. ما عبيدالله جان تر هغه مهاله نه و اورېدلى،
هغه خداى بخـښلى په دغه كشرتوب كې لا ډېر تكړه و.))


ښاغلى خليق وايي چې په دغه ورځ عبيدالله جان كندهاري اول د ګلبيدار شاعر دغه غزل
وويله


جوغه پر سر كړي معشوقو درومي ګلشن ته
ګلونه راوړي وخپل مين ته
جوغه پر سر
كړي زلفې ږمونځ كې په آينه كې
د خيال پر مخ يې دانه دانه كړې
پر سپين كاغذ بې
څوك په تورو ادانه كړې
صفت د زلفو راز په سينه كې
چې نظر نه سې سپېلنى سم
سمين تن ته
ګلونه راوړي وخپل مين ته
جوغه پر سر كړي ورسره آبروكمان
دى
باڼو او آبرو د ښكار سامان دی
دزړه كوتره مې هدف ورته نښان دى
تر جان
او قربان مې روح روان دى
چې مشك ساتلي دي نافع خوشبو ختن ته
ګلونه راوړي وخپل
مين ته
جوغه پر سر كړي سترګې تورې كړي اصلي
په ناز او خندا شوخ نازولي
د
دښت هوسۍ ځينې د وهمه رمېدلې
خونونه كوي ډېر يې وژلي
لكه د لمر سترګه څوك نه
پرېږدي ديدن ته
ګلونه راوړي وخپل مين ته
جوغه پر سر كړي نازنين شيرين كلام
دى
شكن – شكن دى طوطي په نام د
ممتاز په خپل حسن ښايسته شاه ګل اندام
دى
هزار تر هزار ورته سلام دى
چې ګلبيدار يې خبر كړى انجمن ته
ګلونه راوړي
وخپل مين ته


په دې وخت كې چې عبيدالله جان كندهارى نور په كندهار ښار كې د مطرح كېدو او
ځلېدو سټېج ته رسېږي، دا وخت نو د ده د مستې ځوانۍ موج دى. او هر څوك كوښښ كوي چې
عبيدالله جان كندهارى خپلو ښاديو او نورو محفلونو ته خبر كړي او د ده له ښايسته ږغ
څخه خوند واخلي. خو د عبيدالله جان له دومره زيار او كوښښ سره سره د دوى كورنۍ په
دې نه وه خوښه چې عبيدالله جان دې يو سندرغاړى شي. د عبيدالله جان كندهاري پلار يو
متقي او په اصطلاح، صوفي مسلكه سړى و، هغه نه غوښتل چې زوى يې لوتي (سندرغاړى) شي.
د خداى بخښلي د پلار به همېشه پر دغه د عبيدالله جان سره شخړه وه، چې ته ولې خپل
كار (تسبيح سازي) نه كوې چې دوري هوري ځغلې؟


خو د كورنۍ د دومره تهديد سره سره بيا هم عبيدالله جان كندهاري له غزلو ويلو مخ
ونه ګرځاوه، او په دغه بيت به يې پلار او نورې كورنۍ ته لږ او ډېر قناعت وركاوه،
چې:


زه خو شرابي يم شيخه څه راسره جنګ كړې
برخې ازلي دي كاشكې ما د ځان په رنګ
كړې


خو د كورنۍ د دومره تهديد سره – سره بيا هم عبيدالله جان كندهاري له غزلو ويلو
مخ ونه ګرځاوه، او په دغه بيت به يې پلار او نورې كورنۍ ته لږ او ډېر قناعت وركاوه،
چې:


زه خو شرابي يم شيخه څه راسره جنګ كړې
برخې ازلې دي كاشكې ما د ځان په رنګ
كړې


په بشري ټولنه كې انساني اخلاق، عاطفه او د وګړو سره مينه او ښه راشه درشه دا
ټول هغه څه دي چې په يوه كامل انسان كې وجود ولري، خو له دغو ټولو څخه عبيدالله جان
كندهارى برخمن و. د ارواښاد كندهاري كړو وړو ته په كتو سره د شاعر هغه وينا راياده
شي، چې:


سړيتوب وي د سړي په څو خبرو
په سړي كې خو څو نښې د انسان دي


او د دغه تر څنګ يې بله ډېره ښه ځانګړتيا دا هم وه چې په مجلس كې يې په لوړ ږغ
سره نه خندل او تل به يې د نورو پر خبرو او سالمو مشورو غوږ نياوه. د عبيدالله جان
كندهاري د نژدې ملګرو او دوستانو له ډلې څخه يو هم شاعر مولوي عبدالرحمن آغا ګلابي
دى، چې ډېر وخت يې د عبيدالله جان كندهاري سره تېر كړى دى او هغه يې تر شپېته زياتې
غزلې په موسيقۍ كې ويلي دي. هغه يې د اخلاقي چلند په اړه
داسې وايي: ((عبيدالله
كندهاري په مجلس كې په لوړ ږغ سره نه خندل، ډېر سنګين او پټ خولى انسان و، كه به هر
څوك په ملامت و، ده يې په وړاندي هېڅ ډول مقاومت نه كاوه. او بل دا چې غرضي نه و،
او مغروررانه حس يې نه درلود. ډېر انسان سړى و.)


عبيدالله جان كندهاري ته چې هر چا هر څه ويلي واى، ده به هغه په ورين تندي او
خندانه څېره سره زغمل. ارواښاد هېڅ چا ته په ترخه لهجه ځواب نه وركاوه او د ټولنې
له ټولو وګړو سره يې يو ډول چلند كاوه


د عبيدالله جان كندهاري د موسيقۍ د شپو ملګرى او طبله ږغوونكى پنځه شپېته كلن
استاد محمدظاهر د خداى بخښلي د ښو اخلاقو او انساني چلند يادونه داسي كوي: ((زه د
عبيدالله جان كندهاري سره له ډېره وخته پېژنم، هغه په رښتيا سره د ښو اخلاقو يوه
نمونه وه. موږ سازنده او شوقيان به هر ماځيګر د ګلشن ماركېټ مخ ته د يو سماوار پر
يو تخت كښېناستلو، يو ماځيګرى مهال ولي محمد پر جاوا موټرسايكل راغى د درېدلو تر
مخه يې پر ما راږغ كړه، چې ګوره ظاهرجانه ته خو ولا كه اوس زموږ په كېسه كې لا يې،
دغه نوي – نوي كسان دلته بابوې. عبيدالله جان شهيد مخ ورواړاوه او كرار يې ورته
وويل، خير دى ولې محمد خانه ظاهر جان برايي زما سره شوق ته تللى و، بل وخت به ستا
سره ځي. عبيدالله نور هېڅ ونه ويل. ولي محمد بيا د ځانه سره كرار كرار بڼهار شو،
عبيدالله ته يې بيا يو څو لغازيانې وكړې، بيا يې پر ما مخ راواړاوه چې تا په ده كې
څه ليدلي دي؟ ما هم په ولاكه بله كړې ده، دستې مې ورته وويل چې څوك ښيې؟ ته په خپله
څه


شي يې؟ ده ويل، دا ما ته وايې؟ ما ويل هوكې، ته نو بيا څه كېسه لرې، آسمان خو نه
يې، د ځانه دې آسمان جوړ كړى دى.


ولي محمد يو دم سره وپورېدى، شاوخوا يې وكتل، مخ ته يې هغه پخوانۍ كرپسول چوټه
پرته وه، راته كش يې كړه، ما سر ټيټ كړ، هغه ولاړه پر كوكو لالا ربابي ونښته. ما هم
بله ولاكه كړې ده، زما مخ ته بيا يوه آبخورۍ پرته وه، هغه مې ورته كش كړه، خداى و
خطا شوه، بالا لكه هغه مست چرګان سره راوغورځېدلو په دغه وخت كې عبيدالله جان او
نور ياران راولاړ شول او موږ يې سره كښېنولو. كه رښتيا درته ووايم، عبيدالله جان
ډېر حريفان درلودل، ولي محمد هم د ده څخه ډېر شكايت كاوه چې دا كشر هلك وګوره، غزلې
او لوړ لوړ مقامونه وګوره.)) كه په ټوليز ډول وكتل شي، نو هر هغه څوك چې په يوه
لاره كې ښه مهارت پيدا كړي او يا په دې لټه كې وي چې ښه وځلېږي، نو په دغه وخت كې د
ډېرو ننګونو سره مخ كېږي. هغه دا چې څوك يې مايوسه كوي او څوك يې بيا په يوه او بل
نامه تهديدوي او بلاخره دغه ته يې مجبوره كوي چې يا هغه كار پرېږدي او يا له هغه
سيمې څخه بلې ته كډه وكړي.


عبيدالله جان كندهارى هم يو له هغو ځوانانو څخه و چې د دغې پټې بلا سره مخ و. دا
وخت نو چې عبيدالله كندهارى په كندهار ښار كې د مطرح كېدلو او پېژندلو په درشل كې
دى، او د موسيقۍ په ډګر كې يې نوى قدم ايښى دى. ډېرو كندهاريو او هم مهاله سندرغاړو
ته ځكه ښه نه ايسېدى چې ټولو ته دا معلومېدله چې يو وخت نه يو وخت به عبيدالله جان
له ټولو څخه ميدان گټي او د ټولو نامي به وي. نو په دې اساس يې عبيدالله جان
كندهارى تهديداوه. او بله دا چې عبيدالله جان كندهارى د يوې غريبې او بې چاره كورنۍ
څخه و، نه يې تر مخ بل څوك درلود او نه يې هم تر شا څوك درلود چې د ده ننګه وكړي.
او ډېرو بيا (ميدان له مړو خالي ليدى) نو ځكه يې هغه د كندهاريانو په اصطلاح په
عبيدالله جان كندهاري هسې ځان چخاوه او خاري خبرې به يې ورته كولې، خو پر دغو ټولو
خبرو، لغازونو او پيغورونو سربېره عبيدالله جان كندهاري چا ته هېڅ هم نه ويل او خپل
كار يې كاوه، او ځان ته به يې د زړور خوشحال خان په دغه وينا ډاډ وركاوه، چې:


د علم ډېرې خبرې لور په لور تورې لښكرې
زړه مې نه خوځي له ځايه غر خو هسې وي،
كه نه


حاجي محمدصادق هاروني هم د عبيدالله جان كندهاري يو له هغو ملګرو او يارانو څخه
دى چې دوى به په شپو او ورځو سره يو ځاى وو او اكثره وخت به عبيدالله جان د دوى


په كور كې د بانډار لپاره پاته كېدى، او د دې تر څنګ به بيا ډېر ځله په مېلو او
منظرو هم يوې او بلې خوا ته تلل. د تېرو خبرو په تائيد ښاغلى هاروني هم په خپله د
عبيدالله جان كندهاري د خولې يوه كېسه داسي راته كوي: ((موږ او عبيدالله جان دى ښه
دوستي او انډيوالي وكړه، اكثره وخت به خداى بخښلى زموږ كره و. يوه ورځ چې ډېر وار
خطا او ساه نيولى ښكارېدى، راغى او راته ويې ويل چې محمدصادقه نن خداى د مرګ څخه
خلاص كړم. ما ورته وويل چې ولې څه پېښه وه؟ ده راته وويل چې غوږ رانژدې كړه، بيا يې
نور وانه وري او د دغه سره يې په لوړ ږغ وخندل. ما هم ورته وويل چې راځه راته وايه،
څه خبره ده؟ ده راته وويل چې پرون ماځيګر په هرات دروازه كې راروان وم، كه ګورم
فلانى خان په جيپ موټر كې سپور دى، ما ته نژدې ودرېدى او راته ويې ويل چې عبيدالله
موټر ته راپورته شه، ما هم بله نه ده كړې، بس موټر ته ورپورته شوم.


بالا يې موټر د سرپوزې پر لور روان كړ، تر يو ځايه دواړه چوپ يو، نه دى څه وايي
او نه زه د وهمه څه ويلاى شم، په دغه وخت كې نوي ښار ته ورسېدو، كرار يې پر ما مخ
راواړاوه او په تريو تندي يې راته وويل چې ګوره عبيدالله په سمه درته وايم، كه مې
بله ورځ د دغه فلاني سره ليدلى وې او يا دې د هغه په فرمايش غزلې ويلې وې، په خداى
كه د ژوند څكه راڅخه وكړې. په دغه وخت كې يې توره مکروف تفنگچه (تومانچه) له جېبه
راويستله او زما خوا ته يې خورا په قهر كتل. ما ورته وويل چې سمه ده بيا به نه
ورسره ګرځم. ياره څه درته ووايم په دغه وخت کې مې نو په زړه يو الله خبر و، ما ويل
داسي نه چې دلې مې پر دا سر – سر وولي، خو خير نور يې هېڅ نه وويل، او تر لږ تګ
وروسته يې بېرته د موټر مخ د ښار پر خوا راوګرځاوه، او زه يې په هرات دروازه كې له
موټره كښته كړم.)
مخكې مو هم وويل چې عبيدالله جان كندهارى د يوې غريبې او بې
كسه كورنۍ څخه و، چې چندان څوك يې نه درلودل او هر چا پر سر – سر ټكاوه، او په هغه
وخت كې بيا له بده مرغه داسي يو څه زيات رواج درلود چې ډېرو د (پايلوچيانو) له نامه
څخه په ګټه اخيستنې سره ډېر داسي څه كول چې نه د پايلوچانو په قانون كې وو او نه هم
په انساني قانون كې. هر چا چې هره د قانون او انسانيت څخه ليرې كړنه كوله، نو تر
ټولو هغه سړى نامي، پهلوان او غښتلى و. نو عبيدالله جان هم په ځينو مواردو كې د دغه
ډول سړيو په لومو كې لوېدى او په عين وخت كې يې بيا زيات حريفان هم لرل او تر ډېره
ځايه يې خپل مسلكي ياران (سندرغاړي) هم حريفان وو. دا بيا هغه وخت دى چې عبيدالله
جان كندهارى نور د خلكو د پام وړ ګرځي او د ده د نوو سندرو او غزلو مينه وال تر
پخوا ډېر شوي هم دي.


د ډېرو په وينا، عبيدالله جان كندهارى چې كله په سندريز ډګر كې قدم ږدي، اول
لارښود يا په اصطلاح، د غزلو استاد يې استاد محمدنور شوقي و، چې هغه هم په خپل وخت
كې ښه غزل ويل، او ډېر اورېدونكي او مينه وال يې هم درلودل. هغه وخت په كندهار كې
دوې ډلې هنرمندان رواج و، چې يوې ډلې يې د شوق او مينې له مخې غزلې ويلې او بلې ډلې
يې بيا پيسې اخيستلې.


استاد محمدنور د هغې ډلې څخه و، چې په وړيا ډول يې شوق كاوه او له خلكو يې د
پيسو غوښتنه نه كوله، خو په پيل كې عبيدالله جان كندهارى هم د محمدنور لاروى و چې د
خپل استاد په څېر يې په وړيا ډول غزلې ويلې او په بدل كې يې له چا څه نه غوښتل، خو
عبيدالله جان كندهاري بيا هغو سندرغاړو ته چې هغو د پيسو په بدل كې غزلې ويلې، په
ځينو محفلونو كې يو او نيم خاري غزلې اورولې. د عبيدالله جان كندهاري يو ډېر نژدې
دوست او خوږ ملګرى حاجي نادر وايي: ((زه او عبيدالله جان شهيد د ډېر وخت او په
اصطلاح، خواږه ياران او ملګري يو، دا د ډېر وخت خبره ده، هغه د عبيدالله جان د غزلو
ويلو نوى پيل دى، چې په ډېرو لږو ځايونو كې يې يو او نيم غزلې ويلې. يوه ورځ د ده
په غوښتنه او بلنه د ماما نورمحمد هوټل ته ولاړو، چې هغه ساګزى ماما او شاه محمد
كندهارى ټېكه كړي وو، محمدنور هم راغلى و، زه او عبيدالله هم ورغلو، تر يو څه ځنډ
وروسته د استاد محمدنور په غوښتنه عبيدالله جان ميدان ته ورواوښتى، تر دوو – درېيو
غزلو وروسته يې دغه غزل شروع كړه،


غزلې وايي په پيسو ځانونه بولي شوقيان
زموږ وطني دلاكان
ننګ وحيا غيرت يې
نشته دوى دې ټول بې شرمان
زموږ وطني دلاكان
د غزلې درېيم بيت يې نه و شروع
كړى، چې پر عبيدالله د چوټو او چاينكو باران پيل شو، بالا شوق موق پاتې شو، نامي
هغه و چې ژر ځان يو ګوښې ته كړي.


وروسته تر دغه جنجال زه او عبيدالله جان زموږ كره ولاړو، تقريباً د پېشلمي وخت
و، پېشلمى مو وكړ او هغه شپه مو زموږ كره تېره كړه.))


موږ مخكې هم يادونه وكړه چې عبيدالله جان كندهاري ته په اوايلو كې په يو ډول نه
يو ډول تهديد او توهين متوجه و، هغه كه د هر چا له خوا څخه و، خو دى يې ځوراوه. او
دا طبيعي خبره ده چې دغه ډول كړنه پر هر چا لږ او ډېر منفي سيورى غوړوي، خو
عبيدالله جان دا هر څه ته سينه سپر كړې وه او د چا په كېسه كې هم نه و. ښاغلى حاجي
نادر زياتوي چې د موسيقۍ په ډګر كې عبيدالله جان كندهاري ډېر حريفان درلودل، خو تر
ټولو سرسخت حريفان يې ولي محمد كندهارى او عبدالرؤف كندهارى وو: ((يوه ورځ په هرات
دروازه كې يو محفل جوړ و، ډېر نور غزلچيان هم راغلي وو، زما او د عبيدالله جان څخه
لږ ليرې عبدالرؤف او د ده نور ملګري چې تقريباً شل پنځه ويشت تنه كېدل، هم ناست وو،
عبدالرؤف پر عبيدالله باندې مسخرې كولې او ټولو په يوه سلا پر عبيدالله جان باندې
خندل. اخير عبيدالله جان مخ پر راواړاوه، ويل: رؤف جانه زه خو د چا سره هېڅ ډول
حريفي نه لرم، خو زما سره ډېر خلك د هنر پر سر حريفي كوي، كه يې د هنر په لاره كې
معلوموې، نو راميدان ته شه، ولاكه دې بل شى كړم، بيا ګنه ګيچ كړى. بالا عبدالرؤف
چوپ شو، بيا يې د پروګرام تر پايه څه نه دي ويلي.)


زما او د عبيدالله جان څخه لږ ليرې عبدالرؤف او د ده نور ملګري چې تقريباً شل –
پنځه ويشت تنه كېدل، هم ناست وو. عبدالرؤف پر عبيدالله باندې مسخرې كولې او ټولو په
يوه سلا پر عبيدالله جان باندې خندل. اخير عبيدالله جان مخ پر راواړاوه، ويل رؤف
جانه زه خو د چا سره هېڅ ډول حريفي نه لرم، خو زما سره ډېر خلك د هنر پر سر حريفي
كوي، كه يې د هنر په لاره كې معلوموې، نو راميدان ته شه، ولاكه دې بل شى كړم، بيا
ګنه ګيچ كړى. عبدالرؤف چوپ شو، بيا يې د پروګرام تر پايه څه نه دي ويلي.)


عبيدالله جان كندهارى د هنري ژوند په درشل كې څنګه چې زموږ مذهبي او ملي ورځې،
جشنونه او اخترونه د قومونو او ملتونو د نژدې كېدلو يو تر ټولو مهم اصل دى. او
تاريخي ورځې، علمي او ادبي شخصيتونه او ستر شهكارونه دا ټول بيا هغه څه دي چې د يوه
هېواد، سيمې او آن د ډېرو نورو هېوادونو، ملتونو او قومونو ګډه هستي بلل كېږي چې يو
له هغو څخه ښه او پېژندل شوي هنرمندان دي، چې هغه نه په يوه سيمه، قوم او نژاد پورې
اړه لري، بلكې دا ګډ وياړونه د ټولو وي. د خپلو خبرو د لا پخلي لپاره د څو منلو او
د نړۍ د وتلو سندرغاړو يادونه كوو چې هغه په بېلابېلو هېوادونو، دينونو، نژادونو او
قومونو پورې اړه لري.


كه يې له عربي نړۍ څخه راپيل كړو چې كلونه وړاندې يې ام كلثوم چې د ښه ږغ څښتنه
وه، له هنري غېږې څخه د تل لپاره كوچېدلې ده، خو بيا هم د عربي نړۍ په اكثرو
كورونو، دوكانونو، ماركېټونو او نورو د خوښۍ محفلونو ته يې په خپل جادوګر ږغ سره د
مينې رنګ او خوند وربخښلى دى، او هغه يې ژوندي ساتلي دي، او تر مړينې وروسته بيا هم
دا دى پر لويه عربي نړۍ د سندرو راج چلوي.


په هند كې بيا مكېش، سايګل، لتا، محمدرفيع او يو شمېر نور هندي سندرغاړي، دا بيا
هغه نوموتي او مشهوره څېرې دي چې نه يوازې په هند پورې اړه لري، بلكې د دوى ږغونه
اوس د جغرافيوي، سياسي، ژبني قومي، نژادي او سيمه ييزو دېوالونو څخه راوتلي دي او
اوس په نړيواله كچه ليدونكي، اورېدونكي او مينه وال لري. تر درېيو لسيزو وړاندې بيا
د وژل شوي او منل شوي سندرغاړي احمدظاهر جادوګر، خوږ او زړه راكښونكى ږغ هغه څه و
چې د افغانستان په پلازمېنه كابل كې يې د شور او زوږ سندرې ويلې او په خپل دغه هنري
ږغ سره يې ډېرو مينه والو ته د خپل سندريز بڼ ور پرانيستى او هلته يې د رنګونو او
خوندونو په ټال كې لاهو كړي وو. او هغه وخت به د ده د ډېرو مينه والو د ده يوه نه
يوه سندره پر شونډو مېلمنه وه، او د ځان سره به يې زمزمه كوله، چې:


چشم سياه دارى قربانت شوم من
خانه كجا دارى مهمانت شوم من


د افغانستان، پاكستان، ايران او آن د منځنۍ آسيا په كچه ډېرى اورېدونكي د
احمدظاهر د مينه ناك او اغېزناك ږغ سره اشنا وو. اوس چې احمدظاهر زموږ په منځ كې
نشته، خو بيا يې هم په افغانستان او د نړۍ په ګوټ-ګوټ كې تر حد زيات اورېدونكي شته.
او په هېواد کې دننه او د باندې كې هم د افغانانو داسې ږغيزه او انځوريزه رسنۍ نشته
چې په هغه كې دې چا د احمدظاهر ږغ نه وي اورېدلى. او د احمدظاهر تر څنګ بيا د پكتيا
د غرونو د مستې بلبلې ((بخت زمينه)) د هغه مستانه محفلونو او پروګرامونو يادونه
تازه كوو، چې چېرې به دا مسته بلبله ږغېدله:


واخله زما د مستو سرو شونډو خندا واخله
ناز او ادا واخله خانه راځه


يا دا چې:


هو سربازه ياره كښېنه پر مورچل باندې
بيا به دې ويده كړمه سيوري تر اوربل
لاندې
دا پاكستانى دښمن مه پرېږده دې خاوره كې
سترګې يې وروباسه تش په يو كتل
باندی…


تر بخت زمينې وروسته كه د اولمير د ساز او آواز يادونه وكړو، ښه به وي. استاد
اولمير بيا هغه څوک دى چې په خپل پوست او نرم ږغ سره يې ډېر محفلونه او پروګرامونه
خوښ ساتلي وو او اوس هم په اكثرو محفلونو او رسنيو كې ږغول كېږي او د ډېرو
اورېدونكو او مينه والو مينه پرې خړوبېږي. د استاد اولمير دغه ترانه به ډېرو
هنرمندانو ويلې وي، او نور يې هم په اكثرو كنسرټونو كې وايي، خو هغه ښايسته انداز،
كيف او خوند چې د استاد اولمير په ږغ كې شته، نور يې نه لري. او په دغه زړه
راكښونكې ترانه كې استاد اولمير د وطن په ياد د زړه درزا يو ځاى كړې او دغه شهكار
يې ترې جوړ كړى دى:


دا زموږ زېبا وطن دا زموږ ليلا وطن
دا وطن مو ځان دى، دا افغانستان دى


او دغه ترانه د افغانستان د ملي ترانو په سر كې راځي. استاد اولمير د ۱۳۶۱ د
غوايي مياشتې پر ۱۴ نېټه ومړ.


همداسې نور سندرغاړي چې ښايسته نومونه او ږغونه به يې زموږ د خلكو په ذهنونو كې
تر ډېره انځور وي. لكه: استاد دُر لوګرى، خان قره باغى، عبدالمحمد مزارى، د پولې د
هاغاړې وتلې استاده ګلناربېګم، او د كندهار د سيمې نور وتلي او منلي سندرغاړي. لكه
سيدمحمد كندهارى، شاه محمد كندهارى، ولي محمد كندهارى، آغامحمد كندهارى او نور چې
تر ډېره به يې مينه وال له سندرو څخه خوند اخلي او د دوى ياد به پرې تازه كوي، خو
كه د هنر په برخه كې څوك د كندهار نوم اخلي، نو كندهار په عبيدالله جان كندهاري سره
پېژني


زما په اند، ښه سندرغاړى هغه چا ته ويلاى شو چې بېله فزيكي مزي څخه قومونه او
ملتونه په هنري مزي وتړي، چې له ښه مرغه عبيدالله جان كندهاري په لږ وخت كې دغه
سټېج ته ځان رسولى و. عبيدالله جان كندهاري د پښتو تر څنګ د نورو ژبو لكه دري،
بلوڅي، اردو او آن عربي ژبې اورېدونكي او مينه وال هم لرل، او د ده د خداى وركړي
فطري ږغ سره يې تر حد زياته مينه وه.


عبيدالله جان كندهارى اوس زموږ په منځ كې نشته، چې هغه موږ ته نوې او اوسمهالې
سندرې ووايي او په سندرو ويلو سره د خپلو اورېدونكو او مينه والو مينه ورخړوبه كړي.
او يو ځل بيا يې د جادوګر ږغ او خوږو سندرو مريدان ورته سر پر ځنګون شي. د هغه
ځوانيمرګ ښايسته او خوندور ږغ د تل لپاره چوپ شوى دى، هغه له دې نړۍ سره پوره يو
دېرش كاله وړاندې مخه ښه كړې ده. هغه ځوانيمرګ نور د چا د سندرو فرمايشونه او د واه
واه نارې نه اوري. هغه ځوانيمرګ نور د مرګ د سوداګرو څخه خوابدى شوى دى، هغه اوس د
يو داسې چا سره د مينې تار غځولى چې په ورځ د حشرګاه كې به يې شفاعت كوي، او د خپل
قاتل په پيدا كولو كې به ورسره مرسته كوي. عبيدالله جان كندهارى هغه څوك دى چې په
خپل هنرمندانه او جادوګر ږغ سره يې د وګړو په زړونو كې ځانګړى ځاى نيولى او پيدا
كړى دى.


عبيدالله جان كندهارى هغه څوك دى چې په خپل ښايسته او هنري ږغ سره يې د
اورېدونكي زړه ته مخامخ لاره پيدا كړې ده او د هغه په زړه يې داسې منګلې ښخې كړې چې
څوك بيا په يوه اساني نه شي كولاى ځان ترې وژغوري.


عبيدالله جان كندهاري د پښتو تر څنګ د نورو ژبو، لكه: دري، بلوڅي، اردو او آن
عربي اورېدونكي او مينه وال هم لرل، او د ده د خداى وركړي فطري ږغ سره يې تر حد
زياته مينه وه. عبيدالله جان كندهاري چې په رسمي ډول په سندرو ويلو پيل وكړ، دا
مهال نو د ده عمر تقريباً اتلس كلنۍ ته نژدې و. د ځينو په وينا، كله چې عبيدالله
جان هنري ډګر ته راځي، نو په پيل كې يې د استاد محمدنور شوقي سره ملګريتوب پيل كړ،
او كټ مټ به يې د هغه په څېر غزلې ويلې. تر څه وخت وروسته بيا د ساګزي ماما سره هم
څه موده پاته شو خو تر دوى دواړو وروسته بيا د سيد عبدالخالق آغا سره ملګرى شو، چې
د ژوند تر وروستيو يې د هغه سره وپالل. د ارواښاد سيد عبدالخالق آغا څخه مې تقريباً
ديارلس-څوارلس كاله وړاندې پوښتلي وو چې تاسې او عبيدالله جان كندهارى څومره وخت يو
ځاى پاته شوي ياست؟ هغه راته وويل: ((عبيدالله جان غريب ډېر كوچنى و چې زما سره يې
شناخت او اړيكه پيدا شوه. هغه وخت چې دى لا په مكتب او تسبيح سازي كې و، ما ته
راتلى او ما به هم د ده په خوښه ځينې غزلې وركولې. كله چې بيا په سم ډول راميدان ته
شو، نو بيا مو ملګريتوب يو په څو شو))


په كندهار كې د وطن ميوزيك مشر ښاغلى حاجي رازمحمد وايي: ((د اول ځل لپاره
عبيدالله جان زما دوكان ته د سيد عبدالخالق آغا سره راغى، هغه وخت به انشاالله د ده
عمر دوولس- ديارلس كاله و، عبدالخالق آغا راته وويل چې دغه زلمى وينې، دى ډېره ښه
غزل وايي، او تر ټولو ښه لا دا چې د ښه استعداد تر څنګ مكتب هم وايي.))


عبيدالله جان كندهارى هغه څوك دى چې په خپل هنرمندانه او جادوګر ږغ سره يې د
وګړو په زړونو كې ځانګړى ځاى نيولى دى او په خپل ښايسته او هنري ږغ سره يې د
اورېدونكي زړه ته مخامخ لاره پيدا كړې ده او د هغه په زړه يې د تل لپاره داسې منګلې
ښخې كړې چې څوك بيا په يوه اساني نه شي كولاى ځان ترې وژغوري.


د عبيدالله جان كندهاري تر ټولو ښه ځانګړتيا دا وه چې د غزلې ښه انتخاب يې
درلود، او د دې تر څنګ يې ږغ يو ډول كشش هم لاره. كه چېرې يو ځل څوك د عبيدالله جان
كندهاري يوه غزل هم واوري، نو حتماً به يې د بيا بيا اورېدنې غوښتنه كوي. زه به زما
د يو دوست يادونه درته وكړم، چې هغه په رښتيا سره د عبيدالله جان كندهاري پر ږغ او
سندرو مين دى. دا دوست مې لعل پاچا ازمون نومېږي، د ننګرهار اوسېدونكى دى، دا مهال
په ننګرهار كې د آزادۍ راډيو خبريال هم دى. ازمون صاحب له نن څخه پنځلس-شپاړس كاله
تر مخه د طالبانو د حكومت په وخت كې چې هغه وخت دى په كابل پوهنتون كې د ادبياتو
استاد و، په يو رسمي سفر كندهار ته راغى، د وخت د اطلاعاتو او كلتور د رئيس عبدالحي
مطمين سره يې څه كار و، هغه يې تر سره كړ.


وروسته بېنوا فرهنګي ټولنې ته راغى، د كندهار د عمومي فرهنګي وضعيت په اړه يې
ځنې خبرې د بېنوا ټولنې د يارانو سره شريكې كړې. ماښام ډوډۍ خوړلو ته زموږ كره
ولاړو، د بانډار لپاره مو په دې نيت يوه ګوښه خونه وټاكله چې زموږ ږغونه بهر ته ونه
وځي، هسې نه چې بيا مو له بانډاره طالبان خبر شي، د چاى څښلو پر مهال مې ټيپ ته د
عبيدالله جان كندهاري يوه خوندوره فيته ورواچوله، يو دم ښاغلي ازمون مخ راواړاوه،
ويل: ياره هڅياله! په مړه دې كړو، دا د كندهار بلبل څه وايې؟


په هغه شپه چې تر كومه وخت پورې ناست وو او بانډار مو كاوه، نو عبيدالله جان
كندهارى هم راته شروع و او د ده فيتې مو تر ډېر ناوخته اورېدلې. كله چې ښاغلى ازمون
له كندهار څخه تلى، نو راته ويې ويل چې هڅياله د عبيدالله جان كندهاري خو ښه ډېر
شوقي يم، نو يوه ښه فيته به يې راكوې، چې زه به يې همېشه ستاسو په ياد اورم. درنو
لوستونكو ته به ښه معلومه وي چې دا هغه وخت و چې پر غزلو ويلو سخت ترينه بنديز و،
آن دا چې د موسيقۍ د يوې فيتې پر سر خلكو په اوونيو لا څه په مياشتو-مياشتو زندان
ګاله. خو ښاغلي ازمون دغو ټولو ننګونو ته په كتو سره د ځان سره د عبيدالله جان
كندهاري يوه داسې فيته چې ما په خپل كور كې په خپل ټيپ ګلچين ورته ثبت كړې وه، كابل
او وروسته ننګرهار ته يووړه.


ښاغلى ازمون چې كله كندهار ته راشي، نو خامخا د عبيدالله جان كندهاري د نوې فيتې
يادونه او غوښتنه كوي او موږ يې هم ناز پر ځمكه نه اچوو. عبيدالله جان كندهارى يو
ولسي سندرغاړى و، نو تر ډېره ځايه يې كوښښ كړى دى، خپلو اورېدونكو ته يې داسې سندرې
ويلې دي چې هغه د خلكو په منځ كې ډېر مطرح وي، لكه پيران، وليان او سادات او يا دا
چې داسې درنې او سنګينې غزلې يې هم چې په هغه كې د الله (ج) او رسول اكرم (ص) توصيف
شوى وي.


عبيدالله جان كندهارى د خلكو د زړونو او كورونو سندرغاړى دى. هغه يوازې د نارينه
وو لپاره سندرې نه دي ويلې او نه يوازې د نارينه وو سندرغاړى دى، هغه په كورونو كې
ښځې هم اوري، او بل دا چې عبيدالله جان كندهاري د ټولنې د هر قشر لپاره غزلې او
سندرې ويلې دي.


ډېرى سندرغاړي به راشي، رنګارنګ سندرې او غزلې به ووايي، خو د عبيدالله جان
كندهاري په ډول سندرې به ونه وايي او نه به په كندهارۍ ټولنه كې په هغه ډول مطرح
شي، لكه عبيدالله جان كندهارى چې دى. موږ وينو چې ډېرى نوي سندرغاړي راغلل او ښه په
زغرده يې د عبيدالله جان كندهاري تقليد وكړ، خو په سلو كې يې پنځه هم په عبيدالله
جان پسې ځان ونه رساوه.


د ډېرو په اند، عبيدالله جان كندهاري تقريباً يوه لسيزه غزلې وويلې او په دغه
موده كې يې په زرګونو د بېلابېلو شاعرانو شعرونه وويل. ارواښاد نه يوازي معاصره
كندهارۍ شاعري راژوندۍ كړه، بلکي د كلاسيكو شاعرانو د شعرونو سره يې هم د ټولنې لوى
اكثريت بلد كړ.


د عبيدالله جان كندهاري په وخت كې كندهارۍ موسيقي راژوندۍ شوه او د خلکو تر
غوږونو پورې ورسېدله. ارواښاد بېلابېل طرزونه او مقامونه وويل، د كندهاري سبك تر
څنګ يې هندى سبك هم تر يو ځايه راخپل كړ. په دې اړه ليكوال او شاعر عصمت الله زهير
وايي: ((عبيدالله جان كندهاري د هنر په برخه كې دوه ستر كارونه وكړل، يو يې كلاسيكه
شاعري راژوندۍ كړه او بل يې كندهارۍ غزلې په هندي طرزونو او مقامونو كې وويلې. د
عبيدالله جان كندهاري دغه كار د ستايلو وړ بولم.))


د ډېرو سندرغاړو په وينا، عبيدالله جان كندهاري په لږ وخت كې په سلګونو نوي
مقامونه او طرزونه وويل، حتى د ډېرو سندرغاړو خو د هغو مقامونو نومونه هم ذهن ته نه
ورځي، چې عبيدالله جان كندهاري ويلي دى. د كندهار د سيمې يو بل پېژندل شوى سندرغاړى
بشېراحمد كندهارى وايي، د عبيدالله كندهاري يوه تر ټولو ښه ځانګړتيا دا هم وه چې
هغه يوه غزل په څو كمپوزونو كې ويل: ((د عبيدالله جان كندهاري يوه ښه ځانګړتيا دا
وه چې دى باسواده و، زموږ خو اكثره هنرمندان بې سواده وي.


نورو به په څو شپې يوه نوې غزل ويل، خو عبيدالله جان به په يوه شپه لس دوولس نوې
غزلې هغه هم په نوو كمپيوزونو كې ويلې، نو ځينو هنرمندانو په دغه خاطر هم د
عبيدالله جان كندهاري څخه ښه نه وړل.)) معمولاً په كندهار كې چې هر څوك لومړى سندرو
ويلو ته مخه كوي نو هغه طبيعي خپل كندهاري سبك ته جوړوي، عبيدالله جان كندهارى هم
يو له هغو هنرمندانو څخه و چې په دغه ډګر كې يې قدم ايښاوه، نو تر ډېره ځايه د
كندهاري سبك سره اردو نور به يې د موسيقۍ د وتلي استاد حاجي عبدالرحمن رحماني څخه
واورو، چې هغه د عبيدالله جان كندهاري په اړه څه نظر لري: ((عبيدالله جان كندهاري
په علمي ډول موسيقي نه وه زده كړې، په كندهار كې يو ډول اصول دي څوك چې په لومړي ځل
دغه ډگر ته راځي، نو لږ تر تږه يې په هغه كندهاري سبك سر خلاص وي. مثلاً هغه مروج
شيان يې زده وي، لكه بيهاګ، پاړي، كستوري او نور خو عبيدالله جان چې كله دغه ډگر ته
راځي، نو پر دغو ټولو شيانو يې لاس بر و او عبيدالله جان په كندهارۍ كلاسيكه موسيقي
باندي ډېرښه پوهېدى او په هغه وخت كې چې په كندهار كې كوم هنرمندان وو، دى تر ټولو
ښه و اوپه فوق العاده ډول پر كندهارۍ موسيقي لاسبرى ووعبيدالله جان كندهارى يو
نوښتګر پر خپل هنر لاسبرى هنرمند و. هغه د كندهاري سبك يو بريالى لاروى و، هغه به
همېشه په هنر كې له رياضت څخه كار اخيستى. همدا علت و چې ارواښاد يې په لږ وخت كې
دومره مشهوره كړ چې د كندهار تر څنګ به د نورو ولايتونو او حتى د پولې د هاغاړې څخه
هم دده د ږغ مينه وال راتلل او د ده څخه به يې غوښتنه كول چې د دوى سره كوټې، پښين،
ګلستان او نورو سيمو ته ولاړ شي او هلته خپلو مينه والو ته سندرې ووايي. د عبيدالله
جان كندهاري تر مرګ وروسته په كندهار كې ډېر هنرمندان راوټوكېدل، د ده پر قدم يې
قدم كـښېښود، هر چا د وس تر بريده ډېر څه وكړل، خو هغسي خوند يې په ونه كړ او نه يې
هغسي د خلكو زړونو ته لاره پيدا كړه، لكه عبيدالله جان كندهارى چې و، ډېرو
هنرمندانو يې د تقليد عينكې په سترګو كړې، خو هغسي لاره يې په ونه ليدلاى شواى، لكه
په خپله چې عبيدالله جان په ليدلاى شواى.


په كندهار كې يو دود دى چې په اكثرو خوښيو او ودونو كې خلك نارينه شوقيان راولي
او خپل د خوښۍ مراسم په ښه درب او درز سره لمانځي، او كه د نارينه وو لپاره ځانګړي
څه په نظر كې نه لري، نو بيا د ښځو لپاره كورنى پروګرام جوړوي او هغو ته ښځينه
سندرغاړې راولي، كه يې د اكثرو غزلې او سندرې تر سهاره تعقيب شي نو اويا-اتيا فيصده
د عبيدالله جان كندهاري غزلې وايي. نو دا په خپله د عبيدالله جان كندهاري هغه هنري
نفوذ او ظرفيت ښيي چې پر ټولنه يې په غيرمستقيم ډول تر اوسه پرې ايښى دى. څه موده
تر مخه مې د يو دوست واده و، هغه ته يوه ښځينه سندرغاړې راغوښتل شوې وه، هغې تر
سهاره ډېرې سندرې وويلې، خو ډېرې يې د عبيدالله جان كندهاري وې، د ډوډۍ خوړلو تر
مخه مې په يوه ترڅ كې د دغې سندرغاړې (پروانې) څخه د عبيدالله جان د زياتو سندرو د
ويلو علت وپوښتى، هغې راته وويل: ((عبيدالله جان كندهارى خو ډېر ښه غزلچي و، هغه
يوازي د نارينه وو لپاره غزلې نه ويلې، هغه د
اخويندو لپاره هم په زړه پوري غزلې
ويلې وې، او زما د هغه د آواز او غزلو سره ډېره جوړه ده.))


عبيدالله جان كندهارى چې كله په كندهارۍ ټولنه كې نور هم مطرح شو، دا مهال نو د
ده د مستې ځوانۍ موج و. عبيدالله جان كندهاري ځكه ډېر ژر د خلكو زړونو ته لاره وكړه
چې هغه څوځانګړتياوې درلودې. د خوندور او زړه راكښونكي ږغ تر څنګ يې ښايسته څېره
درلودله، هنري او ټولنيز اخلاق يې د ستاينې وړ وه، د هر چا درنښت يې كاوه، محفل
پېژندونكى و، د هر چا پر طبيعت برابرې غزلې يې ويلې او په سندريز ډګر كې يې ځان ته
بېل سبك او لاره لرله. هغه د هېڅ چا تقليد نه كاوه، تر ټولو په زړه پوري لا دا چې
هغه يو ډول موډي لنګۍ تړله، چې هغه ډول لنګۍ چندان څوك تړلاى هم نه شي، او كه چا
هغه ډول لنګۍ تړلې وي، نو بيا هر څوك وايي چې فلانى وګوره د عبيدالله جان پېښې
(تقليد) كوي.
عبيدالله جان كندهاري چې كله په سم ډول هنري نړۍ ته مخه كوي، نو له
نورو دنيوي كارونو او زدكړو څخه مخ اړوي او ټول فكر يې هنري ژوند ته راګرځي، هغه هم
په داسي حال كې چې عبيدالله جان كندهاري نه په كور كې كوم د ګټې څوك درلود او نه هم
د كور څخه بهر، او هغه هم په داسي حال كې چې په پيل كې يې په مفت ډول غزلې ويلې او
پيسې اخيستل يې يو لوى شرم او عار ګاڼه، خو چې كله يې پلار نور هم ضعيف شو، نو د
كورنۍ نور اقتصادي بار يې هم پر اوږو ورواوښت، نو دى هم مجبوره شو تر څو د كورنۍ
لپاره د يوې ګولې ډوډۍ غم وخوري. هغه و چې د هغو سندرغاړو ملګرى شو چا چې په پيسو
غزلې ويلې.
تر دې وروسته به عبيدالله جان كندهاري له خلكو څخه بيانې اخيستلې او
هغو ته به يې سندرې ډالۍ كولې. نور يې ښاغلى استاد رحماني راپېژني: ((په كندهار كې
موږ دوه
ډوله هنرمندان درلودل، يوې ډلې يې په وړيا ډول غزلې ويلې چې هغو ته يې
شوقيان ويل، او بله ډله بيا هغه څوك وو چې هغوى غريب خلك وو، هغوى خپله هنرنمايي د
پيسو په مقابل كې كوله. عبيدالله جان چې په پيل كې يې په شوقيانه ډول غزلې ويلې،
وروسته هغه هم په هغه كتار كې شامل شو چې هغوى په پيسو غزلې ويلې. لكه: ساګزى ماما،
شاه محمد، ولي محمد، آغامحمد، اعظم او نصرالله، سيدمحمد او نور. دا هغه څوك وو چې
بېله دغه څخه يې بله اقتصادي سرچينه نه درلودله او عبيدالله جان هم د هغو له جملې
څخه شو او د خلكو څخه به يې بيانيې اخيستلې او بېلابېلو پروګرامونو ته به تلى، څو
دى نور هم په كندهار كې مشهور شو.))
د عبيدالله جان كندهاري يو نژدې دوست او
ملګرى حاجي نادر وايي چې ما ته عبيدالله جان وويل چې د لومړي ځل لپاره په پيسو
اخيستلو شاه محمد كندهاري روږد كړم : ((عبيدالله جان شهيديوه ورځ راته وويل چې مخكې
مې په شوقيانه ډول غزلې ويلې، هر شوق ته چې به ولاړم، خامخا به مې په يوه نه يو شوق
كې بوټ يا چوټې وركېدلې، خو چې كله مې د شاه محمد كندهاري دغه خبره واورېدله چې
عبيدالله جانه ته نور په خلكو كې ډېر مطرح شوى يې، نور د خلكو سره مفت مه ځه، يو به
دې اقتصاد ښه شي او بل به دې عزت ډېر شي. هغه و چې نور مې په پيسو اخيستلو پيل وكړ،
چې رښتيا شي تر پخوا مې عزت يو په دوه شو هغه تر ټولو ښه خواړه او ښه ځاى به زما و،
نه مې بيا بوټ وركېدى او نه مې بيا چوټې چا پټولې.))
ورځ تر بلې د عبيدالله جان
مينه وال ډېرېدل، هغه و چې اخير خبره دې ځاى ته ورسېدله چې بيا به دا نور سندرغاړي
چندان چا نه اورېدل، دوې خبرې وې، يو خو هغه هنرمندان تر يو حده خلكو ته تكراراوه
او بل دا چې هغه د وخت په حساب لږ تر مخه هم وو. په دې كې نو د كندهاريانو په
اصطلاح تر ټولو نامي هغه و چې په يو ډول نه يو ډول د عبيدالله جان كندهاري سره
شناخت او روابط پيدا كړي او كوښښ به يې دا و چې د عبيدالله جان سره وويني او يا هم
د هغه سره د خبرو كولو زمينه ورته برابره شي، عبيدالله جان به همېشه ماځيګرى مهال
په هرات دروازه كې د محمدرسول شېريخ والا پر دوكان كښېناستى، دغه وخت او ځاى ډېرو
مينه والو ته ورمعلوم و چې كله به دغه دوكان ته عبيدالله جان كندهارى راورسېد،
سمدستي به د محمدرسول شېريخ والا دوكان هم د خلكو څخه داسي ډك شو چې هغه د چا خبره
ده د پښې ايښودلو ځاى به نه پكې پيدا كېده.
د هرات بازار اوسېدونكى حاجي شېرمحمد
د هغه وخت د سترګو ليدلى حال داسي بيانوي: ((زه او عبيدالله جان كندهارى تقريباً
سره همزولي وو او ښه ملګريتوب مو هم سره درلود، چې رښتيا شي هر ماځيګر به په هرات
بازار كې د حاجي او محمدرسول شېريخ والا پر دوكان هغه حال و هر ځوان به كوښښ كاوه
چې د عبيدالله شهيد سره معرفي شي، او بل دا چې د ځوانانو تر څنګ به ډېرې نجونې دوري
هوري كېدلې، تر اوسه مې په ياد دي، يوې سپين سرې ښځې دوه-درې قطعې د خپلې لور
عكسونه عبيدالله جان ته د بټوې څخه راوايستل او هغه ته يې وويل چې زويه دغه يوه
دانه لور لرم…


اوهغه ته يې وويل چې زويه دغه يوه دانه لور لرم ډېره راباندې ګرانه ده ناز يې پر
ځمكه نه شم غورځولاى، هغه پر تا مينه شوې ده، حتمي به يې ته كوې، هغه بېله تا ژوند
نه لري. ده غريب ما ته وخندل مخ يې ورواړاوه او ورته ويې ويل چې حجاڼۍ زه لا اوس
كوچنى يم د واده نه يم، كه مې هر وخت واده كاوه، نو ستا د لور سره به واده وكړم،
اوس ته ولاړه شه. هغه و چې هغه سپين سرې يې په دغه بهانه خوشحاله كړله او
ولاړه.
عبيدالله جان كندهاري به همېشه د دغه ټكي ډېره يادونه كوله چې ياره د هغو ځوانانو
تر څنګ چې غواړي زموږ سره معرفي شي، يو شمېر نجونې مې هم تنګوي، څوك په مخامخ ډول د
واده غوښتنه كوي، څوك بيا يو او بل ډول خبرې كوي، زه نه پوهېږم چې سړى څه وكړي، تر
څو له دغو جنجالونو څخه خلاص شي؟))
عبيدالله جان كندهاري ښه ږغ، ښه ځواني، ښه
اخلاق او ښه راشه درشه درلودل، نوپه دې سبب هر چا كوښښ كاوه چې د ده سره ډېر نژدې
پاته شي. په كندهار كې ډېر داسې قومي مشران اوخانان وو چې عبيدالله جان كندهارى به
د هغوى سره په اوونيو – اوونيو ناست و او خپلو مينه والو ته به يې غزلې ويلې. په
كندهارۍ ټولنه كې د عبيدالله جان كندهاري درنښت او محبوبيت هله نور هم زيات شو چې
ده د پيرانو، وليانو، ساداتو او دې ته ورته نورې درنې او سنګينې غزلې هم پيل كړې.
عبيدالله جان كندهارى به اكثره وخت په پنجوايي كې د سيداسلم جان آغا دربار ته د
خپلو ملګرو سره يو ځاى تلى او هغوى ته به يې په شپو – شپو خوندور پروګرامونه جوړول.
عبيدالله جان كندهارى تر نورو كندهاري سندرغاړو ځكه مخ ته و چې تر ډېره ځايه د ښه
شعر په انتخاب هم پوهېدى. نوموړى چې په لومړيو كې سندريز ډګر ته راووتى، دومره مينه
وال يې نه درلودل او نه يې هم ږغ دا ډول په زړه پورې او كشش درلودونكى و، لكه د
ژوند په وروستيو كې دادمحمد همدرد د كندهار ښار يو تن اوسېدونكى او د عبيدالله جان
كندهاري د ږغ زيات مينه وال دى او بل دا چې د خداى بخښلي په سلګونو بېلابېلې فيتې
هم لري، داسې وايي: ((يوه شپه د دويمې ناحيې حاجي رازمحمد كاكو په خپل كور كې شوق
جوړ كړى و، ولي محمد او شاه محمد يې هم راوستلي وو. اول شاه محمد د غزلو ويلو نوبت
تېر كړ، وروسته بيا ولي محمد او عبيدالله جان ته نوبت ورسېد، عبيدالله جان كندهاري
څو غزلې وويلې، كرار كرار يې آواز كښته كېده، ولي محمد پر راږغ كړه چې يارانو دا
سړى مو په ما مړ كړ، يو بل نامي نشته چې رامخ ته يې كړئ، چې رښتيا شي عبيدالله جان
يو څه مايوسه هم شو او پر ولي محمد يې مخ راواړاوه، ورته ويې ويل چې زه د څلورو –
پنځو شپو ستړى او بې خوبه يم، كه خير و بيا به يې بل وخت ګورو.))
تر دې وروسته
عبيدالله جان كندهاري پرله پسې تمرينونو او رياضتونو ته مخه كړه، په ډېره كمه موده
كې يې ډېر پرمختګ وكړ او د كندهاريو هنرمندانو د سر په كتار كې ودرېد. د عبيدالله
جان كندهاري د موسيقۍ د ډلې څخه يو تن ظاهرجان طبله ږغوونكى
چې ډېر وخت د
عبيدالله جان كندهاري سره نژدې پاته شوى، داسې وايي: ((عبيدالله جان ډېر ذهين و،
هغه به هر وخت د نوي طرز په لټه كې و، هره ورځ چې به زموږ د ناستې ځاى (ګلشن
ماركېټ) ته راتلى، نو په تش لاس نه راتلى، خامخا به يې دوې – درې نوې غزلې هغه هم د
نوو طرزونو او كمپوزونو سره يو ځاى راتلى او بل دا چې هغه ډېر كوښښ كاوه يوه دقيقه
وخت يې بې ځايه نه تېراوه او تل به يې د غزلو ويلو تمرين كاوه، هغه و چې په ډېر لږ
وخت كې د كندهار د ټولو شوقيانو نامي شو. يو وخت مو ورته وويل چې سړيه ته خوب او
خوراك لرې او كه يوازې په دې كېسه كې يې چې يو ښه غزل او يو نوى طرز پيداكړې؟
ده
خداى بخښلي راته وويل چې زما خوب او خوراك يوازې او يوازې ښه طرزونه دي او ښايستې
غزلې دي.))
عبيدالله جان كندهاري په پيل كې كابلي سندرغاړي لكه استاد مهوش،
استاد هماهنګ او احمدظاهر ډېر اورېدل او كله چې به يې كوم طرز ډېر خوښ شو، نو د وخت
د وتلو كندهاري شاعرانو لكه سيد عبدالخالق آغا، عبيدالله ځيګرخون، عبدالكريم رسوا،
عبدالباقي دلرېش او نورو سره به يې هغه شريك كړل او هغوى به هم كټ مټ هغسې طرزونه
ورته جوړول، او د ده ځانګړتيا بيا دا وه چې ده هم كټ مټ د هغې سندرې كاپي او هغه هم
په هغه ډول سازونو كې تر خپلو مينه والو پورې وررسوله. دا به په خپله د عبيدالله
جان كندهاري مينه والو ته هم ښه معلومه ده چې هغه چې دغه لاره كې څومره ماهر و. يو
ځل بيا يې د ظاهر طبله ږغوونكي څخه اورو: ((د نورمحمد تره كي په دويم كال موږ هرات
ته بلل شوي وو، تقريباً يوه مياشت مو هلته تېره كړه، د نوي ښار په سيمه كې د
سندرغاړو لپاره كمپونه نيول شوي وو، كابلي سندرغاړي لكه استاد هماهنګ، كاظم شيدايي
او لطيفه، استاد مهوش او شمس الدين مسرور هم راغلي وو، د ټولو كمپونه يو په بل پسې
وو د چا چې د هر چا د ږغ او غزلو سره جوړه وه، هغه سړى به هغه ته ورتلى. خپل نوبت
چې عبيدالله تېر كړي دستي ولاړ شي، يو شپه استاد مهوش ته ناست وي، هر طرز چې يې خوښ
شو، هغه ځنې وليكي. بله ورځ كاظمي او لطيفې ته ورشي، بله ورځ بيا هماهنګ او مسرور
ته ورشي، د هغه مخه چې راشي په لسګونو نوي طرزونه راوړي، چې كله د ده نوبت
راورسېږي، بالا دا نوي – نوي طرزونه پر راايله كړي، ما به ورته وويل چې سړيه ته مو
په لوى لاس مه خرابوه، كابلي طرزونه او كندهاري سازونه بېخي سره ليرې دي، او بل
موپه دغه برخه كې هېڅ تمرين نه دى كړى
. ده به ويل چې پر راخير يې كړئ ولاكه هېڅ
هم پېښه شي. د استاد مهوش دغه طرز يې په اول وار اورېدلو كاپي كړ، بګو بګو نرو
نرو… په كندهار كې څومره شوقيان دي، زه تا ته په ډاډ سره ويلاى شم چې دغه طرز
ولاكه يا تر اوسه چا ويلى دى او يا دومره هنرمند پيدا شي چې دغه طرز دې
ووايي.))
ښاغلى ظاهر جان وايي چې عبيدالله جان كندهاري په لومړي ځل كندهارۍ
موسيقي هرات يانو ته وروپېژندله دا به تر ډېره د عبيدالله جان كندهاري مينه والو ته
هم ښه معلومه وي، هغه چې په دغه لاره كې څومره ماهر و، يو ځل بيا يې د ظاهر طبله
ږغوونكي څخه په اړه معلومات تر لاسه کوو: ((د نورمحمد تره كي په دويم كال موږ هرات
ته بلل شوي وو، تقريباً يوه مياشت مو هلته تېره كړه، د نوي ښار په سيمه كې د
سندرغاړو لپاره كمپونه نيول شوي وو، كابلي سندرغاړي، لكه هماهنګ، كاظم شيدايي،
لطيفه، استاد مهوش او شمس الدين مسرور هم راغلي وو، د ټولو كمپونه يو په بل پسې وو،
هر څوك د خپلې خوښې سندرغاړي ته تللاى شواى.
عبيدالله جان چې به كله خپل نوبت
تېر كړ، سمدستي به د نورو شوقيانو كمپونو ته ولاړ، د هغه مخه چې به راتلى، په
لسګونو نوي طرزونه به يې د ځان سره راوړل، چې كله به د ده نوبت راورسېد، نو به يې
دا نوي – نوي طرزونه په اصطلاح پر راايله كړل؛ ياره په ميدان به يې اور ولګاوه، ما
به ورته وويل چې سړيه ته مو په لوى لاس لكه چې خرابوې، كابلي طرزونه او كندهاري
سازونه بېخي سره ليرې دي، او بل مو په دغه برخه كې تر اوسه هېڅ تمرين نه دى كړى.

ده به ويل چې پر راخير يې كړه، ولاكه هېڅ پېښه شي. د استاد مهوش دغه طرز يې په
اول وار اورېدلو سره كټ مټ ووايه، بګو بګو بګو جانم … زه تا ته په ډاډ سره ويلاى
شم په كندهار كې چې څومره شوقيان دي، دغه طرز يې ولاكه تر اوسه ويلى دى او يا ولاكه
دومره تكړه هنرمند پيدا شي چې دغسي طرزونه دې ووايي.))

ښاغلى ظاهرجان وايي
چې عبيدالله جان كندهاري په لومړي ځل كندهارۍ موسيقي هراتيانو ته وروپېژندله. دى
زياتوي: ((يوه هراتي ويل چې (به يك حرف پشتو نمى فهمم، مګر اين طور مزه ميدهد
عبيدالله جان كندهارى است؟)


ما ورته وويل چې دا د كندهار نوى بلبل دى. يوه شپه هماهنګ او شمس الدين مسرور
زموږ كمپ ته راغلل، عبيدالله جان غزلې ويلې، دوى هلته مخامخ راته ودرېدل، عبيدالله
جان د غزلې په منځ كې ورته وويل چې استاد محترم كښېنئ. هماهنګ يوازې سر وښوراوه،
همداسي ولاړ و، تقريباً نيم ساعت به ولاړ و، كله چې تلل، هماهنګ عبيدالله جان ته ښه
مسته سلامي وكړه، جېب ته يې لاس كړ، پنځه سوه افغانۍ يې عبيدالله جان ته فرمايش
وركړ، د سلامۍ په ډول يې پر تندي لاس ونيو او له كمپه ووتل.))
په اصل كې خو په
پښتنو كې دا دود دى چې يوازې يې پر ځان تمامه كړې وي، نور هېڅ څوك نه پېژني، خو
ډېرى سندرغاړي عبيدالله جان كندهارى د يو نابغه، بااستعداده، ذهين او تكړه هنرمند
په صفت پېژني.
استاد رحماني صاحب وايي: ((په رښتيا سره چې عبيدالله جان كندهارى
په كندهارۍ ټولنه كې تر ډېرو هنرمندانو زيات درنښت او محبوبيت درلود او د خلكو ډېر
خوښ و، او اوس چې زه كندهار ته ګورم، اوس هم په هغه پيمانه يا تر هغه زيات
اورېدونكي لري، اوس هم په كندهار کې تر ټولو ژونديو هنرمندانو زيات مينه وال لري او
هغه په رښتيا سره ډېر تکړه او بااستعداده هنرمند و.))
ليکوال او شاعر عصمت الله
زهير چې د ډيورنډ كرښې ها غاړې ته په پښين ښارګوټي كې اوسېږي، هلته د يوه مسيحي
موسيقي پوه او استاد نصير شېرزاد بهټي په وينا عبيدالله جان كندهارى داسي راپېژني:
((زه او استاد شېرزاد بهټي چې كله سره يو ځاى شو، نو اكثره وخت پر كندهارۍ موسيقي
ږغېږو، استاد چې د پښتو موسيقي يو تكړه او وتلى استاد دى، هغه همېشه د عبيدالله جان
كندهاري په اړه ډېر راته ږغېږي، هغه عبيدالله جان كندهارى پښتون او بيا د كندهار
بېخي نه بولي.
هغه داسي نظر لري چې عبيدالله جان په اصل كې اردو ژبى دى او كېداى
شي چې ژوند او زدكړې يې په كندهار كې تر سره كړې وي. هغه د خپلې خبرې د اثبات لپاره
يو ښه مثال وړاندې كوي، هغه وايي چې په موسيقي كې يو ډول دروند مقام دى، چې هغه
(مالكونيس) دى، هغه يوازي هغه څوك ښه ويلاى شي چې پر اردو ژبه پوره لاسبري ولري،
دغه مقام په پنځه سوره كې ويل كېږي، هر سړى يې هم نه شي ويلاى، خو په كندهاريو
هنرمندانو كې يوازي عبيدالله جان كندهارى دى چې دغه مقام يې ښه په برياليتوب سره
ويلى دى. دغه استاد يې څو نمونې راته په ګوته كړې، چې يوه له هغو څخه د عبدالكريم
رسوا دا غزل ده، چې وايي :
د يار د زلفو ول مې پر ګرېوان راولوېدى
ومنځ ته مو
ظالم نفس او شيطان راولوېدى.))


تقريباً عبيدالله جان كندهاري تر يوه لسيزه زيات وخت په هنري ډګر كې تېر كړ او
په دغه وخت كې يې په زرګونو فيتې وويلې. كه څه هم عبيدالله جان كندهاري په هنري ډګر
كې تلپاتې استاد نه درلود چې دى ټول وخت ورسره پاته شوى وي، خو په ځينو مواردو كې
يې د يو چا نه يو چا په لارښوونه مخ په وړاندې حركت كاوه، او په ډېر لږ وخت كې يې د
ځان لپاره په كندهاري سبك كې بېله لاره خپله كړله.
هغه سندرغاړي چې يو وخت يې
عبيدالله جان كندهاري ته په هنري ډګر كې لارښوونه كوله، په ډېر كم وخت كې د ده هنري
رياضت ته تسليم او ګوته په غاښ شول. د خپلو خبرو د لا پخلي په موخه د ښكارپور
دروازې يو تن شپېته كلن سپين ږيرى او د كندهاريو سندرغاړو سره نژدې پاته شوى او
موسيقي پوه حاجي ولي محمد داسې وايي:
((زه د عبيدالله جان كندهاري تر څنګ د ځينو
كندهاريو سندرغاړو سره له نژدې پاته شوى يم،يو وخت مې د عبيدالله جان كندهاري څخه
پوښتنه وكړه چې تا د چا شاګردي
كړې ده؟ هغه خداى بخښلي په ځواب كې راته وويل چې
هوكې، جېب ته يې لاس كړ د احمدولي او هنګامې فيته يې راوايستله، او پسې زياته يې
كړه چې زه نور كابلي او هندي سندرغاړي هم ډېر اورم.)) ښاغلى حاجي ولي محمد زياتوي:
((د استاد محمدنور او ساګزي ماما سره هم يو وخت په يو مجلس كې ناست وم، بيا د
عبيدالله جان كندهاري د هنر خبره ياده شوه، استاد محمدنور راته وويل چې داسې شوقي
مې ولاكه په دا ټول عمر ليدلى دى، يوه غزل هغه هم په يوه وخت كې په څو مقامونو كې
وايي، په پاړي كې يې راشروع كړي، كستوري ته ولاړ شي، له هغه ځايه بيهاګ ته مخه كړي،
د ده د هنر ستره ځانګړتيا په دغه كې هم ده.))
د هغه وخت د سندرغاړو څخه يو هم
استاد سدو (حاجي سيدمحمد) دى، چې اوس يې د هنري نړۍ سره مخه ښه كړې ده، د عبيدالله
جان كندهاري په اړه داسې وايي: ((زه د عبيدالله جان كندهاري سره ډېر نژدې پاته شوى
يم، هغه ډېرې ښې ځانګړتياوې درلودې، په هېڅ ډول مسخرو او ټوكو يې خوا نه بدوله، په
پوره معنى پر خپل هنر لاسبرى و، ډېر قناعت درلودونكى سړى و، زه چې به كله د نورو
سندرغاړو سره كوم محفل ته ولاړم، نو ځينې وختونه به تر نورو شوقيانو زما هغه پيسې
چې په فرمايشو كې به مو تر لاسه كړې وې، څه زياتې وې، نو د نورو شوقيانو به تندى
تريو شو، په اصل كې خو دا د نصيب خبره ده، مګر عبيدالله جان كندهاري دا عادت نه
درلود، هغه ځوانيمرګ تر هر څه خپل هنر ته زياته ترجيح وركوله.))
په هنري ډګر كې
د خداى بخښلي زياته تكيه پر خپل ځان وه، د هر هغه سندرغاړي نوى طرز يې تعقيباوه چې
ده ته به نوى و، خو وروسته به يې په هغه مقام كې نوې سندرې ويلې. اويا كلن حاجي فتح
محمد چې د پنځه څلوېښتو كلونو راهيسې د موسيقي په برخه كې فعال پاته شوى او موسيقي
يې يوازې د كوټې تر دېوالو محدوده پاته شوې، داسې وايي: ((زه د پنځه څلوېښت كلنۍ
راهيسې د موسيقي په برخه كې پاته شوى يم، او تر ډېره ځايه مې كوښښ دا وي چې يوازې
څو محدودو ملګرو ته موسيقي وږغومه، هغه هم په دې شرط چې ثبت به هم نه وي.
پاته
شوه د عبيدالله جان كندهاري د هنر خبره، زه چې د كومه راهيسې په دغه برخه پاته شوى
يم، ما پر هنر باندې داسې لاسبرى او په بشپړه معنى په موسيقي پوه هنرمند نه دى
ليدلى لكه عبيدالله جان كندهارى چې و، هغه خداى بخښلي كندهارۍ موسيقۍ ته له فارسي
او اردو څخه خورا په زړه پورې او نوي طرزونه راكاپي كړل، كه چېرې اوس هم عبيدالله
جان كندهارى ژوندى واى، نو اوس به د پښتو موسيقۍ سرغنه واى، دا خبره ځكه كوم چې هغه
پاكستان ته تلى او له هغه ځايه نورو غربي هېوادونو ته تللاى شوا
چې هلته يې ښه
پر مختګ كولاى شواى، خو افسوس! چې هغه ډېر وختي له موږه بېل شو.))
دا وخت نو د
عبيدالله جان كندهاري د هنري ژوند د ښه ځلېدلو تر څنګ په اقتصادي ژوند كې هم د پام
وړ بدلون راغلى و، په موډ او فېشن كې هم ارواښاد د ډېرو تر مخه و، كله چې عبيدالله
جان كندهارى نور هم په خپل هنر كې مخ ته ځي او په سم ډول مطرح كېږي، نو ډېرى د ږغ
مينه وال يې په دې افتخار كوي چې لږ تر لږه خو د ده سره په يو ډول نه يو ډول اشنا
شي. مخكې مو هم وويل چې د نارينه وو ترڅنګ ځينو نجونو هم غوښتل د ده سره د دوستۍ او
يارانې مزي وغځوي، خو ده به همېشه كوښښ كاوه چې د دغه ډول نواهيو څخه ځان وژغوري او
د ده ټوله پاملرنه پر هنري محور راڅرخېدله او د دغو شيانو په كېسه كې نه و.
د
عبيدالله جان كندهاري يو نژدې ملګرى او دوست يې د خپلو سترګو ليدلى حال داسې
بيانوي: ((زما او د عبيدالله جان تر منځ د انډيوالى ښه مناسبات وو، هر ځاى چې به
كوم پروګرام و، دواړه به يو ځاى تللو، يوه شپه په ښكارپور دروازه كې واده و، تر
سهاره مو شوق وكړ، تر چاى څښلو وروسته په ركشا كې سپاره شوو، مخ د كور پر خوا مو
حركت وكړ، د ملي بانك مخ ته يوه ځوانه جګه لوړه فېشني نجلۍ ولاړه وه، زموږ ركشا ته
يې لاس راكړ، ركشاوان ركشا ورته ودروله… نوربيا
يوازې څو محدودو ملګرو ته
موسيقي وږغومه هغه هم په دې شرط چې په ثبت كړې بڼه به هم نه وي. پاته شوه د
عبيدالله جان كندهاري د هنر خبره؛ زه چې د كومه راهيسې په دغه برخه كې پاته شوى يم،
ما پر هنر باندې داسې لاسبرى او په بشپړه معنى په موسيقي پوه هنرمند نه دى ليدلى،
لكه عبيدالله جان كندهارى چې و. هغه خداى بخښلي كندهارۍ موسيقي ته له پارسي او اردو
څخه خورا په زړه پورې او نوي-نوي طرزونه راكاپي كړل، كه چېرې اوس هم عبيدالله جان
كندهارى ژوندى واى، نو اوس به د پښتو موسيقۍ سرغنه واى، دا خبره ځكه كوم چې هغه
پاكستان ته تلى او له هغه ځايه بيا نورو غربي هېوادونو ته هم تللاى شواى، چې هلته
يې بيا ښه پرمختګ كولاى شواى، خو افسوس! چې هغه ډېر وختي له موږه بېل شو.)) دا وخت
نو د عبيدالله جان كندهاري د هنري ژوند د ښه ځلېدلو تر څنګ په اقتصادي ژوند كې هم د
پام وړ بدلون راغلى و، په موډ او فېشن كې هم ارواښاد تر ډېرو دمخه و، ښايسته چپنه
به يې پر اوږو كوله، او اوله غفور لنګۍ به يې تل تړلې وه، په داسې حال كې چې د
كندهاريانو په اصطلاح، په ځان يې ښه سمه ګوته وهله. عبيدالله جان كندهارى په هنري
برخه كې نور هم مخ ته ولاړ او په سم ډول يې د مطرح كېدلو لاره وهله، نو بيا هم موږ
هغه مخكنۍ خبره كوو چې ډېرو د ږغ مينه والو يې په دې افتخار كاوه چې لږ تر لږه خو د
ده سره په يو ډول نه يو ډول اشنا شي.
دا په داسې حال كې وه چې د نارينه وو تر
څنګ ځينو نجونو هم غوښتل له ده سره د دوستۍ او يارانې مزي وغځوي، خو ده به همېشه
كوښښ كاوه چې د دغه ډول نواهيو
څخه ځان وژغوري او د ده ټوله پاملرنه يوازې او
يوازې پر هنري محور را څرخېدله او د دغو شيانو په كيسه كې هم نه و. د عبيدالله جان
كندهاري يو نژدې ملګرى او دوست حاجي نظرمحمد يې د خپلو سترګو ليدلى حال داسې
بيانوي: ((زما او د عبيدالله جان تر منځ د انډيوالۍ ښه مناسبات وو، هر ځاى چې به
كوم پروګرام و، دواړه به يو ځاى تللو، يوه شپه په ښكارپور دروازه كې واده و، تر
سهاره مو شوق وكړ، تر چاى څښلو وروسته په ركشا كې سپاره شوو، مخ د كور پر خوا مو
حركت وكړ، د ملي بانك مخ ته يوه ځوانه جګه لوړه فېشني نجلۍ ولاړه وه، زموږ ركشا ته
يې لاس راكړ، ركشاوان ركشا ورته ودروله، ښځې په ډېره سپين سترګۍ سره عبيدالله جان
تر لاس ونياوه او له ركشا څخه يې كښته كړ، زه هم وركښته شوم، د دوى دوو سره دعوه
شوه، عبيدالله جان زارۍ ورته كولې چې زه د دغو كارونو نه يم ولاړه شه د ځان لپاره
دې بل ملګرى پيدا كړه، هغې هم بله نه ده كړې، كمربند ته يې لاس كړ، يو غټ خنجر يې
له تېكي څخه راويست او پر عبيدالله جان كندهاري يې مخ راواړاوه، ويل: زويه دا څو
مياشتې كېږي زه درپسې يم، ته ځان دورې هورې كوې، بې كوره سړى يې، اخير خو به ته هم
د يو چا سره واده كوې، كه همداسې لوى لونده ګرځې؟
عبيدالله جان چې د ځمكې لور ته
يې كتل، سر يې راپورته كړ، ورته ويې ويل چې سمه ده، زه به مې د مور او پلار سره سلا
وكړم، بېرته ركشا ته وختلو او د كور پر لور مو حركت وكړ. وروسته عبيدالله جان راته
وخندل او راته ويې ويل چې ياره بلا وه بركت يې نه و، دا ډېر وخت كېږي چې دغه بدمرغه
نجلۍ راپسې ده چې واده راسره وكړه، خو زما په دې سبب نه ده خوښه چې هغه په يوه ټوټه
پايلوچه ده، سبا به يې په يو غم ا
د عبيدالله جان كندهاري په ژوند كې دا ډول
ډېرې عجيبې او غريبې پېښې شوې وې، خو ده يې په وړاندې سخت مقاومت كاوه. عبيدالله
جان كندهارى په ډېر لږ وخت كې د لوى كندهار په كچه څه چې د افغانستان په كچه
وپېژندل شو، ډېرو ولايتونو ته يې سفرونه وكړل، د خپل هېواد تر څنګ يې د پښتونستان
ځينو ښارونو او ولسواليو ته لكه چمن، كوټه، پښين، عبدالله خان او ګلستان ته هم د
هغو خلكو په غوښتنه سفرونه كړي وو، او هلته يې هم د ږغ زيات مينه وال لرل. دا مهال
نو د نورو كندهاريو هنرمندانو تقريباً د زوال رانژدې كېدلو وخت رارسېدلى و، ځكه چې
له يوې خوا تر ده مخكې وو او له بله پلوه يې په اصطلاح بازار سوړ شوى و د عبيدالله
جان ښكلي او زړه راكښونكي ږغ د وګړو په زړونو كې ژور ځاى نيولى و او هر چا كوښښ
كاوه چې په خپله ښادي كې د عبيدالله جان كندهاري د سندرو خوند واخلي، او په اكثرو
مواردو كې به داسې ډېره پېښېدله چې د ځينو آزادخيالو كورنيو په منځ كې به عبيدالله
جان كندهاري د هغوى په بلنه او غوښتنه تر سهاره سندرې ويلې.
اهغه و چې پښينوالو
عبيدالله جان كندهارى د ګلستان ټېكدارانو ته په پنځوس زره كلدارې وركړ، په داسې حال
كې چې هغوى په دېرش زره كلدارې ټېكه كړى و.)) د ګلستان يو تن اوسېدونكى پنځه پنځوس
كلن جميل غبيزى چې دا مهال په كوټه كندهاري بازار كې د بوټو پلورنځى لري، د
عبيدالله جان كندهاري د شخصيت او هنر په اړه داسې وايي: ((زه، زما پلار او زما
مشران وروڼه له وخته د كندهارۍ موسيقۍ سره ډېره مينه لرو، او همېشه به مو كندهاري
هنرمندان اورېدل. هر وخت چې به له كندهار څخه كوم شوقيان ګلستان ته راوستل كېدل، نو
موږ به هغه څوك وو چې د ټولو تر مخه به په اصطلاح په هغه اول كتار كې ناست وو. زما
پلار چې تر ډېره ځايه په موسيقي او ډېرو مقامونو پوهېدى د عبيدالله جان كندهاري په
اړه يې داسې نظر درلود. عبيدالله جان كندهارى په رښتيا سره يو زحمت كښونكى هنرمند
و، هغه په لږ وخت كې ډېر پر مختګ وكړ، نوموړى د پښتو او دري مقامونو تر څنګ په
لسګونو هندي مقامونه هم كندهاري سبك ته راخپل كړي دي. يو ښه بېلګه يې د لتا دغه طرز
دى، ملتي هې زنګي مې محبت كبي كبي
په لومړي ځل كندهارۍ موسيقۍ ته عبيدالله جان
كندهاري راكاپي كړ، چې هغه خداى بخښلي بيا په لومړي ځل دغه غزل پكې وويله:
دلدار
وما ته وايي چې تا كړى شر او شور


په كوم ځاى كې ناكامه يې چې رنګ دى داسې تور دى
اوله ناكامي مې بېله تا
زندګاني ده
دويم مې ستا له هجره پر بدن باندې بل اور دى.))
ښاغلى جميل غبيزى
د ارواښاد كندهاري له شخصيته ډېر متاثره و، او په دې اړه داسې وايي: ((ما ډېرى
سندرغاړي ليدلي او اورېدلي دي، د عبيدالله جان كندهاري په اړه سنګين، متفكر،
باقناعته او اخلاقمن څوك مې نه دى ليدلى، نور شوقيان چې كله سندرې وايي پورته پورته
ورسره غورځي، نارې وهي، بد حالت يې جوړ كړى وي، د هنر پر ځاى خلكو ته خپل ځان
ورښيي، خو عبيدالله جان كندهاري بر عكس عادت درلود، د سندرو ويلو پر مهال به داسې
ناست و تا به ويل چې مجسمه پرته ده، د هغه د ځانګړتياوو په اړه څوك نه شي
ږغېدلاى.))
دلته دا پوښتنه راولاړېږي چې عبيدالله جان كندهارى څنګه او ولې په لږ
وخت كې دومره مشهور شو چه
په دې اړه د عبيدالله جان كندهاري د هنريت او شخصيت په
اړه ځينې نظرونه رااخلو. په پيل كې استاد او موسيقي پوه ښاغلى حاجي عبدالرحمن
رحماني: ((عبيدالله جان كندهارى يو محبوبترين هنرمند دى، او اوس هم په كندهار كې تر
ټولو ژونديو هنرمندانو زيات اورېدونكي لري، او ډېر ښه ږغ يې درلود، فوق العاده پر
كندهاري سبك برلاسى و.))
او همداسې د ښاغلي بشيراحمد كندهاري له نظره: ((كه په
پيل كې د عبيدالله جان كندهاري د شخصيت په اړه ووايم، چې هغه په اخلاقي لحاظ د
اخلاقو يوه نمونه وه، او په هنري برخه كې هم تر ډېرو هنرمندانو ښه و، د كمپوز په
اړه كه يې داسې ووايم چې عبيدالله جان كندهاري تر زرو زيات نوي كمپوزونه جوړ كړي،
نو مبالغه به مې نه وي كړې، خو عبيدالله جان كندهاري ځان ته ځانګړې لاره لرله او
هغه د هېڅ چا تقليد هم نه كاوه، او بله دا چې په موسيقي كې دوه شيان ډېر مهم دي چې
هغه (سُر او لاى) دي، نو عبيدالله جان كندهارى پر دغو دواړو په بشپړه توګه برلاسى
و.)
د ارواښاد كندهاري په اړه د ښاغلي عبدالرؤف كندهاري نظر: ((عبيدالله جان
كندهارى دې الله وبخښي، هغه په رښتيا سره يو ښه هنرمند و، په موسيقي پوهېدى، ښه ږغ
يې درلود، همېشه به يې نوي نوي طرزونه ويل.))
دا به تر ډېره د عبيدالله جان
كندهاري مينه والو ته هم ښه معلومه وي چې عبيدالله جان كندهاري څومره نوي طرزونه
ويلي دي؟ په ځينو فيتو كې عبيدالله جان كندهارى په خپله په ډاګه او په افتخاري ډول
سره داسې وايي، چې: (دغه طرزونه يوازې په ما پورې اړه لري) نو له دې څخه داسې برېښي
چې ښاغلي عبدالرؤف كندهاري هم د عبيدالله جان كندهاري دغه ځانګړتيا درك كړې ده. د
عبيدالله كندهاري يو نژدې دوست او ملګرى ښاغلى حاجي نادر وايي چې زه او عبيدالله
جان كندهارى يو وخت كابل ته د دې لپاره تللي وو چې دى خداى بخښلى (راډيو افغانستان)
غوښتى و، چې هلته ځينې سندرې ووايي، او په يو ځاى كې د استاد ناشناس سره يو ځاى
شوو، تر څو خبرو وروسته يې عبيدالله جان كندهارى پر اوږه وټکاوه او داسې يې ورته
وويل: ((عبيدالله جانه ډېر ښايسته او خوندور ږغ دې دى، او د يوه استاد او هنرمند
حنجره لرې، او نن سبا دې اورېدونكي او مينه وال هم مخ پر ډېرېدو دي، نو ته كوښښ
وكړه د پېژندل شوو او وتلو شاعرانو شعرونه د سندرو ويلو لپاره انتخابوه، تر څو چې
اورېدونكي دې يوازې په يوه سيمه پورې محدود نه، بلكې په نړيواله كچه شي.))
د
آغلې ښاپېرۍ نغمې څخه مې څه وخت تر مخه د ټليفون پر كرښه د عبيدالله جان كندهاري د
هنر په اړه وپوښتل، هغې په ځواب كې راته وويل: ((شاعران همېشه په شعر كې د نوښت
خبره كوي، چې ښه شعر بايد دا او هغه ځانګړتياوې ولري، او يو نوښتګر شاعر هغه څوك
كېداى شي چې له رياضت څخه كار واخلي. دا نظريه يوازې په شاعر او شاعري پورې اړه نه
لري، بلكې په هر هنر او مسلك كې چې له رياضت او نوښت څخه كار واخيستل شي،


نوله ناڅيزه شي څخه يو په زړه پورې شى جوړېداى شي. كه د عبيدالله جان كندهاري د
هنر په اړه يوازي دومره ووايم چې هغه يو تكړه استاد او نوښګر هنرمند و او پر خپله
موسيقي يې پوره لاسبرى درلود.))
د كندهار د سيمې يو بل سندرغاړى ښاغلى علاوالدين
رفيق بيا داسې وايي: ((په عمومي ډول سندرغاړي داسي عادت لري چې د سندرو ويلو پر
مهال څو سندرې وروسته خپل اصلي حالت ته رااوړي، په عامه اصطلاح، وروسته (سُر او
لاى) نيسي، خو عبيدالله جان كندهارى به د سازونو تر مخه لا سُر و. ارواښاد داسي ډېر
طرزونه وويل چې آن د افغانستان په كچه يې هم څوك نه شي ويلاى.)) د عبيدالله جان
كندهاري په اړه د سندرغاړو نظرونه بېلابېل دي، خو له دغې ډلې څخه يو بل كندهارى
سندرغاړى ښاغلى هارون قايل داسي نظر لري: ((عبيدالله جان كندهارى چې تر درو لسيزو
زيات وخت يې د شهادت كېږي، بيا يې هم د ډېرو اورېدونكو په زړونو كې خپل درنښت او
محبوبيت له لاسه نه دى وركړى، دا ځكه چې عبيدالله جان كندهاري څو ځانګړتياوې
درلودې. پر ښه او نرم ږغ سربېره دى يو ښه محفل پېژندونكى و، د هرې طبقې او هر قشر
ذوق ورته معلومېدى، په هر ميدان كې چې به كښېناستى، دا ورته ښكاره كېدله چې ناست
كسان دكوم ذوق او سليقې سره اړه لري او بايد څنګه غزلې ورته وويل شي؟
بله ښه
ځانګړتيا يې دا وه چې ده په كښته (كرج) كې سندرې ويلې، په كښته كرج كې سندرې ويل ژر
د سندرغاړي ږغ نه ورسوځي، په لوړ كرج كې كه څوك سندرې ووايي، د ږغ ارزښت ژر د لاسه
وركوي.))
دا خبره ښاغلى سيدمحمد (سدو) چې د كندهار د سيمې يو خوږژبى سندرغاړى دى
او د ارواښاد كندهاري له نژدې ملګرو څخه دى، هغه هم د عبيدالله جان كندهاري په اړه
ورته نظر لري: ((شهيد عبيدالله جان كندهارى مې له ډېرو نژدې ملګرو څخه و، هغه په
رښتيا سره يو وتلى او منلى هنرمند و، زه له دېرشو كلونو راهيسې غزلې وايم، او په
هغه وخت كې چې هغه خداى بخـښلى ژوندى و، هم ډېرو شوقونو او پروګرامونو ته ولاړو،
ډېر ښه طرزي و، هره ورځ يې نوي نوي طرزونه اورول، ورځ به يوه وه، شپږ اووه نوي
طرزونه به يې وويل، هغه په دې هم ډېر مخ ته ولاړى چې ښه ليك لوست يې درلود،
متاسفانه زموږ خو اكثره هنرمندان بې سواده وي.))
ښاغلى سدو استاد وايي چې د
عبيدالله جان كندهاري بله ښه ځانګړتيا دا هم وه چې غزل يې په كښته (كرج) كې ويله:
((عبيدالله جان كندهاري به همېشه غزل په كښته كرج كې راپيل كوله، او اكثره وخت به
يې ما ته هم دا ويل چې سدوخانه كه غواړې چې له خپلو غزلو څخه خوند واخلې، نو په
كښته كرج كې غزلې وايه، هېڅ وخت به دې ږغ له خپل اصلي حالته وانه وړي.))
حاجي
سيدمحمد سدو وايي چې د هغه وخت راهيسې مې كوښښ كړى چې زه هم په كښته كرج كې غزلې
ووايم. ((د عبيدالله جان شهيد دا خبره مې هر وخت پر زړه وي چې كله په لوړ كرج كې
غزل پيل كړم، نو د ده خداى بخښلي هغه خبره مې سترګو ته جګه ودرېږي چې ويل به يې چې
لوړ كرج ستونى سوځي.))
ښاغلى يونس آغا بيا د عبيدالله جان كندهاري د نورو ډېرو
ځانګړتياوو تر څنګ د هغه خداى بخښلي پر ښايسته او خوندور تلفظ مين دى: ((عبيدالله
جان غريب ډېر ښه هنرمند و، په هغه كې ډېرې ځانګړتياوې وې، د ښو ښو طرزونو تر څنګ يې
ډېر ښايسته تلفظ هم درلود.))
شاعر او ليكوال عصمت الله زهير وايي: ((په پښين كې
د موسيقي د يو تكړه استاد شهزاد بهټي چې د عبيدالله جان كندهاري ډېر زيات شاكره دى،
د عبيدالله جان كندهاري په اړه داسي نظر لري: ((ډېر ښه ښه سندرغاړي لرو چې اكثره يې
د نورو تقليد كوي، او حتى ځان يې لا د هغه په څېر جوړ كړى وي، چې له ښه مرغه دغه
نيمګړتياوې په عبيدالله جان كندهاري كې نه تر سترګو كېږي، او بل دا چې كه خداى مه
كړه كندهار څو ځله وران او بېرته له سره ودان شي، نو د عبيدالله جان كندهاري سيال
به پيدا نه شي، او كه ښه په زغرده ووايم چې په روانه لمريزه پېړۍ كې خو بېخي د
عبيدالله جان كندهاري سيال نشته او نه و، نو مبالغه به مو نه وي كړې.))
عبيدالله
جان كندهاري همېشه زيار ايستى چې په هنري ډګر كې ښه وځلېږي، په وزګار وخت كې به يې
ډېره هڅه دا وه چې د هندي او كابلي سندرغاړو سندرې واوري، او د دغه تر څنګ به يې تر
ډېره ځايه دا كوښښ هم كاوه چې داسي غذا ونه خوري چې په خوړلو سره يې ږغ له خپل اصلي
حالت څخه واوړي. ښاغلى عبدالجبار آغا او وروڼه يې (عبدالرزاق آغا، عبدالمنان آغا او
عبدالسلام آغا) چې په كندهار كې له پنځه څلوېښتو كلونو راهيسې فيته پلورنځي لري او
يوازي د هغو فيتو پېر او پلور په غاړه لري چې هغه كنده وي، (هغه فيتې چې په مخامخ
ډول له سندرغاړي ثبت شوې وي) ښاغلى عبدالجبار آغا د عبيدالله جان كندهاري په اړه
داسي نظر لري: ((عبيدالله جان كندهارى ډېر كوچنى و چې زموږ او د هغوى تر منځ شناخت
او روابط پيل شول، د ښوونځي او تسبيح سازۍ تر څنګ يې غزلې هم ويلې، كرار كرار يې د
سندرو ويلو سره شوق او ذوق ډېرېدى، هغه و چې نور كارونه يې پرېښودل او يو مخ يې
سندرې شروع كړې، په لږ وخت كې يې د پام وړ پرمختګ وکړ.
… بل دا چې كه خداى مه
كړه كندهار څو ځله وران او بېرته له سره ودان شي، نو د عبيدالله جان كندهاري سيال
به پيدا نه شي او كه ښه په زغرده ووايم په روانه لمريزه پېړۍ كې خو بېخي د عبيدالله
جان كندهاري سيال نشته او نه و، نو مبالغه به مو نه وي كړې.))
عبيدالله جان
كندهاري همېشه زيار ايستى چې په هنري ډګر كې ښه وځلېږي او له خداى وركړي استعداد
څخه په بشپړه توګه ګټه پورته كړي، نو په وزګار وخت كې به يې ډېره هڅه دا وه چې د
هندي او كابلي سندرغاړو سندرې واوري، او د دغه تر څنګ به يې تر ډېره ځايه دا كوښښ
هم كاوه چې داسې غذا ونه خوري چې په خوړلو سره يې ږغ له خپل اصلي حالت څخه واوړي.
ښاغلى عبدالجبار آغا او وروڼه يې (عبدالرزاق آغا، عبدالمنان آغا او عبدالسلام آغا)
چې په كندهار كې د پنځه څلوېښتو كلونو راهيسې فيته پلورنځي لري او يوازې د هغو فيتو
پېر او پلور پر غاړه لري چې هغه كنده وي، – هغه فيتې چې په مخامخ ډول له سندرغاړي
ثبت شوې وي، کنده بلل کېږي.)
ښاغلى عبدالجبار آغا د عبيدالله جان كندهاري په اړه
داسي نظر لري: ((عبيدالله جان كندهارى ډېر كوچنى و چې زموږ او د هغوى تر منځ شناخت
او روابط پيل شول، د ښوونځي او تسبيح سازۍ تر څنګ يې غزلې هم ويلې، كرار كرار يې د
سندرو ويلو سره شوق او ذوق ډېرېدى، هغه و چې نور كارونه يې پرېښودل او يو مخ يې
سندرې شروع كړې، په لږ وخت كې يې د پام وړ پرمختګ وكړ، هغه يو نابغه انسان و، ښه
ټولنيز او هنري اخلاق يې درلودل، بې ځايه ټوكې او خندا يې نه خوښېدله، په انډيوالي
ډېر ټينګ و، د هغه زموږ سره بېخي ډېره وه، په شپو او ورځو به زموږ سره ملګرى و، يو
ښه عادت يې دا هم درلود چې تا به ونه ږغاوه، ده خبرې نه كولې. هغه خداى بخښلي چې
كله په غزلو ويلو كې نور هم مخ ته ولاړ او نوي نوي طرزونه يې شروع كړل كرار كرار يې
حريفان هم مخ پر ډېرېدو شول.)) ښاغلى عبدالجبار آغا وايي چې يو وخت د ګلستان مېلې
ته تللي وو، چې عبيدالله جان كندهارى، سيدمحمد، ولي محمد، ساګزى ماما او استاد
محمدنور هم راسره ملګري وو، په هغه اوله شپه مو په يو ځاى كې ډوډۍ خوړله، استاد
محمدنور ورجې خوړلې، عبيدالله جان زه په څنګ ووهلم او راته ويې ويل: ((آغا صاحب
ورته ګوره شرط چې د استاد تر درو-څلورو غزلو وروسته آواز ودرېږي، زه هم په دغه خاطر
ورجې نه خورم چې د سړي آواز دروي.)) ښاغلى عبدالجبار آغا وايي چې هغه د عبيدالله
جان كندهاري وړاندونه سمه وختله، استاد محمدنور يوازې څلور غزلې وويلې او وروسته يې
نوبت بل سندرغاړي ته وركړ.
دا خبره نور سندغاړي هم كوي چې ښه سندرغاړى هغه څوك
كېدلاى شي چې هغه د رياضت تر څنګ خوراك او څښاك ته هم پوره پاملرنه ولري. ځينې داسي
غذاوې هم شته چې په خوړلو سره يې څوك د خپل ږغ طبيعي حالت له لاسه وركوي، پر ځاى د
دې چې ګټه وكړي، تاوان كوي. د څلورمې ناحيې اوسېدونكى حاجي محمدسليم چې د عبيدالله
جان كندهاري سره ډېر نژدې پاته شوى، د هغه يوه په زړه پورې خاطره داسي راته بيانوي:
((موږ او عبيدالله جان دوى، ښه راشه درشه درلوده، ډېر وخت به سره يو ځاى وو، يو وخت
داسي هم راغى چې دى زموږ كره څو ورځې بېله ناغې څخه راتلى، د شپې به تر ډېر ناوخته
پورې ناست وو، او د دغه بې خوبۍ سره سره به بيا هم دسپېده داغ سره سم له خوبه راويښ
شو او له كوټې څخه به غلى ووتى، بيا به ښه لمر ختلى راغى. يو بل سهار د ده تر مخه
زه بيداره وم، كله چې دى د كوټې څخه ووتى، څو دقيقې وروسته زه هم پسې روان شوم، هغه
وخت د درېيمې ناحيې جنوب لور ته زراعتي ځمكې ډېرې وې او په ښار پورې نښتې وې،
عبيدالله جان كندهاري د دغو ځمكو پر لور مخه كړه، زه هم غلى غلى په پسې وم، كله چې
دى خداى بخښلى هلته ورسېد، پټو، لنګۍ او صدرۍ يې پر ځمكه كښېښودل او له جېب
څخه…


له جېب څخه يې يو سپين ټوكر راوايستى، وروسته په دا نازكو شپيشتو ورګډ شو، ټوكر
يې په زوره زوره پر شپيشتو واهه چې ښه د شبنم په اوبو ډك شو، كرار له شپيشتو
راووتى، ستوني ستخ پرېوتى او هغه ټوكر يې په خوله كې ونښتېږى.))


ښاغلى محمدسليم زياتوي چې وروسته مې عبيدالله جان كندهاري ته وويل: ((دا څه كېسه
وه ياره چې دا ټوكر دې په شپيشتو كې دورې هورې واهه او وروسته ته دې هغه اوبه
وڅښلې؟ ده راته وويل چې هنر خو آسانه خبره نه ده، زه هر سهار وختي د لمانځه تر مخه
دلته راځم، اول دغه د شبنم اوبه څښم، وروسته په اوداسه او لمانځه پسې ځم، د كومه
راهيسې چې مې دغه كار پيل كړى دى، سل په سلو کې مې په ږغ كې ښه والى راغلى
دى.))
دې ته ورته خاطره ښاغلى حاجي نادر هم لري او وايي: ((موږ او عبيدالله جان
دوى به اكثره وخت د مېلو، منظرو لپاره ارغنداب ته تللو، د ده څخه به همېشه په جېب
كې يو متر سپينه خاسه ورڅخه وه، او اكثره به يې سهار مهال په شپيشتو او وښو كې
وهله، چې ښه به له اوبو څخه ډكه شوه، نو كرار به يې په خوله كې ونښتېږله.)) ښاغلى
حاجي نادر وايي چې عبيدالله جان كندهاري به د پرخې (شبنم) تر څنګ زيات نخود هم
خوړل. نوموړى وايي: ((داسې وخت به ډېر كم پېښېدى چې د عبيدالله جان كندهاري څخه به
په جېب كې نخود نه وو، او بل دا چې ده به ډېر وخت امېله (يو ډول طبي غرني درمل
دي)
خوړل، هغه يې هم په دغه خاطر ډېره استعمالول چې د ده په وينا د سړي ږغ
ورسموي.))
د عبيدالله جان كندهاري يوه بله لويه ځانګړنه دا وه چې ده هېڅ ډول نشه
يي توكي نه كارول، د دغې كړنې په اړه يې ښاغلى حاجي مولوي عبدالرحمن آغا ګلابي داسې
وايي: ((عبيدالله جان كندهاري د ښه ږغ تر څنګ ښه ليك او لوست هم درلود، د نيي ډېر
ښايسته خط يې ليكى، فكر نه كوم چې په هغه وخت كې دې د ده يوه همزولي هم د ده سره د
ښه خط په ليكلو كې سيالي كړې واى. (دا يې هم د ليك يوه وړه بېلګه) او بله مهمه خبره
دا چې هېڅ ډول نشه يي توكي يې نه كارول، په عاجزي، سنګيني او كميني كې يې سارى ډېر
كم پيدا كېږي.))
د عبيدالله جان كندهاري د ځانګړتياوو په اړه كه هر څومره
وږغېږو، فكر كوم بيا به هم لږ ږغېدلي يو، نوموړي په كم وخت كې ډېر ښه او د پام وړ
پرمختګ وكړ. كله چې عبيدالله جان كندهاري ته نور هم د اورېدونكو پام وراوړي، دا
مهال نو د نورو كندهاري هنرمندانو تقريباً د زوال وخت رارسېدلى دى، دا ځكه چې له
يوې خوا تر ده مخكې وو او له بله پلوه يې په اصطلاح، بازار سوړ شوى و، او عبيدالله
جان كندهارى هغه څوك و چې په خپله وړتيا سره يې ځان د كندهارۍ موسيقي پايتخت ته
ورساوه. په كوم پروګرام كې چې به عبيدالله جان كندهارى نه و، هغه پروګرام نيمګړى
بلل كېدى. د پاخه عمر لرونكى حاجي عبدالرزاق آغا وايي: ((په وروستيو كې عبيدالله
جان كندهارى داسې رواج شو چې په كوم پروګرام او محفل كې به نه و، هغه ځاى ته چندان
څوك نه ورتلل، هغه داسې هنرمند و چې د هر چا خوښ و، هغه يوازې د كندهاريانو او
پښتنو هنرمند نه و، د پاكستاني اردو ژبو هم ډېر خوښ و. يو وخت كوټې ته څېرمه په
كچلاک كې د هغه ځاى خلكو عبيدالله جان كندهارى بللى و، په يو ډېر غټ سراى كې يې
پروګرام جوړ كړى و، باور وكړئ د دغه سراى پر غولي، كوټو او بامونو باندې د يوه نفر
د كښېناستلو ځاى هم نه و، او دغه پروګرام ته ډېر اردو ژبې او بلوڅان هم راغلي
وو.))
ښاغلى حاجي عبدالرزاق آغا وايي چې په دغه ځاى كې مې د يو اردو ژبې څخه
واورېدل چې عبيدالله جان يې ډېر خوښ دى او څو دانې داسې فيتې يې لري چې هغه يوازې
په اردو ويلي دي: ((د مقبول په نامه يو اردو ژبې راته وويل چې عبيدالله جان كندهارى
يې تر ډېرو هنرمندانو ځكه خوښ دى چې په ږغ كې يې الله يو ځانګړى تاثير ايښى دى، او
بل دا چې اردو سندرې خورا په خوند وايي او څو ځله مې كوټې ته هم بېولى او څلور اردو
فيتې يې راته ويلې دي.))
حاجي عبدالرزاق آغا وايي چې په دغه ځاى كې مې د يو اردو
ژبې څخه واورېدله چې عبيدالله جان كندهارى يې ډېر خوښ دى او څو داسي فيتې يې لري چې
هغه يوازي په اردو ژبه ورته ويلې دي: ((د مقبول په نامه يو اردو ژبې راته وويل چې
عبيدالله جان كندهارى يې تر ډېرو هنرمندانو ځكه خوښ دى چې په ږغ كې يې الله يو
ځانګړى تاثير ايښى دى، او بل دا چې اردو سندرې خورا په خوند وايي او څو ځله مې كوټې
ته بېولى او څلور اردو فيتې يې راته ويلې دي.))
عبيدالله جان كندهاري د ځينو
نورو سندرغاړو سره هم سندرې ويلې دي، لكه: ولي محمد كندهارى، ساګزى ماما، بېلتون،
آغامحمد، لعل محمد او د ښځينه سندرغاړې ياسمين سره يې هم يوه بشپړه فيته په كندهار
ميوزيك كې ويلې ده. د عبيدالله جان كندهاري ښكلي او زړه راكښونكي ږغ د وګړو په
زړونو كې ژور ځاى نيولى و او هر چا كوښښ كاوه چې په خپله ښادي كې د عبيدالله جان
كندهاري له سندرو څخه خوند واخلي، او په اكثرو مواردو كې به داسي ډېر پېښېدله چې د
ځينو آزادخيالو كورنيو له خوا به ارواښاد خپل كورني محفل ته بېول كېدى او د هغوى په
بلنه او غوښتنه به يې تر سهاره سندرې ويلې. په دې اړه د درېيمې ناحيې اوسېدونكې
نجيبه چې هغه وخت يې شل-دوه ويشت كاله عمر درلود، داسي وايي: ((زموږ د كورنۍ د
عبيدالله جان كندهاري د ږغ او سندرو سره خورا جوړه وه، نارينه وو مو هم كوښښ كاوه
چې زموږ په هره ښادي كې عبيدالله جان كندهارى سندرې ووايي، د لومړي ځل لپاره چې يې
زموږ كره عبيدالله جان راوستى، ښه ډېرى نارينه او ښځې مو هم رابللې وې، خورا ښه
ښادي مو جوړه كړې وه، خو د ځينو دوستانو په غوښتنه مو نارينه او ښځې بېل سره
كښېنولي وو، د سراى په منځ كې مو د ټاټونو پردې اچولې وې، كله چې عبيدالله جان غزلې
شروع كړې، نو موږ د كور له خوا د ټاټونو په كوچنيو كوچنيو سوريو كې ورته
كتل.))
دا نو هغه وخت دى چې د شهيد سردار محمدداؤد خان حكومت سقوط كړى او د
نورمحمد تره كي لومړۍ شپې دي، دلته نو د وخت واكمنه اداره هم كوښښ كوي چې جشنونه او
د خوښۍ مراسم جوړ كړي او د خپلو برياوو ښه خوندوره لمانځنه وكړي. په دې وخت كې نو
په هر پروګرام او محفل كې هم د ښځو كچه له نارينه وو څخه كمه نه وه. نو د نورو
سندرغاړو تر څنګ به د عبيدالله جان كندهاري شتون هم حتمي و. او پر دغه سربېره د هغو
كورنيو له خوا هم زيات وخت بلل كېدى چې غوښتل يې يوازي ښځينه محفلونه ولري. په دې
اړه د عبيدالله جان كندهاري يو تن نژدې ملګرى او طبله ږغوونكى ښاغلى ظاهرجان وايي:
((د نورمحمد تره كي په وخت كې به داسي شپه ډېره كمه پيدا كېدله چې عبيدالله جان
كندهارى به كوم پروګرام ته نه و بلل شوى، اكثره وخت به يې يوازي د ښځو محفلونو ته
خبراوه، ده ښه استعداد درلود، ښځو ته به د هغوى د ذوق سم غزلې ويلېعبيدالله جان
كندهارى د شهيد داؤد خان د حكومت په وروستيو كې د
(افغانستان راډيو ټلوېزيون) له
خوا كابل ته بلل شوى و، تر څو نوې سندرې ووايي او د هغه تر څنګ د ځينو ويل شويو
سندرو لبسينګ وكړي، چې دا كار يې په خورا برياليتوب سره تر سره كړ. ارواښاد په ملي
راډيو ټلوېزيون كې څو سندرې وويلې، چې د هغه سفر پر مهال يې ښاغلى حاجي نادر هم
ملګرى و. هغه داسي وايي: ((عبيدالله جان كندهاري په ملي راډيو ټلوېزيون كې د لبسينګ
تر څنګ ښه ډېرې غزلې هم وويلې، چې متاسفانه يوازي يې څو سندرې راووتلې، هغه نورې يې
د انقلابونو په جرياناتو كې له منځه ولاړې.))
د عبيد الله جان كندهاري هغه سندرې
چې په افغان ميوزيك كې ويل شوي او په ملي ټلوېزيون كې لبسينګ شوې، يوازي دوې سندرې
يې اوس هم په ځينو ټلوېزيونونو كې اورول كېږي. او د يوې هغه فيتې چې په افغانستان
راډيو كې ويل شوې ده، ځينې سندرې يې د خاصو مينه والو سره شته. په دغه وخت كې چې
عبيدالله جان كندهارى كابل ته تللى و، د يوه كندهاري دوست او ملګري حاجي اخترمحمد
خان نورزي (هغه وخت په مشرانو جرګه كې د كندهار د خلكو استازي) سره په سپين زر هوټل
كې اوسېدى. ارواښاد په آريانا او ذيشان ميوزيكونو كې هم څو فيتې وويلې. په دغه موده
كې هغه نجلۍ چې غوښتل يې د ده سره واده وكړي، خبره شوه چې عبيدالله جان كابل ته
تللى دى، سملاسي كابل ته پسي وغورځېدله، تر څه پوښتنو ګروېږنو وروسته يې د عبيدالله
جان كندهاري د اوسېدلو څرك پيدا كړ، مخامخ سپين زر هوټل ته ولاړله، او په هغه كوټه
ورننوتله چېرې چې عبيدالله جان كندهارى اوسېدى. نوره کېسه د ارواښاد حاجي سناتور
صاحب له زوى ښاغلي آغا شيرين څخه اورو: ((عبيدالله جان كندهارى زما د پلار له ډېرو
نژدې ملګرو څخه و، او زه به اكثره وخت د پلار سره كابل ته تلم، په دغه پيره چې
ورسره تللى وم، نو اكثره وخت به د عبيدالله جان كندهاري په شمول نور مېلمانه هم وو،
يوه ورځ يوازي زه او عبيدالله جان كندهارى…


…خو په دغه موده كې هغه نجلۍ چې غوښتل يې د ده سره واده وكړي، خبره شوله، چې
عبيدالله جان كندهارى كابل ته تللى دى، سملاسي كابل ته پسي وخوځېدله،تر څه پوښتنو
ګروېږونو وروسته يې د عبيدالله جان كندهاري د اوسېدلو څرك پيدا كړ، مخامخ سپين زر
هوټل ته ولاړله، او په هغه كوټه ورننوتله چېري چې عبيدالله جان كندهارى اوسېدى.
نوره کيسه د ارواښاد حاجي سناتور صاحب زوى ښاغلى آغاشرين کوي:((عبيدالله جان
كندهارى زما د پلار له ډېرو نژدې ملګرو څخه و، او زه به اكثره وخت د پلار سره كابل
ته تلم، په دغه پيره چې ورسره تللى وم، نو د عبيدالله جان كندهاري په شمول نور
مېلمانه هم وو، يوه ورځ يوازي زه او عبيدالله جان كندهارى په كوټه كې ناست وو، كه
ګورم، د
ټكېدلو تر مخه دروازه خلاصه شوه او يوه ځوانه ښځه راښكاره شوله، چې مخ
يې له ډېره قهره داسي سرې لمبې كولې، تا چې ويل د اور بټۍ ته ناسته ده.
بوقره يې
پر سر وه، او هغه نوره چې لاندي ايله وي، هغه يې پر لاس اچولې وه، اول يې پر
عبيدالله جان كندهاري سترګې ولګېدې، او يو دم يې په ښكنځلو شروع وكړه. عبيدالله جان
ورته خاندي، دا د ظالم لور پوچ اوپاش ورته وايي، عبيدالله جان ته يې ويل چې ولاكه د
ژوند څكه راڅخه وكړې، ولې دې داسي ناځواني راسره وكړه چې يوازي كابل ته راغلې، خو
زه هم درسره راتلم.))
نوموړى وايي چې د هغه ښځې او عبيدالله جان كندهاري تر نيم
ساعت لفظي شخړې وروسته موضوع لږ سړه شوه او خبره د جوړجاړي پر لور روانه شوه:
((عبيدالله جان كندهاري ورته وويل چې د ظالم لوري اوس دا راته ووايه چې دغه ځاى چا
دروښاوه؟ ته خو هم لكه چې د پېرانانو له ذاته يې، په هر څه ژر خبرېږې! زما ستا سره
وعده ده، بېله تا څخه د بل چا سره واده نه کوم.))
ښاغلى آغا شيرين زياتوي: ((دا
ښځه ضيا ګله نومېدله او د عبيدالله جان كندهاري له قوله چې نوموړې غواړي واده راسره
وكړي، هغه خداى بخښلي راته ويل چې اوس مې وعده ورسره كړې ده، كه په خير سره كندهار
ته ولاړو، بيا به يې د واده په اړه يو تصميم ونيسم.))
نوموړى وايي چې وروسته
عبيدالله جان كندهاري ضيا ګلې ته لږ قناعت وركړ چې ته اوس و لاړه شه، كه د دغه هلك
پلار راشي بيا به سخته خوا رابده كړي، خو هغې هېڅ خبره نه اورېدله او په دغه وخت كې
مې پلار راغى: ((ښځې په هېڅ ډول د عبيدالله جان كندهاري خبره نه اورېدله، هغه و چې
پلار مې راغى، او پر ښځې يې سترګې ولګېدې، زه چې تر دا مهاله مې په چوپه خوله او
وهم نيولي حالت كې د دوى ننداره كوله، د پلار په راتګ سره مې په وجود كې نوې سا
حركت وكړ، او يو دم مې پلار ته وروځغستل او چيغر مې كړې، پلار مې وارخطا شو چې دا
څه كيسه ده؟ ما مې هم پلار ته ټوله كيسه تېره كړه، پلار مې اول پر عبيدالله جان
كندهاري مخ راواړاوه، او ورته يې وويل چې دا مې څلورم كال دى چې دلته اوسېږم، په
خداى مې دې قسم وي كه زما كوټې ته په نامي ښځه راپورته شوې وي، ته چې راغلې، دا ده
ضيا ګل جانه دې هم درپسې ده، د خداى لپاره چې څومره ژر كېداى شي دا بدبخته له مخه
لېري كړه. وروسته يې پر ښځې مخ راواړاوه هغې ته يې هم څو خبرې وكړې او د كندهار د
لارې كرايه يې وركړه، ما او عبيدالله جان ته يې وويل چې دغه ښځه سيده (مخامخ) د
كندهار اډې ته ورسوئ او په كندهاري موټر كې يې سپره كړئ.))
ښاغلى آغاشرين زياتوي
چې ما او عبيدالله جان كندهاري هم هغسې وكړل، څه چې مې پلار ويلي وو، او بل دا چې
عبيدالله جان كندهاري پر لاره ضيا ګلې ته وويل چې سپينه خبره درته كوم، په ايمان
سره درته وايم، كه مې بېله تا څخه د بل چا سره واده وشي، ته ډاډه اوسه. مخكي مو هم
وويل چې د عبيدالله جان كندهاري سره ډېرو نجونو غوښتل چې د ژوند تړون لاسليك كړي،
خو د سيالۍ پر دغه ډګر ډېرو نجونو د خپل بخت نيلي وځغلول، خو يوازي او يوازي د ضيا
ګلې او پېكۍ سره د عبيدالله جان كندهاري زړه ولګېد او د واده كولو هوكړه يې ورسره
وكړه.
الله د انسان فطرت داسي جوړ کړى چې پر پنځه ګونو حواسو يې كوم شى ښه
ولګېد، نو ډېر ژر د هغه په اړه فكر كوي، په داسي حال كې چې دا ستره انساني غوښتنه
هم ده، نو دلته هر څه په خپله خوښونه پوري اړه پيدا كوي چې څوك د ځان لپاره څه او
يا د چا سره غواړي د ژوند تړون وكړي.


عبيدالله جان كندهاري څو ځله پاكستان ته سفرونه كړي وو، چې دا سفرونه يې اكثره
تر ګلستان،كوټې او پښين پوري محدود وو. يو ځل داسي هم پېښه شوه چې دوى (اميرمحمد او
عبيدالله جان كندهارى) كله كندهار ته ستانه شول، نو د وخت د حكومت له خوا په دې تور
ونيول شول چې ګواکې تاسو پاكستان ته په غيرقانوني ډول سفر كړى دى. تر هغه وخته د
كندهار ښار د څلورمې ناحيې په توقيف ځاى كې وساتل شول، تر څو چې يې خبره سپينېدله.
په دې اړه ښاغلى عبدالصمد وايي: ((عبيدالله جان كندهارى دې الله وبخښي، ښه وتلى
سندرغاړى و، فكر نه كوم چې د هغه ځاى دې بيا څوك ډك كړي. يو وخت دى او اميرمحمد
ګلستان ته تللي وو، د هغه مخه چې راغلل، حكومت په دې تور ونيول.


چې تاسو ولې په غيرقانوني ډول پاكستان ته تللي ياست؟ هغه و چې څه وخت بنديان
شول، ما د عبيدالله جان كندهاري ضمانت وكړ، او اميرمحمد تر څه وخت پوري ناست
و.))
د غوايي تر كودتا وروسته په هېواد كې ورځ تر بلې شرايط ترينګلي كېدل، او د
خلكو ژوند ورځ تر بلې سختېده، د ټولنې وګړي په يوه او بل نامه زندانونو ته اچول
كېدل، وژل كېدل او سخت تهديد ورته متوجه و. په دغه لړ كې د سندرغاړو ژوند هم له ستر
ګواښ سره مخ و، عبيدالله جان كندهاري ته هم څو ځله اخطارونه وركول شوي وو چې ته ولې
داسي او هغسي غزلې وايې؟


خو ده يې په وړاندي زيات زغم او استقامت كاوه. د كمونيسټي نظام پلويانو د وخت پر
شاعرانو، ليكوالو او سندرغاړو له ډېر فشاره كار اخيست چې د نظام په ملاتړ شعرونه،
ليكنې او سندرې ووايي. په هر پروګرام كې به عبيدالله جان كندهاري ته له يوې نيولې
تر څلورو پنځو د هغو شعارډوله سندرو وړانديز كېدى چې اكثره به يې د نظام په پلوي
ويل شوې وې، چې يو او نيم به يې ورته وويل شوې، او ځيني به يې د ډېر ټينګار سره سره
تر شا كړې. عبيدالله جان كندهاري يو عادت درلود چې د چا فرمايش يې چندان
نه
مانه، خپل طبيعت او د محفل روحيې ته يې كتل چې ناست كسان څه غواړي؟ خو يادونه
مو وكړه چې د ډېر ټينګار له مخې يې يو او نيم شعارډوله غزلې ويلې چې دلته يې يوه
كوچنۍ بېلګه راوړو، چې شعر د ښاغلي عبدالباقي دلرېش
دا نظام لري لو پاملرنه
غريبانو ته دی
وربه كړي عزت وكاريګر او بزګرانو ته
ګورئ په ښو سترګو د ملت
روشن فكرانو ته
دغه دى ځوانانو په رښتيا د جمهوريت نظام
ظلم يې كړ لېري سو
پيدا د عدالت نظام
د عبيدالله جان كندهاري د موسيقۍ ملګرى او طبله ږغوونكى ښاغلى
ظاهرجان د ده په ټكو يوه خاطره داسي راته بيانوي، چې يو وخت په سنځري كې د يو صاحب
منصب د زوى واده و، چې موږ هم هغه واده ته بلل شوي وو، د پروګرام په منځ كې يو
قوماندان غزل راواړوله او عبيدالله جان كندهاري ته يې وويل چې دغه ووايه، خو هغه
انكار وكړ او وروسته خبره په شخړه واوښتله: ((په سنځري كې د يو صاحب
منصب د زوى
واده و، موږ يې په ډېر عزت سره تر هغه ځايه ورسولو، تر ډوډۍ وروسته شوق شروع شو،
عبيدالله جان كندهاري درې څلور غزلې وويلې، وروسته يو قوماندان يوه غزله ورته
راواړوله، ده چې وكتل كرار يې ما ته راواړوله، د هغه سړي په كې سترګه وه چې ته
ودرېږه څه په كوي؟
هغه و چې عبيدالله جان كندهاري بله غزله شروع كړه، قوماندان
پر راږغ كړه چې ناځوانه پالتو شيان وايې، زموږ فرمايش دې تر شا وغورځاوه، عبيدالله
جان يې په ځواب كې وويل چې اوس يې وخت نه دى، بيا به يې ګورو، خو هغه قوماندان شوخي
كوله او پر عبيدالله جان يې كلاشينكوف راپورته كړ، ويل واخله د مور طبله او سارنګ
دې راڅخه پورته كړه… په دغه وخت كې هغه د كور خاوند صاحب منصب راغى، قوماندان چې
زموږ خوا ته يې د كلاشينكوف ميل نيولى و، پام يې نه و، د شا له خوا صاحب منصب ښه
مضبوطه لغته وواهه، كلاشينكوف يې ځنې واخيست او له ميدانه يې وايست.))
ښاغلى
ظاهرجان زياتوي چې وروسته صاحب منصب د عبيدالله جان كندهاري څخه بخښنه وغوښتله او
موږ بيرته پروګرام ته دوام وركړ. معلومه خبره ده چې زموږ د خلكو ذوقونه، نظرونه او
غوښتنې همېشه بېلابېلې او ډېر وي. يو وخت يو ځوان په همداسي يو شوق كې عبيدالله جان
كندهاري ته مخ ورواړاوه او ورته ويې ويل چې عبيدالله جانه د شعر انتخاب دې ډېر
كمزورى دى، د هر چا شعر مه وايه، مه د هر چا فرمايش منه. نور ښاغلى دادمحمد همدرد
زياتوي: ((يو وخت په يو شوق كې پر عبيدالله جان كندهاري باندي يو ځوان مخ راواړاوه،
او ورته ويې ويل چې نور كوښښ وكړه ښه شعر انتخابوه، ده خداى بخښلي ورته وويل چې دا
زموږ د ټولنې غوښتنه ده، چې زه دغسي غزلې وايم، د ټولنې لوى اكثريت مو دغسي شعرونه
غواړي، نو زه خو د دوى سندرغاړى يم، بايد د دوى غوښتنه تر ډېره په نظر كې ونيسم.))
ورته
د دې تر مخه چې عبيدالله جان كندهاري په كابل كې د استاد ناشناس سره ليدلي
وو، د هغه غوښتنه هم دا وه چې عبيدالله جانه ته نور په ټولنه كې يو مطرح شوى څوك يې
او ښه پوره وړتيا هم لرې، نو ته بايد د مشهورو او…
هغه و چې عبيدالله جان
كندهاري بله غزل شروع كړه، قوماندان پر راږغ كړه چې ناځوانه ناحقه شيان وايې، زموږ
فرمايش دې تر شا وغورځاوه. عبيدالله جان يې په ځواب كې وويل چې اوس يې وخت نه دى،
بيا به يې ګورو، خو هغه قوماندان شوخي كوله او پر عبيدالله جان يې كلاشينكوف
راپورته كړ، ويل واخله د مور طبله او سارنګ دې راڅخه پورته كړه، ستا… په دغه وخت
كې هغه د كور خاوند صاحب منصب راغى، قوماندان چې زموږ خوا ته يې د كلاشينكوف ميل
نيولى و پام يې نه و، د شا له خوا صاحب منصب ښه مضبوطه لغته وواهه، كلاشينكوف يې
ځنې واخيست او له ميدانه يې وايست.))
ښاغلى ظاهرجان زياتوي چې وروسته صاحب منصب
د عبيدالله جان كندهاري څخه بخښنه وغوښته او موږ بيرته پروګرام ته دوام وركړ.
معلومه خبره ده چې زموږ د خلكو ذوقونه، نظرونه او غوښتنې همېشه بېلابېلې او ډېر وي.
يو وخت يو ځوان په همداسي يو شوق كې عبيدالله جان كندهاري ته مخ ورواړاوه او ورته
ويې ويل چې عبيدالله جانه د شعر انتخاب دې ډېر كمزورى دى، د هر چا شعر مه وايه، مه
د هر چا فرمايش منه. نور يې د ښاغلي دادمحمد همدرد څخه: ((يو وخت په يو شوق كې پر
عبيدالله جان كندهاري باندي يو ځوان مخ راواړاوه، او ورته ويې ويل چې نور كوښښ وكړه
ښه شعر ا نتخابوه، ده خداى بخښلي ورته وويل چې دا زموږ د ټولنې غوښتنه ده، چې زه
دغسي غزلې ورته وايم، د ټولنې لوى اكثريت مو دغسي شعرونه غواړي، نو زه خو د دوى
سندرغاړى يم بايد د دوى غوښتنه تر ډېره په نظر كې ونيسم.))
د دې تر مخه چې
عبيدالله جان كندهاري په كابل كې د استاد ناشناس سره ليدلي وو، د هغه غوښتنه هم دا
وه چې عبيدالله جانه ته نور په ټولنه كې يو مطرح شوى څوك يې او ښه پوره وړتيا هم
لرې، نو ته بايد د مشهورو او وتلو شاعرانو شعر ويلو ته مخه كړې. نو له هغه وروسته
عبيدالله جان كندهاري د وتلو او منلو كلاسيكو او معاصرو شاعرانو لكه صو في شاعر
عبدالرحمن بابا، د تورې او قلم څښتن حضرت خوشحال بابا، حمزه بابا، عبدالحنان
باركزي، ملا ميران بابا، عبدالله بابا، ملا حسن اخند، مولوي عبدالغفار بريالي، ملا
عبدالمنان حيرت، محمدګل ګلبيدار، ملا عبدالسلام اخند او دې ته ورته د نورو هغو
شاعرانو په كلام ويلو يې پيل وكړ چې شعرونه يې د شعريت له پلوه پوخوالي ته رسېدلي
وو. تر دې وروسته عبيدالله جان كندهاري ډېره هڅه كوله چې خپله دغه تګلاره په بشپړه
توګه پلې كړي. ښاغلي حاجي نادر چې په كابل كې د عبيدالله جان كندهاري سره ملګرى و،
هغه وايي چې دغه يادونه استاد ناشناس ارواښاد ته كړې وه، چې (ته د ښه شعر ويلو ته
مخه كړه، او…) ښاغلى حاجي نادر يې په اړه وايي: ((كله چې موږ د كابل څخه راغلو،
يوه شپه مو بيا زموږ كره بانډار درلود، عبيدالله جان راته وويل چې ته ورشه هغه د
رحمن بابا دېوان راوړه چې نن شپه د هغه له شعرونوخ وند واخلو. ما هم د هغه دېوان
ورته راوړ. ده خداى بخښلي ښه ډېر شعرونه نښاني كړل، خو څو دانې يې په هغه شپه هم
وويل.))
خو بيا هم ډېرو زورواكو كوښښ كاوه چې د هغوى د غوښتنې سره سم غزلې
ووايي. ښاغلى دادمحمد وايي چې ډېر كم وخت داسي پېـښېدى چې زه به د عبيدالله جان
كندهاري سره ملګرى نه وم. يو وخت د يو غټ سرباز واده و، ډېرى خاديان هم راغلي وو،
عبيدالله جان كندهارى يې هم راغوښتى و، ده خداى بخښلي دا پاخه پاخه شعرونه راپيل
كړل، په دغه وخت كې يو سرباز پر راتېر شو ورته ويې ويل: ((عبيدالله جانه يو مسته
زنانه يي غزل پر راخطا كړه، چې دا نجونې او هلكان ټول ايشلې ورته وكړي. په دغه وخت
كې عبيدالله جان كندهاري پر ناست مجلس راږغ كړه چې چېري دى هغه ځوان چې ما ته به يې
ويل چې نورې زنانه يي غزلې مه وايه، ورتا راشه اوس يې ورسره سپينه كړه عبيدالله جان
كندهاري ښه استعداد درلود، هغه يوازي د كندهارۍ موسيقۍ سرتاج نه و، بلكې هغه خداى
بخښلى په ليك لوست او خطاطي كې هم ډېر ښه ځلېدلى و، او د دغو هنرونو تر څنګ يې ښه
تمثيل هم كاوه، او د كرم بورډ سره يې هم زياته مينه لرله. ده به په وزګار وخت كې د
خپلو ملګرو سره كله ناكله كرم بورډ هم كاوه. ښاغلى حاجي نادر وايي: ((د عبيدالله
جان كندهاري ډېر ښه كرم بورډ زده و، اكثره وخت به يې له نورو ملګرو څخه لوبه هم
ګټله، او هغه په دغه لوبه كې تر ټولو ملګرو مخ ته هم و.))
ښاغلى حاجي نادر
زياتوي چې موږ په هرات بازار كې يو كوټه درلوده، چې يوه كيلي يې د عبيدالله جان
كندهاري څخه هم وه، چې كله به يې وخت پيدا كړ، نو هرو مرو به هلته راتلى او زموږ
سره به يې يو ځاى تخته هم ويشتله: ((موږ په هرات بازار كې يو كوټه درلوده چې يوه
كيلي يې له ده څخه هم وه، كله چې به يې په كوم پروګرام كې شپه تېره كړې وه، نو سهار
وختي به راغلى و او هلته به بيده و، موږ چې به كله راغلو، نو دى به مو راويښ كړ، د
چاى څښلو كار به مو برابر كړ، د ده خداى بخښلى پېروى ډېر خوښ و، دستي به يې پر ما
راږغ كړه چې ته يو هلك واستوه چې د هرات دروازې څخه پېروى راوړي، زه به تر هغه وخته
يو مخ او لاس پرېولم.))
عبيدالله جان كندهاري تر يوه لسيزه زياتې سندرې وويلې،
او په دغه وخت كې يې د سندرو كچه زرګونو ته ورسېدله…


يو وخت د يو غټ سرباز واده و، ډېرى خاديان هم راغلي وو، عبيدالله جان كندهارى يې
هم را غوښتى و، ده خداى بخښلي دا پاخه پاخه شعرونه راپيل كړل، په دې وخت كې يو
سرباز پر راتېر شو، ورته ويې ويل: ((عبيدالله جانه يو مسته زنانه يي غزل پر راخطا
كړه، چې دا نجونې او هلكان ټول ايشلې ورته وكړي. په دې وخت كې عبيدالله جان كندهاري
پر ناست مجلس راږغ كړه چې چېري دى هغه ځوان چې ما ته به يې ويل چې نورې زنانه يي
غزلې مه وايه، ورتا راشه اوس يې ورسره سپينه كړه؟!))
عبيدالله جان كندهاري ښه
استعداد درلود، هغه يوازي د كندهارۍ موسيقۍ سرتاج نه و، بلكې هغه خداى بخښلى په ليك
لوست او خطاطي كې هم ډېر ښه ځلېدلى و، او د دغو هنرونو تر څنګ يې ښه تمثيل هم كاوه،
او د كرم بورډ سره يې هم زياته مينه لرله، نوموړي به په وزګار وخت كې د خپلو ملګرو
سره كله ناكله كرم بورډ هم كاوه. ښاغلى حاجي نادر وايي: ((د عبيدالله جان كندهاري
ډېر ښه كرم بورډ زده و، اكثره وخت به يې له نورو ملګرو څخه لوبه هم ګټله، او هغه په
دغه لوبه كې تر ټولو ملګرو مخ ته هم و.))
ښاغلى حاجي نادر زياتوي چې موږ په هرات
بازار كې يو كوټه درلوده، چې يوه كيلي يې د عبيدالله جان كندهاري څخه هم وه، چې كله
به يې وخت پيدا كړ، نو هرو مرو به هلته راتلى او زموږ سره به يې يو ځاى تخته هم
ويشتله: ((موږ په هرات بازار كې يو كوټه درلوده، چې يوه كيلي يې له ده څخه هم وه،
كله چې به يې په كوم پروګرام كې شپه تېره كړې وه، نو سهار وختي به راغلى و او هلته
به بيده و، موږ چې به كله راغلو، نو دى به مو راويښ كړ، د چاى څښلو كار به مو برابر
كړ. د ده خداى بخښلي پېروى ډېر خوښ و، دستي به يې پر ما راږغ كړه چې ته يو هلك
واستوه چې د هرات دروازې څخه پېروى راوړي، زه به تر هغه وخته يو مخ او لاس
پرېولم.))
عبيدالله جان كندهاري تر يوه لسيزه زياتې سندرې وويلې، او په دغه وخت
كې يې د سندرو كچه زرګونو ته ورسېدله، چې ډېرى هغه فيته پلورونكي چې تر ډېره د ده د
فيتو پېر او پلور پر غاړه لري، وايي چې تر دا مهاله يې په بازار كې تر دوه زره
زياتې فيتې شته. آمان الله كاسب چې د چمن ښارګوټي اوسېدونكي دى، او د عبيدالله جان
كندهاري سره يې ډېرې نژدې اړيكې هم لرلې او د ده ږغ ډېر خوښېده، او د ۱۹۸۵ م كال
څخه بيا تر اوسه په چمن كې فيته پلورنځى لري، هغه داسي وايي: ((زما د عبيدالله جان
كندهاري سره بېخي ډېره وه، په پاكستان كې به د عبيدالله جان كندهاري هيڅ داسي شوق
نه وي تر سره شوى، چې ما په هغه كې ګډون نه وي كړى، زه د عبيدالله جان كندهاري تر
دوه زره زياتې بېلابېلې فيتې لرم، چې په دغه كې يې تر دوه سوه زياتې هغه فيتې دي
هغه په پاكستان كې ويل شوې دي، او داسي فيتې يې هم شته چې تر يو لك كلدارې په زياته
بيه خرڅې شوې دي.)
په دغو ټولو فيتو كې يې څوارلس فيتې يوازي هغه دي چې په
بېلابېلو ميوزيكونو كې يې ويلې دي، او پاته نورې يې په شوقونو كې ويل شوې دي. د
نورمحمد تركي په دويم كال د ښارونو امنيتي وضعيت نور هم خراب شو، او په هيواد كې د
ورځ تر بلې ناآراميو د ګڼو خلكو ژوند له سختې وېرې سره مخ كړ، چې په دغه ډله كې
عبيدالله جان كندهاري ته هم څو پرله پسې ګواښونه شوي وو، او دى يې دې ته مجبوره كړ
چې د نورو هيوادوالو په څېر د خپل خواږه هيواد پرېښودلو ته اړ شي. هغه و چې دا كار
يې د ځينو دوستانو او كورنۍ په دوامداره غوښتنه وكړ، خو بيا يې هم د ځينو نژدې
ملګرو څخه پاكستان ته د تګ خبره پټه ساتلې وه، هغه هم په دې نيت چې ګواكې پاكستان
ته له تګ څخه به مې منع كړي. ښاغلى حاجي نادر وايي، په كومه ورځ چې عبيدالله جان
كندهاري پاكستان ته حركت كاوه، دوې درې ورځې تر مخه په هرات بازار كې سره مخامخ
شوو، په هغه شپه زموږ كره راغلو: ((په كومه ورځ چې ده خداى بخښلى پاكستان ته
حركت


كاوه، د هغه ورځې، دوې درې ورځې تر مخه
” ورځه ورځه په مخ دې ښه سه ستا د
بېلتونه پر ما راغله سره اورونه


په هرات بازار كې سره مخامخ شوو. ما ورته وويل چې عبيدالله جانه راځه نن زموږ
كره بانډار وكړو، هغسي هم د جمعې شپه ده. ده راته وخندل، ويل، زه په يوه شرط درسره
ځم چې چرګ راته حلال نه كړې بل رقم نه درسره ځم. ما هم ورته وخندل، او ورزياته مې
كړه چې راځه ولا لكه په خبر چې يې، چرګ مې حلال كړى دى. ده هم راسره ومنله او هغه
شپه مو زموږ كره وكړه. په دغه شپه دلرېش شاعر هم راسره و او ښه د طبيعت بانډار مو
وكړ. په دغه شپه يې ما ته پاكستان ته د تګ هېڅ هم ونه ويل.))
ښاغلى حاجي نادر
وايي چې د عبيدالله جان كندهاري زما سره درې لكه افغانۍ امانت پرتې وې. د هغو
غوښتنه يې هم په هغه شپه وكړه: ((زما سره د عبيدالله جان كندهاري درې لكه افغانۍ
امانت پرتې وې، د هغو يادونه يې هم په هغه شپه وكړه، خو راڅخه وايې نه خيستې. سبا
سهار وختي دى او دلرېش تللي وو. د ده چپنه او د غزلو كتابچې يې هم زموږ كره پاته
شوې. سبا سهار يې جان آغا پسي راولېږى، هغه ويل چې عبيدالله جان وايي چې زما كتابچې
او هغه پيسې راكړه، موږ لښكرګاه ته ځو، هلته بلل شوي يو. ما يې هغه امانت پيسې او
كتابچې وركړې.))
كله چې عبيدالله جان كندهاري د جان آغا په واسطه له حاجي نادر
څخه خپلې پيسې او كتابچې تر لاسه كړې، او په دغه ورځ ماپښين قضا يې د خوشاب پر لور
حركت وكړ. جان آغا چې كور يې په خوشاب كې و، د عبيدالله جان كندهاري يو له هغو نژدې
ملګرو او دوستانو څخه و چې د ده سره يې تر حد زياته مينه او انډيوالي
درلوده.
څوك په رضا د ملكه نه ځي
يا ډېر غريب وي ياد يار له غمه
ځينه
هوكې، دا معلومه خبره ده چې (څوك په رضا له ملكه نه ځي) چې ډېر غريب او بې
چاره نه وي او ډول- ډول اقتصادي ستونزو په مخه كړى نه وي. د دې لپاره چې كورنى
اقتصاد يې ښه شيو نو په دې نيت پردي هېواد ته د خوارۍ مزدورۍ لپاره ځي، تر څو يو څه
وګټي، او يا دا چې د يار له غمه مجبوره شي او خپل كلى، كور پرېږدي. البته هغه يار
يې چې دى يې ډېر ځورولى او كړولى وي، نو بالاخره داسي وي چې ياد تن د څه آرام او
سكون په موخه پردي هېواد ته مخه كړي.
عبيدالله جان كندهارى هم يو له هغو
افغانانو څخه و، چې د يارانو، دوستانو او خپلو هېوادوالو (د وخت د واكمن نظام
پلويانو) له خوا په يوه او بل نامه تهدېدى او بالاخره د (يارانو) پرله پسې ناځوانۍ
دې ته اړ كړ، چې دى هم د نورو هېوادوالو په څېر د مور او وطن له خوږې او پستې غېږې
څخه د تل لپاره بېل او په پردي هېواد كې مېشت شي.
نو په دې موخه د ۱۳۵۹ لمريز
كال د كب حوت پر دويمه نېټه د جان آغا، پېكۍ او ضياګلې (پېكۍ او ضياګله، هغه دوې
نجونې وې، چې ده ورسره د واده ژمنه كړې وه) سره يو ځاى د سفر موزې په پښو كړې او په
داسي حال كې يې له خپلې ګرانې مور او نورې كورنۍ سره مخه ښه كوله، چې د مور او زوى
دواړو پر ګرېوانونو د بېلتانه ترخو اوښكو لارې جوړولې او مور يې په ډېره مينه پر مخ
او سر مچ كړ او چې كله له كوره وتى، مور يې د سراى تر دروازې پوري ورسره ملګرې وه
او د دعا په نيت يې د لوى څښتن دربار ته لاسونه لپه كړي وو او د زوى لپاره يې د خير
او عافيت دعا كوله، چې كله له كوره ووت، مور يې د نېك شګون په موخه اوبه پسي وپاشلې
او تر هغه وخت پوري په دروازه كې ساه نيولې ولاړه وه، چې تر څو يې ګران زوى او د
زړه ټوټه له سترګو ګوښه كېدله.

ورځه ورځه په مخ دې ښه سه
ستا د بېلتونه
پر ما راغله سره اورونه
ورځه ورځه الله دې مل شه
كه ژوند باقي و بيا به وكړو
ديدنونه
دا تر قيامت بدتره نه ده
چې زوى روان وي له مور اخلي رخصتون
د
سفر لومړۍ شپه يې د دامان ولسوالۍ په خوشاب كلي كې د جان آغا دوى كره تېره كړه. د
سفر په دويمه ورځ د سپېدو تر مخه يې په داسي حال كې
پر قاچاقي لاره (د رېګ لاره)
يې سفر پيل كړ او د قاچاقبرانو پر هغو څلورو اوښانو يې – چې دوى د ځانونو د رسولو
لپاره په كرايه نيولي وو – څه اړين سامانونه او د خوراك، څښاك لپاره هم څه پر بار
كړي وو، حركت وكړ. البته دا هغه وخت دى چې زموږ په هېواد كې موټران په كمه اندازه
وو او ډېر سفرونه پر څارويو كېدل.
په ځانګړي ډول بيا د رېګ پر لاره، چې د
كندهار- چمن مهمه قاچاقي لاره وه. تر ډېره ځينو كډوالو او قاچاقبرانو دغه لاره د
خپل كاروبار او تګ راتګ لپاره كاروله. ماځيګرغټ و چې دغه كوچنوټې قافله د تخته پل
ولسوالۍ د نايب ويالې سيمې ته ورسېدله، څاروان پر عبيدالله جان كندهاري او جان آغا
دوى ږغ وكړ چې يارانو دلته نژدې د اوبو يو ناور دى، هلته به اودسونه او لمونځونه
وكړو، لږ دمه به مو هم شي او لمونځونه به مو هم پر وخت ادا كړي وي. تر څو دقيقو
وروسته دغه كوچنوټې قافله هغه ناور ته ورسېدله او دوى په ډېره مينه هلته د ماځيګر
لمونځونه ادا كړل.
نايب وياله د تخته پل ولسوالۍ د سوېل تقريباً په اويا كيلو
مترۍ كې پرته ده. ياده سيمه د دې ولسوالۍ يوه له هغو مهمو سيمو شمېرل كېږي چې د
كندهار – چمن پر لويه او قاچاقي لاره په رېګ كې پرته ده. دغه لار به اكثره وخت د
غلو او لوټمارو له خوا نيول كېدله او د مسافرو او لارويانو څخه به هر څه په زور لوټ
او تالان شول او ځيني وخت به خبره په زور زياتي واوښتله او موضوع به په مرګ ژوبلې
سره پاى ته ورسېدله.
دغه ستونزې ته په كتو سره د وخت د نظام په مقابل كې د يوې
وسله والې جبهې مشر عصمت مسلم په بېلابېلو سيمو كې پوستې واچولې، چې يوه پوسته يې د
اوبو پر دغه ناور هم ځاى پر ځاى كړې وه. كله چې عبيدالله جان كندهارى او ملګري يې
تر لمانځه وروسته د هوساينې په پلمه لږ څه نور هم دمه شول، نو په دې وخت كې د يادې
پوستې څو تنو وليدل چې ناور ته څېرمه څو تنه ښځينه او نارينه مسافر ناست دي. د لعلو
په نامه يوه نفر پر نورو ملګرو ږغ وكړ چې انديوالانو په دغو نفرو كې خو دا يو نفر
داسي رامعلومېږي، لكه عبيدالله جان كندهارى چې وي، ځم قوماندان صاحب په خبروم، او
له دې خبرې سره سم په بېړه ولاړى او خپل قوماندان يې په موضوع خبر كړ. نوره كيسه يې
د چمن ښارګوټي اوسېدونكى آمان الله كاسب كوي: ((زما يو انډيوال و، عبدالغني نومېدى.
دوى لالى باله.
دا د هغه د خولې كيسه درته كوم: دى د مسلم صاحب سره و. ده ويل چې
زموږ اطاق په تخته پل كې پر داسي ځاى و، چې د كندهار د لارې مسافر به هم كله ناكله
پر دغه لاره تېرېدل.
ده ويل چې يوه ورځ زموږ يو ملګرى په شړلې ساه راغى او
قوماندان ته يې وويل: چې قوماندان صاحب پر ناور باندي داسي سړى ناست دى، لكه هغه
عبيدالله جان غزلچي چې وي او څو نور نفر هم ورسره دي. تر دې وروسته يې ټولو
انډيوالانو په يوه ږغ قوماندان ته وويل: چې قوماندان صاحب كه رښتيا عبيدالله جان
غزلچي و، نو راوبه يې ګرځوو، يو شپه به دلې په تېره كړو، موږ هم ديغ يو، يو څو غزلې
به په ووايو.
تورجان ورته وويل: چې څه يې كوئ، هغه غريب هم د كافرانو د ظلم او
ستم څخه ځي، ځان وركوي، پرېږدئ يې چې خپله لاره ووهي او ځان تر يو ځايه ورسوي. لالي
ويل: چې پر قوماندان د انډيوالانو ډېر ټېنګار هغه دې ته مجبوره كړ، چې عبيدالله جان
كندهارى راوګرځوي.))
وروسته تر دې تورجان امر وكړ، چې ورشئ عبيدالله جان كندهارى
راوګرځوئ، هغه و چې ملګرو يې په ډېره بېړه دا كار وكړ او دوى ټول يې اطاق ته
راوستل. هغه دوې ښځې يې په جلا كوټه كې واچولې او دوى يې تر يو وخت پوري د ځان سره
كښېنولي وو. تر څه پوښتنو ګروېږنو وروسته يې دوى هر يو په بېلو كوټو كې واچول او تر
درېيو شپو پوري په اصطلاح، كوټه کلف (قفل) وو.
يو ځل بيا ښاغلى كاسب: ((لالي
راته ويل: چې يوه شپه زموږ د اطاق ټول انډيوالان د نورو مجاهدينو مېلمانه وو، يوازي
زه په اطاق كې پاته وم، كه ګورم د شپې ناوخته درې څلور تنه وسله وال چې مولونه يې
هم وهلي وو او پر بل مخ راايله شوي وو، راغلل، او ما ته يې وويل چې چېري دي هغه
بنديان؟ ما مخامخ كوټو ته لاس ونيوى، دوى هم مخامخ هغه خونې ته ننوتل او عبيدالله
جان يې لاس تړلى له كوټې راوايستى. زما لاسونه يې هم تر شا را وتړل او دواړه يې د
رېګ خوا ته په مخه كړو. په دغو خلكو كې مې خپل قوماندان تورجان او جان محمد چې زموږ
انډيوال و، پر خبرو وپېژندل، تر يو ځايه يې دغسي لاس تړلي روان كړي وو…
” ودې
ويشتم پورته دې نه كړم، خلك ويشتلى مرغه ژر پورته كوينه “
… پر بل مخ راايله
شوي وو، راغلل او ما ته يې وويل چې چېري دي هغه بنديان؟ ما مخامخ كوټو ته لاس
ونيوى، دوى هم مخامخ هغه خونې ته ننوتل او عبيدالله جان يې لاس تړلى له كوټې
راوايستى، زما لاسونه يې هم تر شا راوتړل او دواړه يې د رېګ خوا ته په مخه كړو. په
دغو خلكو كې مې خپل قوماندان تورجان او جان محمد چې زموږ انډيوال و، پر خبرو
وپېژندل. تر يو ځايه يې دغسي لاس تړلي روان كړي وو. وروسته
يې ما ته وويل چې
هلكه ته دلې ودرېږه، زه هم هلته پاته شوم، دوى نور هم مخ ته ولاړل، تر څه ګړي
وروسته مې څو ټكان واورېدل، ورپسې د دوى ږغونه شول، راغلل او زه يې بېرته د ځان سره
راروان كړم.))
په دغو څلورو نفرو كې يو تورجان و او هغه نور باوري ملګري يې جان
محمد او دوه نور د هغه بل اطاق څخه وو، چېري چې دوى مېلمانه وو. يو ځل بيا ښاغلى
كاسب: ((دا چې تورجان او انډيوالان يې د بل اطاق والا مېلمانه وو، د شپې تر ډېره
وخته يې هلته باڼدار وكړ او وروسته يې غوښتل چې مخكنۍ پلان شوې طرح عملي كړي، نو
دوه باوري ملګري يې له هغه اطاق څخه ټاكلي وو او يو تن چې جان محمد نومېدى، له خپلو
ملګرو څخه په نښه كړ داسي هم ويل كېږي چې ياده مېلمستيا د دې لپاره جوړه شوې وه، چې
د تورجان ټول ملګري او هغه كسان چې نه يې غوښتل عبيدالله جان كندهارى دې په دې نيت
ووژل شي، چې هغه ګواكې د دوى په وينا، يو غيراسلامي كار (سندرې وايي) كوي. نو د دې
لپاره چې موندل


شوى ښكار يې يوازي نوش جان كړى وي، د شپې ناوخته راځي او عبيدالله جان كندهارى
له خوبه بيداره كوي او مخ د رېګ خوا ته يې بيايي، او ورته وايي، تر څو چې ټولې پيسې
راونه ښيې، نو ته به هم تر هغه وخته پوري دلې يې.
په دغه وخت كې تورجان پر هغو
نورو ملګرو امر كوي، چې تاسي يې ووهئ، كېداى شي يو څه په ومنو، تر څو كنداغونو او
ځورونو وروسته د مرګ ګواښ ورته كوي، او عبيدالله جان كندهارى په ماته او بنده ژبه
ورته وايي: هه … هغه څه چې راسره وې، هغه خو … خو مو په اول سر كې راڅخه
واخيستلې، نورې…نه نه. په دې وخت كې تورجان پر جان محمد ږغ وكړ، چې څه ته ګورې؟
وله يې! دى يې په سمه نه راښيي! كه مړ هم شي، څه پروا نه كوي، د دغسي خلكو مرګ خو د
لېوني حيوان په څېر روا دى.
هغه و چې اول ټك جان محمد پر وكړ او هغه اجلي مرمۍ
سيده ولاړه د ځوانيمرګ پر سينه ولګېدله او ستوني ستخ پر مځكه ولوېدى.))
نو د
ځوانيمرګ هغه وړاندوينه سمه وختله چې ويلي يې وو:
(( لاپه خوا مې په خنجر واى
ځان وهلى
په نشتر يې د مژګانو واى پېيلى
يا يې واى د زړه پر سر باندي
ويشتلـى

راخبر مې په عشق نه واى كور او كلى
زما په شاني به بل نه وي
غمځپلى
ځوانيمرګ واى چې مې يار نه واى ليدلى
نيم بسمل رنګ يې ويشتلى پر سينه
واى
د سېلاب په شان په وينو آلوده واى
جانان وړې پر اوږو زما جنازه واى
كه
دانه واى نو راكښلى مې خپل زړه واى
د ځوانۍ پر ښاخ چپه واى د اوله
يا مې زړه
نه واى وتلى د كوګله))
ښاغلى كاسب او حاجي رحمت الله دواړه يوه خبره كوي، چې په
دغه وخت كې تورجان پر راتېر شو او په ډېر مغرورانه او فاتحانه انداز يې ورته وويل
چې څنګه شو، ځوانه په سمه دې پيسې نه راښودلې، پاى دې دغه شو. ځوانيمرګ چې نور يې د
خبرو توان نه درلود او په خپل وير اخته و، له ډېره زحمته يې خوله او لاسونه په ريګو
لګولي او ډك كړي وو او د وېشتلي مرغه په څېر په تورو خاورو كې بې سېكه پروت و او
لاس او پښې يې وهلې.
ودې ويشتم پورته دې نه كړم،
خلك ويشتلى مرغه ژر پورته
كوينه
هيڅ ځواب يې نه شو ويلاى او په داسي حال كې يې له تورجان څخه د بلې مرمۍ د
ويشتلو غوښتنه كوله چې پر ژبه يې كلمه طيبه خپره وه اونور يې تر دغه عذاب
مرګ
غوره باله. تورجان پر نورو ملګرو ږغ وكړ، چې تاسي لېري شئ، زه به هم ځان پر
وګورم. يو دم يې ګونډه ووهله او پر ځوانيمرګ يې د كلاشنكوف خوله ورسيده كړه او څو
پرله پسې ټكان يې پر وكړل او د ارواښاد عبيدالله جان كندهاري ژبه يې د تل لپاره
ورچوپ كړه او په هغه سره رېګ كې يې د ده په سرو وينو ګلګون جسد پرېښاوه او دوى د
پاني پت د قهرمانانو په څېر شملې پر اوږو واړولې او د اطاق پر لور رهي
شول.
عبيدالله جان كندهاري د ۱۳۵۹ لمريز كال د كب يا حوت پر شپږمه په داسي حال
كې د شهادت جام نوش كړ، چې د وطن پېغلو او ځوانانو د نوي كال په مناسبت پسرلني جشن
ته ځانونه چمتو كول او ده د خپل ژوند د نهه ويشتم پسرلي په درشل كې د اجل استازي ته
لبيك ووايه. روح دې يې ښاد وي.
د شهيد عبيدلله جان كندهاري د مرګ لومړۍ شپه تېره
شوه. سبا سهار په مسجد كې تر جماعت وروسته دلته او هلته د خلكو څو كوچنۍ كوچنۍ ډلې
سره راغونډې شوې وې او دغه خبره يې كوله چې څنګه او ولې يې عبيدالله جان كندهارى
وواژه؟
چا به ويل چې د ښځو په سبب يې وواژه، چا به ويل چې نه ډېرې پيسې ورڅخه
وې، او نورو به ويل چې هغه بل نفر چې قوم او وطن يې تر شا درلودل، ولې يې خوشي
كړ؟…


دا چې د عصمت مسلم سره د كندهار د ښار او نژدې سيمو مجاهدين او يو شمېر طالبان
هم ملګري وو، هغوى دا كړنه سخته وغندله او پر همدې بنسټ يې پرېكړه وكړه چې خاورو ته
د عبيدالله جان كندهاري تر سپارلو وروسته به يې د عصمت مسلم سره سپينوي چې په كوم
كتاب د يوه سندغاړي مرګ روا كېدلاى شي؟
هغه و چې د ارواښاد په سرو وينو ګلګون
جسد يې په داسي حال كې خاورو ته وسپارى چې د نايب ويالې كليوالويې هم په جنازه كې
ګډون كړى و.
تور لحد ته مې په سرو وينو ګلګون يوسئ
جنازه مې قبرستان ته د
مجنون يوسئ
د جنازې بازومې يوسه
ناوخته كېږي نااشنا وطن ته ځمه
د جنازې
بازو مې نيسه
ناوخته كېږي د اشنا وڅنګ ته ځمه
خاورو ته د ارواښاد تر جسد
سپارلو وروسته خبره د دوى په خپلمنځي شخړه اوړي او تر دوه ساعته وسله والې نښتې
وروسته سيمې ته د عصمت مسلم په ګډون نور قومي مشران او سيمه ييز خلك ستنېږي او
موضوع د خبرو له لارې هواروي، تر څو ساعته خبرو وروسته پرېكړه په دې سره پاى ته
رسېږي، هغه څوك چې د عصمت مسلم او تورجان سره راضي وي، هغه دې دلې پاته شي او څوك
چې ناراضه دي، كولاى شي د بلې جبهې سره ملګري شي. تر دغې پرېكړې وروسته د عصمت مسلم
څخه له پنځه دېرشو تر څلوېښتو ملګري جلا كېږي او په ارغنداب كې د اخترمحمد آغا سره
يو ځاى كېږي. په دې اړه د ډنډ ولسوالۍ يوتن اوسېدونكى حاجي رحمت الله داسي وايي:
((اول به دا درته ووايم چې زه او تورجان ډېر نژدې ملګري وو، دى ولاړى د عصمت مسلم
ملګرى شو او زه په كلي كې په خپل باغ او پټي بوخت وم، خو په دغه موده كې به مو كله
ناكله سره ليدل. كله چې د عبيدالله جان كندهاري موضوع پېښېږي، تر دې
وروسته يو
شمېر مجاهدطالبان له عصمت مسلم څخه جلا كېږي او په ارغنداب كې د اخترمحمد آغا سره
يو ځاى كېږي.))
نوره خبره پاى ته ورسېدله او تور جان په آزاده پښه ګرځېدى
راګرځېدى، دلته او هلته يې په خپله خوښه سفرونه كول. په دې ترڅ كې يو وخت چمن ته
ستون شو او هلته يې بيا د خپل پخواني ملګري حاجي رحمت الله سره چې هغه هم هغه مهال
په چمن كې استوګن شوى و،


ليدنه تر سره شوه او هغه ملګري ته يې وار دمخه دا ومنله چې ګواكې عبيدالله جان
كندهارى يې په تېروتنه كې وژلى دى او پر شهادت يې سخته خواشيني ښودله. د پښېمانۍ په
اړه يې نوموړى وايي: ((موږ هم د انقلاب په پيل كې چمن ته كډه وكړه، دا چې زما او د
تورجان تر منځ ښې اړيكې وې، دى خبر شوى و چې رحمت الله هم چمن ته په كډه راغلى دى،
نو كله چې چمن ته راغى، هغه مهال نو زه په يو دوكان اخته وم، زموږ د دوكان تر څنګ
يو هوټل و په هغه كې يې د عبيدالله جان شهيد فيته وراچولې وه، تر روغبړ وروسته مو
دستي د عبيدالله جان د مرګ خبره ياده كړه. ده ويل، خداى دې يې وبخښي، ډېر په آرمان
كې راڅخه مړ شو، ما مسخرې ورسره درلودې، ورته ومې ويل چې يو وار دې مړ كى، اوس بيا
آرمان پسې كوې. ده راته وويل چې والله كه مې زړه و چې مړ يې كړم، يو خو يې اجل
رسېدلى او بل دا چې موږ هم د وسلو سره نابلده وو، موږ غوښتل چې ويې بېروو، خو هغه
په رښتيا راڅخه ووژل شو.))
ارواښاد عبيدالله جان كندهاري د خپل هنري ژوند په
درشل كې ډېرې داسي سندرې او بيتونه ويلي چې په هغه كې په مستقيم يا غيرمستقيم ډول د
شهادت، مړينې، هجران او وينو يادونه شوې وي. زموږ خلك عجيبه عقيده لري، كله چې يو
څوك دغسي وړاندوينه كوي او وروسته هغسي څه پېښ شي، نو ټول وايي چې دا خو د ده پر
اروا اورېدل، تر مخه لا دغسي څه ځني اورېدل شوي وو. نو د شهيد عبيدالله جان كندهاري
تر وژنې وروسته يې هم ډېرو خواخوږو او دوستانو دا خبره په تكرار سره كوله چې ده به
هر وخت داسي غزلې انتخابولې چې په هغو كې د مرګ، مړينې او شهادت يادونه شوې وه. نو
د ساري په ډول يې دلته د څو بېلابېلو سندرو ځيني بيتونه راوړو:
تور لحد ته مې په
سرو وينو ګلګون يوسئ
جنازه مې قبرستان ته د مجنون يوسئ
كه زه مړ سوم چې زما
جنازې ته راځى
اول به په ما زما دلبر خبروئ
كه ژړ مخ ومه پروت په كفن كې
ګلګون
نن راغلى خزان دى زما پر ژوندون
چي په نوم د شهيد به مې بيا
يادوى
اول به په ما زما دلبر خبروئ
لا پخوا مې په خنجر واى ځان وهلى
په
نشتر يې د مژګانو واى پېيلى
يا يې واى د زړه پر سر باندي ويشتلى
راخبر مې په
عشق نه واى كور و كلى
زما په شاني به بل نه وي غمځپلى
ځوانيمرګ واى چې مې يار
نه واى ليدلى
بيا دې لاس د چا په وينو كې ګلګون
چې تر ګوتو دې باران اوري د
خون
بيا په سره كفن كې كوم نامراد ښخېږي
پوه سوم پوه سوم چې شهيد سو
ځيګرخون
او دې ته ورته په لسګونو داسي بيتونه يې ويلي دي چې په هغه كې يې د
بېلتون، مرګ او شهادت وړاندوينه هم كټ مټ ختلې ده.
عبيدالله جان كندهارى او
ملګري يې د تورجان دوى په اطاق كې پوره درې شپې بندي و، خو په دغه موده كې په ده
باندي هيڅ ډول غزل نه ده ويل شوې، دا ځكه چې هلته هم دوې ډلې وې، يوې ډلې يې غوښتل
چې په ده باندي سندرې وويل شي او بلې ډلې دا خبره كوله چې نه دا سړى زموږ سره
زنداني او مېلمه دى، كه سندرې په واياست، نو بايد خوشي يې هم كړئ. كله چې په كلي او
وطن كې د شهيد عبيدالله جان كندهاري د مرګ آوازه خپرېږي، نو په دغه وخت كې د چمن يو
فيته پلورونكى او سندرغاړى عبدالوهاب كندهارى چې هغه وخت يې په چمن كې فيته پلورنځى
كاوه، له موقع څخه استفاده كوي او د شهيد عبيدالله جان كندهاري په نامه داسي فيته
ثبت او بازار ته وړاندي كوي چې ږغ يې كټ مټ داسي دى، لكه: عبيدالله جان كندهاري چې
په كشرتوب كې سندرې ويلې وي او دا فيته په دې موخه ويل شوې چې له مخې يې ډېرې پيسې
په لاس راوړي، چې تر اوسه دغه فيته په بازار كې د عبيدالله جان د مرګ په فيته ياده
او پلورل كېږي، او يوازي يې هغه څوك پېژني چې هغه د ځوانيمرګ د ږغ ډېر مينه وال وي.
خو بايد يادونه وكړو چا چې د شهيد عبيدالله جان كندهاري په نامه د هغه د مرګ فيته
ويلې، هغه ځوان هم د ۱۳۷۵ لمريز كال په لومړيو كې د كندهار – سپين بولدك پر لويه
لاره د تخته پل په سيمه كې د يوې ټرافيكي پېښې په ترڅ كې شهيد شو. روح دې يې ښاد
وي.
په شپېتمو لمريزو كلونو په هيواد كې نوره هم ناآرامي مخ پر زياتېدو سوه. د
ارواښاد عبيدالله جان كندهاري په څېر په لسګونو ځوانان پر داسي برخليك واوښته چې د
ژوند او مرګ درك او خرك يې تر اوسه پوري ورك دى. خو د ارواښاد عبيدالله جان كندهاري
تر شهادت وروسته يې ډېرو دوستانو او خواخوږو غوښتل چې هديره يې پيدا كړي او جسد يې
په كندهار ښار كې يوه معلوم ځاى ته راوړي، خو هغه وخت د دې وړۍ شړۍ
كېدل له عقله
ډېره لېري خبره وه. ما ډېر پخوا اورېدلي وو چې د ارواښاد عبيدالله جان كندهاري جسد
د ده يو دوست شاعر مولوي عبدالرحمن ګلابي آغا زنګ آباد ته راوړى، چا به ويل چې نه،
هغه شين غزي بابا ته راوړى، هلته يې ښخ كړي، خو دا خبرې ټولې هوايي وې، حقيقت ته
يوه هم نه وه نژدې، ځكه چې د ارواښاد په اړه تر دا مهاله هيڅ داسي څه نه و وړاندي
شوي چې په هغه كې د نوموړي د مرګ په اړه سپين څه خپاره شوي وي. كله چې مې په رسمي
ډول د ارواښاد په اړه هر اړخيزه تحقيق پيل كړ، بيا هم د ډېرو عجيبو او غريبو سره مخ
شوم چې كېداى شي هغه هم پر خپل وخت او ځاى درته خپرې كړو، او زه يې اوس يوازي هغه
څه خپرول غواړم چې هغه په دغه بحث پوري اړه لري. د دغه لړۍ په پيل كې مې ښاغلى
ګلابي آغا پيدا كړ. د ارواښاد عبيدالله جان كندهاري په اړه مې ښه خوندوره او اوږده
مركه

ورسره وكړه. مخكې تر دې چې زه يې د خداى بخښلي د جسد په اړه وپوښتم، ده
راته وخندل او راته ويې ويل چې ډېر خلك دا خبره په ما پوري تړي چې ګواكې عبيدالله
جان كندهارى ما راوړى دى، چې رښتيا شي زه په دغه موضوع هيڅ خبر نه يم: ((ډېر خلك دا
خبره كوي چې ګواكې د عبيدالله جان كندهاري جسد ما رواړى دى، چې رښتيا شي زه په دغه
موضوع خبر هم نه يم چې د هغه ارواښاد جسد به چا راوړى وي او كه نه.))
تقريباً
دوه كاله تر مخه مې بيا يوه نرۍ آوازه واورېدله چې د ارواښاد عبيدالله جان كندهاري
جسد د ملا فيض محمد په نامه يو چا راوړى او دا مهال يې زيارت د ښكارپور دروازې په
كلافصيل كې د شهيد اسدالله غازي په هديره كې خاورو ته سپارل شوى دى. هلته هم ورغلم
او د هغه سره مې ښه اوږد بحث وكړ. ارواښاد ملا فيض محمد چې يو كال تر مخه له دې نړۍ
څخه كوچېدلى دى. نوموړى د قوي مټو خاوند او ښه صورتمند بدن يې درلود او صوفي سړى و.
ده د شهيد عبيدالله جان كندهاري په اړه يوازې دا خبره كوله چې عبيدالله جان كندهارى
يو – يو نيم كال تر مخه ما او څو نورو ملګرو راوړ او دلته مو وسپارئ: ((زه او
عبيدالله جان كندهارى ډېر نژدې ملګري وو، ډېر شوقونه مې ورسره وكړل، هغه د تورجان
په نامه يو سړى په رېګ كې شهيد كړ، زه چې دا پنځه ويشت كاله كېږي پر دغه هديره ملنګ
يم، يوه ورځ مو انډيوالانو ته وويل چې راځئ چې شهيد عبيدالله جان راوړو، بالا مې څو
ياران راټول كړل او ولاړو شهيد عبيدالله جان مو راوړ او دلته مو وسپارئ.))
د
خداى بخښلي ملا فيض محمد اخند څخه مې د ده د هغو ملګرو په اړه هم ډېر وپوښتل چې
ګواكې د ده سره يې د شهيد عبيدالله جان كندهاري جسد راوړى، تر څو ښه ډاډه شم چې د
شهيد جسد راوړل شوى او هديره يې معلومه شوې ده. ده خداى بخښلي هيڅ څوك هم نه
راوښاوه چې زه دغه موضوع د يو بل داسي سړي سره ياده كړم چې هغه هم په دغه كيسه كې
ورسره ملګرى وي.


د خداى بخښلى ملا فيض محمد اخند څخه مې د ده د هغو ملګرو په اړه هم ډېر وپوښتل
چې ګواكې د ده سره يې د شهيد عبيدالله جان كندهاري جسد راوړى دى، تر څو ښه ډاډه شم
چې د شهيد جسد راوړل شوى او هديره يې معلومه شوې ده. ده خداى بخښلي هيڅ څوك هم نه
راوښاوه چې زه دغه موضوع د يو بل داسي سړي سره ياده كړم چې هغه هم په دغه كيسه كې
ورسره ملګرى وي.
ګرانو دوستانو او درنو لوستونكو! د شهيد عبيدالله جان كندهاري
د ژوند لړۍ مو د هنر او ژوند تر وروستيو پوري ستاسو د لارښوونو سره سمه مخ ته
يووړه، عبيدالله جان كندهارى شهيد شو، خاورو ته وسپارل شو، او دا چې د مېرمنو
برخليك يې څه شو؟ د قاتل سره يې څه وشول؟ قبر يې موندل شوى دى، كه ممكنه وي، څه وخت
وروسته كېدلاى شي، كندهار ښار ته يې جسد انتقال شي. دا او نور هغه معلومات او
څرګندونې چې وروسته زموږ لاس ته راغلو، له تاسو درنو سره په كتابي بڼه – چې د ډېرو
خوندورو او نوو لاس ته راغلو عكسونو سره يو ځاى به يې كه د خداى رضا وه – شريك كړو.
اوس د هغو دوستانو نظرونه چې دا لړۍ يې ډېره خوښه شوې او ستايلې ده، او بېلابېل
وړانديزونه يې هم كړي دي،رااخلو
د كندهار ښار يو تن اوسېدونكى او د عبيدالله
جان كندهاري يو دوست عنايت الله وايي، په سورغر كې مې د عبيدالله جان كندهاري په
اړه لړۍ ډېره خوښه شوه: ((شهيد عبيدالله جان كندهارى زما د ماما (محمدصادق هاروني)
ډېر نژدې ملګرى و او موږ هم ډېر نژدې ورسره پاته شوي يو. هغه ډېر په ناځوانۍ سره
ووژل شو. خلكو ته د ده د ژوند او مرګ په اړه چندان څه نه دي معلوم، نو تاسو د ده د
ژوند او هنر په برخه كې ډېر او نوي څه وړاندي كړل او په دې هيله يو چې دغه لړۍ په
كتابي بڼه چاپ كړئ.)
په دغه موده کې زه ليکوال) له ډېرو عجيبو او غريبو سره مخ
شوم. له ډېرو خلكو سره چې به په بازار كې مخ شوم، نو هغوى به د روغبړ تر مخه د دې
لړۍ د دوام په پلمه نورو خبرو ته دوام وركړ
فېروزاحمد هم يو له هغو ځوانانو څخه
دى، چې د عبيدالله جان كندهاري پر ږغ مين دى.


دى وايي: ((زه د شهيد عبيدالله جان ډېرې فيتې لرم، ډېر مې د ده ږغ خوښ دى، خو
کله چې په سورغر كې دغه لړۍ راپيل شوه، نو هره برخه مې يې خورا په مينه او دلچسپي
سره لوستله، مګر اوس چې ګورو، داسي معلومېږي، لكه: وروستيو ته چې رسېدلې وي.


بيا هم ستاسو څخه دا هيله او غوښتنه كوم چې دغه لړۍ په كتابي شكل خپره کړئ. د دې
لپاره ښه دى، چې هر ځاى ته يې په جېب كې وړلاى شې.))
ښاغلى عطاءالله تاج بيا يو
له هغو خلكو څخه دى، چې دغه لړۍ يې دومره نه وه خوښه چې په سورغر كې غځېدلې واى. دى
وايي: ((ښه خبره ده چې تاسو په سورغر كې دغه لړۍ په دوامدار ډول خپره كړه، خو د دې
پر ځاى به مو زموږ پر نورو ادبي څېرو كار كړى واى، لكه: سيد جمال الدين افغان،
علامه رشاد بابا او نور.))
د علامه رشاد بابا زوى انجنير شېرشاه رشاد بيا وايي
چې دا لړۍ په اصل كې يو ډېر ښه او ارزښناک كار و، چې تاسو په دې وروستيو کې كار پر
وكړ: ((څېړنه او تحقيق په اصل كې بېلابېل ابعاد لري. دغه ډول كارونه يو نفر نه سي
بشپړولاى، دا چي تاسو په يوازي سر دغه كار وكړ، دا ډېر د و ياړ ځاى دى، او دغه لړۍ
چي دا څه وخت په سورغر كې په دوامداره ډول خپرېدله، كه دا په كتابي بڼه هم خپره شي،
دا به مو لوى كاركړىوي. .
ښاغلى رشاد وايي چې ستاسو دغه كار ژوندي هنرمندان نور
هم تشويق كړل چې ګواکې موږ په ټولنه كې د پام وړ ځاى لرو. يو ځل بيا ښاغلى رشاد
صاحب: ((زه فكر كوم چي دغه كار او ليكنه به په ټولنه كي هغه نامناسب فكر چي د
موسيقۍ او سندرغاړو په اړخ كې سته او په درنه سترګه هم نه ورته كتل كېږي، له منځه
يوسي، او سندرغاړي به نور هم تشويق سوي وي، او دا به ورته معلومه سوې وي چي موږ هم
په ټولنه كي يو مطرح څوك يو او نور به هم خپل هنرتهوهڅېږي
ښاغلي انجنير رشاد
وايي چې دا ښه خبره ده چې د عبيدالله جان كندهاري جسد په كندهار (ښار كې يوه معلوم
ځاى ته راوړل شي، او دا به د ده د دوستانو، يارانو، اورېدونكو او حتى د هنرمندانو
لپاره ښه وي، چې د عبيدالله جان كندهاري هديره او قبر معلوم وي د كندهار ښار يو تن
ملي سوداګر حاجي ظاهرجان څرك دغه لړۍ خورا خوندوره او ښه بولي او وايي: ((د
عبيدالله جان كندهاري د پېژندنې په برخه كې چا ته چندان معلومات نه وو، دا كار تاسو
وكړ، نو د دې لپاره چې دغه هڅې مو نور غوندي ساتل شوې وي، نو دا به ښه وي چې كتاب
يې هم چاپ كړئ، او كه د عبيدالله جان كندهاري جسد راوړل شي، دا به نور هم ښه كار
شوى وي، هم به يې د ژوند، هنر او شهادت په اړه ټول معلومات راغونډ شوي وي او هم به
يې هديره او مزار معلوم شوي وي.))

كندهار ښار ته د شهيدعبيدالله جان
كندهاري د جسد راوړلو په اړه مو له ډېره وخته دا پروګرام تر لاس لاندي نيولى دى، چې
څنګه او څه وخت به يې بشپړ كړو، خو د جسد راوړلو په برخه كې يې د ډنډ ولسوالۍ
ولسوال حمدالله نازك خورا لېوالتيا ښكاره كړې ده او وايي چې دا ډېره ښه خبره ده چې
د عبيدالله جان شهيد مزار معلوم وي: ((تاسو چې كله په سورغر كې دا لړۍ راپيل كړه،
زه په دغه باندي ډېر خوشحاله شوم، چې د عبيدالله جان كندهاري د پېژندنې لپاره دا دى
يو څوك پيدا شو، نو زما بيا زړه شو چې كه خداى بريالى كړم، زه به ستاسو او نورو
دوستانو په همكاري د عبيدالله جان كندهاري جسد راوړم، تر څو د هغه مزار هم معلوم
شي.))
ښاغلى نازك وايي چې څه موده تر مخه يې يو پنځه كسيزه ډله ولېږله. هغو د
عبيدالله جان كندهاري د قبر په اړه پوره معلومات تر لاسه كړي دي. يو ځل بيا ښاغلى
نازك: ((دا چې عبيدالله جان كندهارى زموږ په ادب او هنر پوري تړلى څوك دى، نو موږ
به هم تر خپله وسه كوښښ وكړو چې د ده هديره او مزار خلكو ته معلوم كړو او ما دا
خبره د اطلاعاتو او كلتور له رئيس سره شريكه كړې هم ده.)

موږ هم په دغه اړه
د اطلاعاتو او كلتور د رئيس ښاغلي عبدالقديم پتيال سره دغه موضوع شريكه كړه. ده
وويل: ((په دې كې هيڅ شك نسته چې د شهيد عبيدالله جان كندهاري ياد لا د كلونو
راهېسي د خلكو په زړه کې تر اوسه ځاى لري، او خلك يې دا (دى اوس هم په ښه شوق او
ذوق سره اوري. ډېر خلك دا غواړي چې د ده خداى بخښلي قبر او مزار ورته معلوم سي، نو
موږ هم د څه مودې راپه دې خوا په دې برخه كې.


كوښښ كوو، تر څو د عبيدالله جان كندهاري جسد كندهار ښار راانتقال كړو، او دلته
ښه خوندوره مقبره او ګونبده پر جوړه كړو. د تحقيق او څېړنې په برخه كې چې يې تاسو
څومره زيار ايستلى، دا د مننې او پېرزوينې وړ دى، او موږ په ډاډ سره اطمينان دركوو
چې د عبيدالله جان كندهاري كتاب به د اطلاعاتو او كلتور رياست درته چاپوي.))
د
شهيد عبيدالله جان كندهاري په اړه مې د ټولنې له بېلابېلو قشرونو: (نارينه وو،
ښځينه وو، لويانو او كوچنيانو) څخه خورا په لېواليتا دا اورېدل چې د عبيدالله جان
كندهاري په اړه خپاره شوي معلومات بايد په كتابي بڼه هم چاپ شي، او د جسد راوړلو په
برخه كې يې بايد ډېر كار وشي.
سيداحمد قانع چې دا مهال په كندهار ښار كې كتاب
پلورنځى لري، وايي: ((دا ښه كار شوى چې تاسو د عبيدالله جان كندهاري په برخه كې تر
دا مهاله تر سره كړى، خو كه دغه لړۍ په كتابي بڼه چاپ شي، دا به يو ډېر لوى كار شوى
وي، او زه په ډاډ سره ويلاى شم چې دا كتاب به مو د كال يو تر ټولو غوره او زيات
پلورل شوى كتاب وي، دا ځكه چې په سورغر كې چې دغه لړۍ روانه ده، نو اكثره وخت هغه
څوك چې د عبيدالله جان كندهاري سره ډېره مينه لري، راځي او وايي چې هغه فلانۍ برخه
يې راڅخه تېره شوې ده، هغه كه په هر څو وي، ما ته يې راپيدا كړئ. زه يو نفر پېژنم
چې ويل يې، كه هغه فلانۍ برخه راپيدا كړئ، زه پنځه سوه افغانۍ دركوم، نو زه وايم چې
د عبيدالله جان کند هار کتاب به خرڅ شي.دې ته ورته نظر يو بل كتاب پلورنځي والا
خليل احمد څارن هم لري. هغه وايي: ((كه درته ووايم، د سورغر په ټول تاريخ كې مې
داسي خوندوره او په زړه پوري لړۍ نه ده ليدلې، لكه: دغه د عبيدالله جان كندهاري
لړۍ، نو مبالغه به مې نه وي كړې. كله چې به زما دوكان ته څوك راتلل، اخبار به
اخيستى، نو اول به يې هغه مخ رااړاوه چې د عبيدالله جان كندهاري په اړه مضمون پكښي
خپور شوى و. زه دا وايم كه چېري د عبيدالله جان كندهاري كتاب په ښكلي او خوندور
صحافت د ده د عكسونو له البم سره يو ځاى چاپ شي، فكر كوم چې په داسي بيه به خرڅ شو
هغه ډیره لوړه بیه داچی حه پیښ شول او د میر منو برخلیک یی څه شو قاتل یی څنګه او
چا وواژه؟ له ښه مرغه دا چې په دې وروستيو كې يې قبر هم موندل شوى دى، او كه لازمه
وي، څه وخت او چېري به يې جسد كندهار ښار ته انتقال كړل شي، نو يادې پوښتنې به
انشاالله ډېر ژر د نوو سمونو، زياتونو او د نوو عكسونو له البم سره يو ځاى په كتابي
بڼه تر لاس کړی.