کور / تازه خبرونه / کندهار: يو ماشوم پر ماين ختلئ او بل ويشتل سوی دی

کندهار: يو ماشوم پر ماين ختلئ او بل ويشتل سوی دی

نن سهار د ورځي څه باندي يوولس بجې د پنجوايي ولسوالۍ د سپېروان په سيمه کي يو کوچني هلک خپل يو لاس او يوه پښه د ماين په چاودنه کي له لاسه ورکړل.
لراوبرډاټ کام ته د کندهار والي دفتر څخه د رسېدلو معلوماتو له مخي دغه ١٥ کلن ځوان نن خپل کلي ته تللى و چي هلته له خپلو باغونو او کور څخه ليدنه وکړي چي د خپل کور په انګړ کي د وسلوالو طالبانو لخوا پر ښه سوي ماين وربرابر سو.
د کندهار والي وياند په وينا دغه پنځلس کلن هلک په کندهار کي د ٢٠٥ اتل قول اردو نظامي روغتون ته د درملني لپاره لېږدول سوى دى.

بله خوا د کندهار امنيتي چارواکو په وينا پرون ماښام هم په پنجوايي کي پر يوه امنيتي پوسته د طالبانو د بريد پر مهال يو ۸ کلن هلک دطالبانو په ۵ مرميو زخمي سوی دی .
چارواکي وايي چي په دغه حمله کي افغان ملي پوليسو ته هيڅ ډول ځاني او مالي زيان نه دى اوښتى ولي په سيمه کي يو اته کلن هلک چي کورته يې اوبه وړلې پنځه ګولۍ لګېدلى چي وروسته د افغان امنيتي ځواکونو لخوا روغتون ته انتقال سوى دى.
طالبانو ددغو دواړو پېښو په اړه تر اوسه رسنيو ته معلومات ندي ورکړي .