کور / د ډيورنډ کرښه / د ډیورنډ کرښې تاریخې او حقوقي بهیر ته لنډه کتنه

د ډیورنډ کرښې تاریخې او حقوقي بهیر ته لنډه کتنه

ليکنه: قانونپوه علي خان محسود

د پښتنو د یووالی د ورځې په مناسبت

د پښتنو ټولنيز ولسوګوند (Pashtoon Social Democratic Party(PSDP) یوازینی ګوند دي چې بنسټ ئی دلری اوبری پښتونخوا پښتنو په ګډه ایښودی دی . لراوبر پښتانه پکې په يو ټغر راټول شوي او د قامي احساس ډیوه ئی بله ساتلې ده ،غم، ښادی، خواږه ، تراخه ئې ګډ دي ،د ډیورند استعماري او په زور تپل شوي کرښه غیر قانوني او غیر فطري کرښه بولي اود پښتنو ددې ټوټې ټوټې شوي وجود بیرته یو ځای کیدو لپاره دعدم تشدد له لارې مبارزه او هلي ځلي کوي.
د ډیورنډ کرښې (ډیورنډ لاین) په هکله به پردي هیوادونه او خلک هر څه وائې مګر خبره د پښتون لوی ملت پوري تړل شوي ده او بل هیڅوک دا حق نه لري چې د پښتون/افغان قوم د خوښې پرته د پښتنو سرنوشت و ټاکي.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoon Social Democratic Party(PSDP)چې دټولو پښتنو قامي سنګر دی، د پښتنو رسالت ورپغاړه دی او د پښتنو د حقوقو ریښتینی استازیتوب کوي دډیورند لاين د سل کاله پوره کیدو په ورځ ( ۱۲ نوامبر ۱۹۹۳ ع کال) ئې د لرو اوبرو پښتنو/افغانانو یوه غټه غونډه راوبلله ، چې په جرمني کی د انګلستان د سفارت د بهرنیو اړیکو مسؤل کارنا روس Corna Ross هم ورته رابلل شوی او په غونډه کې حاضر ؤ دغه توافق لیک ئې په رسمي توګه دتل لپاره لغوه اعلان کړ او د ردي کاغذونو ټوکرۍ ته ئې وغورځاوه . د نوامبر دولسمه نېټه ئې د پښتنو د يووالي د ورځې په نامه ونوموله او هر کال پښتنو د يووالي ورځ په مختلفو بڼو کې لمانځي.
په کال ۱۹۴۷ کې دبرتانوي استعمار د ختمیدو سره سم افغانستان د برتانوي معاهدو څخه ازاد شو، پکار خو داوه چې د افغانستان واکدارانو یو کوټلی او عملي ګام پورته کړی وائی او د پښتون دا ټوټې ټوټې شوي وجود بیرته یو ځای شوی وائی، خو له بده مرغه داسې ونه شوه.
د ډیودنډ کرښې تاریخي او حقوقي اړخ ته ځغلنده کتنه:
۱ ـ لکه څنګه چې ټولوته جوته ده د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پښتون قام پروت دی او ددغه قام وجود په ۱۲ نوامبر ۱۸۹۳ ع کال کې د انګریزانو له خواد یوې جبري لوظنامې(توافق لیک) تر مخه په منځ نیم شو، یانې د امو نه تر ډیورنډ کرښې پوري علاقي د امیر عبدالرحمن خان په واکمنۍکې داخلي شوي او بیا کوزه پښتونخوا په نورو دریوو برخو وویشل شوه. د ډیورنډ کرښي لاندي قبائیل د پیرنګي د سیاسي استازي (پولټیکل) د انتظام لاندي شول،د بلوچستان پښتني سیمي د برټش بلوچستان په نوم د برتانوي ریزیډنټ او د پښتونخوا علاقي د تاج برتانیه لاندي شوي.
پښتانه چې نه يوازي ګډ تاریخ ، ګډه ژبه او ګډ کولتور لري، بلکې جغرافيائي وحدت هم دی دا کرغیړنه کرښه په عمل کې نه ده منلې ،انګریزانو هم د ډیورنډ کرښه په حقیقت کې نړیوال (بین المللي ) سرحد نه ، بلکه یوه انتظامي کرښه منله اوددی کرښي دواړو غاړو پرتو پښتنو/افغانانو ته پرته د پاسپورت او کاغذاتو نه د تګ راتګ اجازت ؤ.
۲ – څه وخت چې د ډیورنډ کرښه رامنځ ته کیدله ،هغه وخت کې افغانستان نیم غلام او محکوم ؤ،کورنۍ (داخلي) ازادي امیر عبدالرحمن خان لرله مګر باندینی واک د انګریزانو سره ؤ، Sir Mortimer Durand پدی وخت کې د برتانوي هندد بهرنیو چارو سیکرټري اوهم د افغانستان د خارجه چارو مشر ؤ چې دغه نمونه لوبه د نړۍ په تاریخ کې نه شته چې یو سړی په یو وخت کې د دوه هیوادونودبهرنیو چارو واکمن وي، نو د نړیوال قانون (International Law) له مخي دغه لوظنامه هیڅ حقوقي حیثیت نه لري.
۳ ـ کله چې په ۱۸۹۴ ع کال کې برتانوي جنرال بروس Bruce د کرښې د تیرولو لپاره د ډیره جات نه د لوئې پوځ سره دګوملي دري په لاره واڼه (وانا) په لور روان ؤ، نو ددير د جندول عمراخان یوسفزي او د مسیدو(محسودو)ملا او مشهور مشر ملا پیونده خبردارې Warning ورکړ چې مونږ د ډیورنډ کرښه نه منو او مه راځه ، که راغلي نو ستا ویني به په کرښه توی شي . مغرور پیرنګي ورته ځواب کې وویل چې دا واک د برتانیه او امیر عبدالرحمن خان سره دی. نو ملا صیب بې له ځنډه کابل ته لاړ او د امیر عبدالرحمن خان سره ئی اړیکه (رابطه) ونیوله، مګر امیر صیب یو پرې کړی قدم پورته نه کړاود خپلو ګټو(مفاداتو) له امله ئې د ملا صیب سره د ملاقات نه انکار وکړو، ملا صیب تش لاس له کابل نه بیرته وزیرستان ته راستون شو، اوس پیرنګی ډاډه ؤ چې ملا صیب تش لاس راغلي دی نو د انګریزانو پوځ واڼه ته راغي. په ۲ نوامبر ۱۸۹۴ ع کال کې د محسودو (مسیدو) ، وزیر اوخروټو سلیمان خیلو غازیان د ملا پیونده په مشرۍ د ګهیځ د لمانځه نه پس دپیرنګي پوځ کیمپ ته ورننوتل ، لاس په لاس جګړه پیل شوه، ډیر غازیان شهیدان شول، پیرنګي پوځ باندی ناتار ګډ شو او ماتې ئې وخوړه ،ټوپکي، کارتوس ،راشن ډیپو ګان، اسپي ،کچري او اوښان د غاز یانو په لاس ورغلل او انګریزان ئې وځغلول.
انګریزانو په دغه جنګ کې دومره ډیره سخته ماته وخوړه چې دې جنګ ته ئې دلوي غمجنې پيښې (ګریټ ډیزیاسټر The great Disaster )او پنجابي او هندي پوځیانو ورته د ٬٬قتل ګړ٬٬ نوم ورکړ.
د همدې قامي پاڅون نتیجه وه چې جنرال بروس Genera Bruce بیرته زړه ماتی ډیره جات ته ستون شو او د ډیورنډ کرښه تر نن ورځي پوری پر ځمکه کش نه کړې شوه.
دپښتنو مشهور مشر حاجي میرزاعلی خان (ایپي فقیر) به ویل چې د ډیورنډ کرښه ۶۰ ګزه ده،چې ۳۵ ګزه تورخم او ۲۵ ګزه سپین بولدک دی او نوره کرښه نه شته.

برتانویانو او امیر عبدالرحمن خان ملا صیب پیونده ته دسیسي جوړي کړي ، د د ویېم پیرنګي او افغان جنګ اتل جنرال محمد جان خان وردګ ، عمراخان یوسفزي او ځني نور غازیان د پیرنګیانو او قزلباشانو په سازش د امیر صیب په حکم شهیدان کړی شول. هغه وخت هم د امیر صیب دربار د Anti Pashtoon قزلباشانو نه ډک ؤ،لکه نن چې د حامد کرزي صیب دربار د Anti Pashtoons نه ډک دی.
۴ ـ څه وخت چې پیرنګی د هند څخه وتلو نو د خپلو ګټو (مفاداتو) په بنسټ ئې هند د مذهب په نوم تقسیم کړ او پاکستان د اسلام په نوم جوړ شو. پاکستان به ویل چې لاندې پښتانه سوچه مسلمانان دي نو دا به خامخا د پاکستان برخه جوړیږي. خدائي خدمتګارانو ته وویل شول چې تاسي هند کې پاتې کیږۍ او که پاکستان غواړۍ . خدائي خدمتګارانو د ۱۹۴۷ ع کال د جون د میاشتي د بنو قراداد مطابق دریم اپشن یانې د پښتنو د خپلواک حکومت مطالبه (غوښتنه) وکړه، چې انګریزانو او پاکستان دواړو رد کړه ،نو پدغه وخت کې باچاخان د ٬هندپاکستان٬ ټولپوښتني کې برخه ونه اخسته او د ریفرنډوم نه بایکاټ وکړ.
په اګست ۱۹۴۷کې پاکستان د هذهب په نوم جوړ شو او دوه ولایته (سوبي) مغربي او مشرقي پاکستان په نامه لرلي . په ۱۹۷۱ ع کال د ډسمبر په شپاړسمه نیټه په اقتصادي بنسټ له پاکستان نه لویه برخه بیله شوه ځان ته ئې د خپل ملت په نوم بنګله دیش (بنګالیانو) هیواد جوړ کړ . بنګالي مسلمانان د پنجابي مسلمانانو نه بیل شواو دائی ثابته کړه چې د هندوستان تقسیم د مذهب په نوم غلط ؤ. قوم او اقتصاد کامیاب شو.او هغه تیورې هم غلطه شوه کوم ته چې دوۍ Two Nation Theory ویله. نو اوس خو د انګریزانو له خوا جوړ شوی پاکستان د سره نه شته اود ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ نه، بلکه د پښتنو دخپل ټاټوبي لرې او برې پښتونخوا تر منځ ده.
دغه کرښه د De fecto په بڼه (شکل) شته، مګر د De Jure حیثیت نه لري مطلب داچې کرښه شته خو قانوني حیثیت نه لري . دپاکستان حکومت دا خیال کوي چې کرښه خو دDe fecto په شکل کې شته دی که De Jure شي نو ښه ده او که نه شي نو دغه د De fecto شکل ئې هم ئې په ګټه دی. دا کرښه پښتون/ افغان ولس او افغان حکومت هم غیر قانوني اعلان کړي او د De Jure شکل ئې نه مني .
په افغانستان کې پښتانه د ۷۵ ٪ سلنې نه زیات او ستر اکثریت دی خو له بده مرغه د احمد شاه بابا نه وروسته واک تل د اقلیت او غیر پښتنو سره پاتې شوي دي . محمدزیان نسبي پښتانه ؤخو کولتوري او ژبني پارسیوانان شوی ؤه او خپله ژبه او کولتور ئې بیخي له لاسه ورکړی ؤ پښتوبه ئی تش په نامه ملي او رسمي ژبه بلله ، مګر سرکاري او حکومتي چارې په پارسي چلیدې . پښتانه /افغانان پخپل هیواد( افغانستان) کې نه یوازې داچې بې واکه ؤ، بلکې د نورو قومونو په پرتله د زیات فشار لاندې و. دافغانستان دغه واکدارانو د پښتنو د یووالي او د ډیورنډ کرښې د De fecto د بڼي د بدلولو لپاره هیڅ کوټلی ګام ندی اخستی ،چې کله به ئې تخت ته خطره پیښه شوه نو د پښتنو د تیر ایستلو لپاره به ئې پښتو ډنګوله .
کله چې احمدشاه بابا کندهار کې واک تر لاسه کړ نو د مغلو والي (ګورنر) ناصر خان کابل او بیا پیښور ته راغی غوښتل ئې چې د احمد شا بابا پر خلاف پښتانه منظم کړی، کوز پښتانه چې خبر شول چې کندهار کې واک او حکومت د پښتنو دی نو د مغلو ګورنر ناصر خان تری په تیښته ډیلي ته لاړ. د میرویس خان نیکه او احمد شاه بابا د واکمنۍ په وخت کې د پښتنو په خاوره هیچا دعوه نه شوه کولی ، ځکه چې واک د پښتون سره ؤ.
په افغانستان کی دمحمد زیانو د شخصي نظام د ړنګیدو ورسته دخلق ډیموکراټیک ګوند دواک په وخت کې پښتو ژبې او کولتور د لږ وخت لپاره دربار ته سر دننه کړ،خوخلقیانو په روسانو باور وکړ او په دې پوهـ نه شول چې د روسانو اصلي ملګري پرچمیان دي . څه وخت چې نورمحمد تره کي او حفیظ الله امین د یو بل سره تشدد وکړ خپل ملګري پښتانه او خپل ګوند ئې تباه کړ، روسیانو پري ببرک کارمل د سور پوځ سره یو ځاي راوست، څه روښانفکره پښتانه ئې د امین د بانډ په نامه ځني ئې په نورو نومونوووژل او څه ئې وشړل شول. که خلقیانو په خپل منځ کې تشدد نه وائی کړي نو تر نن ورځې پورې به ددوۍ حکومت ؤ.
بله موقع پاس پښتنو ته د طالبانو په بڼه کې لاس ته ورغله، دوۍ ځان او جهان نه پیژانده، نړیوال (بین الاقواميInternational ) سیاست نه خبر نه ؤ،په پنجابي آئی ایس آئی ، سعودیانو او عربانو باندي ئې باور وکړ ،پنجابیانو د خپل مقصد لپاره استعمال کړل او د امریکي مخه ئې افغانستان اړخ ته راوګرځوله پښتانه ئې تباه او برباد کړل ، ډالر آئی ایس آئی واخستل او وهل طالبانو وخوړل چې دغه ټولي دوکې د سپیڅلي دین اسلام په نوم آئی ایس آئی له طالبانو سره وکړي،چې په نتیجه کې حکومت ، واک او هر څه تري لاړل . پاکستان او س امریکایانو ته وائی چې طالبان به مونږ روغي جوړي ته راضي کړو .
تاجک،ازبک،هزاره او پنجابیان امریکایانو ته وائې چې جنګ درسره پښتون کوي نو ډالر دوۍ راټولوي ، هره ورځ په لسګونو پښتانه په لره او بره پښتونخوا کې په بیلابیلو نومونو بې ګناه وژل کیږي. دغه لوبي په مونږ ځکه کیږي چې مونږ تشدد ړانده کړي یو، د دوست او دښمن فرق ورک دی،دتعلیم خلاف تخریب یوازي د پښتنو په سیمه کې روان دی،د غیر پښتنو لوڼي او ځامن چې ښونځي (سکول) ته ځي نو اسلام ته خطره نه شته،مګر که پښتانه خپل اولاد ښونځي ته لیږي نو اسلام ته خطره ده،روزنیز مرکزونه یوازي د پښتنو په علاقوکې ورانیږي، ښوونځي ئی په بمونو الوزول کیږي، لنډه داچي پښتانه په خپل کور کې د بې علمۍ، لوږي ، تندي، اوډیر بد حالت سره مخامخ دي.
مونږ د باچاخان د عدم تشدد د خدائي خدمتګارانودغورځنګ دلاري لارویان یو او غواړو چې د عدم تشدد په لار ه لر او بر افغان ولس اوخپل ځوان کول په حقيقت پوهـ او خپلو کمزوریانو ته متوجه کړو. ځکه چې عدم تشدد مینه ده، ورورولي ده، او د پیغمبرانو لاره ده. تشدد کرکه، بربادي ، نفرت او بدبختي زیږوی. که مونږ پښتانه تشدد پر ځاي عدم تشدد ته مخه کړو نو زمونږ ډیري ربړي حل کیدای شي.
مونږ پدې عقیده یو چې د پښتنو د پوهنیزې (علمي) ، ادبي،اقتصادي او ټولنیزي بیرته پاتي والي (پسماندګۍ) اصلی وجه د اد ډیورنډ غیر فطري او غیر طبیعي کرغیړنه کرښه ده. چې پښتانه ئی په څلور ټوټو ویشلې دي. ترڅوپوري چې دغه کرښه وی، تر هغي به د پښتون/افغان وجود نه وینه بهیږي، دا پرهر رغول غواړي، که هر څو د ا کار ګران بریښي ولي که پښتون /افغان ولس دمیرویس نیکه، خوشال بابا، احمدشاه بابا، پیر روښان، باچاخان،صمدخان اڅکزي او نورو قامي (ملي) مشرانو اومبارزینو په قدم قدم کیږدی، منظم شي نو ټول پښتانه به په ګډه سره دې ستونزي ته د پای ټکی کیږدی..
پښتانه په سيمه کې يوسوله خوښونکی امن دوسته ستر ځواک دى ، سيمى ته ثبات (ټیکاو)او امنيت بخښي،زمونږ په اند پغير د پښتنو د قامي وحدت، سوکالئ او ارامۍ څخه په سیمه کې امن او سوکالې نه شى راتللې .نو د امن د راوستلو لپاره د پښتنو یووالي د وخت اهم ضرورت دی . قامي وحدت زمونږ فطري اوقانوني حق دى.
په درناوی
قانونپوه علي خان محسود

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندمشر

http://www.youtube.com/watch?v=oIGdoK6orxk&feature=plcp




http://www.youtube.com/watch?v=Tw3mObneqgA